د متى په مطابق د مالک عيسىٰ مسيح زيرے

اُوولسم باب

دَ عيسىٰ شکل بدليدل

مرقوس ۹ :  ۲ ـ ۱۳، لُوقا ۹ :  ۲۸ ـ ۳۶

۱شپږ ورځے پس عيسىٰ پطروس، يعقوب اَؤ دَ هغۀ ورور يوحنا دَ ځان سره يو اُوچت غر ته وخيژول. هلته دوئ يواځے وُو. ۲اَؤ دَ هغوئ په موجودګئ کښے دَ هغۀ شکل بدل شو اَؤ دَ هغۀ مخ لکه دَ نمر وځليدو اَؤ دَ هغۀ جامے لکه دَ رڼا سپينے شوے. ۳اَؤ هغوئ وليدل چه مُوسىٰ اَؤ اِلياس ورله راغلل اَؤ دَ هغۀ سره ئے خبرے کولے. ۴بيا پطروس ووئيل، ”مالکه! دا څومره ښه خبره ده چه مُونږ هم دلته موجُود يُو. که ستاسو خوښه وى نو زَۀ به دلته درے کوټے جوړے کړم، يو تاله، يوه مُوسىٰ له اَؤ يو اِلياس له.“ ۵هغۀ لا دا خبره کوله چه ناڅاپى يوه روښانه وريځ راخوره شوه اَؤ په هغوئ سورے شوه اَؤ دَ وريځے نه آواز راغے، ”دا زما محبوب زوئے دے دَ چا نه چه زَۀ رضا يم. دَ هغۀ خبرے واؤرئ!“ ۶دَ دے آواز په آوريدو مُريدان دَ ويرے نه پړ مخے پريوتل. ۷بيا عيسىٰ هغوئ له ورغے، په هغوئ ئے لاس ولګوو اَؤ ورته ئے ووئيل، ”پاڅئ! مۀ ويريږئ!“ ۸کله چه هغوئ سترګے وغړولے نو بغير دَ عيسىٰ نه ئے هيڅ ونۀ ليدل.

۹دَ غرۀ نه چه هغوئ ښکته راکُوزيدل نو عيسىٰ هغوئ ته حُکم ورکړو چه ”دا واقعه تر هغے چا ته مۀ وايئ تر څو چه اِبن آدم دَ مړو نه ژوندے پورته کړے شوے نۀ وى.“

۱۰مُريدانو په هغۀ يو سوال وکړو چه ”بيا زمُونږ دَ شرعے عالمان ولے داسے وائى چه اِلياس به خامخا وړوُمبے راځى؟“ ۱۱هغۀ ورته ووئيل، ”هو اِلياس به راځى اَؤ هر څۀ به سموى. ۱۲خو زَۀ تاسو ته وايم چه اِلياس خو راغلے دے، ولے هغوئ پيژندلے نۀ دے اَؤ چه څۀ دوئ غوښتل هغه ئے ورسره وکړل. اَؤ دغه شان به هم اِبن آدم دَ هغوئ دَ لاسه تکليفونه تيروى.“ ۱۳بيا مُريدان پوهه شول چه هغه مُونږ ته دَ بپتسمه ورکوُونکى يحيىٰ په باب کښے وائى.

دَ پيرى نيولے سړے روغول

مرقوس ۹ :  ۱۴ ـ ۲۹، لُوقا ۹ :  ۳۷ ـ ۴۳

۱۴کله چه هغوئ خلقو ته واپس راغلل نو يو سړے عيسىٰ ته راغے، دَ هغۀ په وړاندے په زنګُونو شو ۱۵اَؤ وئے وئيل، ”مالکه! زما په زوى رحم وکړه! په هغۀ مِرګى راځى اَؤ ډير ئے ربړوى اَؤ کله خو ئے په اور کښے غورزوى اَؤ کله ئے په اوبو کښے. ۱۶ما هغه ستا مُريدانو ته راوستلے وو خو هغوئ روغ نۀ کړے شو“

۱۷عيسىٰ په جواب کښے ووئيل چه ”اَئے بے ايمانه اَؤ بے لارے پيړئ! زَۀ به تر څو تاسو سره يم اَؤ زَۀ به تر څو ستاسو زغم کوم؟ هغه دلته ما له راوله.“ ۱۸بيا عيسىٰ هغه وزورلو، نو بد رُوح هغه پريښودو اَؤ سمدستى هغه هلک روغ شو.

۱۹دَ دے نه پس مُريدان عيسىٰ ته ځان له راغلل اَؤ تپوس ئے وکړو چه ”دا مُونږ ولے لرے کولے نۀ شو؟“

۲۰هغۀ جواب ورکړو چه ”ستاسو عقيده ډيره کمزورے ده. زَۀ تاسو ته دا وايم، که ستاسو عقيده دَ شړشمو دَ دانے هومره وى نو تاسو دے غر ته ووايئ چه دَ دلته نه هلته لاړ شه، نو دے به وخوزيږى. اَؤ هيڅ کار به تاسو دَ پاره نامُمکن نۀ وى.“

عيسىٰ يو ځل بيا دَ خپل مرګ پيشن ګوئى وکړله

مرقوس ۹ :  ۳۰ ـ ۳۲، لُوقا ۹ :  ۴۳ ـ ۴۵

۲۲کله چه هغوئ په ګليل کښے يو ځائے روان وُو نو عيسىٰ ورته ووئيل چه ”اِبن آدم به دَ بنى آدمو په لاس ورکړے شى. ۲۳هغوئ به دَئے ووژنى، بيا به په دريمه ورځ هغه ژوندے پاڅولے شى.“ نو هغوئ ډير غمژن شول.

دَ خُدائے دَ کور خِراج ورکول

۲۴کله چه دوئ کفرنحوم ته راغلل نو دَ خُدائے دَ کور خزانچى پطروس ته راغے اَؤ تپوس ئے ترے وکړو چه ”آيا ستا اُستاذ دَ خُدائے دَ کور خِراج ورکوى څۀ؟“ ۲۵پطروس ورته ووئيل چه ”هغه ئے ورکوى.“ خو کله چه پطروس دننه لاړو نو عيسىٰ دَ هغۀ دَ وينا نه وړاندے ووئيل چه ”اَئے شمعُونه! ته په دے باره کښے څۀ وائے چه دَ دُنيا بادشاهان دَ چا نه محصُول اَؤ خِراج آخلى، دَ خپلو خلقو نه که دَ پردو نه؟“

۲۶پطروس جواب ورکړو چه ”دَ پردو نه.“ عيسىٰ ووئيل، ”نو بيا خو دَ دوئ خپل خلق معاف دى. ۲۷خو هر کله چه مُونږ بد نۀ خوښوو نو تۀ لاړ شه، دَ درياب په اوبو کښے کُونډه ورواچوه اَؤ وړومبے چه کُوم کب تۀ ونيسے، دَ هغۀ خُله وازه کړه، نو تۀ به په کښے يوه دَ سپينو زرو سيکه ومُومے. هغه يوسه اَؤ ور ئے کړه، دا به زمُونږ دَ دواړو محصُول پُوره کړى.“