دَ مرقوس په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے

لسم باب

دَ طلاق په باب کښے تعليم

متى ۱۹ :  ۱ ـ ۱۲، لُوقا ۱۶ :  ۱۸

۱دَ هغه ځائے نه چه عيسىٰ روان شو نو دَ يهوديه اَؤ اُردن دَ سيند پورے غاړے ته راغے اَؤ هر کله چه ډير خلق بيا ترے راچاپير شول نو دَ دستور په مُطابق هغۀ بيا ورته تعليم شروع کړو.

۲نو فريسيان ورغلل اَؤ ترے دَ آزميښت په طور ئے دا تپوس وکړو، ”آيا يو سړى له دا روا دى چه خپله ښځه طلاقه کړى؟“ ۳هغۀ په جواب کښے تپوس وکړو چه ”مُوسىٰ تاسو ته څۀ حُکم کړے وو؟“

۴هغوئ جواب ورکړو چه ”مُوسىٰ سړى ته دا اِجازت ورکړے دے چه طلاق نامه دِ وليکى اَؤ ښځه دِ پريږدى.“

۵عيسىٰ هغوئ ته ووئيل چه ”دا حُکم هغۀ ستاسو دَ زړۀ دَ سختوالى په وجه وليکو. ۶خو دَ دُنيا دَ پيدائښت نه خُدائے دوئ ”نر اَؤ ښځه پيدا کړل.“ ۷”په دے وجه به سړے خپل مور پلار پريږدى اَؤ دَ خپلے ښځے سره به يو ځائے شى. ۸اَؤ دواړه به يو وجُود شى“ اَؤ پس له هغے به دوئ يو وجُود وى اَؤ بيلتون به په کښے نۀ وى. ۹هر څۀ چه خُدائے يو کړى وى بنى آدم دِ ئے نۀ جُدا کوى.“

۱۰اَؤ بيا چه دوى کورته ننوتل نو مُريدانو ترے په دے حقله تپوس وکړو. ۱۱هغۀ هغوئ ته ووئيل، ”هر څوک چه خپله ښځه طلاقه کړى اَؤ بله وادۀ کړى نو هغه دَ اولنئ ښځے خلاف زِنا کوى. ۱۲اَؤ دغه شان که يوه ښځه خاوند طلاق کړى اَؤ بل ميړۀ وکړى نو هغه زِنا کوى.“

وړُوکو ماشومانو له برکت ورکول

متى ۱۹ :  ۱۳ ـ ۱۵، لُوقا ۱۸ :  ۱۵ ـ ۱۷

۱۳بيا خلقو دَ دے دَ پاره عيسىٰ له ماشُومان راوستل چه لاس پرے کيږدى خو مُريدانو هغوئ ورټل. ۱۴ولے عيسىٰ چه دا وليدل نو خفه شو اَؤ هغوئ ته ئے ووئيل چه ”دا ماشُومان ما ته راپريږدئ چه راشى، دوئ مه منع کوئ ځکه چه دَ خُدائے بادشاهى دَ دغسے خلقو ده. ۱۵زَۀ تاسو ته دا وايم چه هر څوک چه دَ خُدائے بادشاهى دَ ماشُوم په شان قبُوله نۀ کړى هغه به په کښے هيڅ کله ورداخل نۀ شى.“ ۱۶بيا ئے دَ هغوئ نه لاسُونه راچاپيره کړل اَؤ خپل لاسُونه ئے پرے کيښودل اَؤ برکت ئے ورکړو.

دولتمند سړے

متى ۱۹ :  ۱۶ ـ ۳۰، لُوقا ۱۸ :  ۱۸ ـ ۳۰

۱۷عيسىٰ بيا په سفر روانيدو چه يو سړى رادَؤ کړو اَؤ دَ هغۀ دَ وړاندے په زنګنُونو شو اَؤ تپوس ئے وکړو، ”اَئے نيکه اُستاذه! زَۀ دَ تل ژوندُون وارث کيدو دَ پاره څۀ وکړم.“

۱۸عيسىٰ هغۀ ته ووئيل، ”تۀ ما ته نيک ولے وايئے؟ دَ خُدائے نه بغير بل هيڅوک نيک نِشته. ۱۹تا ته دا حکمونه معلُوم دى چه ”قتل مه کوه، زِنا مه کوه، غلا مه کوه، دَ دروغو ګواهى مه کوه، ټګى مه کوه اَؤ دَ خپل مور اَؤ پلار عزت کوه.““

