دَ مرقوس په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے

پنځم باب

دَ پيريانو نيولے جوړول

متى ۸ :  ۲۸ ـ ۳۴، لُوقا ۸ :  ۲۶ ـ ۳۹

۱اَؤ هغوئ دَ درياب بلے غاړے ته راغلل، دَ ګراسينيانو وطن ته. ۲چه عيسىٰ دَ کِشتئ نه راکُوز شو نو يو سړے چه پيريانو نيولے وو اَؤ په قبرُونو کښے اوسيدو، راووتو اَؤ هغۀ له راغے. ۳اَؤ هغه هيچا هم قابو کولے نۀ شو، عن تر دے چه په زنځيرُونو کښے هم نۀ شو تړلے کيدے. ۴ځکه چه هغۀ ته ئے څو څو واره زنځيرُونه اَؤ ځولنے اچولے وے خو هغۀ زنځيرونه شلولى وُو اَؤ ځولنے ئے ماتے کړے وے اَؤ دومره طاقتور هيڅوک نۀ وو چه هغه ئے قابو کړے وَئے. ۵اَؤ ورځ اَؤ شپه به هغۀ په قبرُونو اَؤ دَ غرُونو په خوا کښے چغے ويستے اَؤ ځان به ئے په ګټو ژوبلولو.

۶هر کله چه هغۀ دَ ورايه عيسىٰ وليدلو نو هغۀ وردؤ کړل اَؤ سجده ئے ورته وکړه، ۷اَؤ په چغو ئے ووئيل، ”اَئے عيسىٰ! دَ لوئے خُدائے زويه! تۀ زما نه څۀ غواړے؟ دَ خُدائے په رُوئے ما مه غذابوه.“ ۸دا ځکه چه عيسىٰ بيا دَۀ ته دا ووئيل، ”اَئے ناپاکه رُوحه! دَ دے سړى نه لرے شه.“

۹عيسىٰ دَ هغۀ نه تپوس وکړو چه ”ستا څۀ نُوم دے؟“

هغۀ ووئيل چه ”زما نُوم لښکر دے، مُونږ ډير کسان يُو.“ ۱۰اَؤ هغۀ ورته ډيره زارى وکړه چه عيسىٰ به مُونږ دَ مُلک نه نۀ شړى.

۱۱نو هلته دَ غرۀ په خوا کښے دَ خنزيرانو يو لوئے کنډک څريدو. ۱۲اَؤ پيريانو هغۀ ته دا سوال وکړو چه ”مُونږ خنزيرانو ته وليږه اَؤ ورننه وتو ته مو پريږده.“ ۱۳هغۀ اِجازت ورکړو اَؤ پيريان راووتل اَؤ په خنزيرانو کښے ورننوتل اَؤ خوا اَؤ شا دَ دوه زره خنزيرانو دغه کنډک له کمر نه ښکته په درياب کښے ورغُوپه شو اَؤ ډوب شو.

۱۴دَ کنډک شپُونکى په تيښته لاړل اَؤ دا خبر ئے ښارئے اَؤ خوا اَؤ شا کلو ته ورسوو اَؤ خلق دَ دے واقعے تماشے له راووتل. ۱۵هغوئ عيسىٰ له راغلل اَؤ هغه ليونے چه دَ پيريانو لښکر نيولے وو ئے وليدو چه هلته ناست وو اَؤ سم دم وو اَؤ هغوئ ټول ويرے واخستل. ۱۶تماشه کوُونکو خلقو ته ووئيل چه څرنګ دغه سړے روغ شو اَؤ دَ خنزيرانو سره څۀ وشول. ۱۷بيا هغوئ عيسىٰ ته ووئيل چه ”دَ دے علاقے نه لاړ شه.“

۱۸څۀ وخت چه عيسىٰ کِشتئ ته ورختو نو کُوم سړے چه پيريانو نيولے وو، هغۀ هم ورسره دَ ملګرتيا دَ پاره سوال وکړو.

۱۹عيسىٰ دَ دے اِجازت ورنۀ کړو اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”کور ته لاړ شه اَؤ خپلو خلقو ته ووايه چه مالِک په خپل رحم ستا دَ پاره څۀ وکړل.“

۲۰هغه سړے لاړو اَؤ دِ کپولس په علاقه کښے ے دغه خبر خور کړو اَؤ هغه ټول حال ئے ووئيلو، څۀ چه عيسىٰ دَ هغۀ دَ پاره کړى وُو اَؤ ټول خلق حق حيران شول.

