د متى په مطابق د مالک عيسىٰ مسيح زيرے

اتلسم باب

دَ ټولو نه لوئ څوک دے؟

مرقوس ۹ :  ۳۳ ـ ۳۷

۱هغه وخت مُريدان عيسىٰ ته راغلل اَؤ تپوس ئے ترے وکړو چه ”دَ آسمان په بادشاهئ کښے دَ ټولو نه لوئے څوک دے؟“

۲هغۀ يو ماشُوم راوبللو اَؤ دَ هغوئ په وړاندے ئے ودرَولو. ۳اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”زَۀ تاسو ته دا وايم چه تر څو تاسو راوانۀ وړئ اَؤ دَ ماشُومانو په شان نۀ شئ نو تاسو به هيڅ کله هم دَ آسمان په بادشاهئ کښے داخل نۀ شئ. ۴هر هغه څوک چه ځان دَ دے ماشُوم په شان عاجز کړى نو هغه به دَ آسمان په بادشاهئ کښے دَ ټولو نه لوئے وى. ۵اَؤ هر څوک چه داسے يو ماشُوم زما په نامه قبول کړى هغه ما قبلوى“.

دَ ګناه لمسُون

مرقوس ۹ :  ۴۲ ـ ۴۸، لوقا ۱۷‏ : ۱ ـ ۲

۶خو هر هغه څوک چه په دے وړو ماشُومانو کښے چه په ما ئے ايمان راوړے دے، يو له تيندک ورکوى، نو دَ هغۀ دَ پاره دا غوره ده چه په خپله غاړه کښے دَ ژرندے پَل واچوى اَؤ په سمندر کښے ډوب شى. ۷دَ داسے تيندکُونو په وجه په دُنيا اَفسوس دے! دا تيندکُونه به خامخا راځى خو اَفسوس په هغه چا چه دَ چا دَ لاسه راځى.

۸که چرے ستا لاس يا پښه تا ته تيندک درکوى نو پرے ئے کړه اَؤ ګُذار ئے کړه. ستا دَ پاره به دا غوره وى چه تۀ په ژوند کښے شل ګُډ ننوزے، نه دا چه تۀ په دواړو لاسو پښو روغ ئے اَؤ دائمى اور ته واچولے شے. ۹که چرے ستا سترګه تا ته تيندک درکوى نو راوئے باسه اَؤ وئے غورزوه. ستا دَ پاره به دا غوره وى چه په يوے سترګے سره په ژوندُون کښے ننوزے، په ځائ دَ دے چه په دواړو سترګو روغ ئے اَؤ دوزخ دِ ځائے وى.

دَ ورکے شوے ګډے مِثال

لُوقا ۱۵ :  ۳ ـ ۷

۱۰خبردار! په دے وړو کښے يو ته هم سپک مه ګورئ. زَۀ تاسو ته دا وايم چه دَ دوئ فرښتے په آسمان کښے هميشه زما دَ آسمانى پلار په مخکښے موجُودے وى.

۱۲ستاسو څۀ خيال دے؟ فرض کړئ چه دَ يو سړى سل ګډے دى. که په هغو کښے يوه ورکه شى، آيا هغه دا نورے يو کم سل دَ هغے يوے دَ لټولو دَ پاره دَ غرۀ په خوا کښے پرے نۀ ږدى؟ ۱۳اَؤ چه کله هغه دا بيا مُومى نو زَۀ تاسو ته دا وايم چه هغه دَ هغے په مُوندلو دَ دے يو کم سلو دَ موجودګئ نه زيات خوشحاله شى. ۱۴هم دغه شان ستاسو آسمانى پلار دا رضا نۀ ده چه دَ دے ماشُومانو نه دِ يو هم هلاک شى.

يو ورور چه ګُناه کوى

۱۵که چرے ستاسو يو ورور څۀ ګناه وکړى نو لاړ شئ اَؤ هغه په پرده کښے په دے ملامت کړئ اَؤ که هغه تاسو ته غوږ کيږدى نو تاسو خپل ورور دوباره ومُوندو. ۱۶خو که هغه ستاسو خبره وانۀ ورى نو بيا يو يا دوه تنه نور دَ ځان سره ملګرى کړئ دَ دے دَ پاره چه ”ټول رښتيا دَ دوؤ يا دريو ګواهانو په وړاندے ثابت کړے شى.“ ۱۷که هغه دَ هغوئ هم وانۀ ورى نو دا خبره جماعت ته وړاندے کړئ اَؤ که چرے هغه دَ جماعت خبره هم ونۀ منى نو بيا دَ هغۀ سره داسے سلُوک وکړئ لکه چه دَ يو کافر، بے لارے يا محصُولچى سره کولے شى.

