دَ لُوقا په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے

اُووم باب

دَ صوبه دار دَ نوکر روغول

متى ۸ :  ۵ ـ ۱۳

۱هر کله چه ئے ټولے خبرے خلقو ته خلاصے کړلے نو عيسىٰ کفرنحُوم ته لاړو. ۲هلته دَ يو صوبه دار يو معتبر نوکر وو اَؤ هغه په مالِک ډير ګران وو. نوکر مرګى حال ناجوړه وو. ۳هر کله چه هغۀ دَ عيسىٰ په حقله واؤريدل نو هغۀ يو څو يهُوديان مشران ورواستول اَؤ سوال ئے ورته وکړو چه هغه راشى اَؤ دَ هغۀ دَ نوکر ژوند بچ کړى. ۴هغوئ عيسىٰ ته راغلل اَؤ ډير په ښه طريقه ئے ورته عرض وړاندے کړو اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”هغه ستا دَ مهربانئ حقدار دے، ۵ځکه چه هغه زمونږ دَ خلقو خوږمن دے اَؤ هغۀ زمُونږ دَ پاره عبادت خانه ودانه کړے ده.“ ۶عيسىٰ دَ هغوئ سره لاړو. نو چه هغه کور ته نزدے شو نو صوبه دار يو څو دوستان په دے غرض ورواستول چه ”مالِکه! نور تکليف مه کوه ځکه چه زما دَ کور چت دَ دے جوګه نۀ دے چه تۀ ورلاندے راشے. ۷ځکه خو زَۀ په خپله تاسو ته حاضر نۀ شوم. خو تۀ دَ خُلے نه يو ټکے ووايه نو زما نوکر به جوړ شى. ۸ځکه چه زَۀ پوهيږم چه زَۀ په خپله دَ بل دَ حُکم دَ لاندے يم. کله چه زما سپاهيان زما دَ حُکم دَ لاندے دى اَؤ چه زَۀ يو ته ووايم چه لاړ شه، نو هغه ځى اَؤ بل ته چه ووايم چه دے خوا راشه، نو هغه راځى اَؤ خپل نوکر ته چه ووايم چه داسے وکړه، نو هغه ئے کوى.“

۹کله چه عيسىٰ دا واؤريدل نو هغه حيران شو، دَ هغه سړى ئے ډير تعريف وکړو اَؤ کُوم خلق چه ورپسے روان وُو هغوئ ته ئے مخ راواړَوو اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”زَۀ تاسو ته وايم چه ما عن په اِسرائيلو کښے هم داسے ايمان نۀ وو ليدلے!“

۱۰اَؤ قاصِدان چه کور ته واپس راغلل نو هغوئ هغه نوکر روغ رمټ وليدو.

دَ نائن دَ کونډے ښځے زوئے ژوندے کول

۱۱پس له هغے عيسىٰ نائن نومے ښاريئے ته لاړو. دَ هغۀ سره خپل مُريدان اَؤ نور ګڼ خلق ملګرى وُو. ۱۲کله چه هغه دَ ښاريئے دروازے ته ورسيدو نو يوه جنازه ئے وليده. دغه مړے دَ يوے ګُونډے يو زوئے وو اَؤ دَ دے سره دَ ښاريئے ګڼ خلق وُو. ۱۳هر کله چه مالِک هغه وليده نو زړۀ ئے پرے وسوزيدلو اَؤ وئے وئيل، ”بس نوره ژړا مه کوه.“ ۱۴دَ دے سره هغه وروړاندے شو اَؤ په جنازه ئے لاس کيښودلو اَؤ جنازه وړُونکى ودريدل. بيا هغۀ ووئيل چه ”پورته شه زلميه!“ ۱۵هغه مړے کښيناستو اَؤ خبرے ئے وکړلے اَؤ عيسىٰ هغه خپلے مور ته بيا حواله کړو.

۱۶په هغه ټولو حاضرينو باندے يوه زبردسته ويره خوره شوه اَؤ هغوئ ټولو دَ خُدائے ثنا ووئيله اَؤ وئے وئيل چه ”په مُونږ کښے يو لوئے نبى راپورته شوے دے اَؤ خُدائے پاک په خپلو خلقو دَ مهربانئ نظر کړے دے.“ ۱۷عيسىٰ چه څۀ کړى وُو هغه قيصه دَ يهُوديه په ټوله علاقه اَؤ خوا اَؤ شا کښے خوره شوه.