دَ يائير لُور اَؤ هغه ښځه چه دَ عيسىٰ چُوغے له ئے لاس وروړو

متى ۹ :  ۱۸ ـ ۲۶، لُوقا ۸ :  ۴۰ ـ ۵۶

۲۱کله چه عيسىٰ دَ درياب بلے غاړے ته په کشتئ ورپورے وتو نو يوه لويه ګڼه ترے بيا راچاپيره شوه. اَؤ هغه لا دَ درياب په غاړه وو ۲۲چه دَ عبادت خانے يو مشر چه يائير نُوم ئے وو ورله راغے اَؤ څۀ وخت چه ئے هغه وليدو نو سجده ئے ورته وکړه اَؤ سوال ئے وکړو. ۲۳اَؤ وئے وئيل، ”زما وړه لُور په مرګى حال ده. زَۀ درته دا سوال کوم چه تۀ راشه، هغے ته لاس وروړه، روغه ئے کړه اَؤ ژوند ئے بچ کړه.“ ۲۴عيسىٰ دَ هغۀ سره لاړو. ډير خلق ورسره ملګرى وُو، ګڼه لا هم دومره زياته وه چه په هغۀ به ټيل راتلو.

۲۵په هغوئ کښے يوه ښځه هم وه چه دَ دولسو کالو راسے ئے وينه بهيدله. ۲۶اَؤ سره دَ ډيرو طبيبانو دَ دارو درملو چه هغے پرے خپل هر څۀ سره خلاص کړى وُو خو هيڅ فرق ئے نۀ وو کړے اَؤ مرض ئے رو رو لا سيوا کيدو. ۲۷هغے دَ عيسىٰ په حقله دَ خلقو خبرے آؤريدلے وے، نو هغه دَ شا دَ طرفه په ګڼه کښے راغله اَؤ دَ هغۀ چُوغے له ئے لاس وروړو. ۲۸ځکه چه هغے په زړۀ کښے دا وئيل، ”که زَۀ ئے ايله چُوغے ته هم لاس وروړم نو زَۀ به روغه شم.“

۲۹هم په هغه ساعت دَ ښځے وينه بنده شوه اَؤ په ځان پوهه شوه چه دَ عذاب نه خلاصه شوه. ۳۰په هغه ساعت عيسىٰ هم په ځان پوهه شو چه دَ هغۀ نه يو طاقت راووتو. ګڼے ته ئے مخ راواړوو اَؤ تپوس ئے وکړو چه ”زما جامو ته چا لاس وروړو؟“ ۳۱دَ هغۀ مُريدانو هغۀ ته ووئيل، ”تۀ دا ګڼه په خپله وينے چه ستا طرف ته ټيل وهى، اَؤ بيا هم دا تپوس کوے چه دا ما له چا لاس راؤړو؟“

۳۲هغۀ ګير چاپيره وکتل چه وګورى چه دا څوک وو. ۳۳اَؤ هغه ښځه چه په ځان پوهه شوه چه په هغے څۀ شوى دى، دَ ويرے نه رپيده راغله، هغۀ ته ئے سجده وکړه، ټول حال ئے ورته ووئيلو. ۳۴هغۀ ورته ووئيل، ”زما لُورے! ته خپلے عقيدے جوړه کړے. ځه، سلامته اوسه اَؤ دَ دے عذابه خلاصه يئے.“

۳۵عيسىٰ لا دا خبرے کولے چه دَ عبادت خانے دَ مشر دَ کوره هغۀ له خبر راغے چه ستا لُور مړه شوله، اوس اُستاذ له تکليف څله ورکوے؟

۳۶خو عيسىٰ چه دا خبره واؤريده نو دَ عبادت خانے مشر ته ئے ووئيل، ”ويريږه مه، خو يقين کوه.“ ۳۷دَ دے نه پس هغۀ بغير دَ پطروس، يعقُوب اَؤ دَ يعقُوب ورور يوحنا نه بل څوک ځان سره بو نۀ تلل. ۳۸هغوئ دَ عبادت خانے دَ مشر کور ته ورغلل. هلته هغۀ ډير لوئے ماتم وليدلو چه په چغو چغو ئے ژړل اَؤ ځانُونه ئے وهل. ۳۹خو عيسىٰ دَ ننه ورغے اَؤ هغوئ ئے ته ووئيل، ”دا څۀ ژړا ګانے اَؤ وير ګډ دے؟ جينئ خو مړه نۀ ده، هغه خو اُوده ده.“

۴۰هغوئ ورپورے خندا وکړه. خو چه ټول خلق ئے بهر کړل نو هغۀ دَ جينئ پلار مور اَؤ خپل ملګرى دَ ځان سره کړل اَؤ هغه ځائے ته ورغلل چرته چه جينئ پرته وه. ۴۱بيا ئے دَ لاسه ونيوه اَؤ هغے ته ئے ووئيل، ”تليتا قومى،“ چه مطلب ئے دا دے، پاڅه زما بچئ!

۴۲جينئ سمدستى پاڅيده اَؤ روانه شوه. هغه دَ دولسو کالو وه. په دے خبره هغوئ ټول اريان دريان شول. ۴۳هغۀ هغوئ ته په کلکه ووئيل چه ”ګورئ په دے څوک خبر نۀ شى،“ اَؤ هغوئ ته ئے ووئيل چه ”هغے ته څۀ ورکړئ چه وخورى.“