دَ مرقوس په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے

دريم باب

دَ وچ لاسى سړى روغول

متى ۱۲ :  ۹ ـ ۱۴، لُوقا ۶ :  ۶ ـ ۱۱

۱په بله موقعه چه عيسىٰ عبادت خانے ته ننوتو نو په ګڼه کښے يو داسے سړے وو چه لاس ئے وچ شوے وو. ۲اَؤ هغوئ دا کتل چه عيسىٰ به دَ سبت په ورځ هغه جوړ کړى اَؤ که نه، ځکه چه هغوئ به دَ هغۀ خلاف اِلزام لګولو ته تيار ناست وُو. ۳هغۀ وچ لاسى سړى ته ووئيل چه ”راشه، په مينځ کښے ودريږه.“ ۴بيا ئے هغوئ ته مخ ورواړوو اَؤ وئے وئيل چه ”دَ سبت په ورځ ښۀ کول روا دى که بد کول، دَ چا بچ کول روا دى که وژل؟“

خو هغوئ چُپ پاتے شول. ۵دَ دوئ دَ سختو زړُونو په وجه ئے په غُصه اَؤ اَفسوس ټولو ته وکتل اَؤ هغه سړى ته ئے ووئيل چه ”خپل لاس وغزوه.“ هغۀ لاس وغزولو اَؤ جوړ شو. ۶خو فريسيان دَ عبادت خانے نه بهر لاړل، نو سمدستى دَ هيروديانو سره په دے سازش آخته شول چه هغه به څنګه وژنُو.

دَ درياب په غاړه ګڼ خلق

۷عيسىٰ دَ خپلو مُريدانو سره دَ درياب غاړے ته لاړو. ۸دَ ګليل، يهُودا، دَ بيتُ المُقدس، اِدُوميه اَؤ دَ شرق اُردن، دَ صور اَؤ صيدا دَ خوا اَؤ شا نه ډير خلق دَ هغۀ ليدو له ورغلل ځکه چه هغوئ دا آؤريدلى وُو هغه عجيبه کارُونه کوى. ۹نو هغۀ خپلو مُريدانو ته ووئيل چه ”ما دَ پاره يوه کشتئ تياره ساتئ چه دَ ګڼے دَ ټيل نه ځان بچ کړم.“ ۱۰هغۀ دومره ډير رنځُوران روغ کړى وُو چه هر قِسم خلق ورمات شول چه دَۀ له لاس وَروړى. ۱۱اَؤ چه پيريانو به دَئے وليدلو نو راپرے به وتل اَؤ چغے به ئے کړے چه ”تۀ دَ خُدائے زوئے يئے.“

۱۲خو هغۀ به ورته په کلکه ووئيل چه ”ما مه ښکاره کوئ.“

دَ عيسىٰ دولس رَسُولان

متى ۱۰ :  ۱ ـ ۴، لُوقا ۶ :  ۱۲ ـ ۱۶

۱۳بيا عيسىٰ يو غر ته لاړو اَؤ هغه سړى ئے راوُبلل کُوم ئے چه خوښ کړى وُو اَؤ هغوئ ورغلل. ۱۴هغۀ دولس تنه رسُولان مُقرر کړل، څوک چه به دَ هغۀ سره وى اَؤ بهر به دَ وعظ دَ پاره ليږلے شى، ۱۵اَؤ چه دَ پيريانو دَ ايستلو اِختيار به هم لرى.

۱۶نو هغۀ دولس تنه مُقرر کړل چه هغه دا دى، په شمعُون ئے پطروس نُوم کيښودلو، ۱۷بيا دَ زبدى زامن يعقُوب اَؤ دَ هغۀ ورور يوحنا راغلل چه په هغوئ ئے بوانر ګس يعنے دَ تندر زامن نُوم کيښودلو، ۱۸بيا اَندرياس، فيليپوس اَؤ برتلمائ اَؤ متى اَؤ توما اَؤ دَ حلفئ زوئے يعقُوب اَؤ تدى اَؤ شمعُون ننګيالے، ۱۹اَؤ يهوداه اسکريوتى هغه سړے چه په دَۀ يے مُخبرى وکړله.

