د حضرت نحمياه کِتاب

اتم باب

د عزرا خلقو ته شريعت لوستل

۱تر اوومې مياشتى پورې ټول بنى اِسرائيل په خپلو ښارونو کښې دېره شول. د دې مياشتې په اوله ورځ هغوئ ټول په يروشلم کښې د اوبو دروازې سره دننه د جرګې په ځائ کښې راغونډ شول. هغوئ عزرا عالِم ته ووئيل چې د موسىٰ د شريعت هغه کِتاب راوړى کوم چې مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له ورکړے وو. ۲نو عزراد شريعت کِتاب هغه ځائ ته راوړو چرته چې خلق راغونډ وُو. په هغوئ کښې سړى، ښځې او هغه ماشومان وُو چې د هغوئ عُمر دومره وو چې په دې باندې پوهېدل. ۳هلته د دروازې سره د جرګې په ځائ کښې هغۀ ورته د سحر وختى نه واخله تر غرمې پورې شريعت لوستلو او هغوئ ټولو ورته په توجو سره غوږ ايښے وو. ۴عزرا د لرګى د پايو په ممبر باندې ولاړ وو کوم چې د دې موقعې دپاره جوړ شوے وو. دا کسان د هغۀ په ښى طرف باندې ولاړ وُو: متتياه، سمع، عناياه، اورِياه، خلقياه، معسياه، او دا کسان يې په ګڅ طرف باندې ولاړ وُو: فداياه، ميسائيل، مُلکياه، حاشوم، حسبناه، زکرياه او مسلام. ۵عزرا په داسې اُوچت ځائ باندې ولاړ وو چې ټولو خلقو ليدلے شو. چې څنګه هغۀ کِتاب کولاو کړو، نو هغوئ ټول ودرېدل. ۶عزرا ووئيل، ”د مالِک خُدائ د لوئ خُدائ پاک ثناء صِفت دې وى!“ نو ټولو خلقو خپل لاسونه اُوچت کړل او وې وئيل، ”آمين! آمين!“ هغوئ په عِبادت کښې ټيټ شول او په زمکه يې مالِک خُدائ ته سجده ولګوله. ۷بيا هغوئ په خپلو خپلو ځايُونو باندې ودرېدل، او دې ليويانو ورته د شريعت تشريح وکړه: يشوَع، بانى، سربياه، يمين، عقوب، بستى، هودياه، معسياه، قليتاه، عزرياه، يوزباد، حنان او فلاياه. ۸هغوئ ورته د خُدائ پاک شريعت ولوستلو او د دې تشريح يې ورته وکړه، چې خلق يې په مطلب باندې پوهه شى. ۹کله چې خلقو ته پته ولګېده چې د شريعت مطالبه څۀ ده، نو هغوئ په ژړا شروع وکړه. نو نحمياه چې حُکمران وو، عزرا چې د شريعت اِمام او عالِم وو او هغه ليويانو چې د شريعت تشريح يې کوله هغوئ ټولو هغه خلقو ته ووئيل چې، ”دا ورځ د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک دپاره مقدسه ده، نو تاسو له نۀ دى په کار چې غم يا ژړا وکړئ. ۱۰نو د خوراک څښاک دپاره خپلو کورونو ته لاړ شئ او په خپل خوراک او د انګورو شرابو کښې د هغه خلقو هم حِصه وکړئ چې د چا سره دا څيزُونه نۀ وى. نن زمونږ د مالِک خُدائ دپاره يوه مقدسه ورځ ده، نو مۀ خفه کېږئ. د مالِک خُدائ خوشحالى ستاسو د طاقت بُنياد دے.“ ۱۱نو ليويانو خلق قلاره کول او ورته يې وئيل چې په داسې مقدسه ورځ باندې خفګان مۀ کوئ. ۱۲نو ټول خلق خپلو کورونو ته لاړل او په خوشحالۍ سره يې خوراک څښاک وکړو او په دې خوراک څښاک کښې يې د نورو خلقو حِصه هم وکړه، ځکه چې هغوئ د خُدائ کلام اورېدلے وو او په هغې پوهه شوى وُو.

د جونګړو اختر

۱۳په ورپسې ورځ د ډلو مشران چې د هغوئ اِمامان او ليويان هم ورسره وُو، هغوئ عزرا عالِم له لاړل چې د شريعت حُکمونه زده کړى. ۱۴هغوئ ته دا پته ولګېده چې هغه شريعت دا حُکم کوى کوم چې مالِک خُدائ د موسىٰ په ذريعه ورکړے وو چې د جونګړو د اختر په دوران کښې دې بنى اِسرائيليان په جونګړو کښې اوسېږى. ۱۵نو هغوئ ورته دا اصُول وښودل او ټول يې يروشلم او نورو وړو او غټو ښارونو ته ولېږل، ”غرونو ته لاړ شئ او د نختر، د زيتُونو، د کهجورو او د هغه نورو ونو لختى راؤړئ چې سورے جوړوى چې د هغه اصُولو په مطابق جونګړې جوړې کړُو چې د شريعت په کِتاب کښې ليکلے شوى دى.“ ۱۶نو خلقو څانګې راوړې او د خپلو کورونو په چتُونو، په خپلو صِحنونو کښې، د خُدائ پاک د کور په دربار کښې او د اِفرائيم دروازې او د اوبو دروازې سره د جرګې په عوامى ځايُونو کښې يې جونګړې جوړې کړې. ۱۷هغه ټول خلق کوم چې د جلاوطنۍ نه واپس راغلى وُو هغوئ جونګړې جوړې کړې او په هغې کښې اوسېدل او هر يو کس جذباتى او خوشحاله وو. د نون زوئ يشوَع د وخت نه پس داسې نۀ وُو شوى. ۱۸د اختر د وړومبۍ ورځې نه واخله تر آخرى ورځې پورې هغوئ هره ورځ د خُدائ پاک د شريعت يوه حِصه لوستله. هغوئ اووه ورځې دا اختر وکړو او په اتمه ورځ د اختر د ختمېدو اجتماع وشوه، هم هغه شان لکه څنګه چې په شريعت کښې لازمى شوى وُو.