۱۸”زَۀ تاسو ته وايم، هر څۀ چه په مزکه تاسو منع کړل هغه به په آسمان کښے هم منع وى اَؤ څۀ چه تاسو په مزکه روا کړل هغه به په آسمان کښے هم روا وى.

۱۹زَۀ تاسو ته دا بيا وايم، که چرے په تاسو کښے دوه تنه په يوه خبره يوه خُلۀ شى هغوئ چه څۀ سوال وکړى نو زما آسمانى پلار به ئے قبلوى. ۲۰ځکه چه دوه يا درے تنه چه چرته هم زما په نوُم يو ځائے شى نو زَۀ به دَ دوئ په مينځ کښے يم.“

دَ نابخښلى نوکر مِثال

۲۱بيا پطروس عيسىٰ له راغے اَؤ سوال ئے وکړو، ”مالکه! که زما ورور زما سره څۀ بد کوى نو زَۀ به ئے څو ځله معاف کوم؟ تر اُووۀ ځلو پورے څۀ؟“ ۲۲عيسىٰ جواب ورکړو، ”زَۀ دا نۀ وايم چه اُووۀ ځله، زَۀ دا وايم اُووۀ ځله تر اوياؤ پورے، ۲۳دَ آسمان دَ بادشاهئ په حقله دِ هم په دغه جوړ اندازه ولګولے شى، وائى چه يو بادشاه يو ځلے دَ خپلو خادمانو سره حساب راواخستو. ۲۴په اول سر کښے يو سړے داسے پيښ شو چه دَ هغۀ قرضه په لکُونو کښے وه، ۲۵خو دَ هغۀ سره هيڅ هم نۀ وُو. نو دَ هغۀ مالک دا حکم وکړو چه هغه دِ سره دَ ښځے، اؤلاد اَؤ هر څۀ مال حال چه لرى خرڅ کړے شى اَؤ قرض دِ ترے پُوره کړے شى. ۲۶سړے دَ خپل مالک په پښو پريوتو اَؤ وئے وئيل چه ما ته صبر وکړه، زَۀ به ستا ټول قرض پرے کړم. ۲۷په مالک دَ دے خبرے دومره اثر وشو چه سړے ئے پريښودو اَؤ قرض ئے ورته وبخښو.

۲۸خو هر کله چه دا سړے بهر راووتو نو دَ خپلو ملګرو خادمانو نه يو خادم په مخه ورغے، په چا چه دَ دَۀ سل ديناره قرض وُو. هغه ئے ونيوو، مرئ ته ئے ورله لاس ورواچوو اَؤ ورته ئے ووئيل چه څۀ چه زما در پورے دى، هغه راکړه! ۲۹هغه ملګرے خادم دَ دَۀ په پښو پريوتو اَؤ زارى ئے ورته وکړه چه ما ته زړۀ لوئ کړه، زَۀ به دِ قرض پرے کړم. ۳۰خو هغۀ ونۀ منله اَؤ په بندى خانه کښے ئے واچوو تر هغه پورے چه قرض پرے نۀ کړى. ۳۱نورو خادمانو چه دا څۀ وليدل نو ډير خفه شول. هغوئ خپل مالک ته لاړل اَؤ ټوله قيصه ئے ورته تيره کړه. ۳۲هغۀ دا سړے راوبلو اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”اَئے بد تميزه! چه کله تا ما ته زارى وکړه نو ما درته ټول قرض وبخښو. ۳۳آيا په تا کښے دومره سړيتوب نۀ وو چه په ملګرى خادم دِ داسے رحم کړے وے لکه ما چه په تا وکړو؟“ ۳۴دَ هغۀ مالک ډير غُصه شو اَؤ دَئے ئے خپل داروغه ته تر هغے حواله کړو تر څو چه ئے ټول قرض واپس کړے نۀ وى.

۳۵دغه شان سلُوک به زما آسمانى پلار تاسو سره کوى، تر هغے چه تاسو ټول خپل ورُوڼه په رښتيا معاف نۀ کړئ.“