د متى په مطابق د مالک عيسىٰ مسيح زيرے

دوه ويشتم باب

دَ وادۀ دَ ميلمستيا مِثال

لُوقا ۱۴ :  ۱۵ ـ ۲۴

۱بيا عيسىٰ هغوئ ته په مِثالُونو کښے ووئيل، ۲”دَ آسمان بادشاهى دَ هغه بادشاه په شان ده چه دَ خپل زوئے دَ وادۀ ډوډئ ئے وکړه. ۳خو کله چه هغۀ خپل غُلامان په رابللو شوؤ خلقو پسے واستول نو هغوئ رانۀ غلل. ۴هغۀ بيا نور غُلامان ورپسے واستول اَؤ ورته ئے ووئيل چه چه رابللو شوؤ خلقو ته دا ووايئ چه دا ډوډئ ما ستاسو دَ پاره کړے ده. ما خپل غويان اَؤ څاربۀ څاروى ستاسو دَ پاره حلال کړى دى، هر څۀ تيار دى، سمدستى وادۀ ته راشئ. ۵خو هغوئ ئے هيڅ پرواه ونۀ کړه، يو خپل پټى ته لاړو اَؤ بل خپلے سوداګرئ ته. ۶اَؤ نورو دَ هغۀ غُلامان ونيول، بے عزته ئے کړل اَؤ وئے وژل. ۷بادشاه غصه شو، هغۀ دَ هغه خُونيانو دَ وژلو دَ پاره لښکر واستولو اَؤ دَ هغوئ ښار ئے وسوزولو. ۸بيا هغۀ خپلو غُلامانو ته ووئيل، دَ وادۀ ډوډئ تياره ده خو کُوم ميلمانۀ چه ما رابللى وُو هغوئ دَ دے عزت لائق نۀ وُو. ۹لويو لارو اَؤ چوکُونو ته لاړ شئ اَؤ هر څوک چه بيا مُومئ ډوډئ ته ئے راولئ. ۱۰غُلامان بازار ته ووتل اَؤ ښه اَؤ بد ټول ئے راوبلل اَؤ دغه شان دَ ميلمنو نه کوټه ډکه شوه.

۱۱څۀ وخت چه بادشاه راغے چه ميلمانۀ ووينى نو هغۀ وکتل چه يو سړى دَ وادۀ جامے نۀ وے آغوستے. ۱۲بادشاه ورته ووئيل چه زما ملګريه! تۀ دَ وادۀ دَ جامو نه بغير دلته څنګه راغلے؟ هغۀ سره هيڅ جواب نۀ وو. ۱۳نو بادشاه خپلو خادمانو ته ووئيل چه دَ دَۀ لاس اَؤ پښے وتړئ اَؤ بهر په تيارۀ کښے ئے وغورزوئ، هغه ځائے چه ژړا اَؤ دَ غاښُونو چيچل به په کښے وى.

۱۴ځکه چه رابللى شوى خو ډير دى، ولے غوره شوى لږ.“

دَ رُوم قيصر ته خراج ور کول

مرقوس ۱۲ :  ۱۳ ـ ۱۷، لُوقا ۲۰ :  ۲۰ ـ ۲۶

۱۵بيا فريسيان لاړل اَؤ صلاح ئے وکړه چه څنګه ئے په خپلو خبرو کښے ونښلوُو. ۱۶خپل ځنے کسان ئے دَ هيروديانو سره هغۀ ته وروليږل. هغوئ ووئيل چه ”اُستاذه! مُونږ پوهيږو چه تۀ رښتينے ئے اَؤ تۀ ډير په ريښتيا دَ خُدائے دَ لارے تعليم ورکوے اَؤ دَ هيچا پرواه اَؤ مخ نۀ کوے. ۱۷مُونږ ته په دے حقله فيصله راکړه چه آيا مُونږ دَ رُوم قيصر ته دَ خراج په ورکولو پابند يُو اَؤ که نۀ؟“ ۱۸عيسىٰ دَ هغوئ په سازش پوهه وو اَؤ هغوئ ته ئے ووئيل چه ”اَئے مُنافقو! تاسو ما ولے راګيروئ؟ ۱۹تاسو ما ته دَ خراج سکه وښايئ.“ هغوئ دَ سپينو زرو يوه سِکه ورله ورکړه. ۲۰عيسىٰ تپوس وکړو چه ”دا دَ چا تصوير دے اَؤ دَ چا نُوم دے؟“ ۲۱هغوئ جواب ورکړو چه ”دَ قيصر.“ هغۀ دوئ ته ووئيل، ”څۀ چه دَ قيصر وى، هغه قيصر له اَؤ څۀ چه دَ خُدائے وى، هغه خُدائے له ورکوى.“ ۲۲په دے جواب هغوئ حق حيران شول اَؤ ترے لاړل اَؤ دَئے ئے يواځے پريښودو.