دَ يحيىٰ اَستازى

متى ۱۱ :  ۲ ـ ۱۹

۱۸دَ يحيىٰ مُريدانو هغه په دے هر څۀ خبر کړو. ۱۹هغۀ خپل دوه مُريدان راوغوښتل اَؤ مالِک ته ئے واستول چه تپوس وکړى چه ”آيا تۀ هغه راتلُونکے يئے يا دا چه مُونږ دَ بل چا اِنتظار ورکړُو؟“

۲۰هغه اَستازى عيسىٰ له لاړل اَؤ ورته ئے ووئيل، ”بپتسمه ورکوُونکى يحيىٰ مُونږ تا ته راليږلى يُو چه تپوس وکړو چه تۀ هغه راتلُونکے يئے که مُونږ دَ بل چا اِنتظار وکړُو؟“

۲۱بيا هم په هغه ساعت عيسىٰ ډير خلق دَ رنځُونو نه روغ کړل، طاعون اَؤ بد رُوحونه ئے لرے کړل اَؤ ډيرو ړاندو له ئے بينائى ورکړه. ۲۲بيا هغۀ هغه اَستازو ته جواب ورکړو چه ”لاړ شئ اَؤ هر څۀ چه تاسو وليدل اَؤ واؤريدل په هغے يحيىٰ خبر کړئ اَؤ دا چه څنګه ړاندۀ بينا کيږى، شل ګرزى، جُذاميان پاکيږى، کاڼۀ آؤرى، مړى بيا ژوندى کيږى اَؤ غريبان ښه زيرے آؤرى. ۲۳اَؤ بختور دے هغه څوک چه په ما شک نۀ کوى!“

۲۴هر کله چه دَ يحيىٰ اَستازى رُخصت شول نو عيسىٰ دَ هغۀ په حقله خلقو ته ووئيل چه ”تاسو دَ څۀ ليدلو دَ پاره بيابان ته تلى وئ؟ يوه لوخه چه باد خوزوله څۀ؟ ۲۵نو بيا تاسو دَ څۀ په ليدو پسے بهر وتى وئ؟ يو سړے چه ريښمينے جامے ئے آغوستے وے؟ يقينًا چه ښکلى جامے اَؤ دَ عيش څيزُونه تاسو په محلُونو کښے مُوندلے شئ! ۲۶نو بيا تاسو دَ څۀ په ليدو پسے وتى وئ؟ يو نبى ليدو له؟ هو، دَ نبى نه هم څۀ ډير لوئے. ۲۷دا هغه سړے دے چه دَ چا په حقله چه صحيفے وائى چه ”ګورئ زَۀ خپل پيغمبر ستا دَ وړاندے ليږم چه ستا دَ پاره ستا نه وړاندے لاره جوړه کړى.“ ۲۸زَۀ تاسو ته وايم چه دَ يحيىٰ نه بل مور راوړے لوئے نِشته خو بيا هم دَ خُدائے په بادشاهئ کښے دَ ټولو نه وړوکے دَ هغۀ نه لوئے دے.“

۲۹اَؤ هم چه هغو ټولو خلقو چه دَ هغۀ خبرے واؤريدے نو سره دَ محصُولچيانو ئے خُدائے رښتينے وګڼلو ځکه چه يحيىٰ په بپتسمے ئے بپتسمه آخستے وه. ۳۰خو بے دَ فريسيانو اَؤ دَ شرعے دَ عالمانو نه چا چه دَ هغۀ دَ بپتسمے نه اِنکار کړے وو اَؤ دَ ځان دَ پاره ئے دَ خُدائے دَ حُکم نه مخ اَړولے وو.

