دَ لُوقا په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے

نهم باب

دَ دولسو رسُولانو ليږل

متى ۱۰ :  ۵ ـ ۱۵، مرقوس ۶ :  ۷ ـ ۱۳

۱عيسىٰ بيا هغه دولس تنه راوبلل اَؤ هغوئ له ئے اِختيار ورکړو چه پيريان وباسى اَؤ رنځُونه روغوى. ۲اَؤ هغوئ ئے دَ خُدائے دَ بادشاهئ دَ وعظ کولو اَؤ دَ رنځُورانو دَ روغولو دَ پاره واستول. ۳اَؤ هغوئ ته ئے ووئيل چه ”دَ ځان سره هيڅ مه آخلئ، نۀ لښته، نه بټوے، نۀ ډوډئ اَؤ نۀ پيسے اَؤ نۀ به دَ ځان سره بل کميس وړئ. ۴اَؤ هر کله چه تاسو يو کور ته ورشئ نو په هغه کښے پاتے شئ اَؤ هم دَ هغه ځائے نه رُخصت شئ. ۵اَؤ کُوم خلق چه تاسو قبُول نۀ کړى نو هر کله چه تاسو دَ هغوئ ښار پريږدئ نو دَ خپلو پښو نه دُوړے وڅنډئ چه په هغوئ ګواهى شى.“ ۶نو هغوئ روان شول، کلى په کلى ګرزيدل اَؤ په هر ځائے کښے ئے دغه زيرے خور کړو اَؤ رنځُوران ئے روغ کړل.

دَ هيروديس پريشانى

متى ۱۴ :  ۱ ـ ۱۲، مرقوس ۶ :  ۱۴ ـ ۲۹

۷والى هيرديس هم دَ دے ټول هر څۀ نه خبر شو اَؤ په هيڅ بُود بے بُود ئے نۀ رسيدو ځکه چه ځنو به وئيل چه يحيىٰ له مړو نه بيا ژوندے شوے دے. ۸اَؤ نورو به وئيل چه اِلياس راپيدا شوے دے اَؤ نورو به وئيل چه دَ زاړو پيغمبرانو نه يو بيا راژوندے شوے دے. ۹هيروديس ووئيل چه ”دَ يحيىٰ سر ما په خپله پريکړے دے خو دا لا څوک دے چه دا دومره خبرے ئے کيږى؟“ اَؤ هغه دَ عيسىٰ ليدو ته ليوا له وو.

پنځو زرو خلقو ته خوراک ورکول

متى ۱۴ :  ۱۳ ـ ۲۱، مرقوس ۶‏ :  ۳۰ ـ ۴۴، يوحنا ۶ :  ۱ ـ ۱۴

۱۰هر کله چه رسُولان بيرته راغلل نو عيسىٰ ته ئے خپله کار ګُزارى تيره کړه اَؤ هغۀ هغوئ دَ ځان سره روان کړل اَؤ بيتِ صيدا نومے ښاريئے ته ځان له لاړل. ۱۱خو خلق خبر شول اَؤ ورپسے لاړل. هغۀ خلقو ته هر کلے ووے اَؤ هغوئ ته ئے دَ خُدائے دَ بادشاهئ په حقله خبرے وکړے اَؤ څوک چه دَ علاج حاجتمند وُو، هغوئ ئے روغ کړل.

۱۲کله چه ماښام شو نو هغه دولس تنه هغۀ له راغلل اَؤ ورته ئے ووئيل، ”دا خلق رُخصت کړه چه خوا اَؤ شا کلو اَؤ بانډو ته لاړ شى اَؤ ځان ته دَ شپے تيرولو اَؤ خوراک غور وکړى ځکه چه مُونږ دلته په خوشى بيابان کښے يُو.“ ۱۳عيسىٰ جواب ورکړو چه ”دوئ ته له ځانه څۀ ورکړئ چه وخورى.“ نو هغوئ ووئيل چه ”مُونږ سره خو صرف پنځه ډوډئ اَؤ دوه کبان دى، نور هيڅ نِشته، تر څو چه مُونږ په خپله لاړ نۀ شُو اَؤ دَ دوى دَ پاره دَ خوراک څښاک څيزُونه وانۀ خلُو.“ ۱۴دا خوا اَؤ شا پينځۀ زره سړى وُو. هغۀ خپلو مُريدانو ته ووئيل چه ”دوئ دَ پنځوسو پنځوسو په قطارُونو کښے کښينوئ.“ ۱۵هغوئ داسے وکړل اَؤ ټول ئے کښينول. ۱۶بيا عيسىٰ هغه پنځه ډوډئ اَؤ دوه کبان واخستل اَؤ آسمان ته ئے پورته وکتل، په هغے ئے شکر وُويستو، ماتے ئے کړے اَؤ مُريدانو له ئے ورکړے چه په خلقو ئے وويشى. ۱۷هغوئ ټولو ښۀ په مړه ګيډه ډوډئ وخوړه اَؤ کله چه پاتے شوے ټُکړے راجمع کړے شوے نو دولس شکرئ ترے ډکے شوے.

