دَ مرقوس په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے

يوولسم باب

دَ فتحمندئ په طور په بيتُ المُقدس کښے داخليدل

متى ۲۱ :  ۱ ـ ۱۱، لُوقا ۱۹ :  ۲۸ ـ ۴۰، يوحنا ۱۲ :  ۱۲ ـ ۱۹

۱هغوئ چه بيتُ المُقدس ته رانزدے شول اَؤ چه بيتِ فګے اَؤ بيتِ عنياه ته دَ ښونانو غرۀ ته ورسيدل نو عيسىٰ خپل دوه مُريدان دَ دے هداياتو سره وليږل، ۲”دے مخامخ کلى ته ورشئ. سمدستى چه ورننوزئ نو تاسو به يو کُوچے تړلے ومُومئ چه تر اوسه پرے څوک سوارۀ شوى نۀ دى. هغه پرانزئ اَؤ دلته ئے راولئ. ۳که څوک درنه تپوس وکړى چه دا څۀ کوئ؟ نو ورته ووايئ چه زمُونږ دَ مالِک په کار دے اَؤ هغه به ئے سمدستى دلته بيرته راواستوى.“

۴هغوئ لاړل اَؤ دَ دروازے نه بهر ئے په کُوڅه کښے هغه کُوچے تړلے ومُوندلو. هغوئ هغه پرانستو، ۵اَؤ په ولاړو خلقو کښے ځنو ورته ووئيل چه ”دا څۀ کوئ چه دا کُوچے پرانزئ؟“

۶نو دوئ هغه جواب ورکړو چه عيسىٰ ورته وئيلى وُو، نو بيا ئے پريښودل چه بوئے ځى. ۷نو هغوئ عيسىٰ له کُوچے راوستو اَؤ خپلے جامے ئے پرے واچولے اَؤ هغه پرے سور شو. ۸اَؤ خلقو ورته په لارو کښے خپلے جامے وغوړولے اَؤ نورو دَ پټو نه څانګے پريکړلے اَؤ ورته ئے خورے کړلے. ۹اَؤ څومره خلق چه مخکښے تلل اَؤ هغه چه وروستو راتلل، هغوئ چغے ايستے، ”ثنا په هغه چا چه دَ رب په نُوم راځى! ۱۰زمُونږ دَ پلار داؤد راتلُونکے بادشاهى دِ مُبارک شى! په آسمان کښے هم ثنا!“

۱۱هغه بيتُ المُقدس ته راغے اَؤ دَ خُدائے کور ته ننوتو اَؤ ګير چا پير ئے وکتل، خو هر کله چه ماښام شو نو هغه دَ دولسو مُريدانو سره بيتِ عنياه ته لاړو.

دَ اينځر په ونے لعنت کول

متى ۲۱ :  ۱۸ ـ ۱۹

۱۲په بله ورځ چه هغوئ دَ بيتِ عنياه نه ووتل نو هغه وږے شو. ۱۳اَؤ دَ لرے نه ئے چه دَ اينځر يوه شنه ونه وليده نو هغه ورغے چه وګورى که هغه په کښے څۀ ومُومى. خو هر کله چه هغه هلته ورغے نو بے له پاڼو ئے په کښے هيڅ ونۀ موندل ځکه چه دا دَ اينځر موسم نۀ وو. ۱۴هغۀ ونے ته ووئيل چه ”بيا به هيڅوک هم هيڅ کله ستا نه ميوه ونۀ خورى.“ اَؤ دَ هغۀ مُريدانو دا آؤريدل.

دَ خدائے دَ کور پاکول

متى ۲۱ :  ۱۲ ـ ۱۷، لُوقا ۱۹ :  ۴۵ ـ ۴۸، يوحنا ۲ :  ۱۳ ـ ۲۲

۱۵بيا هغوئ بيتُ المُقدس ته راغلل. عيسىٰ دَ خُدائے کور ته لاړو اَؤ چا چه دَ خُدائے په کور کښے سوداګرى کوله دَ هغوئ په ويستو ئے ګوتے پورے کړے، هغۀ دَ صرافانو تختے نسکورے کړے اَؤ دَ کونترو خرڅوُونکو دُونکاچے ئے هم واړَولے. ۱۶اَؤ دَ خُدائے دَ کور په غولى کښے ئے دَ څيزُونو وړل راوړل نۀ پريښودل. ۱۷نو بيا ئے هغوئ ته تعليم ورکول شروع کړو اَؤ وئے وئيل، ”آيا صحيفے دا نۀ وائى چه، ”زما کور به دَ ټولو قومُونو دَ پاره دَ دُعا کور بللے شى؟“ خو تاسو ترے دَ ډاکوانو غار جوړ کړے دے.“

۱۸مشرانو کاهنانو اَؤ دَ شرعے عالمانو چه دا واؤريدل نو کوشش ئے کاوو چه هغه په څۀ چل هلاک کړى خو هغوئ ويريدل ځکه چه ټول خلق دَ هغۀ تعليم په تعجب آخستى وُو.