۲۰خو هغۀ جواب ورکړو، ”اُستاذه! ما دَ هلکوالى راسے په دے هر څۀ عمل کړے دے.“

۲۱بيا عيسىٰ هغۀ ته نيغ وکتل، په هغۀ ئے مينه راغله اَؤ وئے وئيل چه ”په تا کښے دَ يو څيز کمے دے، لاړ شه اَؤ څۀ چه درسره دى هغه خرڅ کړه اَؤ په خوارانو ئے وويشه، نو ستا خزانه به په آسمان کښے جوړه شى اَؤ بيا راځه په ما پسے شه.“ ۲۲په دے خبره هغه غمژن شو اَؤ په مات زړۀ لاړو ځکه چه ډير مالدار سړے وو.

۲۳عيسىٰ ګير چاپير خپلو مُريدانو ته وکتل اَؤ ورته ئے ووئيل، ”دولت مند به څومره په ګرانه دَ خُدائے په بادشاهئ کښے داخليږى!“

۲۴هغوئ دَ هغۀ په دے خبره حق حيران شول خو عيسىٰ په تاکيد سره ووئيل، ”بچو! دا څومره ګرانه خبره ده چه دَ خُدائے بادشاهئ ته څوک ورداخل شى. ۲۵دَ يو دولتمند سړى دَ خُدائے په بادشاهئ کښے دَ داخليدو نه دَ يو اُوښ دَ ستنے له سُوم نه تيريدل آسان دى.“

۲۶هغوئ دَ مخکښے نه هم زيات حيران شول اَؤ يو بل ته ئے ووئيل، ”نو بيا به څوک خلاصے ومُومى؟“

۲۷عيسىٰ هغوئ ته وکتل اَؤ وئے وئيل، ”دَ اِنسان دَ پاره دا نامُمکنه ده خو دَ خُدائے دَ پاره نه، ځکه چه خُدائے هر څۀ کولے شى.“

۲۸بيا پطروس وئيل شروع کړل، ”مُونږ هر څۀ پريښى دى اَؤ تا پسے روان شوى يُو.“

۲۹عيسىٰ ورته ووئيل، ”زَۀ تاسو ته دا وايم چه داسے هيڅوک نِشته چه زما اَؤ دَ زيرى دَ خاطره ئے کور، ورُوڼه، خويندے، مور پلار، اولاد يا مزکه پريښى وى، ۳۰چه هغوئ ته به په دے جهان کښے يو په سل اَجر ورنۀ کړے شى، کورُونه، وروُڼه، خويندے، ميندے، اولاد اَؤ مزکه اَؤ ورسره ربړيدل اَؤ په راتلُونکى جهان کښے دَ تل ژوندون. ۳۱خو ډير چه وړُومبى دى هغه به ورستى شى اَؤ ورستى به وړُومبى شى.“

په دريم ځل دَ عيسىٰ دَ خپل مرګ اَؤ دَ بيا ژوندى کيدو په باب کښے پيشن ګوئى

متى ۲۰ :  ۱۷ ـ ۱۹، لُوقا ۱۸ :  ۳۱ ـ ۳۴

۳۲دوئ دَ بيتُ المُقدس په لار روان وُو اَؤ عيسىٰ ترے وړاندے وو اَؤ مُريدان هيبت آخستى وُو اَؤ څوک چه ورپسے روان وُو هغوئ ويريدل. هغۀ هغه دولس مُريدان ډډے ته کړل اَؤ ورته ئے ووئيل چه هغۀ ته څۀ پيښيدُونکى دى. ۳۳هغۀ ورته ووئيل، ”مُونږ اوس بيتُ المُقدس ته ځُو اَؤ اِبن آدم به مشرانو کاهنانو اَؤ دَ شرعے عالمانو ته حواله کړے شى. هغوئ به پرے دَ قتل حُکم وکړى اَؤ غير قومُونو ته به ئے وسپارى. ۳۴په هغۀ پورے به ملنډے وکړے شى اَؤ تُوکاڼى به پرے وتُوکلے شى، په کروړو به ووهلے شى اَؤ قتل به ئے کړى، خو درے ورځے پس به هغه بيا ژوندے پاڅى.“

دَ يوحنا اَؤ يعقُوب عرض

متى ۲۰ :  ۲۰ ـ ۲۸

۳۵دَ زبدى زامن يعقُوب اَؤ يوحنا ورغلل اَؤ ورته ئے ووئيل، ”اُستاذه! تۀ زمُونږ سره يوه مهربانى وکړه.“