دَ عيسىٰ په باره کښے دَ پطروس اِقرار

متى ۱۶ :  ۱۳ ـ ۱۹، مرقوس ۸ :  ۲۷ ـ ۲۹

۱۸يوه ورځ چه عيسىٰ يواځے دُعا کوله اَؤ دَ هغۀ مُريدان هم حاضر وُو نو هغۀ دَ هغوئ نه تپوس وکړو چه ”خلق څۀ وائى چه زَۀ څوک يم؟“

۱۹هغوئ جواب ورکړو، ”څوک خو وائى چه بپتسمه ورکُوونکے يحيىٰ دے، نور دِ اِلياس ګڼى اَؤ ځنے دا وائى چه دَ پخوانو نبيانو نه څوک بيا ژوندے شوے دے.“ ۲۰نو هغۀ ورته ووئيل چه ”تاسو څۀ وايئ چه زَۀ څوک يم؟“ پطروس جواب ورکړو، ”دَ خُدائے مسيح.“

دَ عيسىٰ دَ خپل مرګ اَؤ بيا ژوندے کيدلو په باره کښے پيشن ګوئى

متى ۱۶ :  ۲۰ ـ ۲۸، مرقوس۸ :  ۳۰ ـ ۹ :  ۱

۲۱بيا عيسىٰ هغوئ په کلکه منع کړل چه ”دا حال به ګورے چا ته نۀ وايئ.“ ۲۲اَؤ هغۀ ووئيل چه ”اِبن آدم به خامخا ډيرے سختئ زغمى چه مشران، کاهنان اَؤ دَ شرعے عالمان به ئے رد کوى، چه قتل کړے شى اَؤ بيا به په دريمه ورځ ژوندے پاڅولے شى.“ ۲۳اَؤ هغۀ ټولو ته ووئيل، ”که څوک زما مُريدى خوښوى نو هغه دِ خپل خواهشات شاته وغورزوى اَؤ هره ورځ دِ هغه خپله سولئ پورته کوى اَؤ په ما پسے دِ راځى. ۲۴څوک چه خپل ژوندُون بچ کول غواړى هغه به ورک شى، خو چه کوم سړے زما دَ خاطره ځان ورکول غواړى هغه به بچ شى. ۲۵که بنى آدم دا ټوله دُنيا دَ خپل ځان په بدل حاصله کړى نو څۀ به ومُومى؟ ۲۶ځکه چه هر هغه څوک چه په ما يا زما په کلام وشرميږى نو اِبن آدم به دَ هغۀ نه وشرميږى، هر کله چه هغه په خپله اَؤ دَ خپل پلار اَؤ دَ پاکو فرښتو دَ شان و شوکت سره راشى. ۲۷اَؤ زَۀ تاسو ته دا وايم چه دلته ځنے داسے کسان ولاړ دى چه هغوئ به مرګ تر هغے ونۀ وينى تر څو ئے چه دَ خُدائے بادشاهى ليدلے نۀ وى.“

