د متى په مطابق د مالک عيسىٰ مسيح زيرے

دولسم باب

دَ سبت په ورځ وږى شُو کول

مرقوس ۲ :  ۲۳ ـ ۲۸، لُوقا ۶ :  ۱ ـ ۵

۱يو ځلے چه عيسىٰ دَ سبت، يعنے دَ خالى په ورځ، دَ غلے په فصل تيريدو اَؤ دَ هغۀ مُريدان وږى شوى وُو، هغوئ دَ وږو په شُوکولو آخته شول اَؤ په خوړولو لګيا شول. ۲څۀ وخت چه فريسيانو دا وليدل نو هغۀ ته ئے ووئيل چه ”ګوره! ستا مُريدان داسے کار کوى چه دَ سبت په ورځ ناروا دے.“

۳هغۀ ورته جواب ورکړو چه ”تاسو دا نۀ دى لوستلى چه داؤد اَؤ دَ هغۀ ملګرى چه وږى شوى وُو نو هغوئ څۀ کړى وُو؟ ۴هغه دَ خُدائے کور ته ننوتو اَؤ دَ قُربانئ ډوډئ ئے وخوړله اګر چه هغه په دَۀ اَؤ دَ دَۀ په ملګرو حرامه وه اَؤ تش کاهنانو ته حلاله وه. ۵اَؤ تاسو په تورات کښے دا نۀ دى لوستلى چه دَ خُدائے په کور کښے دَ سبت په ورځ کاهنانو سبت مات کړے وُو اَؤ هغوئ پرے ګُناه ګار شوى نۀ وُو. ۶زَۀ تاسو ته وايم چه دلته دَ خُدائے دَ کور نه څۀ نور هم لوئے څيز موجُود دے. ۷که چرے تاسو دَ دے آيات په مطلب پوهه وئ چه ”زَۀ رحم خوښوم، قربانى نه،“ نو تاسو به بے ګناه خلق ګُناه ګار کړى نۀ وُو. ۸ځکه چه اِبن آدم دَ سبت مالک دے.“

يو سړے چه لاس ئے شل وو

مرقوس ۳ :  ۱ ـ ۶، لُوقا ۶ :  ۶ ـ ۱۱

۹عيسىٰ يو بل ځائے ته لاړو اَؤ دَ هغوئ عبادت خانے ته ورننوتو. ۱۰هلته ئے يو په لاس شل سړے وليدو اَؤ هغه خلقو دَ عيسىٰ نه تپوس وکړو چه ”آيا دَ سبت په ورځ روغول روا دى؟“ ځکه چه هغوئ په دَۀ دَ تور لګولو بهانه لټوله. ۱۱خو هغۀ ورته ووئيل چه ”فرض کړئ چه تاسو يوه ګډه لرئ اَؤ هغه دَ سبت په ورځ کندے ته پريوزى، په تاسو کښے داسے يو کس هم شته چه هغه به دَ سبت په ورځ دَ هغے دَ راخيژولو کوشش نۀ کوى؟ ۱۲اَؤ بے شکه چه اِنسان دَ ګډے نه ډير زيات قيمتى دے! ځکه دَ سبت په ورځ نيکى کول روا دى.“ ۱۳هغه سړى ته ئے مخ ورواړوو اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”خپل لاس وغزوه.“

هغۀ لاس وغزوو اَؤ هغه دَ بل لاس په شان روغ جوړ شو.

۱۴خو فريسيان چه دَ عبادت خانے نه بهر ووتل نو دَ عيسىٰ دَ مړ کولو صلاح ئے وکړه.

دَ خُدائے مقرر کړے خادم

۱۵عيسىٰ په دے خبر شو اَؤ بيرته راستُون شو. ډير خلق په هغۀ پسے روان شول اَؤ هغۀ ټول هغه رنځوران روغ کړل. ۱۶اَؤ هغوئ ته ئے په کلکه ووئيل چه ”ما به نه ښکاره کوئ.“ ۱۷دا دَ يشعياه نبى دَ دے پيشن ګوئى پُوره کول وُو چه

۱۸”دا زما خادم دے چه ما غوره کړے دے،

زما محبوب چه روح مے پرے خوشحاله دے.

زَۀ به خپل رُوح په هغۀ سورے کړم،

اَؤ هغه به غيرو قومُونو ته اِنصاف رسوى.

