د متى په مطابق د مالک عيسىٰ مسيح زيرے

يوولسم باب

دَ يحيىٰ بپتسمه ورکووُنکى قاصدان

لُوقا ۷ :  ۱۸ ـ ۳۵

۱کله چه عيسىٰ خپلو دولسو مُريدانو ته هدايت ورکول ختم کړو نو هغه دَ هغه ځائے نه روان شو چه دَ هغوئ په ښارُونو کښے تعليم ورکړى اَؤ وعظ وکړى. ۲يحيىٰ څوک چه بنديوان وو اَؤ دَ مسيح دَ کارُونو په حقله ئے واؤريدل، نو خپل مُريدان ئے ورته دَ دے پيغام سره ورواستول چه ۳”آيا هغه راتلُونکے تۀ يئے؟ اَؤ که نه، مُونږ دَ بل چا اِنتظار وکړُو؟“

۴عيسىٰ ورله جواب ورکړو، ”لاړ شئ، څۀ چه تاسو آؤرئ يا وينئ، يحيىٰ خبر کړئ، ۵چه ړاندۀ بينا کيږي، شل ګرزى، جُزاميان پاکيږى، کاڼۀ آؤرى اَؤ مړى ژوندى کيږى اَؤ خواران زيرے آؤرى. ۶اَؤ بختور دے هغه څوک چه زما په وجه دَ تيندک خوړلو نه بچ کيږى.“ ۷څۀ وخت چه استازى بيرته په لاره وُو نو عيسىٰ خلقو ته دَ يحيىٰ په حقله دا وينا شروع کړه، ”تاسو صحرا ته دَ څۀ څيز ليدلو ته تلى وئ؟ يوه لُوخه چه باد وړله نه؟ ۸نو بيا تاسو څۀ ليدو له وتلى وئ؟ يو سړے چه ريښمينے اَؤ مهينے جامے ئے آغوستے وے؟ بے شکه چه تاسو داسے سړے په محلُونو کښے ولټوئ! ۹نو تاسو بهر څۀ له تلى وئ، دَ يو نبى ليدو له؟ هو، بے شکه چه دَ يو نبى نه هم څۀ ډير لوئے! ۱۰دا هغه سړے دے چه دَ چا په باب کښے صحيفے وائى چه :  ”ګورئ زَۀ خپل پيغمبر ستا دَ وړاندے ليږم چه ستا لار ستا دَ وړاندے تياره کړى.“ ۱۱رښتيا درته وايم چه بپتسمه ورکُوونکے يحيىٰ نه لوئے زوئے لا يوے مور نۀ دے راوړے، خو بيا هم دَ آسمان په بادشاهئ کښے څوک چه دَ ټولو نه ورکوټے دے، هم هغه دَ هغۀ نه لوئے دے. ۱۲دَ بپتسمه ورکوُونکى يحيىٰ دَ راتلو دَ ورځو نه پس لا تر اوسه دَ آسمان په بادشاهئ باندے زور کولے شى اَؤ زورور ئے په زور رانيسى. ۱۳ځکه چه ټولو نبيانو اَؤ شريعت تر يحيىٰ پورے نبوت کاوو. ۱۴اَؤ يحيىٰ راتلُونکے اِلياس دے، خو که تاسو ئے ومنئ. ۱۵څوک چه غوږُونه لرى هغه دِ ئے واؤرى.

۱۶زَۀ دَ دے نسل مِثال څرنګه درکړم؟ دوئ لکه په بازار کښے دَ ناستو هلکانو په شان دے چه يو بل ته نعرے وهى چه ۱۷مُونږ درته شپيلئ وغږوله اَؤ تاسو ونۀ ګډيدئ، مُونږ درته وژړل اَؤ ځانونه مو ووهل خو تاسو ويرُونه نۀ کول. ۱۸ځکه چه يحيىٰ وږے تږے راغے اَؤ هغوئ وائى چه په هغۀ پيرے ناست دے. ۱۹اِبن آدم په خوړلو څښلو ورله راغے اَؤ دوئ وائى چه دَۀ ته ګورئ، يو ګيډور اَؤ شرابى، دَ محصولچيانو اَؤ بدکارانو ملګرے! خو بيا هم حِکمت په خپلو کارُونو صادِق ثابت شو.“

په توبه نۀ کوُونکو ښارُونو باندے اَفسوس

لُوقا ۱۰ :  ۱۳ ـ ۱۵

۲۰بيا هغۀ دَ هغه ډيرو ښاريو ذکر شروع کړو چرته چه هغۀ خپلے اکثرے مُعجزے ښکاره کړے وے اَؤ دَ هغوئ په ناتوبه ګار کيدو ئے هغوئ ملامته کړل. ۲۱هغۀ ووئيل چه ”اَفسوس اَئے خورازينه! په تا اَفسوس بيت صيدا ځکه چه که چرے دا مُعجزے چه تاسو ته ښکاره کړے شوے، که دا په صور اَؤ په صيدا کښے شوے وے نو دے خلقو به پخوا په ځان ټاټ تاؤ کړے اَؤ په اِيرو ناست توبے به ئے ايستلے وے. ۲۲تاسو ته دا وايم چه دَ صور اَؤ صيدا حال به دَ قيامت په ورځ ستاسو دَ حال نه ښۀ وى. ۲۳اَئے کفرنحومه! آيا تۀ به تر آسمان اُوچت کړے شے؟ تۀ خو به عالم اَرواح ته وغورزولے شے. ځکه چه که دا مُعجزے چه په تا کښے ښکاره کړے شوے، که په صدُوم کښے شوے وے نو صدُوم به تر ننه آباد وو. ۲۴خو زَۀ تاسو ته دا وايم چه دَ قيامت په ورځ به دَ صدُوم دَ خلقو حال ستاسو دَ حال نه ښۀ وى.“

ما له راشه اَؤ آرام وکړه

لُوقا ۱۰ :  ۲۱ ـ ۲۲

۲۵په هغه وخت عيسىٰ داسے ووئيل چه ”اَئے پلاره! دَ آسمان اَؤ دَ مزکے مالکه! زَۀ ستا ثنا وايم چه تا دا خبرے دَ پوهانو اَؤ هوښيارو نه پټے کړے اَؤ ماشُومانو ته دِ ظاهرے کړے. ۲۶هو پلاره! دا ستا رضا وه.

۲۷هر څۀ ما ته زما پلار سپارلى دى، اَؤ هيڅوک بے دَ پلاره زوئے نۀ پيژنى، اَؤ نۀ څوک پلار پيژنى بے له زويه اَؤ بےله هغوئ نه چه زوئ ئے ورته ښکاره کوى.

۲۸اَئے تاسو چه ټول خوارى کوئ اَؤ پنډ مو درُوند دے، ما له راشئ اَؤ زَۀ به آرام درکړم. ۲۹زما جغ په غاړه کړئ اَؤ له ما نه زده کړئ، ولے چه زَۀ حليم يم اَؤ په زړۀ کښے غريب، اَؤ ستاسو رُوحونه به آرام مُومى. ۳۰ولے چه زما جغ په وړلو کښے پوست دے اَؤ زما پنډ سپک دے.“