د حضرت نحمياه کِتاب

اوؤم باب

۱نو دېوال بيا جوړ شو، ټولې دروازې په خپلو ځايُونو کښې ولګولے شوې او څوکيداران، حمد ويُونکى او ليويان مقرر کړلې شول. ۲ما دوه سړى د يروشلم په ښار باندې مشران مقرر کړل: هغه زما ورور حنانى او د قلعه مشر آفسر حنانياه وو. حنانياه اعتمادى سړے وو او هغه د نورو نه زيات د خُدائ پاک نه يرېدو. ۳ما هغوئ ته ووئيل، ”تر څو پورې چې نمر تود شوے نۀ وى نو د يروشلم دروازې به نۀ کولاووئ. په کوم وخت کښې چې څوکيداران په ماښام کښې چهټى کوى نو هغوئ دې دروازې بندوى او سيخُونه دې په کښې لګوى. ما هغوئ ته دا هم ووئيل چې د يروشلم د اوسېدونکو خلقو نه يو څو څوکيداران مقرر کړئ چې څۀ کسانو ته په کښې خاص ځايُونه حواله شى او نور دې د خپلو کورونو نه ګېرچاپېره ګشت کوى.“

د هغه کسانو تفصيل چې د جلاوطنۍ نه راواپس شول

(د عزرا کِتاب ۲: ۱‏-۷۰)