۱۹هغه به نۀ جګړه کوى، نۀ شور،

اَؤ نۀ به په کُوڅو کښے دَ هغۀ آواز آؤريدے شى.

۲۰هغه به چاؤدلى دُرمه قدرے هم نۀ ماتوى،

اَؤ نۀ به لوګے کيدُونکے ليتکے مړ کوى،

تر څو چه هغۀ اِنصاف بريالے کړے نۀ وى.

۲۱قومُونه به دَ هغۀ په نُوم اُميدونه تړى.“

عيسىٰ اَؤ بعلزبُول

مرقوس ۳ :  ۲۰ ـ ۳۰، لُوقا ۱۱ :  ۱۴ ـ ۲۳

۲۲بيا هغوئ ورله يو ړُوند ګونګ سړے راوستو چه پيرے پرے ناست وو. عيسىٰ هغه جوړ کړو، ژبه ئے ګويا شوه اَؤ په سترګو بينا شو. ۲۳ليدُونکى خلق ټول حق حيران شول اَؤ دا خبره خوره شوه چه ”آيا دا دَ داؤد زوئے نۀ دے څۀ؟“

۲۴خو کله چه فريسيانو دا واؤريدل نو هغوئ ووئيل چه ”دا سړے دَ پيريانو دَ سردار بعلزبول په مدد پيريان شړى.“

۲۵عيسىٰ دَ دوئ په نيتُونو خبر وو، نو ځکه ئے هغوئ ته ووئيل، ”هره بادشاهى چه په خپلو کښے وويشلے شى هغه ويجاړيږى، اَؤ يو ښار يا کور هم څوک چه په خپلو کښے برخلاف وى پاتے کيدے نۀ شى. ۲۶که چرے شيطان شيطان شړى نو بيا خو شيطان په خپله دَ ځان خلاف شو، نو دَ شيطان بادشاهى څنګه پاتے کيدے شى؟ ۲۷اَؤ که چرے زَۀ پيريان دَ بعلزبول په مدد شړم نو ستاسو خپل مُريدان ئے په کُومه ذريعه شړى؟ نو هغوئ به په خپله ستاسو مُنصفان شى. ۲۸اَؤ که زَۀ دا پيريان دَ خُدائے په مدد شړم نو دَ خُدائے بادشاهى په تاسو راغلے دَۀ. ۲۹بيا څۀ رنګ يو سړے دَ يو زوروَر سړى په کور ورختے شى اَؤ دَ هغۀ اسباب تالا کولے شى؟ تر څو چه زوروَر سړے اول هغۀ تړلے نۀ وى دَ هغۀ کور نۀ شى لُوټلے.

۳۰څوک چه ما سره نۀ دے هغه زما برخلاف دے. څوک ئے چه زما سره نۀ راغونډوى هغه ئے خوروى. ۳۱نو زَۀ تاسو ته دا وايم چه يوه ګُناه اَؤ يو کُفر داسے نِشته چه دَ بنى آدمو بخښلے نۀ شى، خو هغه کُفر چه دَ رُوحُ القُدس برخلاف لګولے شوے وى، به معاف نۀ شى. ۳۲هر څوک چه دَ اِبن آدم خلاف څۀ وائى هغه به معاف کړے شى، خو هر هغه څوک چه دَ رُوح القُدس بر خلاف خبرے کوى هغه به ورته معاف نۀ شى، نۀ په دے جهان کښے اَؤ نۀ په بل کښے.

ونه اَؤ دَ هغے ميوه

لُوقا ۶ :  ۴۳ ـ ۴۵

۳۳يا خو ونه اَؤ دَ هغے ميوه ښه وګڼئ اَؤ يا ونه اَؤ دَ هغے ميوه بده وګڼئ، ځکه چه تاسو ونه دَ هغے په ميوه پيژندئے شئ. ۳۴اَئے دَ مارانو بچو! ستاسو خبرے څنګه ښے کيدے شى چه په خپله تاسو ښۀ نۀ يئ؟ ځکه چه کُومے خبرے چه په خُلۀ وزى هغه دَ زړۀ نه راوزى. ۳۵ښه سړے دَ زړۀ دَ خزانے نه ښۀ څيزُونه راوباسى اَؤ بد سړے چه دَ زړۀ خزانه ئے بده وى هغه بد څيزونه راوباسى. ۳۶زَۀ تاسو ته دا وايم چه داسے يو بے فائدے ټکے هم نشته چه سړے ئے دَ خُلے نه راوباسى اَؤ دَ قيامت په ورځ به دَ هغے حساب نۀ ورکوى. ۳۷ځکه چه تۀ به په خپلو خبرو صادِق شے اَؤ په خپلو خبرو به ګُناه ګار شے“

