د متى په مطابق د مالک عيسىٰ مسيح زيرے

اَتم باب

دَ يو جُذامى روغول

مرقوس ۱ :  ۴۰ ـ ۴۵، لُوقا ۵ :  ۱۲ ـ ۱۶

۱څۀ وخت چه عيسىٰ دَ غرۀ نه راکُوز شو نو ګڼ خلق ورپسے وُو. ۲خو اوس يو جُذامى وروړاندے شو اَؤ په سجده ورته پريوتو اَؤ وئے وئيل، ”صاحبه! که تۀ غواړے نو ما پاکولے شے.“

۳عيسىٰ خپل لاس وراُوږد کړو، پرِ ئے ولګولو اَؤ وئے وئيل چه ”زَۀ به داسے وکړم، پاک شه!“ اَؤ په هغه درنګ هغه دَ جُذام نه روغ شو. ۴بيا عيسىٰ هغۀ ته ووئيل، ”ګوره چه هيچا ته دَ دے حال ونۀ وائے. خو لاړ شه اَؤ خپل ځان کاهِن ته وښايه اَؤ کُومه شکرانه چه مُوسىٰ مقرره کړے ده، هغه ورکړه. دا به ستا دَ روغتيا شاهدى شى.“

دَ رُومى صوبه دار نوکر جوړول

لُوقا ۷ :  ۱ ـ ۱۰

۵اَؤ کله چه عيسىٰ کفرنحُوم ته داخل شو نو يو رُومى صوبه دار راغے اَؤ دَ هغۀ نه ئے اِمداد وغوښتو اَؤ وئيل ئے چه ۶”مالکه! زما يو نوکر په کور کښے شل پروت دے اَؤ ډير په عذاب کښے دے.“

۷عيسىٰ ورته ووئيل، ”زَۀ به درشم اَؤ جوړ به ئے کړم.“

۸خو صوبه دار جواب ورکړو چه ”مالکه! زَۀ څوک يم چه تۀ زما کور ته راشے؟ ستا په تشه وينا به هم زما نوکر جوړ شى. ۹زَۀ پوهيږم، ولے چه زَۀ دَ حُکم لاندے يم اَؤ سپاهيان زما دَ حُکم لاندے دى. زَۀ چه يو ته ووايم چه لاړ شه نو هغه لاړ شى، اَؤ چه بل ته ووايم چه راشه نو هغه راشى، اَؤ چه خپل غُلام ته ووايم چه داسے وکړه نو هغه ئے کوى.“ ۱۰عيسىٰ په حيرانتيا دَ هغۀ خبرے واؤريدے اَؤ هغه خلق چه ورپسے تلل هغوئ ته ئے ووئيل چه ”زۀ تاسو ته دا وايم چه ما داسے عقيده په بنى اِسرائيلو کښےهم چرته نۀ ده ليدلے. ۱۱زَۀ تاسو ته دا وايم چه دَ نمر خاتۀ اَؤ دَ نمر پريواتۀ نه به ډير خلق داسے راځى چه دَ اِبراهيم، اسحاق اَؤ يعقُوب سره به دَ آسمان دَ بادشاهئ په ډوډئ کښے يو ځائے کښينى. ۱۲خو دَ بادشاهت وارثان به بهر تيارے ته وغورزولے شى کُوم ځائے چه به ژړا انګولا اَؤ دَ غاښونو چيچل وى.“ ۱۳بيا عيسىٰ صوبه دار ته ووئيل چه ”اوس خپل کورته لاړ شه، نو ستا دَ عقيدے په وجه دِ داسے وى.“

نو په هغه درنګ هغه نوکر جوړ شو.

دَ ډيرو خلقو جوړول

مرقوس ۱ :  ۲۹ ـ ۳۴، لُوقا ۴ :  ۳۸ ـ ۴۱

۱۴عيسىٰ بيا دَ پطروس کور ته لاړو اَؤ دَ پطروس خواښے ئے په تبه پرته وليده. ۱۵نو دَ هغے لاس ته ئے لاس وروړو اَؤ دَ هغے تبه لاړه. هغه پاڅيده اَؤ دَ هغۀ په خدمت کښے آخته شوه. ۱۶کله چه ماښام شو نو خلقو عيسىٰ له ډير داسے کسان راوستل چه پيريانو نيولى وُو اَؤ هغۀ دَ هغوئ نه په يو حُکم پيريان وشړل اَؤ ټول رنځوران ئے جوړ کړل، ۱۷چه دغه رنګ دَ يشعياه نبى په وسيله وئيلے شوے دا پيشن ګوئى پُوره شى چه : 

