|
|
||
د متى په مطابق د مالک عيسىٰ مسيح زيرےدريم بابدَ يحيىٰ بپتسمه ورکوُونکى وعظ کول(مرقوس١: ١ ـ ٨، لُوقا ٣: ١ ـ ١٨، يوحنا ١: ١٩ ـ ٢٨)١ په دغه ورځو کښے بپتسمه ورکوُونکے يحيىٰ راغے چه دَ يهوديه په بيابان کښے ئے دا وعظ کولو چه ٢ ”توبه ګار شئ ځکه چه دَ آسمان بادشاهى راتلُونکے ده!“ ٣ دا هغه څوک دے چه دَ يشعياه نبى په وسيله ئے ذکر شوے دے،يعنے: « په بيابان کښے دَ نعرے وهُونکى آواز دے چه دَ مالک لاره جوړه کړئ اَؤ دَ هغۀ لارے نيغے کړئ.» ٤ دَ يحيىٰ جامے دَ اوښ دَ وړئ نه جوړے وے اَؤ دَ څرمنے کمر بند ئے تر ملا تاؤ وو اَؤ ملخان اَؤ ځنګلى ګبين ئے خوراک وو. ٥ دَ بيتُ المقدس،يهوديه اُردن اَؤ دَ ګير چاپيره وطن ټول خلق هغۀ ته راټول شول. ٦ هغو له ئے دَ ګناهونو په اِقرار کولو سره دَ اُردن دَ سيند په اوبو بپتسمه ورکړه. ٧ هغۀ چه وليدل ډير فريسيان اَؤ صدُوقيان دَ بپتسمے دَ پاره راځى نو ورته ئے ووئيل، ”اَئے دَ منګرو بچو! دا چا درته وښئيل چه دَ راتلُونکى غضب نه وتښتئ؟ ٨ نو توبه وکړئ اَؤ عملُونه سم کړئ! ٩ دا په زړۀ کښے مۀ راولئ چه تاسو دَ اِبراهيم اَؤلاد يئ، ځکه چه زۀ درته دا وايم چه خدائے دَ دے کاڼو نه هم دَ اِبراهيم دَ پاره اَؤلاد پيدا کولے شى. ١٠ دَ ونو جرړو ته تبر نيولے شوے دے اَؤ هر هغه ونه چه ښه ميوه نۀ نيسى هغه به پرے کړے شى اَؤ اور ته به اچولے شى. ١١ زۀ تاسو له دَ توبے دَ دپاره په اوبو بپتسمه درکوم خو څوک چه به زما نه پس راځى هغه زما نه زيات زورَور دے. زَۀ دَ هغۀ د څپلو پورته کولو قابل هم نۀ يم. هغه به درله په رُوحُ القُدس اَؤ په اور بپتسمه درکوى. ١٢ ښاخئ دَ هغۀ په لاس کښے ده. هغه به خپل درمند په ښۀ شان پاکوى اَؤ غنم به په خيمه کښے جمع کوى، خو بُوس به په هغه اور کښے سوزوى چه هيڅ کله نۀ مرى.“ دَ عيسىٰ بپتسمه آخستل(مرقوس ١: ٩ ـ ١١،لُوقا ٣: ٢١ ـ ٢٢)١٣ بيا عيسىا دَ ګليل نه دَ اُردن غاړے ته راغے چه يحيىٰ دَ هغۀ بپتسمه وکړي. ١٤ خو يحيىٰ هغه منع کړو اَؤ وئيل ئے چه ”حاجتمند زَۀ يم چه ستا نه بپتسمه واخلم،اَؤ تۀ ماله راځے؟“ ١٥ عيسىٰ ورته ووئيل چه ”په دے وخت داسے په کار دى ځکه چه مونږ له دغه شان دَ خدائے صداقت پوره کول مُناسب دى.“اَؤ بيا يحيىٰ دا ومنله. ١٦ دَ بپتسمے نه پس عيسىٰ دَ اوبو نه سمدستى راوختو اَؤ په هغه وخت آسمان ورته خلاص شو اَؤ دَ خدائے رُوح ئے وليدو چه دَ کونترے په شان په هغۀ راکُوزيدو. ١٧ اَؤ ګورئ،دَ آسمان نه دا آواز راغے چه ”دا زما خوږ زوئے دے چه په ما ګران دے اَؤ زۀ ترے رضا يم.“ |
||