دَ مرقوس په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے

ديارلسم باب

دَ خُدائے دَ کور دَ بربادئ په باب کښے پيشن ګوئى

متى ۲۴ :  ۱ ـ ۲، لُوقا ۲۱ :  ۵ ـ ۶

۱څۀ وخت چه عيسىٰ دَ خُدائے دَ کور نه راوتو نو دَ هغۀ يو مُريد ورته ووئيل، ”ګوره اُستاذه! څومره لوئے ګاڼى دى! اَؤ څۀ ښکلى مکانُونه دى!“

۲عيسىٰ هغۀ ته ووئيل، ”تۀ دا لوئے لوئے مکانُونه وينے؟ په دے کښے به يوه ګټه هم دَ بلے دَ پاسه پاتے نۀ شى اَؤ ټولے به راونړولے شى.“

دَ تکليفُونو شروع

متى ۲۴ :  ۳ ـ ۱۴، لُوقا ۲۱ :  ۷ ـ ۱۹

۳اَؤ هر کله چه عيسىٰ دَ ښونانو په غرۀ دَ خُدائے کور ته مخامخ ناست وو نو پطروس، يعقُوب، يوحنا اَؤ اندرياس ترے نه جُدا تپوس وکړو، ۴”مُونږ ته ووايه چه دا کار به کله کيږى اَؤ دَ دے ټولو دَ پُوره کيدو نخښے نښانے به څۀ وى؟“ ۵عيسىٰ ووئيل چه ”پام کوئ چه څوک مو بے لارے نۀ کړى. ۶داسے به ډير راشى چه زما دَ نُوم دعوىٰ به کوى اَؤ وائى به چه زَۀ هغه يم، اَؤ ډير خلق به بے لارے کړى. ۷هر کله چه تاسو دَ لرے اَؤ نزدو جنګُونو خبر واؤرئ نو وار خطا کيږئ مه ځکه چه دا خبرے به ضرور پيښيږى خو آخر وخت به لا نۀ وى راغلے. ۸قومُونه به دَ قومُونو سره په جنګ وى، بادشاهئ به دَ بادشاهو سره، په ډيرو ځايُونو کښے به زلزلے اَؤ قحطُونه راځى ولے دا به دَ تکليفونو شروع وى.

۹خو تاسو ترے ځان بيدار ساتئ. تاسو به عدالتُونو ته حواله کيږئ، تاسو به په عبادت خانو کښے په کروړو وهلے شئ اَؤ تاسو به دَ حاکمانو اَؤ بادشاهانو دَ وړاندے پيش کولے کيږئ چه زما په باب دَ هغوئ په وړاندے اِقرار وکړئ. ۱۰خو دَ خاتمے نه وړاندے به زما دَ زيرى وعظ ټولو قومُونو ته وکړے شى. ۱۱نو هر کله چه تاسو ګرفتار شئ اؤ عدالت ته بوتلے شئ نو دَ اول نه دا سوچ مه کوئ چه تاسو به څۀ وايئ. خو هر کله چه وخت راشى نو هغه وخت چه څۀ دَ وينا دَ پاره درکړے شى هغه وايئ، ځکه چه دا به ستاسو خبرے نۀ وى بلکه ستاسو په ژبه رُوحُ القُدس ګويا وى. ۱۲ورور به دَ ورور دَ مرګ مُخبر شى اَؤ پلار دَ زوئے، بچى به دَ خپل مور پلار خلاف شى اَؤ هغوئ به وژنى. ۱۳ټول به زما دَ نُوم په سبب تاسو سره کينه لرى، خو کُوم سړے چه تر آخره صبر وکړى هغه به بچ شى.

