دَ مرقوس په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے

نهم باب

۱عيسىٰ ووئيل، ”زَۀ تاسو ته رښتيا وايم چه دلته ځنے داسے خلق هم ولاړ دى چه هغوئ به تر هغے ونۀ مرى تر څو ئے چه په خپله خُدائے دَ بادشاهى قدرت سره راغلے ليدلے نۀ وى.“

دَ عيسىٰ شکل بدليدل

متى ۱۷ :  ۱ ـ ۱۳، لُوقا ۹ :  ۲۸ ـ ۳۶

۲شپږ ورځے پس عيسىٰ دَ ځان سره پطروس يعقُوب اَؤ يوحنا روان کړل اَؤ يو اُوچت غرۀ ته ئے جُدا وخيژول اَؤ دَ هغوئ په موجُودګئ کښے دَ هغۀ شکل بدل کړے شو. ۳دَ هغۀ جامے سپينے بريښيدُونکى شوے، داسے سپينے چه دَ مزکے په مخ يو دوبى ئے هم داسے سپينولے نۀ شى. ۴نو هغوئ بيا اِلياس اَؤ مُوسىٰ وليدل چه دَ عيسىٰ سره ئے خبرے کولے. ۵بيا پطروس ووئيل چه ”اُستاذه! دا څومره ښۀ ساعت دے چه مُونږ هم دلته کښے يُو! آيا مُونږ درے کوټګئ، يوه ستا دَ پاره، يوه دَ مُوسىٰ دَ پاره اَؤ يوه دَ اِلياس دَ پاره جوړے کړو؟“ ۶بيا هغه په دے نۀ پوهيدو چه څۀ وائى ځکه چه هغوئ ټول ډير هيبت اختسى وُو.

۷بيا يوه وريځ راښکاره شوه اَؤ په دوئ ئے سورے وکړو اَؤ دَ هغے وريځے نه يو آواز راغے، ”دا زما زوئے، زما محبوب دے. دَ هغۀ واؤرئ!“ ۸اَؤ اوس چه ناڅاپى هغوئ ګير چاپيره وکتل نو هلته ئے هيڅوک ونۀ ليدل خو يواځے عيسىٰ دَ هغوئ سره ولاړ وو.

۹اَؤ چه دَ غرۀ نه راکوزيدل نو عيسىٰ هغوئ ته په ټينګه ووئيل چه ”هر څۀ چه مو ليدلى دى دا به هيچا ته نۀ وايئ تر څو چه اِبن آدم دَ مړو نه بيا پاڅيدلے نۀ وى.“

۱۰هغوئ دا خبره وساتله اَؤ په خپلو کښے ئے بحث کولو چه دَ مړو نه دَ بيا پاڅيدلو څۀ مطلب کيدے شى. ۱۱اَؤ هغوئ په هغۀ باندے يو سوال وکړو، ”زمُونږ دَ شرعے عالمان دا ولے وائى چه اِلياس به خامخا وړُومبے راشى؟“

۱۲هغۀ جواب ورکړو ”هو! اِلياس به وړُومبے راځى چه هر شے سم کړى خو په صحيفو کښے ليکلى دى چه په اِبن آدم به ډيرے سختے تيرے شى اَؤ په سپک نظر به ورته وکتے شى. ۱۳خو زَۀ تاسو ته وايم چه اِلياس خو راغلے هم دے اَؤ هر څۀ چه ئے خوښ وُو هغه ئے ورسره کړى هم دى لکه چه دَ هغۀ په حقله صحيفو وئيلى دى.“

دَ پيريانو نيولى هلک جوړول

متى ۱۷ :  ۱۴ ـ ۲۱، لُوقا ۹ :  ۳۷ ـ ۴۳

۱۴اَؤ چه هغوئ مُريدانو ته په بيرته راغلل نو ګڼ خلق ئے ورسره وليدل چه په کښے دَ شرعے عالمان هم وُو اَؤ بحث ئے ورسره کولو. ۱۵هر کله چه هغوئ عيسىٰ وليدلو نو ټول خلق هيبت واخستل اَؤ په دَؤ هغۀ له ستړى مشى له ورغلل. ۱۶هغۀ تپوس ترے وکړو چه ”دا څۀ بحث روان دے؟“