”هغۀ زمُونږ رنځونه اَؤ کمزورئ اُوچتے کړے.“

دَ عيسىٰ مسيح مُريد دَ جوړيدو په باب کښے

لُوقا ۹ :  ۵۷ ـ ۶۲

۱۸عيسىٰ چه دَ ځان نه چاپيره ګڼه وليده نو حُکم ئے وکړو چه پورے غاړے ته لاړ شئ. ۱۹يو دَ شرعے عالم ورغے اَؤ وئے وئيل چه ”اُستاذه! چرته چه تۀ ځے، زَۀ به هم درسره ځم.“

۲۰عيسىٰ ورته ووئيل چه ”دَ لُومبړو خپل غارُونه وى اَؤ دَ هوا دَ مارغانو جالے، خو اِبن آدم دومره ځائے هم نۀ لرى چه سر په کښے ولګوى.“

۲۱يو بل مُريد ورته ووئيل، ”مالکه! اول ما ته اِجازت راکړه چه لاړ شم اَؤ دَ خپل پلار دَ کفن بندوبست وکړم.“

۲۲عيسىٰ ورته ووئيل چه ”تۀ ماپسے راځه، مړى به په خپله دَ مړو دَ کفن بندوبست وکړى.“

په درياب کښے دَ طوفان منع کول

مرقوس ۴ :  ۳۵ ـ ۴۱، لُوقا ۸ :  ۲۲ ـ ۲۵

۲۳عيسىٰ بيا په کشتئ کښے سور شو اَؤ مُريدان ورسره شُو. ۲۴ناڅاپى په درياب کښے يو لوئے طوفان راغے اَؤ څپے داسے اُوچتيدے چه په کشتئ راؤړيدے، خو هغه اُودۀ وو. ۲۵نو هغوئ ورغلل اَؤ هغه ئے راويښ کړو اَؤ چغے ئے وهلے، ”اَئے مالکه! مُونږ دَ ډُوبيدو نه بچ کړه!“

۲۶هغۀ ورته ووئيل چه ”تاسو ولے دومره ويريدُونکى يئ؟ ستاسو دا عقيده څومره کمزورے ده!“ څۀ وخت چه هغه پاڅيدو اَؤ باد اَؤ اوبۀ ئے ورټلے نو قلاره قلارى شوه.

۲۷خلق په دے ننداره ډير حيران شول اَؤ دوئ ووئيل چه ”دا لا څۀ رنګ سړے دے چه باد اَؤ اوبۀ ئے حُکم منى؟“

دَ دوو بد رُوحُونو نيولو سړو جوړول

مرقُوس ۵ :  ۱ ـ ۲۰، لُوقا ۸ :  ۲۶ ـ ۳۹

۲۸عيسىٰ چه دَ ګدريانو وطن ته پورے وتو نو دَ قبرُونو نه دوه سړى راووتل چه پيريانو نيولى وُو اَؤ دومره خطرناک وُو چه څوک په هغه لاره نۀ شو تيريدلے. ۲۹هغوئ چغے کړے، ”اَے دَ خدائے زويه! ستا زمونږ سره څۀ دى؟ تۀ دلته دَ دے دَ پاره راغلے يے چه مُونږ دَ وخت نه مخکښے په عذاب کړے څۀ؟“

۳۰لږ لرے دَ خنزيرانو يو لوئے کنډک څريدلو. ۳۱اَؤ پيريانو زارى ورته وکړه، ”که چرے تۀ مُونږ شړل غواړے نو مُونږ دَ خنزيرانو دغه کنډک ته واستوه.“

۳۲هغۀ ورته ووئيل چه ”ځئ!“ نو هغوئ را بهر شول اَؤ په خنزيرانو ورننوتل اَؤ دَ خنزيرانو ټول کنډک په منډه شو اَؤ دَ غاړے نه ئے درياب ته ودانګل اَؤ په اوبو کښے ډُوب شول.

۳۳شپُونکى ئے وتښتيدل اَؤ ښاريے ته لاړل اَؤ څۀ چه په پيريانو تير شوى وُو هغلته ئے ټوله قيصه بيان کړه. ۳۴په دے خبره دَ ښاريے ټول خلق بهر راووتل چه عيسىٰ ووينى، اَؤ کله چه ئے وليدو نو ورته ئے ووئيل چه ”زمُونږ دَ حد نه بهر شه.“