د متى په مطابق د مالک عيسىٰ مسيح زيرے

پنځويشتم باب

دَ لسو پيغلو مِثال

۱په هغه وخت به دَ آسمان بادشاهى دَ لسو پيغلو په شان وى چا چه مشعلُونه واخستل چه دَ وادۀ دَ زلمى مخے له وروزى. ۲پينځۀ کم عقلے وے اَؤ پينځۀ هوښيارے. ۳هر کله چه کم عقلو مشعلُونه پورته کړل نو دَ ځان سره ئے تيل وانۀ خستل. ۴خو هغه هوښيارو دَ ځان سره دَ تيلو کُوپئ هم واخستے. ۵کله چه دَ وادۀ زلمے په راتلو کښے اټال شو نو هغوئ ټولے پرکاله شوے اَؤ خوب يوړے. ۶خو په نيمه شپه کښے چغے شوے، دا دے دَ وادۀ زلمے! راشئ چه وئے وينئ! ۷په دے ټولے پيغلے پاڅيدلے اَؤ خپل مشعلُونه ئے سم کړل. ۸کم عقلو هوښيارو ته ووئيل چه دَ خپلو تيلو نه مُونږ له لږ راکړئ ځکه چه زمونږ مشعلُونه مرى. ۹هغوئ ورته ووئيل چه مُونږ سره دومره تيل نشته چه دَ ټولو کار پرے وشى، ښۀ به دا وى چه تاسو دکان ته لاړے شئ اَؤ ځان له تيل واخلئ. ۱۰څۀ وخت چه هغوئ په تيلو پسے تلے وے نو دَ وادۀ زلمے راغے. کُومے چه تيارے وے هغوئ ورسره دَ وادۀ مجلس ته ننوتے اَؤ ور بند شو. ۱۱اَؤ بيا هغه نورے پينځۀ هم بيرته راغلے اَؤ چغے ئے کړے، صاحبه! صاحبه! مُونږ ته ور بيرته کړه. ۱۲خو هغۀ ورته جواب ورکړو، خبره دا ده چه زَۀ تاسو نۀ پيژنم. ۱۳ځکه بيدار اوسئ، ولے چه تاسو ته دَ ورځے اَؤ دَ وخت هيڅ پته نشته.

دَ اشرفو مِثال

لُوقا ۱۹ :  ۱۱ ـ ۲۷

۱۴مِثال ئے دَ هغه سړى دے څوک چه په سفر تلو اَؤ نوکران ئے راوبلل اَؤ خپل مال ئے ورته وسپارو. ۱۵يو له ئے دَ سرو زرو پينځۀ تيلئ ورکړے، دويم ته ئے دوه اَؤ دريم ته يوه، هر يو ته دَ خپل قابليت په مُطابق، بيا هغه دَ ملک نه روان شو. ۱۶چا ته چه پينځۀ تيلئ ورکړے شوے وے هغه سمدستى لاړو اَؤ سوداګرى ئے پرے شروع کړه اَؤ پينځۀ تيلئ ئے په کښے نورے وګټلے. ۱۷خو کُوم سړى ته چه دوه تيلئ ورکړے شوے وے هغۀ دوه نورے وګټلے. ۱۸اَؤ کوم سړى ته چه يوه تيلئ ورکړے شوے وه هغه لاړو، په مزکه کښے ئے ډوغل وکنستو اَؤ دَ مالک هغه پيسے ئے په کښے ښخے کړلے. ۱۹ډيره مُوده پس دَ هغوئ مالک واپس راغے اَؤ دَ هغوئ نه ئے حساب وغوښتو. ۲۰کُوم سړى ته چه ئے دَ سرو زرو پينځۀ تيلئ ورکړے وے، هغه راغے اَؤ پينځۀ نورے ئے ورسره کيښودے اَؤ ورته ئے ووئيل چه ګوره مالکه! تا ما ته پينځۀ تيلئ راکړے وے، ما ورسره پينځۀ نورے زياتے کړے. ۲۱مالک ووئيل، شاباش زما اعتبارى اَؤ ايمانداره نوکره! تا په لږ څۀ کښے ځان اِعتبارى ثابت کړو، اوس به زَۀ تا دَ ډير څۀ اِختيارمند کړم. راشه اَؤ دَ خپل مالک په خوشحالئ کښے شريک شه. ۲۲بيا دَ دوؤ تيلو هغه سړے راغے اَؤ وے وئيل، مالکه! تا ما ته دوه تيلئ سپارلے وے، ګوره، ما ورسره دوه نورے زياتے کړے. ۲۳مالک ورته ووئيل، شاباش! زما اعتبارى اَؤ ايمانداره نوکره! تا په لږ څۀ کښے ځان اعتبارى ثابت کړو، اوس به زَۀ تا دَ ډير څۀ مُختار کړم. راشه اَؤ دَ خپل مالک په خوشحالئ کښے شريک شه. ۲۴بيا هغه سړے راغے چا ته چه يوه تيلئ ورکړے شوے وه اَؤ وئے وئيل، مالکه! ما ته پته وه چه تۀ يو سخت سړے ئے، تۀ ئے هلته ريبے چرته چه دِ کرونده نۀ وى کړے، تۀ ئے هلته راټولوے چرته چه دِ خوارۀ کړى نۀ وى. ۲۵نو زَۀ ويريدلم، ځکه لاړم اَؤ ستا سرۀ زر مے په مزکه کښے ښخ کړل. څۀ چه ستا وُو هغه دا دى. ۲۶مالک ورته ووئيل، اَئے سُسته نوکره! تاته معلُومه وه چه زَۀ ئے هلته ريبم چرته چه کرونده نۀ کوم اَؤ هلته ئے راټولوم چرته چه خورول نۀ کوم څۀ؟ ۲۷نو بيا تاته پکار وُو چه زما پيسے دِ صرافانو ته ورکړے وے، نو په واپسئ به ما هغه مال دَ سُود سره حاصل کړے وو. ۲۸هغۀ ووے چه دَ دَۀ نه دَ زرو هغه تيلئ واخلئ اَؤ دَ لسو تيلو والا ته ئے ورکړئ. ۲۹ځکه چه دَ چا سره چه څۀ وى هغۀ ته به نور هم ورکړے شى تر هغے چه څۀ ترے سيوا هم شى، اَؤ دَ کُوم سړى سره چه څۀ نۀ وى هغه به هغه لږ څۀ هم بائيلى چه ورسره دى. ۳۰دا بے فائدے نوکر تيارے ته وغورزوئ، چرته چه دَ ژړا اَؤ دَ غاښونو چيچل دى.

