دَ لُوقا په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے

اَتم باب

دَ يو څو ښځو دَ عيسىٰ سره ملګرتيا

۱دَ دے نه پس عيسىٰ ښار په ښار اَؤ کلى په کلى ګرزيدو، وعظ ئے کاوو اَؤ دَ خُدائے دَ بادشاهئ زيرے ئے آؤرولو. اَؤ دَ هغۀ سره هغه دولس تنه وُو، ۲اَؤ يو څو ښځے وے څوک چه دَ پيريانو نه خلاصے کړے اَؤ دَ رنحُونو نه جوړے کړے شوے وے :  مريم چه دَ مګدلينى په نُوم بللے کيږى دَ چا نه چه اُووۀ پيريان پاڅولے شوى وُو، ۳اَؤ يوانه دَ هيروديس دَ خُوزه نومے ناظر ښځه اَؤ سُوسناه اَؤ نورے ډيرے ښځے چه په خپل مال ئے دَ هغوئ خدمت کاوو.

دَ کروندے مِثال

متى ۱۳ :  ۱ ـ ۹، مرقوس ۴ :  ۱ ـ ۹

۴اَؤ ډير خلق دَ يو بل ښار نه عيسىٰ ته راجمع کيدل اَؤ هغۀ په دے مِثال کښے خبرے وکړلے ۵”چه يو زميندار دَ تُخم کرلو دَ پاره ووتو اَؤ دَ کروندے تُخم څۀ دَ لارے په غاړه پريوتو چه هغه خور وور شو اَؤ مرغو وخوړو. ۶څۀ تُخم په ګټه پريوتو اَؤ څۀ وخت پس زرغون شو اَؤ وُچ شو ځکه چه دَ نم کمے وو. ۷اَؤ څۀ تُخم په اغزو کښے پريوتو اَؤ اغزى لوئ شول اَؤ هغه ئے لاندے کړو. ۸اَؤ څۀ تُخم په ښه مزکه پريوتو اَؤ راوټُوکيدو اَؤ يو په سل بار ئے وکړو.“

هر کله چه عيسىٰ دا ووئيل نو آواز ئے وکړو، ”که چرے تاسو دَ آؤريدو غوږوُنه لرئ نو واؤرئ!“

دَ مِثالونو مطلب

۹دَ هغۀ مُريدانو تپوس ترے وکړو چه دَ دے مِثال مطلب څۀ وو؟ ۱۰نو هغۀ ووئيل چه ”دا مِثال ځکه درکړے شو چه دَ خُدائے دَ بادشاهئ په رازُونو پوهه شئ خو دَ نورو دَ پاره دا تش مِثال دے چه ”هغوئ وګورى خو هيڅ ونۀ وينى، واؤرئ خو هيڅ پرے پوهه نۀ شى.“

دَ کروندے دَ مِثال تشريح

متى ۱۳ :  ۱۸ ـ ۲۳، مرقوس ۴ :  ۱۳ ـ ۲۰

۱۱دَ دے مِثال مطلب دا دے چه تُخم دَ خُدائے کلام دے. ۱۲اَؤ دَ لارے په غاړه هغه څوک دى چه څوک دا آؤرى خو وروستو اِبليس راشى اَؤ هغه کلام دَ هغوئ دَ زړۀ نه يوسى، هسے نه چه ايمان راؤړى اَؤ خلاصُون بيا مُومى. ۱۳په ګټه دَ کرلى شوى تُخم مِثال دَ هغه چا دے چه هر کله چه کلام واؤرى په خوشحالئ ئے قبُول کړى خو جرړے ئے نۀ وى اَؤ دَ لږ وخت دَ پاره پرے ايمان راؤړى نو دَ آزميښت په وخت کښے وتښتى. ۱۴اَؤ په اغزو کښے دَ پريوتلى تُخم مِثال دَ هغه چا دے چه وائے ورى خو نوره وده ئے دَ دولت اَؤ سودا اَؤ دَ ژوند دَ خوشحالو په وجه ونيولے شى اَؤ ميوه ئے نۀ پخيږى. ۱۵خو دَ ښے مزکے مِثال دَ هغه چا دے څوک چه په ښۀ اَؤ پاک زړۀ سره کلام واؤرى اَؤ پرے مضبوط شى اَؤ په دے دَ صبر ميوه راؤړى.

