د حضرت نحمياه کِتاب

لسم باب

۱کومو کسانو چې دستخطُونه وکړل هغوئ دا وُو: د حکلياه زوئ نحمياه حُکمران. صدقياه، ۲‏-۸شراياه، عزرياه، يرمياه، پشحور، امرياه، مُلکياه، حطوش، شبيناه، ملوک، حارِم، مريموت، عبدياه، دانيال، جِنتون، باروک، مسلام، ابياه، ميامين، معزياه، بِلجى او سمعياه. ۹‏-۱۳ليويان: د ازنياه زوئ يشوَع، د حنداد د ډلې بِنوئى، قدمى اېل، شبيناه، هودياه، قليتاه، فلاياه، حنان، ميکا، رِحوب، حسبياه، زکور، سربياه، شبنياه، هودياه، بانى او بنينو. ۱۴‏-۲۷د خلقو مشران: پرعوس، پخت موآب، عيلام، زتُو، بانى، بُنى، عزجاد، ببى، ادونياه، بِګوئ، عدين، اطير، حزقياه، عزُور، هودياه، حاشوم، بضى، خاريف، عنتوت، نوبى، مګفيعاس، مسلام، حزير، مشيزبيل، صدوق، يدوع، فلطياه، حنان، عناياه، هوسيع، حنانياه، حسوب، هلوحيس، فليحا، سوبيق، رحُوم، حسبناه، معسياه، اخياه، حنان، عنان، ملوک، حارِم او بعنه.

د تړون ليک

۲۸مونږ يعنې بنى اِسرائيلو، اِمامانو، ليويانو، څوکيدارانو، سندرغاړو، د خُدائ پاک د کور کاريګرانو او هغه نورو ټولو خلقو د خُدائ پاک د قانون د تابعدارۍ په بُنياد خپل ځانونه د پردى مُلک د هغه خلقو نه جدا کړى وُو کوم چې زمونږ په مُلک کښې اوسېدل. مونږ د خپلو ښځو او د هغه ټولو بچو سره د کومو عُمر چې پوهېدو ته رسېدلے وو، ۲۹مونږ د خپلو مشرانو سره په يو قسم کولو کښې شريک شوُو او ومو وئيل چې مونږ که قسم مات کړو نو په مونږ دې لعنت وى او دا چې مونږ به د خُدائ پاک د قانون په مطابق خپل ژوند تېروُو. هم هغه قانون کوم چې خُدائ پاک د خپل خِدمت کوُونکى موسىٰ په ذريعه راکړے وو، چې مونږ به هغه هر څۀ منو چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک يې حُکم راکوى، او چې مونږ به د هغۀ ټول قانون او اصُول منو. ۳۰مونږ دا وعده وکړه چې د هغه مُلک د غېرو قومونو خلقو له به خپلې لوڼه نۀ ورکوُو او د هغوئ لوڼه به خپلو زامنو ته نۀ وادۀ کوُو. ۳۱که د پردى مُلک خلق څۀ غله يا بل هر څيز هم د سبت يا په بله هره مقدسه ورځ په مونږ باندې د خرڅولو دپاره راوړى، نو مونږ به يې د هغوئ نه نۀ اخلو. په هر اوؤم کال به مونږ زمکه نۀ کرو او ټول قرضُونه به معاف کوُو. ۳۲زمونږ هر يو کس به هر کال پينځۀ ګرامه سپين زر د خُدائ پاک د کور د خرچې دپاره په چنده کښې ورکوى. ۳۳مونږ به د خُدائ پاک د کور د عِبادت دپاره د دې څيزُونو بندوبست کوُو: مقدسه روټۍ، د هرې ورځې د غلې نذرانه، هغه ځناور چې هره ورځ د قربانۍ په توګه سوزولے شى، د سبت د ورځو، د نوې مياشتې د اختر او د نورو اخترونو دپاره مقدسې نذرانې، د بنى اِسرائيلو د ګناه کفارې دپاره نذرانې او هغه بل هر يو څيز چې د خُدائ پاک په کور کښې يې ضرورت وى. ۳۴زمونږ خلق، اِمامان او ليويان به هر کال پچه اچوى چې دا معلومه کړى چې کومه يوه ډله د مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک په قربان ګاه باندې د سوزولو دپاره لرګو بندوبست کوى او دا به د قانون په مطابق وى. ۳۵مونږ به هر کال د خپل وړومبى رېبلے شوى فصل او زمونږ په ونو کښې د وړومبى پېدا شوې مېوې يوه نذرانه د خُدائ پاک کور ته وړُو. ۳۶زمونږ د هر يو کس وړومبے پېدا شوے زوئ به اِمامانو له د خُدائ پاک کور ته بوځُو او هلته به يې د خُدائ پاک د ښودلى شوى قانون په مطابق خُدائ پاک ته وقف کېږى. زمونږ د هر يو کس د غواګانو وړومبے پېدا شوے سخے او زمونږ د هر يو کس وړومبے پېدا شوے ګډُورے يا د چېلۍ بچے به هم وقف کېږى. ۳۷مونږ به هر کال اِمامانو له د خُدائ پاک کور ته د وړومبى رېبلى شوى فصل نه جوړې شوې پېړى او د انګورو د شرابو خپلې نورې نذرانې، د زيتُونو تېل او هر قِسم مېوې هم وړُو. اؤ مونږ به هغه هر څۀ نه لسمه حصه ليويانو له راؤړو څۀ چې زمونږ په پټو کښې شوى دى، ځکه چې دا هغوئ زمونږ په کلو کښې اخلى. ۳۸کله چې لسمه حصه راټولولے شى نو د هارون د اولاد اِمامان به د ليويانو سره وى. او د هغه ټولى راټولى شوى لمسى حصې نه به ليويان لسمه حصه د خُدائ پاک د کور ګودامونو ته يوسى. ۳۹بنى اِسرائيل او ليويان به د فصل، انګورو شرابو او د زيتُونو تېلو برخې هغه ګودامونو ته يوسى چرته چې د خُدائ پاک د کور سامان کېښودلے شى او چرته چې اِمامان، د دروازو څوکيداران او سندرغاړى حاضر وى. مونږ به زمونږ د خُدائ پاک د کور نه مخ نۀ اړوُو.