دَ اينځر دَ وچے شوے ونے سبق

متى ۲۱ :  ۲۰ ـ ۲۲

۱۹اَؤ چه ماښام شو نو عيسىٰ دَ ښار نه بهر ووتو. ۲۰بله ورځ سحر وختى چه هغوئ په لاره تيريدل نو هغوئ وليدل چه هغه دَ اينځر ونه له بيخ نه وچه شوے ده. ۲۱اَؤ پطروس هغه خبره راياده کړه څۀ چه تيره شوے وه اَؤ هغۀ ته ئے ووئيل، ”اُستاذه! ګوره دَ اينځر کُومے ونے ته چه تا لعنت کړے وو هغه وچه شوے ده.“

۲۲عيسىٰ ورته جواب ورکړو چه ”په خُدائے ايمان لرئ. ۲۳زَۀ تاسو ته دا وايم چه که څوک دے غر ته ووائى چه دَ خپله ځايه پورته شه اَؤ په درياب کښے وغورزيږه، اَؤ په زړۀ کښے ئے شک نۀ وى اَؤ ايمان لرى، نو هر څۀ چه وائى هغه به دَ هغۀ دَ پاره وشى. ۲۴ځکه زَۀ تاسو ته وايم چه دَ هر څۀ دَ پاره چه تاسو دُعا يا سوال کوئ نو په دے يقين ولرئ چه دا تاسو حاصل کړو، نو ستاسو به شى. ۲۵اَؤ هر کله چه تاسو دُعا ته ودريږئ نو که ستاسو په زړۀ کښے دَ چا خلاف خبرے وى، نو هغه معاف کړئ، دَ دے دَ پاره چه ستاسو آسمانى پلار ستاسو قصُورونه هم معاف کړى. ۲۶خو که چرے تاسو نور خلق نۀ معاف کوئ نو ستاسو آسمانى پلار به هم ستاسو کړى ګُناهُونه معاف نۀ کړى.“

دَ عيسىٰ دَ اِختيار په حقله سوال

متى ۲۱ :  ۲۳ ـ ۲۷، لُوقا ۲۰ :  ۱ ـ ۸

۲۷هغوئ يو ځل بيا بيتُ المُقدس ته راغلل اَؤ کله چه دَ خُدائے په کور کښے ګرزيدو نو مشران کاهنان، دَ شرعے عالمان اَؤ اولسى مشران ورته راغلل، ۲۸اَؤ وئے وئيل، ”دا چه تۀ څۀ کوے، دا په کُوم اِختيار کوے؟ چا تا له دا اِختيار درکړو چه تۀ داسے وکړه؟“

۲۹عيسىٰ هغوئ ته ووئيل، ”زَۀ هم له ستاسو نه يو تپوس کوم اَؤ که تاسو ئے ما له جواب راکړئ نو زَۀ به هم تاسو ته دا وښايم چه په کُوم اِختيار زَۀ دا کارُونه کوم. ۳۰دَ يحيىٰ دَ بپتسمه ورکولو اِختيار دَ خُدائے دَ طرفه وو که دَ بنى آدمو نه؟ جواب راکړئ!“

۳۱په دے سوال هغوئ په خپلو کښے په بحث شول چه ”مُونږ څۀ ووايُو؟ که مُونږ دا وايُو چه له خُدايه، نو هغه به ووائى، نو تاسو بيا ولے په هغۀ يقين ونۀ کړو؟ ۳۲اَؤ که دا وايُو چه له اِنسان نه،“ نو بيا دوئ دَ خلقو نه ويريدل ځکه چه دَ ټولو خلقو دا يقين وو چه يحيىٰ نبى وو. ۳۳نو دوئ جواب ورکړلو چه ”مُونږ هيڅ خبر نۀ يُو.“

اَؤ عيسىٰ هغوئ ته ووئيل چه ”بيا به زَۀ هم تاسو ته دا ونۀ وايم چه په کُوم اِختيار زَۀ دا کارُونه کوم.“