مُعجزه غوښتل

مرقوس ۸ :  ۱۱ ـ ۱۲، لُوقا ۱۱ :  ۲۹ ـ ۳۲

۳۸ځنے دَ شرعے عالمانو اَؤ فريسيانو ووئيل چه ”اُستاذه! مُونږ غواړُو چه تۀ مُونږ ته دَ نخښے په ډول مُعجزه وښائے.“

۳۹هغۀ ورته جواب ورکړو، ”دا يوه بدکاره اَؤ زِناکاره پيړئ ده چه نخښے غواړى اَؤ دوئ ته يوه نخښه چه ورکيدے شى دَ يُونس نبى دَۀ. ۴۰ځکه چه يُونس دَ ماهى په خيټه کښے درے ورځے اَؤ درے شپے تيرے کړے وے اَؤ دغه شان به اِبن آدم درے ورځے اَؤ درے شپے په مزکه کښے دَ ننه تيرے کړى. ۴۱دَ قيامت په ورځ چه هر کله دَ دے پيړئ سره حساب کيږي نو دَ نينيوه خلق به دَ دوئ خلاف ګواهى ورکړى اَؤ دوئ به مُجرم ثابت کړى، ځکه چه هغوئ دَ يُونس په وعظ توبه ګار شوى وُو. اَؤ څوک چه دلته دے، هغه دَ يُونس نه لوئے دے. ۴۲دَ سهيل مَلِکه به دَ قيامت په ورځ دَ دے پيړئ سره په عدالت کښے ودريږى اَؤ دوئ به مُجرمان ثابت کړى، ځکه چه هغه دَ دُنيا دَ بل ګُټ نه دَ سُليمان دَ حِکمت خبرے آؤريدو له راغلے وه، اَؤ څوک چه دلته دے هغه دَ سُليمان نه هم لوئے دے!

دَ ناپاک رُوح واپسى

لُوقا ۱۱ :  ۲۴ ـ ۲۶

۴۳هر کله چه دَ يو بنى آدم نه يو ناپاک رُوح راوځى نو هغه په صحراګانو سر شى چه آرام ومُومى، خو وئے نۀ مُومى. ۴۴نو بيا داسے ووائى چه زَۀ به بيرته هغه کور ته لاړ شم دَ کُوم نه چه راوتلے يم. نو هغه چه بيرته راشى نو کور خالى جارُو کړے اَؤ پاک ووينى. ۴۵بيا هغه لاړ شى اَؤ نور اُووۀ رُوحُونه دَ ځان سره راولى چه دَ دَۀ نه هم زيات بد وى اَؤ هغوئ ټول راشى اَؤ دلته ديره شى، اَؤ دَ دوئ اَنجام دَ پخوا نه هم لا خراب شى. اَؤ دغه حال به دَ دے نافرمانه پيړئ هم وى.“

دَ عيسىٰ مسيح مور اَؤ ورُوڼه

مرقوس ۳ :  ۳۱ ـ ۳۵، لُوقا ۸ :  ۱۹ ـ ۲۱

۴۶عيسىٰ لا دَ خلقو خبرے کولے چه مور اَؤ ورُوڼه ئے راښکاره شول اَؤ هغوئ بهر ودريدل اَؤ خبرے ئے ورسره کول غوښتل. ۴۷په دے کښے چا ووئيل چه ”ستا مور اَؤ ورُوڼه دلته بهر ولاړ دى، هغوئ درسره څۀ خبره کول غواړى.“

۴۸عيسىٰ هغه خبره کوُونکى سړى ته مخ راواړَوو اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”زما مور څوک دَۀ اَؤ زما ورُوڼه څوک دى؟“ ۴۹اَؤ بيا ئے خپلو مُريدانو ته مخ ورواړَوو اَؤ اِشاره ئے ورته وکړه، ”دا زما مور اَؤ زما ورُوڼه دى. ۵۰هر هغه څوک چه زما دَ آسمانى پلار په وينا عمل کوى، هغه زما ورور دے، زما خور ده اَؤ زما مور ده.“