دَ لوښى دَ لاندے ډيوه

مرقوس ۴ :  ۲۱ ـ ۲۵

۱۶داسے هيڅوک نِشته چه ډيوه بله کړى اَؤ بيا ئے دَ لوښى دَ لاندے پټه کړى اَؤ يا ئے دَ کټ لاندے کيږدى بلکه هغه ئے په ډيوټ ږدى چه دَ ننه راتلُونکى ئے رڼا ووينى. ۱۷داسے هيڅ څيز پټ نِشته چه ښکاره به نۀ شى اَؤ داسے هيڅ څيز په پړده کښے نِشته چه څرګند به نۀ شى.

۱۸خو خبردار شئ چه تاسو څنګه آؤرئ ځکه چه دَ چا سړى سره چه څۀ وى هغۀ له به زيات ورکړے شى اَؤ دَ چا سړى سره چه څۀ نۀ وى نو دَ هغۀ نه به چه څۀ ورسره وى هغه به هم ترے واخستے شى.“

دَ عيسىٰ مور اَؤ ورُوڼه

متى ۱۲ :  ۴۶ ـ ۵۰، مرقوس ۳ :  ۳۱ ـ ۳۵

۱۹دَ عيسىٰ مور اَؤ ورُوڼه راغلل خو دَ ګڼے له کبله هغۀ ته ور ونۀ رسيدل. ۲۰چا هغۀ ته ووئيل چه ”ستا مور اَؤ ورُوڼه بهر ولاړ دى اَؤ تا ليدل غواړى.“

۲۱هغۀ جواب ورکړو، ”زما مور اَؤ زما ورُوڼه هغه څوک دى چه دَ خُدائے کلام آؤرى اَؤ عمل پرے کوى.“

دَ طوفان قلارول

متى ۸ :  ۲۳ ـ ۲۷، مرقوس ۴ :  ۳۵ ـ ۴۱

۲۲يوه ورځ عيسىٰ دَ خپلو مُريدانو سره کِشتئ ته وختلو اَؤ ورته ئے ووئيل، ”راځئ چه دَ درياب بلے غاړے ته پورے وزُو.“ نو هغوئ روان شول. ۲۳اَؤ کله چه هغوئ په کِشتئ کښے روان وُو، نو دَ هغۀ سترګے ورغلے. په درياب کښے يو زبردست طوفان راغے، کِشتئ چپو واخسته اَؤ هغوئ په سخته خطره کښے ګير وُو. ۲۴هغوئ هغۀ له ورغلل اَؤ په دے چغو ئے رابيدار کړو، ”مالکه! مالکه! مُونږ غرقيږُو!“

عيسىٰ بيدار شو اَؤ سيلئ اَؤ دَ اوبو طوفان ئے ورټلو. طوفان ودريدلو اَؤ قلاره قلارى شوه. ۲۵هغۀ تپوس وکړو، ”ستاسو ايمان چرته دے؟“ هغوئ په ويره اَؤ حيرانتيا يو بل ته ووئيل، ”دا څوک دے چه بادُونو اَؤ چپو ته حُکم ورکوى اَؤ هغوئ ئے منى؟“