۳۱”دَ دے پيړئ دَ خلقو مِثال په څۀ درکړم؟ ۳۲هغوئ دَ چا په شان دى؟ هغوئ په بازار کښے دَ ناستو هلکانو په شان دى څوک چه يو بل ته چغے وهى اَؤ وائى چه مُونږ تاسو ته شپيلئ وغږولے اَؤ تاسو ګډا ونۀ کړه! مُونږ ژړا انګولا وکړه اَؤ تاسو وير ونۀ کړو! ۳۳ځکه چه هر کله چه بپتسمه ور کوُونکے يحيىٰ راغے چه نۀ ئے ډوډئ خوړه اَؤ نۀ ئے شراب څښل نو تاسو وايئ چه په هغۀ پيريان ناست دى! ۳۴اَؤ هر کله چه اِبن آدم راغے چه خورى څښى نو تاسو وايئ چه دَۀ ته وګورئ! دا ګيډور شرابى دَ محصُولچيانو اَؤ ګُناه ګارو آشنا دے! ۳۵خو بيا هم دَ خُدائے پاک حِکمت دَ خپلو ټولو زامنو په حقله رښتينے ثابت شو.“

يوه ګُناه ګاره ښځه معاف کول

۳۶يو فريسى دَ عيسىٰ ميلمستيا وکړله. هغه دَ فريسى کور ته لاړو اَؤ خوراک ته کښيناستو. ۳۷نو په هغه ښار کښے يوه ګُناه ګاره ښځه چه دَ عيسىٰ دَ راتلو نه خبر شوه چه دَ يو فريسى په کور کښے ميلمه دے نو په عطردان کښے ئے خوشبُويه عطر راؤړل. ۳۸هغه دَ عيسىٰ دَ پښو سره وروستو ودريده اَؤ په ژړا شوه اَؤ دَ هغۀ پښے دَ هغے په اوښکو لمدے شوے اَؤ هغه هغے په خپلو ويښتو وچے کړے اَؤ کښل ئے کړے اَؤ عطر ئے پرے واچول. ۳۹کله چه دَ هغۀ کوربه فريسى دا وليدل نو دَ ځان سره ئے ووئيل، ”که دا سړے چرے رښتينے نبى وئے نو هغه به په دے خبر وئے چه دا لاس وروړُونکے ښځه څوک ده اَؤ دا دَ کُوم قبيل ښځه ده يعنے يوه ګُناه ګاره.“

۴۰عيسىٰ دَ هغۀ په زړۀ پوهه شو اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”شمعُونه! زَۀ تا ته څۀ وئيل غواړم.“ هغۀ ووئيل چه ”وفرمايه مالکه!“

۴۱عيسىٰ ورته ووئيل چه ”دَ يو بڼيا دوه قرضدارى وُو. يو ته ئے پينځۀ سوه ديناره قرض وُو اَؤ بل ئے پنځوس. ۴۲هر کله چه دَ دواړو سره دَ قرض پرے کولو هيڅ دَرک نۀ وو نو دواړو ته ئے وبخښل. نو اوس ووايه چه په دے دواړو کښے به دَ هغۀ سره زياته مينه کُوم يو کوى؟“

۴۳شمعُون جواب ورکړو، ”زما په خيال چه کُوم سړى ته ئے زياتے وبخښلے.“

عيسىٰ ووئيل چه ”بے شکه تۀ دُرست وائے.“ ۴۴بيا ئے ښځے ته مخ واړَوو اَؤ شمعُون ته ئے ووئيل چه ”تۀ دا ښځه وينے څۀ؟ زَۀ ستا کور ته راغلم اَؤ تا زما دَ پښو دَ پاره اوبۀ قدرے هم رانۀ کړلے خو دے ښځے زما پښے په خپلو اوښکو لمدے کړے اَؤ هغه ئے په خپلو ويښتو وچے کړے. ۴۵تا زَۀ کښل قدرے نۀ کړم خو دَ کُوم وخت نه چه زَۀ راغلے يم هغه لګيا ده زما پښے کښلوى. ۴۶تا زما سر په تيلو غوړ نۀ کړو اَؤ هغے زما په پښو عطر واچول. ۴۷ځکه زَۀ تا ته دا وايم چه هغے ځکه دومره مينه وکړله چه دَ هغے ډير ګُناهونه بخښلى شوى دى. دَ چا چه لږ بخښلى شوى وى هغه لږه مينه کوى.“

۴۸بيا عيسىٰ هغے ته ووئيل چه ”ستا ګُناهونه وبخښلے شول.“

۴۹نو ميلمنو په خپلو کښے ووئيل چه ”دے لا څوک دے چه ګُناهُونه بخښى؟“

۵۰خو عيسىٰ هغے ښځے ته ووئيل چه ”تۀ خپل ايمان بچ کړلے، په خير لاړه شه.“