|
|
||
د متى په مطابق د مالک عيسىٰ مسيح زيرےڅلورم بابدَ عيسىٰ مسيح آزميښت(مرقوس ١: ١٢ ـ ١٣،لُوقا ٤: ١ ـ ١٣)١ رُوح القُدس هغه وخت عيسىٰ بيابان ته بوتلو چه په اِبليس ئے وآزمائى. ٢ هغۀ څلويښت ورځے اَؤ څلويښت شپے روژه ونيوله اَؤ په آخر کښے هغه وږے شو. ٣ بيا آزميښت کوُونکے ورغے اَؤ ورته ئے ووئيل، ”که تۀ دَ خدائے زوئے ئے نو دے کاڼو ته ووايه چه ډوډئ شى.“ ٤ عيسىٰ جواب ورکړو، ”صحيفے وائى چه: ((بنى آدم تش په ډوډئ نۀ پائى خو هغه په هر هغه خبره پائى چه دَ خدائے دَ خُلے نه وځى.))“ ٥ بيا اِبليس دَئے مُقدس ښار ته بوتلو اَؤ دَ خدائے دَ کور په مناره ئے ودرولو،٦ اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”که تۀ دَ خدائے زوئے ئے نو خپل ځان ښکته ګُذار کړه،ځکه چه صحيفے وائى چه: (( هغه به ستا دپاره خپلو فرښتو له حُکم ورکړى، اَؤ هغوئ به تا په خپلو لاسُونو کښے پورته کړى چه ستا پښه په کاڼى ونۀ دړديږي.))“ ٧ عيسىٰ جواب ورکړو چه ”صحيفے دا هم وائى چه: ((تاسو په خپل مالک خدائے آزميښت مۀ کوئ.))“٨ بيا ابليس هغه دَ يو دنګ غر څوکے ته وخيژولو اَؤ دَ دُنيا ټولے بادشاهئ ئے ورته په پُوره شان اَؤ شوکت کښے څرګندے کړے ٩ اَؤ ورته ئے ووئيل، ”دا هرڅۀ به تاله درکړم خو که تۀ راته سجده وکړے اَؤ عبادت راته وکړے.“ ١٠ خو عيسىٰ ورته ووئيل چه ”ورک شه شيطانه! صحيفے وائى چه: ((تۀ به خپل مالک خدائے ته سجده کوے اَؤ تش دَ هغۀ بندګى به کوے.))“١١ نو اِبليس هغه پريښودو اَؤ فرښتے راغلے اَؤ دَ هغۀ په خدمت کښے حاضرے شوے. دَ عيسىٰ په ګليل کښے خدمت شروع کول(مرقوس ١: ١٤ ـ ١٥،لُوقا ٤: ١٤ ـ ١٥)١٢ هر کله چه عيسىٰ واؤريدل چه يحيىٰ ګرفتار شوے دے نو هغه ګليل ته بيرته راغے. ١٣ ناصرت ئے پريښودو اَؤ په کفرنحُوم کښے ديره شو چه دَ درياب په غاړه دے، چه زبولون اَؤ نفتالى په سرحد دے. ١٤ دا دَ يشعيا نبى په وسيله شوے خبرے پُوره کوُل وو يعنے ١٥ ((دَ زبولون اَؤ دَ نفتالى علاقه، دَ درياب طرف ته دَ اُردن نه پورے، دَغير قومونو ګليل! ١٦ هغه خلق چه په تيارۀ کښے ناست وُو، هغوئ يوه لويه رڼا وليدله، اَؤ څوک چه دَ مرګ په مزکه اَؤ په سُورى کښے ناست وُو، پرے رڼا راوختله.)) ١٧ دَ هغے ورځے نه عيسىٰ دا وعظ شروع کړو چه ”توبه ګار شئ ځکه چه دَ آسمان بادشاهى درباندے راغله!“ دَ عيسىٰ مسيح څلورو ماهى ګيرو ته بلنه ورکول(مرقوس ١: ١٦ ـ ٢٠، لُوقا ٥: ١ ـ ١١)١٨ عيسىٰ دَ ګليل درياب په غاړه ګرزيدو چه دوه وروُڼه ئے وليدل، يو شمعون چه پطروس بللے شى اَؤ دَ هغۀ ورور اَندرياس. هغوئ په درياب کښے جال اچولو ځکه چه دوئ ماهى ګيران وُو. ١٩ عيسىٰ ورته ووئيل چه ”ماپسے راځئ اَؤ زَۀ به تاسو دَ بنى آدمو لټوُونکى جوړ کړم.“ ٢٠ هغوئ سمدستى جالُونه پريښودل اؤ په هغۀ پسے روان شول. ٢١ عيسىٰ په مخه تلو اَؤ دوه نور ورُوڼه ئے وليدل، دَ زبدى زوئے يعقُوب اَؤ دَ هغۀ ورور يوحنا چه په کشتئ کښے ئے دَ خپل پلار زبدى سره جالُونه مُرمت کول. هغوئ ئے راوبلل ٢٢ اَؤ هغوئ سمدستى کشتئ اَؤ خپل پلار پريښودل اَؤ په هغۀ پسے روان شول. دَ عيسىا مسيح تعليم ورکول، وعظ کول اَؤ رنځوران جوړول(لُوقا ٦: ١٧ ـ ١٩)٢٣ عيسىٰ په ټول ګليل کښے و ګرزيدو،دَ هغوئ په عبادت خانو کښے ئے تعليم ورکاوو اَؤ دَ بادشاهئ دَ زيرى وعظ ئے کاوو اَؤ دَ خلقو هر رنځ اَؤ هره کمزورتيا ئے روغوله. ٢٤ دَ هغۀ آوازه په ټول شام کښے خوره شوه اَؤ دَ هر رنځ رنځوران چه په عذاب آخته وُو، يعنے هغوئ چه بد رُوحونه په کښے وُو، ميرګو نيولى اَؤ شل ئے ورله راوستل اَؤ هغۀ روغ کړل. ٢٥ ډير خلق ورپسے روان شول چه دَ ګليل،دَ دِکپولس،دَ بيتُ المُقدس،دَ يهوديه اَؤ دَ اُردن دَ پورے غاړے اوسيدونکى وُو. |
||