په ګِراسينيانو کښے دَ ډيرو پيريانو نيولى سړى روغول

متى ۸ :  ۲۸ ـ ۳۴، مرقوس ۵ :  ۱ ـ ۲۰

۲۶دغه شان عيسىٰ دَ خپلو مُريدانو سره دَ ګِراسينيانو وطن ته ورسيدلو کُوم چه دَ ګليل په بله غاړه وو. ۲۷چه عيسىٰ وُچے ته کُوز شو نو هلته ئے يو سړے وليدو چه پيريانو نيولے وو اَؤ دَ ډير وخت نه ئے نۀ خو جامے آغوستے وے اَؤ نۀ ئے کور ليدلے وو خو په مقبره کښے ډيره وو. ۲۸کله چه هغۀ عيسىٰ وليدلو نو چغے ئے کړے اَؤ دَ هغۀ په پښو پريوتو اَؤ دا نعرے ئے وهلے، ”اَئے دَ الاعلىٰ زويه عيسىٰ! تۀ زما نه څۀ غواړے؟ زَۀ درته زارى کوم چه ما مه په عذابوه!“ ۲۹ځکه چه عيسىٰ پيريانو ته حُکم کړے وو چه دغه سړى نه راوزئ. ډير ځله ئے هغه نيولے وو اَؤ دَ حفاظت دَ کبله به په زنځيرونو کښے وتړلے شو اَؤ زولنئ به ورواچولے شوے خو هر وار به هغۀ ځان خلاص کړو اَؤ پيريانو به هغه بيابان ته بوتلو. ۳۰عيسىٰ دَ هغۀ نه پتوس وکړو، ”نُوم دِ څۀ دے؟“

هغۀ ووئيل چه ”لښکر.“ دا ځکه چه هغه ډيرو پيريانو نيولے وو. ۳۱هغوئ ډيره زارى ورته وکړه چه دا حُکم مه راکوه چه تاترين ته ولويږئ.

۳۲هلته نزدے دَ خنزيرانو يوه لويه رمه وه چه په غرۀ کښے څريده اَؤ پيريانو خواست ورته وکړو چه ”مُونږ پريږده چه په دوئ کښے ورننوزو.“ هغۀ هغوئ ته اِجازت ورکړو. ۳۳پيريان دَ سړى نه ووتل اَؤ په خزيرانو کښے ورننوتل اَؤ ټوله رمه دَ کمر نه کښته په دؤ شوه اَؤ په درياب کښے غرقه شوه.

۳۴شپُونکو چه دا وليدل نو وتښتيدل. هغوئ ښاريو اَؤ بانډو ته دا خبر ورسولو. ۳۵اَؤ خلق دَ دے تماشے دَ پاره بهر راووتل. کله چه هغوئ عيسىٰ له راغلل اَؤ هغه پيريانو نيولے سړے ئے جک جوړ وليدو چه جامے ئے آغوستے سم دم دَ عيسىٰ په پښو کښے ناست وۀ نو هغوئ ويريدل. ۳۶کُومو خلقو چه دا کار ليدلے وو هغوئ نورو ته حال ووے چه دا پيريانو نيولے سړے څنګه جوړ شو. ۳۷نو دَ ګِراسينيانو دَ وطن ټولو خلقو عيسىٰ ته خواست وکړو چه دَ دے ځائے نه لاړ شه ځکه چه هغوئ ډير ويرے آخستى وُو. نو هغه کِشتئ ته وختلو اَؤ واپس لاړو. ۳۸دَ کُوم سړى نه چه پيريان پاڅيدلى وُو هغۀ دا اِجازت وغوښتو چه دَ هغۀ ملګرے شى. خو عيسىٰ هغه رُخصت کړو اَؤ ورته ئے ووئيل چه ۳۹”ځه، کورته واپس لاړ شه اَؤ هغوئ ته هغهٔ هر څۀ بيان کړه چه خُدائے ستا دَ پاره کړى دى.“ هغه سړے په ښار کښے هر پلو وګرزيدلو اَؤ عيسىٰ چه دَ هغۀ دَ پاره څۀ کړى وُو هغه ئے خلقو ته بيان کړل.