۱۷په ګڼه کښے يو سړى جواب ورکړو، ”اُستاذه! ما خپل زوئے تا له راوستے دے. هغه پيريانو نيولے دے اَؤ خبرے نۀ شى کولے. ۱۸کله چه پرے چپه راشى نو په مزکه ئے راوولى اَؤ په خُلۀ ئے ځګونه راشى، غاښونه چيچى، اَؤ پلے ئے راکښلے شى. ما ستا مُريدانو ته ووئيل چه دا تِر وباسئ خو هغوئ پاتے راغلل.“

۱۹عيسىٰ جواب ورکړو، ”اَئے بے عقيدے پيړئ! زَۀ به تر څو تاسو سره يم اَؤ زَۀ به تر څو تاسو زغمم؟ دَئے ما له راولئ.“ ۲۰نو هغوئ هغه هلک هغۀ ته راوستو.

اَؤ څۀ وخت چه پيرى هغه وليدو نو دَ هغۀ وجُود ئے تاؤ راتاؤ کړو اَؤ هغه په مزکه پريوتو ورغړيدو اَؤ په خُلۀ ئے ځګونه راغلل. ۲۱عيسىٰ دَ هغۀ دَ پلار نه تپوس وکړو چه ”څومره مُوده کيږى چه دَئے په دے حال دے؟“

هغۀ جواب ورکړو چه ”دَ وړُوکوالى راسے. ۲۲اَؤ څو ځله ئے دَ هلاکولو دَ پاره اور اؤ اوبو ته هم غورزولے دے، اَؤ که تۀ څۀ کولے شے نو په مُونږ رحم وکړه اَؤ مدد راسره وکړه.“

۲۳عيسىٰ ورته ووئيل چه ”که تۀ څۀ کولے شے! دَ چا چه عقيده مظبُوطه وى دَ هغۀ دَ پاره هر څۀ مُمکن دى.“

۲۴دَ هلک پلار چغے کړے چه ”زَۀ عقيده لرم، زما مدد وکړه ځکه چه زَۀ دَ عقيدے کمزورے يم.“

۲۵چه عيسىٰ وليدل چه ګڼ خلق رانزدے کيږى نو هغۀ هغه پيرى ته بدرد ووئيل. هغۀ ووئيل ”اَئے ړُوند کُوڼ پيريه! زَۀ درته حُکم کوم، دَ دۀ نه راوزه اَؤ بيا کله هم مه ورننوزه!“

۲۶هغۀ په زوره چغے کړے اَؤ ډير ئے تاؤ راتاؤ کړو اَؤ بيا پيرے ترے ووتو اَؤ هلک لکه دَ مړى په شان پريوتو، بلکه ډيرو وئيل چه ”دے مړ دے.“ ۲۷خو عيسىٰ هغه دَ لاسه ونيوو اَؤ په پښو ئے ودرولو اَؤ هغه وُدريدو.

۲۸بيا عيسىٰ دَ ننه لاړو اَؤ دَ هغۀ مُريدانو ترے ځان له تپوس وکړو چه ”دا مُونږ ولے نۀ شو ويستے؟“

۲۹هغۀ ورته ووئيل، ”دا قِسم په بله هيڅ ذريعه نۀ راوزى بے له دُعا نه.“

دَ عيسىٰ دَ خپل مرګ اَؤ دَ بيا ژوندى کيدلو په حق کښے بيا پيشن ګوئى

متى ۱۷ :  ۲۲ ـ ۲۳، لُوقا ۹ :  ۴۳ ـ ۴۵

۳۰بيا هغوئ دَ هغے علاقے نه لاړل اَؤ دَ ګليل په لار ئے سفر وکړو. عيسىٰ دا غوښتل چه هيڅوک پرے خبر نۀ شى، ۳۱ځکه چه هغه مُريدانو ته تعليم ورکا وو اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”اِبن آدم به اوس بنى آدمو ته سپارلے کيږى اَؤ هغوئ به ئے وژنى، خو دَ وژلو نه درے ورځے پس به هغه بيا پورته کيږى.“

۳۲خو هغوئ دَ هغۀ په خبره نۀ پوهيدل اَؤ دَ ويرے ئے ترے تپوس هم نۀ شو کولے.