دَ قومُونو عدالت

۳۱هر کله چه اِبن آدم په پُوره شان سره راشى اَؤ ټولے فرښتے ورسره وى، هغه به دَ خپلے لوئئ په تخت کښينى. ۳۲اَؤ ټول قومُونه به وروړاندے راټول کړے شى هغه به بنى آدم په دوؤ ډلو کښے جُدا کړى لکه څنګه چه شپُونکے ګډے دَ بزو نه جُدا کوى. ۳۳اَؤ هغه به ګډے خپل ښى لاس ته اَؤ بزے خپل ګس لاس ته کړى. ۳۴بيا به بادشاه دَ ښى لاس خلقو ته ووائى چه راځئ زما دَ پلار مُبارکو خلقو! دَ باد شاهئ وارثان شئ چه دَ دُنيا دَ پيدايښت راسے تاسو ته جوړه شوے وه په هغے کښے داخل شئ. ۳۵کله چه زَۀ وږے وم تاسو زَۀ موړ کړم، اَؤ چه تږے وم اوبۀ مو دَ څښلو دَ پاره راکړے، اَؤ چه زَۀ مُسافر وم نو تاسو زَۀ خپل کور ته ننه ايستم، ۳۶اَؤ چه بربنډ وم نو تاسو په جامو پټ کړم، کله چه زَۀ ناجوړه وم نو تاسو زما خيال وساتلو اَؤ چه په قيد کښے وم نو تاسو زما مُلاقات له راغلئ. ۳۷نو صادِقان به جواب ورکړى، مالکه! دا کله وُو چه مُونږ تۀ وږے وليدے اَؤ موړ مو کړے، يا تږے وے نو دَ څښلو دَ پاره مو اوبۀ درکړے، ۳۸اَؤ مُسافر وے نو مُونږ کور ته ننه ايستلے، يا بربنډ وے نو په جامو مو پټ کړے؟ ۳۹مُونږ تۀ کله ناروغه يا په قيد کښے ليدلے وے نو مُلاقات مو درسره کړے وُو؟ ۴۰اَؤ بادشاه به جواب ورکړى، زَۀ تاسو ته دا وايم چه تاسو زما په وروڼو کښے دَ عاجز نه عاجز يو تن سره هم چه څۀ کړى دى نو زما دَ پاره مو کړى دى. ۴۱بيا به هغه هغو ته ووائى، څوک چه به دَ هغۀ ګس لاس ته وى، اَئے لعنتيانو! زما دَ سترګو نه پنا شئ اَؤ هغه تل عُمرى اور ته لاړ شئ چه دَ شيطان اَؤ دَ هغۀ دَ فرښتو دَ پاره تيار شوے دے! ۴۲کله چه زَۀ وږے وم تاسو زَۀ موړ نۀ کړم، اَؤ چه تږے وم دَ څښلو دَ پاره مو هيڅ رانۀ کړل، ۴۳اَؤ چه مُسافر وم نو کور ته مو ننه نۀ ايستلم، چه بربنډ وم تاسو په جامو پټ نۀ کړلم، اَؤ کله چه زَۀ ناروغه اَؤ قيدى وم نو تاسو زما ملاقات له رانۀ غلئ. ۴۴اَؤ هغوئ به هم په جواب کښے ووائى، مالکه! دا کله مُونږ وږے تږے، مُسافر، بربنډ، ناروغه يا په قيد کښے ليدلے وے اَؤ ستا مو هيڅ خدمت نۀ دے کړے؟ ۴۵اَؤ هغه به جواب ورکړى، زَۀ تاسو ته دا وايم چه هر کله چه تاسو دَ عاجز نه عاجز يو تن سره، که هغه هر څومره چه هم عاجز وو، نۀ دى کړى نو تاسو ماسره نۀ دى کړى. ۴۶اَؤ هغوئ به تل عُمرى عذاب ته لاړ شى، خو صادِقان به دَ تل ژوندُون بيا مُومى.“