دَ مرقوس په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے

اَتم باب

څلور زرو سړو له خوراک ورکول

متى ۱۵ :  ۳۲ ـ ۳۹

۱په هغه ورځو کښے په يوه بله موقعه چه ډير خلق راجمع وُو اَؤ ورسره دَ خوړلو څۀ نۀ وُو، عيسىٰ خپل مُريدان راوبلل اَؤ ورته ئے ووئيل، ۲”په دے خلقو زما زړۀ سوزى، دَ دريو ورځو راسے زما سره دى اَؤ څۀ ئے خوړلى نۀ دى. ۳که چرے کورُونو ته ئے وُږى واستوم نو دوئ به په لاره بے هوشه شى ځکه چه ځنے په کښے دَ لرے نه راغلى دى.“

۴مُريدانو جواب ورکړو چه ”په دے خوشى بيابان کښے به څوک دومره خلقو له ډوډئ ورکړے شى؟“

۵هغۀ تپوس وکړو چه ”تاسو سره څو ډوډئ دى؟“ اَؤ هغوئ جواب ورکړو، ”اُووۀ.“

۶نو هغۀ خلقو ته حُکم ورکړو چه ”په مزکه کښينئ.“ بيا هغۀ هغه اُووۀ ډوډئ واخستے، دَ خُدائے شکر ئے وويستو اَؤ هغه ډوډئ ئے ماتے کړے اَؤ مُريدانو ته ئے دَ ويشلو دَ پاره ورکړے اَؤ هغوئ خلقو ته ورکړے. ۷دَ هغوئ سره يو څو واړۀ کبان هم وُو چه په هغو ئے هم شکر وويستو اَؤ حُکم ئے وکړو چه ”دا هم پرے تقسيم کړئ.“ ۸هغو ټولو خوراک په مړه خيټه وخوړلو اَؤ دَ پاتے شوى ټُکړو نه اُووۀ ټوکرئ ډکے شوے. ۹خلق خوا اَؤ شا څلور زره وُو. بيا ئے هغوئ رُخصت کړل، ۱۰اَؤ سمدستى دَ خپلو مُريدانو سره کِشتئ ته وختلو اَؤ دَ لمتيانو علاقے ته لاړو.

نخښه غوښتل

متى ۱۶ :  ۱ ـ ۴

۱۱نو بيا فريسيان بهر راووتل اَؤ دَ عيسىٰ سره ئے مُناظره شروع کړه. دَ آزميښت په طور ئے دَ هغۀ نه څۀ آسمانى نخښه وغوښته. ۱۲هغۀ دَ ځان سره يو سوړ آسويلے وکړو اَؤ وئے وئيل چه ”دا پيړئ نخښے دَ څۀ دَ پاره غواړى؟ زَۀ درته دا وايم چه دے پيړئ ته به يوه نخښه هم ورنۀ کړے شى.“

۱۳په دے خبره ئے دوئ پريښول اَؤ بيا کِشتئ ته وختلو اَؤ دَ درياب بلے غاړے ته لاړو.

دَ فريسيانو اَؤ دَ هيروديس خمبيره

متى ۱۶ :  ۵ ـ ۱۲

۱۴خو دا ځلے دَ مُريدانو نه دَ ځان سره ډوډئ وړل هير شوى وُو. ۱۵په کشتئ کښے دَ هغوئ سره يکى يوه ډوډئ وه. عيسىٰ هغوئ له خبردارے ورکړو اَؤ وئے وئيل چه ”دَ فريسيانو اَؤ دَ هيروديس دَ خمبيرے نه به ګورے، ځان ساتئ.“

۱۶هغوئ په خپلو کښے ووئيل چه ”دا په دے چه زمُونږ سره ډوډئ نِشته.“

۱۷هغه دَ هغوئ په زړُونو پوهه شو چه په دوئ کښے څۀ دى، ځکه ئے تپوس ترے وکړو، ”دا تاسو داسے خبرے ولے کوئ چه ګنى ډوډئ درسره نِشته؟ آيا تاسو ته تر اوسه معلُومه نۀ ده؟ تاسو لا تر اوسه نه يئ پوهه؟ آيا ستاسو دِماغ تر اوسه بند دى؟ ۱۸تاسو سترګے خو لرئ، نو تاسو وينئ نۀ؟ تاسو غوږُونه لرئ، نو تاسو آؤرئ نه؟ آيا ستاسو نه هير دى؟ ۱۹چه کوم وخت ما پنځه ډوډئ پنځه زره کسانو ته ماتے کړے، نو تاسو دَ پاتے شوو ټُکړو نه څومره ټوکرئ ډکے کړے وے؟“

هغوئ ورته ووئيل چه ”دولس.“

۲۰”اَؤ چه کله مے اووۀ ډوډئ څلور زرو تنو ته ماتے کړے، نو تاسو دَ پاتے شوو ټُکړو نه څومره ټوکرئ ډکے کړے وے؟“

