د حضرت نحمياه کِتاب

نهم باب

د خلقو د خپلو ګناهونو اِقرار کول

۱هم د هغه مياشتې په څليريشتمه ورځ بنى اِسرائيل راغونډ شول، روژه يې نيولې وه، د ټاټ جامې يې اغوستې وې او په خپلو سرونو باندې يې خاورې اچولې وې. ۲ټولو بنى اِسرائيلو د پردى وطن د خلقو نه ځانونه جدا کړى وُو. بيا هغوئ د هغه ګناهونو اِقرار شروع کړو کوم چې هغوئ او د هغوئ پلار نيکۀ کړى وُو. ۳تقريباً درې ګهنټې هغوئ ولاړ وُو او د مالِک خُدائ د هغوئ د خُدائ پاک قانون ورته ولوستلے شو او ورپسې درې ګهنټې هغوئ د خپلو ګناهونو اِقرار وکړو او د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک عِبادت يې وکړو. ۴هلته د ليويانو په ممبر باندې دا کسان ولاړ وُو: يشوَع، بانى، قدمى اېل، شبنياه، بُنى، سربياه، بانى او کنانياه. هغوئ مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته په چغو چغو وژړل. ۵د ليويانو دې مشرانو خلقو ته آواز وکړو: يشوَع، قدمى اېل، بانى، حسبنياه، سربياه، هودياه، شبنياه او فتحياه،

”پاڅئ او د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک ثناء صِفت وکړئ،

د هغۀ ثناء صِفت همېشه همېشه کوئ!

د هغۀ د شان‌شوکت والا نوم دې برکتناک وى،

دا دې د ټولو صِفتُونو او برکتُونه نه اُوچت وى.“

د اِقرار دعا

۶او بيا بنى اِسرائيلو دا دعا وکړه،

”مالِکه خُدايه، يواځې تۀ مالِک خُدائ يې،

تا آسمانونه او د آسمان ستورى جوړ کړى دى.

تا زمکه او سمندر او په دې کښې هر څۀ جوړ کړى دى،

تا هر څيز له ساه ورکړې ده.

آسمانى مخلوق تا ته سجده کوى او ستا عِبادت کوى.

۷مالِکه خُدايه، خُدايه پاکه، تا ابرام غوره کړو،

او تا هغه د بابل ښار اُور نه راوويستلو،

تا د هغۀ نوم اِبراهيم ته بدل کړو.

۸تا ته پته ولګېده چې هغه ستا وفادار دے،

نو تا د هغۀ سره يو تړون وکړو.

دا تړون چې د کنعانيانو مُلک به ورکوې،

د حِتيانو او اموريانو مُلک،

د فارصيانو، يبوسيانو او جرجاسيانو مُلک،

چې هغه به داسې يو مُلک وى چې د هغۀ اولاد په کښې اوسېږى.

تا خپله وعده ځکه پوره کړه چې تۀ وفادار يې.

۹تا وکتل چې زمونږ پلار نيکۀ په مِصر کښې څومره کړېدلى وُو،

تا د بحرِقُلزم سره د هغوئ د مدد دپاره فرياد واورېدو.

۱۰تا د فِرعون خِلاف عجيبه معجزې وکړې،

دا معجزې د هغۀ آفسرانو او د هغه مُلک د خلقو خِلاف وې،

ځکه چې تا ته پته وه چې هغوئ ستا په خلقو باندې څومره ظلم کولو.

تا هغه شهرت حاصل کړو چې تر ننه پورې يې لرې.

۱۱تا د خپلو خلقو دپاره په درياب کښې لار جوړه کړه

او هغوئ دې په اوچه زمکه باندې تېر کړل.

او چې څوک ورپسې وُو نو هغوئ په ژورو اوبو کښې ډُوب شول،

داسې لکه چې يو غضبناک سمندر کښې کاڼے ډُوبېږى.

۱۲د وريځې د ستنې په ذريعه تا هغوئ د ورځې په وخت بوتلل،

او د شپې په وخت دې د اور د ستنې په ذريعه د هغوئ په لار کښې رڼا جوړوله.

۱۳د سينا غر سره تۀ د آسمان نه راکُوز شوې،

تا د خپلو خلقو سره خبرې وکړې

او هغوئ ته د اِنصاف قانون او ښۀ اصُول وښودل.