دَ يائير لُور اَؤ هغه ښځه روغول چه دَ عيسىٰ چُوغے له ئے لاس وروړے وو

متى ۹ :  ۱۸ ـ ۲۶، مرقوس ۵ :  ۲۱ ـ ۴۳

۴۰هر کله چه عيسىٰ بيرته راستُون شو نو خلقو ورته هر کلے ووے ځکه چه هغوئ ټول ورته په اِنتظار وُو. ۴۱بيا ګوره يائير نومے يو سړے راغے اَؤ هغه دَ يوے عبادت خانے مشر وو. هغه دَ عيسىٰ په پښو پريوتو اَؤ زارى ئے ورته وکړه چه ”ما سره لاړ شه. ۴۲ځکه چه زما دَ دولسو کالو يکى يوه لُور ده چه مرګى حاله پرته ده.“

کله چه عيسىٰ تلو نو دَ خلقو دَ ګڼے له کبله ورته تلل ګران وُو. ۴۳په هغوئ کښے يوه ښځه وه چه دَ دولسو کالو راسے ئے وينه بهيدله اَؤ هيچا ئے علاج نۀ شو کولے. ۴۴هغه دَ شا نه راغله اَؤ دَ هغۀ دَ چُوغے لمنے له ئے لاس وروړو اَؤ سمدستى ئے وينه ودريده.

۴۵عيسىٰ ووئيل، ”دا څوک ده چه ما ته ئے لاس راؤړو؟“

ټول مُنکر شول اَؤ پطروس اَؤ دَ هغۀ ملګرو ووئيل، ”مالِکه! ګڼه درباندے راټوله ده اَؤ خلق درته راجُختيږى.“

۴۶خو عيسىٰ ووئيل چه ”چا خو ما ته لاس راوړے دے ځکه چه زَۀ پوهه شوم چه له ما نه يو قُوت بهر وتلے دے.“ ۴۷بيا ښځه پوهه شوه چه هغه پيژندلے شوے ده، نو په لړزيدو راغله اَؤ دَ هغۀ په پښو کښے پريوته اَؤ دَ ټولو خلقو په وړاندے ئے دَ دے اِقرار وکړو چه هغے ولے هغۀ له لاس وروړو اَؤ څنګه هغه سمدستى جوړه شوه. ۴۸هغۀ هغے ته ووئيل چه ”زما لُورے! تۀ خپل يقين جوړه کړے، په خير لاړه شه.“

۴۹عيسىٰ لا دا خبرے کولے چه دَ عبادت خانے دَ مشر دَ کوره يو سړے راغے اَؤ دا خبر ئے راوړو چه ”ستا لُور مړه ده اَؤ اُستاذ له نور تکليف مه ورکوه.“

۵۰خو عيسىٰ چه دا واؤريدل نو هغۀ ته ئے ووئيل چه ”ويريږه مه! تش ايمان لره اَؤ هغه به بچ شى.“

۵۱کور ته په رسيدو هغۀ دَ پطروس، يوحنا، يعقُوب اَؤ دَ جينئ دَ مور پلار نه علاوه نور ټول خلق کور ته دَ ننوتلو نه منع کړل. ۵۲هغو ټولو دَ هغے جينئ دَ پاره ژړا انګولا کوله. هغۀ ووئيل چه ”نور مه ژاړئ، هغه مړه نۀ ده، هغه خو اُوده ده!“

۵۳اَؤ هغوئ ورپورے خندا جوړه کړه ځکه چه ښۀ خبر وُو چه هغه مړه ده. ۵۴خو عيسىٰ هغه دَ لاسه ونيوه اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”پاڅۀ زما بچئ!“ ۵۵دَ هغے رُوح بيرته راغے، هغه سمدستى پاڅيده اَؤ هغۀ هغوئ ته ووئيل چه هغے ته خوړلو له څۀ ورکړئ. ۵۶دَ هغے مور پلار حق حيران شول خو هغۀ هغوئ ته حُکم ورکړو چه ”هر څۀ چه شوى دى دَ دے حال چاته مه وايئ.“