دَ قيامت په حق کښے تپوس

مرقوس ۱۲ :  ۱۸ ـ ۲۷، لُوقا ۲۰ :  ۲۷ ـ ۴۰

۲۳هم په دغه ورځ صدُوقيان ورته راغلل چه قيامت ئے نۀ منلو. دَ هغوئ سوال دا وو، ۲۴”اُستاذه! مُوسىٰ وئيلى دى چه که يو سړے بے اَؤلاده مړ شى نو دَ هغۀ ورور دِ دَ هغۀ کونډه په نکاح واخلى اَؤ دَ خپل ورور نسل دِ پيدا کړى. ۲۵زمُونږ په مينځ کښے اُووۀ ورُوڼه اوسيدل. وړُومبى وادۀ وکړو اَؤ مړ شو. دَ هغۀ اَؤلاد نۀ وو، نو دَ هغۀ ښځه دَ هغۀ ورور ته پاتے شوه. ۲۶دغه شان دَ دويم، دريم عن تر اُوومه پورے خبره ورسيده. ۲۷اَؤ په آخر کښے هغه ښځه مړه شوه. ۲۸نو دا راته ووايه چه دَ قيامت په ورځ به هغه دَ چا ښځه وى، ځکه چه ورسره ټولو وادۀ کړے وو؟“

۲۹عيسىٰ جواب ورکړو چه ”تاسو په غلطه يئ ځکه چه نۀ خو تاسو په صحيفو پوهيږئ اَؤ نۀ دَ خُدائے په قُدرت خبر يئ. ۳۰ځکه چه په قيامت کښے به ښځے اَؤ سړى وادۀ نۀ کوى. دوئ به په آسمان کښے دَ فرښتو په شان وى. ۳۱خو دَ مړو دَ بيا راژوندى کيدو په حقله تاسو دَ خُدائے هغه قول نۀ دے لوستے چه خُدائے په خپله وئيلى دى چه، ۳۲”زَۀ دَ اِبراهيم خُدائے، دَ اِسحاق خُدائے اَؤ دَ يعقُوب خُدائے يم.“ هغه دَ مړو خُدائے نۀ دے بلکه دَ ژوندو خُدائے دے.“ ۳۳خلقو دَ هغۀ خبرے واؤريدے اَؤ دَ هغۀ په تعليم حيران شول.

په شريعت کښے دَ ټولو نه لوئے حُکم

مرقوس ۱۲ :  ۲۸ ـ ۳۴، لُوقا ۱۰ :  ۲۵ ـ ۲۸

۳۴فريسيان چه په دے خبر شول چه عيسىٰ دَ صدُوقيانو خُلۀ بنده کړے ده نو راغونډ شول. ۳۵دَ هغوئ يو عالم دَ آزميښت دَ پاره دا سوال وکړو، ۳۶”اُستاذه! په شريعت کښے دَ ټولو نه لوئے حُکم کُوم يو دے؟“

۳۷هغۀ ورته جواب ورکړو چه، ”دَ مالک خُدائے سره دَ زړۀ په راستئ، په پُوره رُوح اَؤ په پُوره عقل سره مينه لرئ. ۳۸دا ټولو نه لوئے اَؤ وړومبے حُکم دے. ۳۹اَؤ دويم حکم هم په دے شان دے چه، دَ خپل ګاونډى سره دَ خپل ځان په شان مينه کوئ. ۴۰دَ شريعت اَؤ دَ نبيانو دَ تعليم ټول بُنياد په دے دواړو حُکمُونو دے.“

دَ داؤد دَ نسل په حقله تپوس

مرقوس ۱۲ :  ۳۵ ـ ۳۷، لُوقا ۲۰ :  ۴۱ ـ ۴۴

۴۱عيسىٰ راجمع شوؤ فريسيانو ته مخ راواړَوو اَؤ تپوس ئے وکړو چه ۴۲”تاسو دَ مسيح په حقله څۀ وايئ؟ هغه دَ چا زوئے دے؟“ هغوئ جواب ورکړو چه ”دَ داؤد زوئے دے.“ ۴۳هغۀ ورته ووئيل چه ”داؤد بيا ولے دَ اِلهام په رُوح کښے ورته مالک خُدائے وائى؟ ۴۴ځکه چه هغه وائى : 

”مالک زما مالک ته ووئيل چه زما ښئ لاس ته کښينه،

تر څو چه زَۀ ستا دُښمنان ستا دَ پښو لاندے نۀ کړم.“

۴۵که چرے داؤد ورته مالک وائى نو بيا څرنګ هغه دَ داؤد زوئے شو؟“ ۴۶يو کس هم دَ هغۀ په جواب څۀ ونۀ وئيل اَؤ دَ دے ورځے نه پس هيچا هم په هغۀ دَ سوال کولو همت ونۀ کړو.