۴يروشلم يو لوئ ښار وو، خو ډېر خلق په کښې نۀ اوسېدل او ډېر کورونه په کښې نۀ وُو جوړ شوى. ۵خُدائ پاک دا خيال زما په زړۀ کښې واچولو چې دا خلق، د هغوئ مشران او آفسران راغونډ کړم او د هغوئ نسب نامه وګورم. ما د هغه خلقو حِساب کِتاب پېدا کړو کوم چې اول د جلاوطنۍ نه راواپس شوى وُو او ما ته چې کوم معلومات مِلاو شول هغه دا دى: ۶ډېر جلاوطن شوى کسان د بابل صُوبې نه لاړل او يروشلم او يهوداه ته راواپس شول، هر يو خپل ښار ته راغلو. د هغوئ کورنۍ په بابل کښې د جلاوطنۍ په دوران کښې د هغه وخت نه اوسېدې چې نبوکدنضر بادشاه هغوئ هلته قېديان بوتلى وُو. ۷د هغوئ مشران دا وُو: زربابل، يشوَع، نحمياه، عزرياه، رعمياه، نحمانى، مردکى، بِلشان، مِسفرت، بِګوئ، نحُوم او بعنه. ۸‏-۲۵دا د بنى اِسرائيلو د ډلو تفصيل دے، دا تفصيل د هغه هرې ډلې د کسانو د شمېر سره دے کوم چې د جلاوطنۍ نه راواپس شول: د پرعوس اولاد دوه زره يو سل او دوه اويا، د سفطياه اولاد درې سوه او دوه اويا، د ارخ اولاد شپږ سوه او دوه پنځوس، د پخت موآب اولاد چې هغوئ د يشوَع او يوآب اولاد وو، په شمېر کښې دوه زره اتۀ سوه او اتلس وُو، د عيلام اولاد يو زر دوه سوه څلور پنځوس، د زتُو اولاد اتۀ سوه او پينځۀ څلوېښت، د زکى اولاد اووۀ سوه او شپېتۀ، د بِنوئ اولاد شپږ سوه او اتۀ څلوېښت، د ببى اولاد شپږ سوه او اتۀ‌ويشت، د عزجاد اولاد دوه زره درې سوه او دوه ويشت، د ادونِقام اولاد شپږ سوه او اووۀ شپېته، د بِګوئ اولاد دوه زره او اووۀ شپېته، د عدين اولاد شپږ سوه او پينځۀ پنځوس، د اطير اولاد چې د هغۀ نوم حزقياه هم وو، دوه کم سل کسان، د حاشوم اولاد درې سوه او اتۀ‌ويشت، د بِضى اولاد درې سوه څليريشت، د خاريف اولاد يو سل او دولس، د جبعون اولاد پينځۀ کم سل، ۲۶‏-۳۸د کومو خلقو پلار نيکۀ چې په دې ښارونو کښې اوسېدل هغوئ هم راواپس شول: بيت‌لحم او نطوفه، يو سل او اتۀ اتيا کسان، عنتوت، يو سل او اتۀ‌ويشت کسان، بيت عزماوت، دوه څلوېښت کسان، قريت يعريم، کفيره او بيروت، اووۀ سوه او درې څلوېښت کسان، راما او جبعه، شپږ سوه او يوويشت کسان، مِکماس، يو سل او دوويشت کسان، بيت‌اېل او عى، يو سل او درويشت کسان، د بل نبو دوه پنځوس کسان، د بل عيلام يو زر دوه سوه او څلور پنځوس کسان، حارِم، درې سوه او شل کسان، يريحو، درې سوه او پينځۀ څلوېښت کسان، لد، حاديد او اونو، اووۀ سوه او يويشت کسان، سناآه، درې زره نهۀ سوه او دېرش کسان ۳۹‏-۴۲دا د اِمامانو د ډلو تفصيل دے چې هغوئ د جلاوطنۍ نه راواپس شول: د يشوَع اولاد يدعياه، نهۀ سوه او درې اويا، اِمير، يو زر او دوه پنځوس، پشحور، يو زر دوه سوه او اووۀ څلوېښت، حارِم، يو زر او اوولس، ۴۳‏-۴۵د ليويانو ډلې چې د جلاوطنۍ نه راواپس شوې:، د هوداوه اولاد يشوَع او قدمى اېل، څلور اويا، د آسف اولاد د خُدائ پاک د کور موسيقاران يو سل او اتۀ څلوېښت، د خُدائ پاک د کور څوکيداران چې د سلوم، اطير، طلمون، عقوب، حطيطا او شوبى اولاد وو هغوئ يو سل او اتۀ دېرش وُو، ۴۶‏-۵۶د خُدائ پاک د کور د خِدمتګارانو ډلې چې د جلاوطنۍ نه راواپس شول:، ضيحا، حسوفا، طبعوت، قروس، سيعا، فدون، لبانه، حجابه، شملى، حنان، جِديل، جحر، رياياه، رضين، نقودا، جزام، عُزا، فاسح، بسئ، معُونيم، نفوشسيم، ببوق، حقوفا، حرحُور، بضليت، محيدا، حرشاه، برقوس، سسيرا، تامح، نضياح او خطيفا. ۵۷‏-۵۹د سليمان د نوکرانو ډلې چې د جلاوطنۍ نه رواپس شول: سوطى، سوفرت، فريدا، يعله، درقون، جِديل، سفطياه، حِطيل، فوکرت هضبائم او امون. ۶۰د خُدائ پاک د کور د خِدمتګارانو اولاد او د سليمان د هغه نوکرانو شمېر اتۀ کم څلور سوه وو کوم چې د جلاوطنۍ نه راواپس شول. ۶۱‏-۶۲د دلاياه، طوبياه او نقودا د ډلو کسان شپږ سوه او دوه څلوېښت وُو کوم چې د تل ملح، تل حرشا، کروب، عدون او اِمير ښارونو نه راواپس شول، خو هغوئ دا نۀ شول ثابِتولے چې هغوئ د بنى اِسرائيلو اولاد دے. ۶۳‏-۶۴د اِمامانو دې ډلو داسې هيڅ شجره نسب پېدا نۀ کړو چې هغوئ د خپل پلار نيکۀ ثبوت پېش کړى: حبابياه، هقوض، برزلى. (د اِمامانو د ډلې برزلى پلار نيکۀ په جِلعاد کښې د برزلى د ډلې يوه ښځه وادۀ کړې وه او د خپل سخر د ډلې نوم يې وړے وو.) هغوئ دا نۀ شوه ثابِتولے چې د هغوئ پلار نيکۀ څوک وُو، نو په دې وجه هغوئ اِمامان نۀ شول منلے کېدے. ۶۵يهُودى حُکمران هغوئ ته وئيلى وُو چې هغوئ تر هغې پورې خُدائ پاک ته پېش کړے شوے خوراک نۀ شى خوړلے چې تر څو پورې اِمام اُوريم او تميم نۀ وى اِستعمال کړے. ۶۶‏-۶۹کوم کسان چې د جلاوطنۍ نه راواپس شول هغوئ ټول په شمېر کښې دوه څلوېښت زره درې سوه او شپېته کسان وُو. د هغوئ ښځې او نران نوکران په شمېر کښې اووۀ زره درې سوه او اووۀ دېرش وُو، ښځې او نران موسيقاران دوه سوه او پينځۀ څلوېښت، اسونه اووۀ سوه او شپږ دېرش، کچر دوه سوه او پينځۀ څلوېښت، اُوښان څلور سوه او پينځۀ دېرش، خرونه شپږ زره اووۀ سوه او شل، ۷۰‏-۷۲ډېرو خلقو په هغه چنده ورکولو کښې مدد کولو چې د خُدائ پاک د کور د بيا جوړولو باندې خرچ شوې وې: حُکمران اتۀ کيلو سرۀ زر ورکړل، پنځوس جامونه چې د خُدائ پاک په کور کښې اِستعمال شى، د اِمامانو دپاره پينځۀ سوه او دېرش چُوغې، د ډلو مشرانو يو سل او اتۀ شپېته کيلو سرۀ زر ورکړل، يو زر او دوه نيم سوه کيلو سپين زر، باقى نورو خلقو يو سل او اتۀ شپېته کيلو سرۀ زر ورکړل، يو سل او څلوېښت کيلو سپين زر، د اِمامانو دپاره اووۀ شپېته چُوغې، ۷۳اِمامان، ليويان، څوکيداران، سندرغاړى، او څۀ عام خلق د خُدائ پاک د کور خِدمتګاران او ټول بنى اِسرائيليان په وړو ښارونو او د يهوداه په ښارونو کښې دېره شول.