دَ عيسىٰ شکل بدليدل

متى ۱۷ :  ۱ ـ ۸، مرقوس ۹ :  ۲ ـ ۸

۲۸دَ دے خبرو نه اَتۀ ورځے پس هغۀ پطروس، يوحنا اَؤ يعقُوب دَ ځان سره کړل اَؤ دَ دُعا دَ پاره غرۀ ته لاړل. ۲۹هر کله چه هغۀ دُعا کوله نو دَ هغۀ شکل بدل شو اَؤ جامے ئے سپينے وځليدلے. ۳۰اَؤ وګورئ دوه سړى ورسره په خبرو وُو چه دا اِلياس اَؤ مُوسىٰ وُو ۳۱چه هغوئ په جلال کښے ښکاره شول اَؤ دَ هغۀ دَ مرګ په حقله ئے خبرے وکړے چه هغه په بيتُ المُقدس کښے پُوره کيدُونکے وے. ۳۲په دے وخت کښے پطروس اَؤ دَ هغۀ ملګرى په ښۀ خوب ورغلى وُو، خو هر کله چه هغوئ بيدار شُو نو هغوئ دَ دَۀ شان وليدو اَؤ ورسره ئے هغه دوه سړى هم په څنګ کښے ولاړ وليدل. ۳۳اَؤ کله چه هغوئ دَ عيسىٰ نه جُدا کيدل نو پطروس هغۀ ته ووئيل، ”مالِکه! زمُونږ دَ پاره دلته پاتے کيدل ښۀ دى! نو مُونږ به درے کوټګئ، يوه ستا دَ پاره، يوه دَ مُوسىٰ اَؤ يوه دَ اِلياس دَ پاره جوړے کړُو.“ خو هغۀ چه څۀ وئيل په هغے نۀ پوهيدو.

۳۴دا خبرے لا دَ هغۀ په شُونډو وے چه په دے کښے يوه وريځ راغله اَؤ په دوئ سورے شو. هغوئ چه په وريځ کښے راګير شول نو ويرے واخستل. ۳۵اَؤ دَ دے وريځے نه يو آواز راغے، ”دا زما زوئے دے، زما غوره کړے. دَۀ ته غوږ ونيسئ!“ ۳۶هر کله چه آواز وشو نو عيسىٰ ئے يواځے وليدو. نو مُريدان غلى پاتے شول اَؤ هر څۀ چه ئے ليدلى وُو، په هغه وخت کښے ئے هيچا ته هم حال ونۀ وے.

يو دَ پيريانو نيولے هلک روغول

متى ۱۷ :  ۱۴ ـ ۱۸، مرقوس ۹ :  ۱۴ ـ ۲۷

۳۷بله ورځ چه هغوئ دَ غرۀ نه راکُوز شول نو ډيره لويه ګڼه ورته راټوله شوه. ۳۸په ګنه کښے ناڅاپى يو سړى چغه کړه، ”اُستاذه! زارى درته کوم چه زما په يکى يو زوى نظر وکړه! ۳۹وخت په وخت ئے رُوح نيسى، چغے ترے وباسى، تاؤ راتاؤ ئے کړى اَؤ وئے غورزوى اَؤ په خُلے ئے ځګُونه رامات کړى اَؤ چه بد بد ئے ژوبل کړى نو ايله ترے لاړ شى! ۴۰ما ستا مُريدانو ته خواست وکړو چه ترے ئے وباسئ خو هغوئ پاتے راغلل.“ ۴۱عيسىٰ جواب ورکړو، ”اَئے بد راه اَؤ بے ايمانه پيړئ! زَۀ به تر څو تاسو سره يم اَؤ ستاسو ناکړدے به زغمم؟ خپل زوئے دلته راوله.“ ۴۲خو دَ راوستو نه مخکښے ناپاک رُوح هغه ماشُوم راوپرزوو اَؤ تاؤ راتاؤ ئے کړو. عيسىٰ ناپاک رُوح ورټلو، هلک ئے روغ کړو اَؤ پلار ته ئے بيرته حواله کړو. ۴۳اَؤ هغوئ دَ خُدائے په لوئى اَؤ شان ويرے واخستل.

دَ عيسىٰ په دويم ځل دَ خپل مرګ په حقله پيشن ګوئى

متى ۱۷ :  ۲۲ ـ ۲۳، مرقوس ۹ :  ۳۰ ـ ۳۲

ټول خلق دَ دَۀ په دے ټولو کارُونو حيران شول اَؤ عيسىٰ په دے حال کښے خپلو مُريدانو ته ووئيل، ۴۴”زَۀ چه اوس څۀ وئيل غواړم په هغه خبرو غور وکړئ ځکه چه دا ستاسو دَ پاره دى! اِبن آدم به دَ بنى آدمو په واک کښے ورکړے شى.“ ۴۵خو هغوئ دَ هغۀ په دے وينا پوهه نۀ شول ځکه چه دَ دے مطلب دَ هغوئ نه پټ وو دَ دے دَ پاره چه هغوئ په دے ونه رسى اَؤ هغوئ په دے حقله دَ هغۀ نه دَ تپوس کولو نه هم ويريدل.