۱۴تا هغوئ ته وښودل چې ستا د سبت ورځ مقدسه وګڼى،

او تا د خپل خِدمت کوُونکى موسىٰ په ذريعه هغوئ له خپل قانون ورکړو.

۱۵کله چې هغوئ اوږى وُو، نو تا هغوئ له د آسمان نه روټۍ ورکړه،

او چې کله هغوئ تږى وُو نو تا د يو کاڼى نه هغوئ له اوبۀ ورکړې.

تا هغوئ ته ووئيل چې هغه مُلک قبضه کړئ

د کوم چې تا د هغوئ له د ورکولو وعده کړې وه.

۱۶خو زمونږ پلار نيکۀ مغروره او ضديان شول

او ستا د حُکمونو د منلو نه يې اِنکار وکړو.

۱۷هغوئ نافرمانى وکړه،

تا چې کومې معجزې کړې وې هغه يې هېرې کړې.

په خپله سرکشۍ کښې هغوئ يو مشر خوښ کړو

چې د مِصر غلامۍ له يې واپس بوځى.

خو تۀ بخښُونکے خُدائ پاک يې،

تۀ مهربان او مينه کوُونکے يې، زر نۀ غصه کېږې.

ستا رحم لوئ دے، تا هغوئ پرې نۀ ښودل.

۱۸هغوئ د سخى په شکل کښې يو بُت جوړ کړو

او وې وئيل چې دا هغه خُدائ دے چې تاسو يې د مِصر نه راوويستلئ!

مالِکه خُدايه! هغوئ ستا څومره بې‌عزتى وکړه.

۱۹خو هغوئ دې هلته په صحرا کښې پرې نۀ ښودل،

ځکه چې ستا رحم ډېر لوئ دے.

تا نۀ د وريځې او نۀ د اور ستن لرې کړه

چې د شپې او ورځې يې ورته لار ښودله.

۲۰تا د خپل نېک روح په زريعه د هغوئ لارښوونه وکړه،

تا هغوئ له د خوراک دپاره من ورکولو او د څښلو دپاره دې اوبۀ ورکولې.

۲۱په صحرا کښې په ټولو څلوېښتو کالو کښې

چې هغوئ ته د څۀ ضرورت وو د هغې هر څۀ بندوبست دې ورله وکړو،

د هغوئ جامې هيڅ کله زړې نۀ شوې،

او د هغوئ پښې ونۀ پړسېدلې.

۲۲په قومونو او بادشاهو فتح کولو کښې تا د هغوئ مدد کولو،

او تا خپل خلق په هر ځائ کښې آباد کړل.

هغوئ د حسبون مُلک فتح کړو، چرته چې سيحون بادشاهى کوله،

او د بسن مُلک، چرته چې عوج بادشاه وو.

۲۳تا هغوئ له دومره بچى ورکړل لکه چې په آسمان کښې څومره ستورى دى،

او تا هغوئ راوستل چې هغه مُلک قبضه کړى او هلته اوسېږى

هغه مُلک کوم چې تا د هغوئ پلار نيکۀ له د ورکولو وعده کړې وه.

۲۴ستا مدد سره هغوئ د کنعان مُلک قبضه کړو،

هلته چې کوم خلق اوسېدل تۀ په هغوئ باندې غالِب راغلې.

تا خپلو خلقو له هغه طاقت ورکړو چې د هغوئ سره هغه شان کار وکړى چې څۀ يې خوښه وى

څوک چې د کنعان بادشاهان او خلق وُو.

۲۵ستا خلقو د پَخو دېوالونو ښارونه قبضه کړل،

چې آباده زمکه، د دولت نه ډک کورونه ونيسى،

هغه کُوهى چې د مخکښې نه کنستلے شوى دى،

د زيتُونو ونې، د مېوو ونې او د انګورو باغونه.

هغوئ په مړه خېټه خوراک کولو او غټ شول،

تا چې کوم ښۀ څيزُونه هغوئ له ورکړى وُو د هغه هر څۀ نه يې خوند اخستلو.

۲۶خو ستا خلقو سرکشى وکړه او ستا نافرمانى يې وکړه،

هغوئ ستا قانون ته شا کړه.

هغوئ به هغه پېغمبران وژل چې خبردارے يې ورکولو،

کومو چې ورته وئيل چې تا ته واپس راوګرځېږى.