عيسىٰ اَؤ بعلزبول

متى ۱۲ :  ۲۲ ـ ۳۲، لُوقا ۱۱ :  ۱۴ ـ ۲۳، ۱۲ :  ۱۰

۲۰عيسىٰ يو کورته ننوتو اَؤ يو ځل بيا دومره خلق پرے راټول شول چه دوئ ډوډئ قدرے هم نۀ شوه خوړلے. ۲۱هر کله چه دَ هغۀ خپلوانو دا واؤريدل نو هغوئ لاړل چه هغه تر لاسه کړى ځکه چه خلقو به وئيل چه ”هغه په خود کښے نۀ دے.“

۲۲کُوم دَ شرعے عالمان چه دَ بيتُ المُقدس نه راغلى وُو، هغوئ به هم وئيل چه دَ هغۀ سره بعلزبول دے اَؤ دَئے دَ پيريانو دَ شهزاده په مدد پيريان وباسى.

۲۳نو عيسىٰ هغوئ راوبلل اَؤ په مِثالُونو کښے ئے ورته ووئيل چه ”شيطان څنګه شيطان ويستلے شى؟ ۲۴که په يوه بادشاهئ کښے دَ ننه مُخالفت پيدا شى نو هغه بادشاهى پاتے کيدے نۀ شى. ۲۵که په يو کور کښے نفاق راشى نو هغه کور هم هيڅ کله پاتے کيدے نۀ شى. ۲۶اَؤ که چرے شيطان له ځان نه خلاف شى نو هغه هم بے اِتفاقه شى اَؤ پاتے کيدے نۀ شى اَؤ دا دَ هغۀ خاتمه ده.

۲۷خو هيڅوک هم دَ زوروَر په کور په زور ننوتے نۀ شى اَؤ دَ هغۀ سامان تالا کولے نۀ شى تر څو چه هغه زوروَر سړے ئے تړلے نۀ وى، بيا دَ هغۀ کور لُوټلے شى.

۲۸زَۀ تاسو ته دا رښتيا وايم چه يوه ګُناه اَؤ يو کُفر هم داسے نِشته چه هغه بخښلے کيدے نۀ شى. ۲۹خو هر څوک چه په رُوحُ القُدس باندے کُفر وائى هغه به هيڅ کله هم معافى ونۀ مُومى اَؤ هغه به دَ تل عُمرى ګُناه مُجرم وى.“ ۳۰هغۀ دا ځکه ووئيل چه هغوئ دا وئيل چه ”دے ناپاک رُوح نيولے دے.“

دَ عيسىٰ مور اَؤ ورُوڼه

متى ۱۲ :  ۴۶ ـ ۵۰، لُوقا ۸ :  ۱۹ ـ ۲۱

۳۱بيا دَ عيسىٰ مور اَؤ وروُڼه ورغلل اَؤ بهر ولاړ وُو اَؤ څوک ئے ورواستولو چه هغه دِ راوبلى. ۳۲ګڼ خلق ترے چاپيره ناست وُو اَؤ هغوئ ورته ووے چه ”ګوره، ستا مور اَؤ وروُڼه بهر ولاړ دى اَؤ ستا پوښتنه کوى.“

۳۳هغۀ جواب ورکړو چه ”زما مور اَؤ زما وروُڼه څوک دى؟“ ۳۴اَؤ هغه ګير چاپير ناستو خلقو ته ئے وکتل اَؤ وئے وئيل چه ”زما مور اَؤ ورُوڼه دا دى! ۳۵څوک چه دَ خُدائے په مرضئ ځى هغه زما ورور خور اَؤ مور ده.“