د حضرت نحمياه کِتاب

پينځم باب

د حضرت نحمياه د غريبانانو دپاره فکرمند کېدل

۱څۀ موده وروستو ډېرو خلقو، سړو او ښځو، د خپلو يهُوديانو خِلاف شکايت شروع کړو. ۲څۀ کسانو ووئيل، ”زمونږ کورنۍ غټې شوى دى او د ژوندى پاتې کېدو دپاره مونږ ته د خوراک ضرورت دے.“ ۳څۀ کسانو ووئيل، ”مونږ خپل پټى، د انګورو باغونه او خپل کورونه د دې دپاره ګاڼه کړى دى چې د قحط په وخت کښې راته کافى خوراک مِلاو شى.“ ۴خو څۀ کسانو دا هم ووئيل، ”مونږ پېسې قرض کړې وې چې په خپلو پټو او د انګورو په باغونو باندې مو بادشاه له محصُول ورکولو. ۵مونږ يهُوديان د يو نسل نه يو. ولې زمونږ بچى د هغوئ د بچو په شان نۀ دى؟ مونږ مجبور يو چې د خپلو بچو نه غلامان جوړوُو. زمونږ څۀ لوڼه د وړاندې نه د وينځو په توګه خرڅې شوې دى. مونږ په دې وجه بې‌مددګاره يُو چې زمونږ پټى او د انګورو باغونه زمونږ نه اخستے شوى دى.“ ۶کله چې ما د هغوئ شکايتُونه واورېدل، نو زۀ غصه شوم. ۷په دې باندې د سوچ کولو نه پس، ما د خلقو مشران او آفسران ورټل او ورته مې ووئيل، ”تاسو د خپلو خلقو نه سود اخلئ.“ نو ما د دې دپاره د خلقو يو جرګه راوغوښته چې د دې مسئلې حل راوباسو ۸او ورته مې ووئيل، ”زمونږ چې څومره وس وى نو مونږ خپل هغه يهُودى خپلوان واپس اخلو کومو چې خپل ځانونه په غېرو خلقو باندې خرڅ کړى دى. خو اوس تاسو خپل رِشته داران او خپل خلق دې ته مجبوروئ چې خپل ځانونه په تاسو باندې خرڅ کړى!“ مشران خاموش ولاړ وُو او د وئيلو دپاره ورسره هيڅ هم نۀ وُو. ۹بيا ورته ما ووئيل، ”تاسو چې څۀ کوئ دا ټيک نۀ دى. په کار دى چې تاسو زمونږ د خُدائ پاک نه په يره کښې ژوند تېر کړئ چې مونږ د غېرو قومونو د دشمنانو د پېغور نه خپل ځانونه بچ کړُو. ۱۰ما خلق دې ته پرېښى دى چې زما نه پېسه او غله قرض واخلى او هم زما د ملګرو او خلقو نه چې زما دپاره کار کوى. نو راځئ چې دا سود اخستل بند کړُو. ۱۱نو تاسو به نن خامخا هغوئ له د هغوئ پټى، د انګورو باغونه، د زيتُونو ونې او د هغوئ کورونه واپس ورکوئ. چې کله مو پېسې، غله، د انګورو نوى شراب او د زيتُونو تېل قرض ورکول او کوم سود مو ترې نه اخستے دے هغه واپس ورکړئ.“ ۱۲مشرانو ورته ووئيل، ”تا چې څۀ ووئيل مونږ به هغه هم دغه شان وکړُو. مونږ به جائيدادونه واپس کړُو او د قرض د راغونډولو کوشش به نۀ کوُو.“ نو ما اِمامان راوغوښتل او د هغوئ په مخکښې مې د مشرانو نه دا قسم واخستلو چې هغوئ اوس اوس کومه وعده وکړه نو هغه به پوره کوى. ۱۳نو ما خپله لمن وڅنډله او ومې وئيل، ”که تاسو دا وعده پوره نۀ کړه، نو خُدائ پاک دې تاسو د خپلو کورونو او خپلو جائيدادونه داسې وڅنډى!“ نو ټولو خلقو په جواب کښې ووئيل، ”آمين“ او هغوئ د مالِک خُدائ ثناء صِفت ووئيلو. او خلقو هم هغه شان وکړل چې څنګه يې وعده کړې وه.

د حضرت نحمياه سخاوت

۱۴په هغه ټولو دولسو کالو کښې چې زۀ د يهوداه د مُلک حُکمران وم، د ارتخششتا د سلطنت د شلم کال نه د هغۀ د بادشاهۍ د دوه دېرشم کال پورې، نۀ ما او نۀ زما خپلوانو هغه خوراک خوړلے دے چې کوم د حُکمران دپاره مقرر وو. ۱۵زما نه مخکښې به چې کوم يو حُکمران هم په دفتر کښې وو هغه به په خلقو بوج وو. د انګورو شرابو او د خوراک دپاره به يې هره ورځ ترې نه څلوېښت د سپينو زرو سيکې غوښتې. د هغوئ نوکرانو به هم د خلقو سره زياتے کولو. خو ما به د هغوئ په شان کار نۀ کولو، ځکه چې زۀ د خُدائ پاک نه يرېدلم. ۱۶ما خپل ځان د دېوال د بيا جوړولو دپاره وقف کړے وو او هيڅ جائيداد مې نۀ اخستلو. هر چا چې زما دپاره کار کولو نو هغه د دېوال په بيا جوړېدو کښې شريک وُو. ۱۷ما به د خپل دسترخوان نه هره ورځ يو نيم سل يهُوديانو او د هغوئ مشرانو له روټۍ ورکوله. دا د هغه ټولو خلقو نه علاوه وُو کوم چې د ګېرچاپېره مُلکونو نه ما له راغلى وُو. ۱۸هره ورځ به مې يو غوَيے، شپږ ښۀ ګډان او ډېرې چرګې تيارولې او په هره لسمه ورځ مې د انګورو د تازه شرابو بندوبست کولو. خو چې کله ما ته پته ولګېده چې خلق ډېر دروند بوج برداشت کوى، نو ما هغه پېسې نۀ غوښتلې کومې چې د حُکمران دپاره مقررې وې. ۱۹نو اے خُدايه پاکه! زۀ ستا نه سوال کوم چې زما هغه هر يو کار ياد ساته چې ما د دې خلقو دپاره کړے دے.