۳۶هغۀ ورته ووئيل چه ”تاسو زما نه څۀ غواړئ؟“

۳۷هغوئ جواب ورکړو، ”مُونږ ته دا اِجازت راکړه چه مُونږ هم ستا په لوئى کښے تا سره، يو ستا ښى لاس ته اَؤ بل ګس لاس ته يو ځائے کښينو“

۳۸عيسىٰ هغوئ ته ووئيل، ”تاسو چه څۀ غواړئ په هغے نۀ پوهيږئ. کُومه دَ مصيبت پيالئ چه زَۀ څښم، آيا هغه تاسو څښلے شئ؟ يا هغه بپتسمه آخستلے شئ چه پرے زما بپتسمه کيږى؟“

۳۹هغوئ جواب ورکړو، چه ”هو، مُونږ ئے کولے شُو.“

عيسىٰ ورته ووئيل چه ”کُومه پياله چه زَۀ څښم، تاسو به ئے وڅښئ، اَؤ په کُومه بپتسمه چه به زما بپتسمه کيږى، په هغے به ستاسو بپتسمه هم کيږى. ۴۰خو دا اِختيار زما نۀ دے چه څوک دِ زما ښى يا ګس لاس ته کښينى، دا دَ هغه چا دَ پاره دے څوک چه دَ مخکښے نه په دے مُقرر شوى دى.“

۴۱هر کله چه نورو لسو دا واؤريدل نو هغوئ دَ يعقُوب اَؤ يوحنا نه خفه شول. ۴۲عيسىٰ هغوئ ځان ته راوبلل اَؤ ورته ئے ووئيل، ”تاسو خبر يئ چه منلى شوى بادشاهان په خپل رعيت حکُومت کوى اَؤ اميران ئے پرے خپل اِختيار ښئى. ۴۳خو ستاسو دَ پاره داسے نۀ دى. په تاسو کښے چه څوک مشرى غواړى هغه دِ ستاسو خدمتګار شى. ۴۴اَؤ څوک چه په تاسو کښے اَول کيدل غواړى هغه دِ دَ ټولو غُلام شى. ۴۵ځکه چه اِبن آدم هم دَ دے دَ پاره نۀ دے راغلے چه خدمت واخلى بلکه دَ دے دَ پاره راغلے دے چه دَئے دَ نورو خدمت وکړى اَؤ چه خپل ژوندُون دَ ډيرو په بدل کښے په فديه ورکړى.“

دَ ړُوند برتيمائ بينا کول

متى ۲۰ :  ۲۹ ـ ۳۴، لُوقا ۱۸ :  ۳۵ ـ ۴۳

۴۶هغوئ يريحو ته راغلل اَؤ عيسىٰ دَ ښاريئے نه وتو اَؤ ګڼ خلق اَؤ مُريدان ورسره وُو، نو دَ تميائ زوئے برتيمائ څوک چه يو ړُوند فقير وو دَ لارے په غاړه ناست وو. ۴۷چه په دے خبر شو چه دا عيسىٰ ناصرى دے نو هغۀ چغے کړے، ”اَئے عيسىٰ دَ داؤد زويه! په ما رحم وکړه!“

۴۸ډيرو خلقو ورته ووئيل چه ”چپ شه،“ خو هغۀ چغے نورے هم زياتے کړے، ”اَئے دَ داؤد زويه! په ما رحم وکړه!“

۴۹عيسىٰ ودريدلو اَؤ وے وئيل، ”دَئے راوبلئ.“

نو هغوئ هغه ړُوند سړے راوبللو اَؤ ورته ئے ووئيل، ”پاڅۀ! زړۀ ور شه، هغه دِ غواړى.“

۵۰په دے هغۀ خپله چُوغه وغورزوله، سمدستى پورته شو اَؤ عيسىٰ ته راغے. ۵۱عيسىٰ هغۀ ته ووئيل، ”زَۀ ستا څۀ خدمت وکړم؟“

هغه سړى جواب ورکړو، ”اُستاذه! زَۀ بينا کيدل غواړم.“

۵۲عيسىٰ هغۀ ته ووئيل، ”ځه! خپل ايمان تۀ جوړ کړلے،“

نو سمدستى هغه بينا شو اَؤ په هغۀ پسے روان شو.