دَ مرقوس په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے

دويم باب

دَ يو شل سړى روغول

متى ۹ :  ۱ ـ ۸، لُوقا ۵ :  ۱۷ ـ ۲۶

۱څو ورځے پس چه عيسىٰ کفرنحوم ته واپس شو نو خلق خبر شول چه هغه په کور کښے دے. ۲اَؤ دومره خلق ورته راټول شول چه دَ دروازے نه بهر نۀ ځائيدل. اَؤ څۀ وخت چه هغۀ هغوئ ته پيغام آؤرولو، ۳نو يو شل سړے څلورو کسانو راپورته کړے وو اَؤ هغۀ ته ئے راؤړو. ۴خو دَ ګڼے له کبله ئے هغۀ ته نزدے نۀ کړے شُو، نو هغوئ دَ کوټے چت په هغه ځائے کښے سُورے کړو چرته چه عيسىٰ وو اَؤ په هغه سُورى کښے ئے هغه شل سړے په بانګئ کښے دَ هغۀ مخے ته ورښکته کړو. ۵کله چه عيسىٰ دَ هغوئ دا عقيده وليده نو هغه شل سړى ته ئے ووئيل، ”زما زويه! ستا ګُناهونه معاف شول.“

۶هلته په دغه موقعه يو څو دَ شرعے عالمان ناست وُو، هغوئ دَ ځان سره ووئيل چه ۷”دا سړے داسے خبرے ولے کوى؟ دا خو کُفر دے! دَ خُدائے نه بغير هم لا څوک دَ چا ګُناهُونه بخښلےشى څۀ؟“

۸سمدستى عيسىٰ پوهه شو چه دوئ په زړۀ کښے څۀ خيال کوى اَؤ هغوئ ته ئے ووئيل چه ”تاسو داسے خيالُونه په زړۀ کښے ولے راولئ؟ ۹آيا دا خبره آسانه ده چه زَۀ دے شل سړى ته ووايم چه ستا ګُناهُونه معاف شول، اَؤ که دا ووايم چه پاڅه خپل کټ واخله اَؤ روان شه؟ ۱۰خو ستاسو دَ پوهے دَ پاره چه اِبن آدم هم په مزکه باندے دَ ګُناهونو دَ معاف کولو اِختيار لرى،“ هغۀ شل سړى ته مخ راواړَولو اَؤ ورته ئے ووئيل، ۱۱”زَۀ تا ته وايم، پاڅه! خپل کټ واخله اَؤ کور ته لاړ شه.“

۱۲اَؤ هغه پاڅيدو، سمدستى ئے خپل کټ واخستو اَؤ دَ ټولو په مخکښے روان شو. دغه شان هغه ټول حيران پاتے شول اَؤ دَ خُدائے ثنا ئے ووئيله. هغوئ ووئيل چه ”داسے کار خو مُونږ چرے هم نۀ وو ليدلے.“

دَ محصولچى بلنه

متى ۹ :  ۹ ـ ۱۳، لُوقا ۵ :  ۲۷ ـ ۳۲

۱۳عيسىٰ يو ځل بيا دَ درياب غاړے ته لاړو، ګڼ خلق ورته راغلل اَؤ هغۀ هلته ورته تعليم ورکړو. ۱۴هر کله چه هغه تلو نو هغۀ دَ حلفئ زوئے ليوى دَ محصُول په څوکئ ناست وليدو اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”ما پسے راځۀ،“ ليوى پاڅيدو اَؤ ورپسے روان شو.

۱۵کله چه عيسىٰ دَ هغۀ په کور کښے ډوډئ ته ناست وو نو ډير ګُناه ګاران اَؤ محصُولچيان اَؤ دَ هغۀ مُريدان ورسره خوراک ته ناست وُو، نو ډير خلق ورپسے وُو. ۱۶ځنو فريسيانو اَؤ دَ شرعے عالمانو چه دا وليدل چه هغه دَ محصُولچيانو اَؤ ګُناه ګارانو په دے ډله کښے ناست دے، ورسره ډوډئ خورى، نو دَ هغۀ مُريدانو ته ئے ووئيل چه ”دَئے خو دَ محصُولچيانو اَؤ ګُناه ګارانو سره ډوډئ خورى!“

۱۷عيسىٰ دا خبره واؤريده اَؤ دوئ ته ئے ووئيل چه ”روغ ته دَ طبيب حاجت نشته خو رنځُور ته ئے شته. زَۀ دے ته نۀ يم راغلے چه صادِقان وبلم بلکه ګناهګاران.“

دَ روژے په باب کښے

متى ۹ :  ۱۴ ـ ۱۷، لُوقا ۵ :  ۳۳ ـ ۳۹

۱۸يو ځلے چه دَ يحيىٰ مُريدانو اَؤ دَ فريسيانو روژه وه نو ځنى خلق ورته راغلل اَؤ وئے وئيل چه ”څۀ وجه ده چه دَ يحيىٰ مُريدان اَؤ دَ فريسيانو مُريدان خو روژه نيسى، ولے ستا مُريدان ئے نۀ نيسى؟“

۱۹عيسىٰ هغوئ ته ووئيل، ”کله چه دَ وادۀ زلمے دَ جنجيانو سره وى نو هغوئ روژه نيولے شي څه؟ تر څو پورے چه دَ وادۀ زلمے دَ دوئ سره وى نو دوئ به روژه نۀ نيسى. ۲۰خو وخت به راشى چه دَ وادۀ زلمے به دَ دوئ نه بيل کړے شى اَؤ په هغه ورځ به دوئ روژه نيسى.

۲۱هيڅوک هم نوے پيوند په زړه چُوغه کښے نۀ لګوى، اَؤ که څوک داسے کوى نو پيوند به وشليږى اَؤ نوے به دَ زاړۀ نه لوئے سُورے کوى. ۲۲هيڅوک هم نوى شراب په زړو مشکُونو کښے نۀ اچوى. که څوک داسے کوى نو شراب به ئے مشکُونه وشلوى، شراب اَؤ مشکُونه دواړه به ضائع شى. خو نوى شراب په نوو مشکُونو کښے اچوى.“

دَ سبت په ورځ وږى شُو کول

متى ۱۲ :  ۱ ـ ۸، لُوقا ۶ :  ۱ ـ ۵

۲۳دَ يو سبت په ورځ چه عيسىٰ دَ فصل په يو پټى تيريدو نو په تلو تلو کښے دَ هغۀ مُريدانو وَږى وشُو کول. ۲۴فريسيانو هغۀ ته ووئيل چه ”وګوره! کُوم کار چه دَ سبت په ورځ منع دے، دوئ هغه ولے کوى؟“

۲۵هغۀ جواب ورکړو چه ”تاسو چرے دا لوستلى نۀ دى چه څۀ وخت داؤد اَؤ دَ هغۀ ملګرى وُږى شوى وُو ۲۶اَؤ دَ خوراک هيڅ ورسره نۀ وُو نو څۀ ئے وکړل؟ هغه دَ ابياتار دَ مشر کاهن په زمانه کښے دَ خُدائے کور ته ننوتو اَؤ دَ نذرانے ډوډئ ئے وخوړله، سره دَ دے چه بغير دَ کاهنانو نه بل هيچا ته هغه خوراک حلال نۀ دے اَؤ لا دا چه خپلو ملګرو ته ئے هم ورکړه.“

۲۷هغۀ ورته دا هم ووئيل چه ”سبت دَ بنى آدم دَ پاره جوړ شوے دے، نۀ چه بنى آدم دَ سبت دَ پاره. ۲۸ځکه اِبن آدم هم دَ سبت دَ ورځے مالِک دے.“