لوئے مُصيبت

متى ۲۴ :  ۱۵ ـ ۲۸، لُوقا ۲۱ :  ۲۰ ـ ۲۴

۱۴هر کله چه تاسو ووينئ چه هغه ”برباد کوُونکى پليت شئے“ په هغه ځائے کښے ولاړ دے چرته چه نۀ دے پکار، نو لوستُونکى دِ پوهه شى. نو هغه څوک چه په يهوديه کښے وى هغوئ دِ غرُونو ته وتښتى. ۱۵که څوک سړے دَ چت دَ پاسه وى هغه دِ کله هم کور ته لاندے راکُوز نۀ شى چه څۀ ترے وباسى. ۱۶اَؤ که څوک په پټى کښے وى نو هغه دِ په خپله چُوغه پسے راونۀ ګرزى. ۱۷اَفسوس دے په هغه ښځو چه په هغو ورځو کښے اُميدوارے وى اَؤ په هغو چه بچو ته تى ورکوى. ۱۸دُعا کوئ چه دا په ژمى کښے پيښ نۀ شى. ۱۹ځکه چه دَ کله نه خُدائے پاک دا دُنيا پيدا کړے ده، داسے تنګسيا اَؤ بده ورځ لا تر اوسه نۀ خو راغلے ده اَؤ نۀ به چرے بيا راشى. ۲۰که چرے مالِک دغه دَ تکليف ورځے کمے کړے نۀ وئے نو هيڅ يو بشر به هم ژوندے نۀ وۀ پاتے، خو دَ خپلو غوره کړو دَ خاطره هغۀ دا ورځے کمے کړے.

۲۱بيا که چرے څوک تاسو ته دا ووائى چه ګورئ! مسيح دلته دے يا هلته دے، نو يقين پرے مه کوئ. ۲۲ولے چه داسے خلق به راځى چه ځان ته به مسيح اَؤ نبيان وائى خو وى به نه، اَؤ عجيبه کارُونه به ښکاره کوى، اَؤ که مُمکن وى نو غوره کړى خلق به وغلوى. ۲۳خو تاسو خبردار اوسئ، ما تاسو دَ اول نه په دے خبر کړئ.

دَ اِبن آدم راتلل

متى ۲۴ :  ۲۹ ـ ۳۱، لُوقا ۲۱ :  ۲۵ ـ ۲۸

۲۴خو په هغه ورځو کښے دَ دے تنګسيا نه پس به نمر تور شى اَؤ سپوږمئ به رڼا نۀ کوى. ۲۵ستورى به دَ آسمان نه راغورزيږى، دَ آسمان طاقتُونه به ولړزولے شى. ۲۶بيا به هغوئ ووينى چه اِبن آدم هغوئ په وريځو کښے په لوئے قُدرت اَؤ ډير شان اَؤ شوکت سره راځى. ۲۷اَؤ هغه به فرښتے واستوى اَؤ دَ آسمان دَ څلورو غاړو نه اؤ دَ دُنيا دَ آخرى حدُونو نه به خپل غوره کړى خلق راغُونډ کړى.

دَ اينځر دَ ونے سبق

متى ۲۴ :  ۳۲ ـ ۳۵، لُوقا ۲۱ :  ۲۹ ـ ۳۳

۲۸دَ اينځر دَ ونے نه سبق واخلئ. کله چه دَ هغے نرمے څانګے غوټئ ونيسى، پاڼے وکړى نو تاسو پوهه شئ چه اوړے په راتلو دے. ۲۹هم دغه شان چه تاسو دا ټولے علامے ووينئ نو تاسو پوهه شئ چه هغه نزدے دے اَؤ په دروازه کښے ولاړ دے. ۳۰زَۀ تاسو ته دا وايم چه دا موجُوده پيړئ به تيره نۀ شى تر څو چه دا ټولے خبرے ونۀ شى. ۳۱مزکه اَؤ آسمانونه به فنا شى خو زما کلام به هيچرے فنا نۀ شى.

نامعلُومه ورځ اَؤ ساعت

متى ۲۴ :  ۳۶ ـ ۴۴

۳۲خو دَ هغے ورځے اَؤ هغه ساعت پته هيچا ته نِشته، نۀ دَ آسمان فرښتو ته اَؤ نۀ زوئے ته، خو يواځے يو پلار پرے خبر دے. ۳۳خبردار شئ، ويښ اوسئ تاسو دَ دے نه خبر نۀ يئ چه هغه وخت به کله راځى. ۳۴دَ دے مِثال دَ هغه سړى دے چه دَ کوره لرے وى اَؤ څۀ وخت چه خپل کور نه تلو نو خپلو غُلامانو ته ئے اِختيار ورکړو چه هر يو دِ خپل کار کوى اَؤ څوکيدار ته ئے حُکم ورکړو چه بيدار اوسه. ۳۵نو بيا تاسو بيدار اوسئ ځکه چه تاسو په دے نۀ يئ خبر چه دَ کور مالِک کله راځى، ماښام که په نيمه شپه، په چرګ بانګ که سحر په خړه. ۳۶که چرے هغه ناڅاپه راشى نو چه هغه مو اُودۀ لاندے نۀ کړى. ۳۷اَؤ زَۀ چه څۀ تاسو ته وايم نو ټولو ته ئے وايم چه بيدار اوسئ.“