د حضرت نحمياه کِتاب

څلورم باب

د حضرت نحمياه کاميابېدل

۱کله چې سنبلط خبر شو چې مونږ يهُوديانو دېوال جوړول بيا شروع کړى دى، نو هغه سخت غصه شو او مونږ پورې يې خندا شروع کړه. ۲د خپلو ملګرو او د سامرى فوجيانو په مخکښې يې ووئيل، ”دا بد بخته يهُوديان چې څۀ کوى د هغې په باره کښې يې څۀ خيال دے؟ د هغوئ اراده د ښار بيا جوړولو ده څۀ؟ ولې د هغوئ خيال دا دے چې صِرف د يو څو قربانو پېش کولو په وجه به هغوئ هغه دېوال په يوه ورځ کښې جوړ کړى؟ هغوئ د سوزېدلى ګند د ډېرى نه د عمارت کاڼى جوړولے شى څۀ؟“ ۳طوبيا هلته د هغۀ په څنګ کښې ولاړ وو او دا خبره يې وکړه، ”هغوئ څۀ قسم دېوال جوړولے شى؟ داسې چې يو لومبړه يې هم راغورزولے شى!“ ۴ما دعا وکړه، ”خُدايه پاکه! د هغوئ خندا واوره چې په مونږ پورې يې کوى، د هغوئ کنځل دې هم هغوى ته بلا شى! هغوئ دې وتښتولے شى او پردى مُلک ته دې قېديان بوتلے شى. ۵هغوئ چې کوم بد عمل کوى هغه مۀ معاف کوه او د هغوئ ګناهُونه مۀ هېروه، مونږ چې کله دېوال جوړولو نو هغوئ زمونږ بې‌عزتى کړې ده.“ ۶نو مونږ د دېوال په جوړولو باندې لګيا وُو او دا دېوال زر د نيم اُوچتوالى پورې جوړ شو، ځکه چې خلقو به په شوق سره د دې کار کولو. ۷خو کله چې سنبلط، طوبياه، د عربو او عمون خلقو او اشدود واورېدل چې مونږ د يروشلم د دېوال په بيا جوړولو کښې لګيا يُو او د دېوال غورزېدلے ځائ نو جوړېدو نو هغوئ سخت غصه وُو. ۸نو هغوئ ټولو دا منصُوبه جوړه کړه چې راشى او په يروشلم باندې حمله وکړى او ګډوډى پېدا کړى، ۹خو مونږ خپل خُدائ پاک ته سوال وکړو او د هغوئ خِلاف مو شپه او ورځ په څوکيدارۍ باندې سړى ولګول. ۱۰د يهوداه خلقو يوه سندره لرله او هغوئ ووئيله، ”مونږ مزدوران کمزورى شوى يُو، دومره ماتې خښتې به څنګه اُوچتوُو. مونږ دا دېوال نن څنګه جوړ کړُو؟“ ۱۱زمونږ د دشمنانو خيال دا وو چې مونږ به خپل دشمنان ونۀ ګورو او نۀ به تر هغې پورې دا پته راته ولګى چې څۀ کېږى چې تر څو پورې هغوئ مونږ ته رارسېدلى نۀ وى، مونږ به ووژنى او زمونږ کار به بند کړى. ۱۲خو چې زمونږ د دشمنانو سره کوم يهُوديان اوسېدل هغوئ وخت په وخت راتلل او چې زمونږ دشمنانو زمونږ خِلاف کومې منصُوبې جوړولې نو د هغې نه به يې خبرولو. ۱۳نو ما خلقو له تُورې، نېزې او غشى ورکړل او ډله په ډله مې د دېوال شاته په هغه ځايُونو کښې ودرول چرته چې کار لا ختم شوے نۀ وو. ۱۴ما ته پته ولګېده چې خلق يرېدلى وُو، نو ما هغوئ، او د هغوئ مشرانو او آفسرانو ته ووئيل، ”زمونږ د دشمنانو نه مۀ يرېږئ. ياد ساتئ چې ستاسو مالِک خُدائ ډېر لوئ او يروُونکے دے او ستاسو وطندارانو، ستاسو بچو، ښځو او ستاسو د کورونو دپاره به جنګ کوى.“ ۱۵زمونږ دشمنان خبر شول چې مونږ ته دا پته لګېدلې ده چې هغوئ څۀ منصُوبه جوړوله او چې خُدائ پاک د هغوئ منصُوبې خرابې کړې دى. نو مونږ ټول د دېوال د بيا جوړولو دپاره روان شوُو. ۱۶د هغه وخت نه واخله زما نيمو سړو به کار کولو او نيم کسان به د څوکيدارۍ دپاره ولاړ وُو. هغوئ زغرې اغوستې وې او نېزې، ډالونه او غشى ورسره وُو. او زمونږ مشرانو د خلقو سره پوره مدد کولو، ۱۷يعنې د هغه خلقو سره چا چې دېوال جوړولو. چې کومو کسانو به د عمارت سامان وړلو نو هغوئ به هم په يو لاس باندې کار کولو او په بل لاس کښې به يې وسلحه نيولې وه، ۱۸او هر چا به چې د جوړولو کار کولو نو هر يو به په خپله ملا پورې تُوره تړلې وه خو چې کوم سړى به د خبردارى دپاره بيګل غږولو نو هغه به زما سره ايسارېدو. ۱۹ما خلقو، د هغوئ آفسرانو او مشرانو ته ووئيل، ”دا کار په دومره ډېره فاصله باندې خور وور دے چې مونږ په دېوال باندې د يو بل نه ډېر زيات لرې يُو. ۲۰که تاسو د بيګل آواز واورئ، نو ما ته راغونډ شئ. زمونږ خُدائ پاک به زمونږ دپاره جنګ کوى.“ ۲۱نو هره ورځ، د سحر نه واخله د شپې تر هغه وخته پورې چې ستورى به راښکاره شول، زمونږ نيمو کسانو به کار کولو، خو هغه نور نيم به د نېزو سره د څوکيدارۍ دپاره ولاړ وُو. ۲۲په هغه وخت کښې ما هغه مشرانو سړو ته ووئيل چې هغوئ او د هغوئ ټول مدد کوُونکى به د شپې په يروشلم کښې ايسارېږى، نو چې داسې مونږ د شپې د ښار څوکيدارى کوُو او د ورځې به کار کوُو. ۲۳ما د شپې هم خپلې جامې نۀ ويستلې، نۀ زما ملګرو، نۀ زما خِدمت‌ګارانو او نۀ زما څوکيدارانو ويستلې. او که مونږ د اوبو دپاره هم تلو نو مونږ ټولو به وسلحه د ځان سره ساتله.