هغوئ ستا خِلاف لويه ګستاخى کوله،

۲۷نو تا هغوئ خپلو دشمنانو ته حواله کړل.

په خپلو تکليفُونو کښې هغوئ تا ته د مدد دپاره چغه کړه،

او په آسمان کښې تا د هغوئ فرياد واورېدو.

د خپل لوئ رحم په وجه تا هغوئ له خلاصوُونکى ورولېږل

چا چې هغوئ د دشمنانو نه بچ کړل.

۲۸کله به چې خېر شو، نو هغوئ به ستا خِلاف بيا ګناه وکړه،

او تا يو ځل بيا هغوئ دشمنانو ته حواله کړل.

خو کله چې هغوئ توبه وويستله او سوال يې وکړو چې هغوئ بچ کړې،

نو په آسمان کښې تا وخت په وخت د هغوئ سوال اورېدو

او تا د خپل لوئ رحم په وجه هغوئ بچ کول.

۲۹تا هغوئ له خبردارے ورکړو چې ستا قانون ته بيا راواپس شى،

خو په غرور سره هغوئ ستا قانون وغورزولو،

اګر چې ستا د قانون منل د ژوند لاره ده.

هغه د سخت زړۀ او ضديانو خلقو نافرمانى وکړه او تا ته يې غوږ نۀ نيولو.

۳۰ډېر کالونه تا هغوئ ته صبر کولو.

تا د خپلو پېغمبرانو په ذريعه هغوئ له خبردارے ورکولو،

خو ستا خلقو غوږ نۀ نيولو،

نو تا هغوئ نورو قومونو ته حواله کړل چې فتح يې کړى.

۳۱خو ستا د لوئ رحم په وجه،

تا هغوئ نۀ پرېښودل او نۀ دې تباه کړل.

تۀ رحمان او رحيم خُدائ پاک يې!

۳۲اے خُدايه پاکه، زمونږ خُدايه پاکه! تۀ څومره لوئ يې،

تۀ څومره د رُعب والا او طاقتور يې!

نو تۀ په وفادارۍ سره خپل تړون پوره کوې.

د هغه وخت نه کله چې د اسور بادشاهانو په مونږ ظلم کولو،

تر اوسه پورې، مونږ څومره کړېدلى يُو!

زمونږ بادشاهان، زمونږ مشران، زمونږ اِمامان او زمونږ پېغمبران،

زمونږ پلار نيکۀ او زمونږ ټول خلق کړېدلى دى.

مونږ چې څومره کړېدلى يُو نو هغه مۀ هېروه!

۳۳تا ښۀ وکړل چې مونږ له دې سزا راکړه،

اګر چې مونږ ګناه هم کړې ده، خو تا زمونږ سره اِنصاف وکړو.

۳۴زمونږ بادشاهانو، زمونږ مشرانو او زمونږ اِمامانو، زمونږ پلار نيکۀ

ستا قانون نۀ دے منلے.

هغوئ ستا قانون او خبردارى ته غوږ نۀ نيولو.

۳۵اګر چې ستا د برکت په وجه، بادشاهانو ستا په خلقو بادشاهى کوله

او هغوئ په هغه کولاو او آباد مُلک باندې بادشاهى کوله کوم چې تا ورکړے وو،

خو هغوئ د ګناه نه راونۀ ګرځېدل ستا خِدمت يې ونۀ کړو.

۳۶نو مونږ تر اوسه په هغه مُلک کښې غلامان يُو چې تا زمونږ پلار نيکۀ له ورکړے وو،

چې د هغې په مېوه او پېداوار باندې مزې وکړُو.

۳۷چې زمکه څۀ پېدا کوى نو هغه بادشاهانو له ځى

چې زمونږ د ګناه په وجه تا په مونږ باندې مقرر کړى دى.

هغوئ زمونږ او زمونږ د څاروو سره هغه څۀ کوى چې څۀ يې خوښه وى،

او مونږ په يوه سخته پرېشانۍ کښې يُو!“

د خلقو يوه معاهده کول

۳۸”چې دا هر څۀ شوى دى نو مونږ بنى اِسرائيليان دا پخه ليکلې معاهده کوُو او زمونږ مشران، ليويان او زمونږ اِمامان به په دې باندې خپل مهرونه ولګوى.“