|
|
|
دَ مرقوس په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرےاول بابدَ يحيىٰ بپتسمه ورکوُونکى اِعلان(متى ۳ : ۱ ـ ۱۲، لُوقا ۳ : ۱ ـ ۱۸، يوحنا ۱ : ۱۹ ـ ۲۸)۱دا دَ خُدائے دَ زوئے عيسىٰ مسيح دَ زيرى شروع ده، ”ګوره! دا زما پيغمبر دے چه زَۀ ئے دَ تا نه وړاندے ليږم اَؤ دَئے به ستا دَ پاره لار تياروى. ۳په بيابان کښے دَ نعرے وهُونکى آواز راغے چه دَ مالِک لار تياره کړئ اَؤ دَ هغۀ سړکُونه نيغ کړئ.“ ۴اَؤ دغه شان په بيابان کښے بپتسمه ورکوُونکے يحيىٰ راغے اَؤ اِعلان ئے وکړو چه ”توبه وکړئ اَؤ بپتسمه واخلئ اَؤ خُدائے به ستاسو ګُناهونه وبخښى.“ ۶يحيىٰ دَ اُوښ دَ وړئ چُوغه اغوستے وه اَؤ دَ څرمنے پيټئ ئے دَ ملا نه تاؤ کړے وه اَؤ هغۀ به ملخان اَؤ ځنګلى ګبين خوړلو. دَ عيسىٰ بپتسمه اَؤ آزميښت(متى ۳ : ۱۳ ـ ۴ : ۱۱، لُوقا ۳ : ۲۱ ـ ۲۲، ۴ : ۱ ـ ۱۳)۹هم په هغه ورځو کښے داسے وشول چه دَ ګليل دَ ناصرت نه عيسىٰ راغے اَؤ دَ اُردن دَ سيند په غاړه ئے دَ يحيىٰ نه بپتسمه واخسته. ۱۲سمدستى رُوحُ القُدس هغه بيابان ته واستوو. دَ عيسىٰ مسيح دَ ماهيانو څلور ښکاريان بلل(متى ۴ : ۱۲ ـ ۲۲، لُوقا ۴ : ۱۴ ـ ۱۵، ۵ : ۱ ـ ۱۱)۱۴هر کله چه يحيىٰ ونيولے شو نو عيسىٰ ګليل ته راغے اَؤ دَ خُدائے دَ زيرى وعظ ئے کولو چه ۱۶عيسىٰ دَ ګليل درياب په غاړه روان وو چه هغۀ شمعُون اَؤ دَ هغۀ ورور اَندرياس وليدل چه دَ درياب په غاړه ئے جال اچولو ځکه چه هغوئ دَ ماهيانو ښکاريان وُو. ۱۹کله چه عيسىٰ وړاندے لاړلو نو هغۀ دَ زبدى زامن، يعقُوب اَؤ دَ هغۀ ورور يوحنا وليدل چه په کشتئ کښے ناست وُو اَؤ جالُونه ئے مُرمت کول. دَ ناپاک رُوح نيولے سړے(لُوقا ۴ : ۳۱ ـ ۳۷)۲۱دوئ کفرنحوم ته راغلل اَؤ دَ سبت يعنے خالى په ورځ عيسىٰ عبادت خانے ته لاړو اَؤ هلته ئے تعليم ورکول شروع کړل. ۲۳په دغه وخت په عبادت خانه کښے يو سړے وو چه ناپاک رُوح نيولے وو. هغۀ چغے کړے، ۲۵عيسىٰ هغه ورټلو اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”چپ شه اَؤ دَ دَۀ نه راوزه.“ ۲۶اَؤ ناپاک رُوح هغه سړے ډير په عذاب کړو اَؤ په چغه ترے نه راووتو. ۲۸دا خبره ډيره زر مشهُوره شوه اَؤ دَ ګليل په علاقه کښے دَ هغۀ آوازه خوره شوه. دَ ډيرو خلقو جوړول(متى ۸ : ۱۴ ـ ۱۷، لُوقا ۴ : ۳۸ ـ ۴۱)۲۹دَ عبادت خانے نه په راوتو هغوئ نيغ دَ شمعُون اَؤ اندرياس کره لاړل اَؤ يعقُوب اَؤ يوحنا هم ورسره ملګرى وُو. ۳۲هغه ماښام دَ نمر دَ پريوتو نه پس هغوئ ټول رنځُوران اَؤ پيريانو نيولى خلق عيسىٰ ته راوستل. په کلو کښے په ګرزيدو وعظ کول(لُوقا ۴ : ۴۲ ـ ۴۴)۳۵سحر وختى دَ نمر ختو نه وړاندے عيسىٰ پاڅيدو اَؤ بهر لاړو. هغه ځان له يو خوشى ځائے ته لاړو اَؤ هلته ئے دُعا کوله. ۳۸هغۀ جواب ورکړو چه ”راځئ چه نزدے کلو ته لاړ شُو چه زَۀ هلته هم خپل پيغام واؤروم ځکه چه زَۀ هم په دغه غرض راوتلے يم.“ ۳۹نو هغه په ټول ګليل کښے وګرزيدلو، په عبادت خانو کښے ئے کلام آؤروو اَؤ پيريان ئے ويستل. دَ يو جُذامى پاکول(متى ۸ : ۱ ـ ۴، لُوقا ۵ : ۱۲ ـ ۱۶)۴۰عيسىٰ ته يو جُذامى راغے، دَ هغۀ په پښو پريوتو، خواست ئے ترے وکړو چه ”که ته غواړے نو ما پاکولے شے.“ ۴۱دَ عيسىٰ زړۀ په هغۀ وسوزيدلو، خپل لاس ئے وراُوږد کړلو، مسح ئے کړو اَؤ وئے وئيل چه ”بے شکه زَۀ غواړم، پاک شه.“ ۴۵خو هغه سړے بهر لاړو اَؤ دَ دے قصے نه ئے ټول خلق خبر کړل. دا خبره ئے تر لرے لرے خوره کړه تر دے چه عيسىٰ به يو ښار ته هم په ښکاره نۀ شو تلے اَؤ بهر به په خوشو ځايُونو کښے پاتے کيدو. خو بيا به هم خلق دَ هر لورى نه هغۀ ته راتلل. |
|