هغوئ جواب ورکړو ”اُووۀ.“

۲۱نو هغۀ ووئيل چه، ”لا تر اوسه هم نۀ پوهيږئ؟“

په بيتِ صيدا کښے دَ يو ړُوند سړى بينا کول

۲۲هغوئ بيتِ صدا ته ورسيدل. هلته خلقو عيسىٰ له يو ړُوند سړے راوستو اَؤ سوال ئے وکړو چه په هغۀ لاس ولګوى. ۲۳هغۀ ړُوند سړے دَ لاسه ونيوو اَؤ دَ کلى نه ئے بهر بوتلو. بيا ئے دَ هغۀ په سترګو لاړے پورے کړے اَؤ خپل لاس ئے پرے ولګوو اَؤ تپوس ئے وکړو چه ”څۀ ورته ښکارى که نه؟“

۲۴دَ سړى سترګے بينا شوے اَؤ وئے وئيل، ”زَۀ سړى وينم لکه دَ ونو په شان، خو دا ګرځى.“

۲۵عيسىٰ دَ هغۀ په سترګو بيا لاس کيښودو ”اَؤ هغه سړى په ځير ورته وکتل،“ نو هغه جک جوړ شو اَؤ هر شے ورته صفا ښکاره شو. ۲۶بيا عيسىٰ هغه کور ته رُخصت کړو اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”په کلى کښے مه ننوزه.“

دَ عيسىٰ په باب کښے دَ پطروس اِقرار

متى ۱۶ :  ۱۳ ـ ۲۰، لُوقا ۹ :  ۱۸ ـ ۲۱

۲۷عيسىٰ اَؤ دَ هغۀ مُريدان قيصريه فيليپى ته لاړل. هغۀ په لاره دَ خپلو مُريدانو نه تپوس وکړو چه ”خلق څۀ وائى چه زَۀ څوک يم؟“

۲۸هغوئ جواب ورکړو چه ”ځنے وائى چه بپتسمه ورکوُونکے يحيىٰ دے، ځنے درته اِلياس وائى اَؤ نور دِ دَ نبيانو نه يو نبى ګڼى.“

۲۹نو بيا هغۀ تپوس وکړو چه ”تاسو مے څۀ ګڼئ چه زَۀ څوک يم؟“

پطروس جواب ورکړو چه ”تۀ مسيح ئے.“

۳۰بيا هغۀ هغوئ په سختئ سره منع کړل چه ”زما په حقله هيچا ته څۀ مۀ وايئ.“

دَ عيسىٰ دَ مرګ اَؤ بيا ژوندے کيدو په باب کښے پيشن ګوئى

متى ۱۶ :  ۲۱ ـ ۲۸، لُوقا ۹ :  ۲۲ ـ ۲۷

۳۱اَؤ بيا ئے هغوئ ته تعليم شروع کړو چه ”اِبن آدم به په ځان ډير تکليفونه تير کړى اَؤ مشران، مشران کاهنان اَؤ دَ شرعے عالمان به ئے مُجرم کړى اَؤ قتل به ئے کړى، خو په دريمه ورځ به هغه بيا ژوندے پاڅى.“ ۳۲هغۀ دا خبره په صفا ټکو کښے ووئيله. نو پطروس هغه دَ لاسه ونيولو، يوے ډډے ته ئے بوتلو اَؤ وئے زورلو. ۳۳خو عيسىٰ مخ راواړولو، خپلو مُريدانو ته ئے وکتل اَؤ پطروس ئے ورټلو. ورته ئے ووئيل چه ”رانه لرے شه شيطانه! تۀ دَ بنى آدمو په شان سوچ کوے، نۀ چه دَ خُدائے په شان.“

۳۴بيا عيسىٰ خلق اَؤ خپل مُريدان هم راوبلل اَؤ هغوئ ته ئے ووئيل، ”هر څوک چه زما مُريد جوړيدل غواړى هغه دِ خپل ځان هير کړى، په کار دى چه هغه دِ خپله سولئ پورته کړى اَؤ ما پسے دے راځى. ۳۵څوک چه دَ ځان خير غواړى هغه به ترے نه ورک شى، خو کُوم سړے چه دَ زيرى اَؤ زما دَ خاطره ځان ورک کړى نو هغه به ئے بچ کړى. ۳۶که يو بنى آدم دَ خپل ځان په بدل کښے ټوله دُنيا وګټى نو څۀ ئے وګټل؟ ۳۷هغه دَ دے ځان دَ بيا حاصلولو دَ پاره څۀ قيمت ورکولے شى؟ ۳۸اَؤ هر هغه څوک چه په دے دَ خُدائے نه مُنکره اَؤ ګُناه ګاره پيړئ کښے په ما اَؤ زما په کلام شرميږى، نو اِبن آدم به هم په هغۀ په هغه وخت شرميږى کله چه هغه دَ خپل پلار په لوئى کښے دَ پاکو فرښتو سره راشى.“