دَ ټولو نه لوئے څوک دے؟

متى ۱۸ :  ۱ ـ ۵، مرقوس ۹ :  ۳۳ ـ ۳۸

۴۶دَ هغوئ په مينځ کښے تکرار وشو چه په دوئ کښے څوک لوئے دے. ۴۷عيسىٰ په دے پوهه وو چه دَ دوئ په زړُونو کښے څۀ تيريږى نو هغۀ يو ماشُوم دَ لاسه ونيولو اَؤ په خپله خوا کښے ئے ودرولو ۴۸اَؤ وے وئيل، ”هغه څوک چه زما په نُوم دا ماشُوم قبول کړى هغه ما قبلوى، اَؤ هغه څوک چه ما قبلوى هغه هغه څوک قبلوى چه زَۀ ئے را آستولے يم. ځکه چه په تاسو ټولو کښے ورکوټے په تاسو ټولو کښے لوئے دے.“

هغه څوک چه ستا مُخالف نۀ دے، ستا طرفدار دے

مرقوس ۹ :  ۳۸ ـ ۴۰

۴۹يوحنا ووئيل، ”مالِکه! مُونږ يو سړے وليدو چه ستا په نُوم ئے پيريان ايستل خو چه هغه زمُونږ نه نۀ وو نو له دے کبله مُونږ دَ هغۀ دَ منع کولو کوشِش وکړو.“ ۵۰عيسىٰ هغۀ ته ووئيل، ”هغه مه منع کوئ ځکه چه کُوم سړے چه ستاسو مُخالف نۀ دے، هغه ستاسو طرفدار دے.“

دَ سامريه دَ يو کلى دَ عيسىٰ دَ قبلولو نه اِنکار

۵۱هر کله چه هغه وخت رانزدے شو چه عيسىٰ پاس آسمان ته بوتلُونکے وو نو هغۀ بيتُ المُقدس ته په پخه اِراده مخه وکړه. ۵۲اَؤ دَ ځان نه ئے وړاندے اَستازى واستول. هغوئ لاړل اَؤ دَ سامريه يو کلى ته ورغلل چه دَ هغۀ دَ پاره تيارى وکړى. ۵۳خو دَ کلى خلقو هغه قبُول نۀ کړو چه دَ هغۀ مخه دَ بيتُ المُقدس په لور وه. ۵۴هر کله چه دَ هغۀ مُريدانو يعقُوب اَؤ يوحنا دا وليدل نو وئے وئيل، ”مالکه! مُونږ دَ آسمان نه دَ دے کلى دَ سوزولو دَ پاره اور وغواړُو څۀ؟“

۵۵خو هغۀ ورته مخ ور واړَوو اَؤ وئے رټل. ۵۶نو بيا هغوئ بل کلى ته لاړل.

دَ عيسىٰ دَ مُريدان کيدلو امکان

متى ۸ :  ۱۹ ـ ۲۲

۵۷کله چه هغوئ په لاره روان وُو نو يو سړى هغۀ ته ووئيل، ”تۀ چه هر چرته ځے، زَۀ به درپسے يم.“

۵۸عيسىٰ جواب ورکړو، ”دَ لُومبړو غارُونه شته اَؤ دَ مارغانو جالے، خو دَ اِبن آدم دومره قدرِ ځائے هم نِشته چه خپل سر پرے ولګوى.“

۵۹بل چا ته هغۀ ووئيل، ”په ما پسے راځه.“

خو سړى جواب ورکړو، ”ما ته اِجازت راکړه چه اول خپل پلار ښخ کړم.“

۶۰خو عيسىٰ ورته ووئيل، ”مړى پريږدئ چه مړى ښخوى خو تۀ خامخا لاړ شه اَؤ دَ خُدائے دَ بادشاهئ زيرے خور کړه.“

۶۱اَؤ بيا يو بل ووئيل، ”مالِکه! زَۀ به درپسے يم خو دومره اِجازت راکړه چه دَ خپل کور دَ خلقو نه رُخصت واخلم.“

۶۲عيسىٰ هغۀ ته ووئيل، ”کُوم سړے چه دَ يوى په مُوټئ لاس کيږدى اَؤ بيا شاته ګورى هغه دَ خُدائے دَ بادشاهئ لائق نۀ دے.“