دَ ټولو نه مشر څوک دے؟

متى ۱۸ :  ۱ ـ ۵، لُوقا ۹ :  ۴۶ ـ ۴۸

۳۳هغوئ بيا کفرنحُوم ته راغلل اَؤ عيسىٰ په کور کښے دَ ننه وو چه دَ هغوئ نه ئے تپوس وکړو چه ”تاسو په لاره څۀ بحث کاوو؟“

۳۴هغوئ غلى وُو ځکه چه په لارے هغوئ دا بحث کړے وو چه په ټولو کښے لوئے څوک دے؟ ۳۵هغه کښيناستو اَؤ هغه دولس مُريدان ئے راوغوښتل اَؤ ورته ئے ووئيل، ”که څوک دا غواړى چه دَ ټولو مير شى نو هغه دِ ځان دَ ټولو نه وروستو کړى اَؤ دَ ټولو خدمتګار دِ شى.“ ۳۶بيا هغۀ يو ماشُوم راواخستو اَؤ دَ هغوئ په وړاندے ئے ودرولو اَؤ خپل لاس ئے ترے تاؤ کړو اَؤ ورته ئے ووئيل، ۳۷”که په داسے ماشُومانو کښے يو هم زما په نُوم څوک قبُول کړى نو هغه ما قبلوى اَؤ هر څوک چه ما قبلوى هغه ما نه، بلکه هغه قبلوى چا چه زَۀ راليږلے يم.“

هغه څوک چه زمُونږ نه خلاف نۀ دے زمُونږ ملګرے دے

لُوقا ۹ :  ۴۹ ـ ۵۰

۳۸يوحنا عيسىٰ ته ووئيل، ”اُستاذه! مُونږ يو سړے وليدو چه ستا په نُوم پيريان وباسى، خو هر کله چه هغه زمُونږ نه نۀ وو نو مُونږ دَ هغۀ دَ منع کولو کوشش وکړو.“

۳۹عيسىٰ ورته ووئيل چه ”هغه مه منع کوئ ځکه چه داسے هيڅوک نِشته چه زما په نُوم مُعجزے ښکاره کوى اَؤ بيا به زر په ما پسے بد وائى. ۴۰خو څوک چه زمُونږ خلاف نۀ دے هغه زمُونږ ملګرے دے. ۴۱زَۀ تاسو ته دا وايم چه که څوک هم تاسو ته په دے نيت يو کنډول اوبۀ درکړى چه تاسو دَ مسيح مُريدان يئ نو هغه سړے به يقيناً بے اَجره پاتے نۀ شى.

دَ ګُناه لمسُون

متى ۱۸ :  ۶ ـ ۹، لُوقا ۱۷ :  ۱ ـ ۲

۴۲اَؤ هر هغه څوک چه له دے وړو نه چه په ما عقيده لرى په لاره کښے خنډُونه پيدا کوى نو دَ هغۀ دَ پاره به دا ښۀ وى چه دَ ژرندے پل دَ هغۀ په غاړه وتړلے شى اَؤ په درياب کښے وغورزولے شى. ۴۳که ستا لاس تاله تيندک درکوى نو پرے ئے کړه ځکه چه تا له دا غوره ده چه په ژوندانۀ کښے دَ يو بونډى لاس سره داخل شے په ځائے دَ دے چه دواړه لاسه لرے اَؤ دوزخ دِ ځائے شى چه نۀ مړ کيدونکے اور لرى. ۴۵اَؤ که ستا پښه تا له تيندک درکړى نو پرے ئے کړه ځکه چه دا تا له ښه ده چه په ژوندُون کښے په يوه پښه ګوډ داخل شے په ځائے دَ دے چه دواړه پښے دِ روغے وى اَؤ دوزخ دِ ځائے شى. ۴۷اَؤ که ستا سترګه تا له تيندک در کړى نو وئے باسه. دا ستا دَ پاره غوره ده چه دَ خُدائے په بادشاهئ کښے په يوه سترګه داخل شے، نه دا چه دواړه سترګے لرے اَؤ دوزخ دِ ځائے شى، ۴۸چرته چه رغړيدُونکى چينجى چرے نۀ مرى اَؤ اور ئے تل تر تله لمبے وهى.

۴۹هر څوک به دَ اور سره مالګين کيږى. ۵۰مالګه يو ښۀ څيز دے خو که مالګه بے خونده شى نو په څۀ څيز به بيا خوند پيدا کړى؟

په خپلو کښے مالګه وساتئ اَؤ دَ يو بل سره په صُلح اوسئ.“