دَ لُوقا په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے

شپږم باب

دَ سبت په ورځ وږى شُو کول

متى ۱۲ :  ۱ ـ ۸، مرقوس ۲ :  ۲۳ ـ ۲۸

۱يو ځل دَ سبت په ورځ عيسىٰ دَ خپلو مُريدانو سره په پټو تيريدو اَؤ دَ هغۀ مُريدانو وَږى شُو کول، هغه ئے په لاسُونو کښے مږل اَؤ خوړل ئے. ۲ځنو فريسيانو دا ووئيل چه ”تاسو هغه کار ولے کوئ کُوم چه دَ سبت په ورځ روا نۀ دے؟“ ۳عيسىٰ جواب ورکړو، ”تاسو دا نۀ دى لوستى چه هر کله چه داؤد اَؤ دَ هغۀ ملګرى وږى وُو نو هغوئ څۀ وکړل؟ ۴هغه دَ خُدائے کور ته لاړو اَؤ دَ شکرانے ډوډئ ئے راواخسته، په خپله ئے هم وخوړه اَؤ ملګرو ته ئے هم ورکړه باوجُود دَ دے چه بغير دَ کاهنانو نه په بل چا دا روا نۀ وه.“

۵هغۀ دا ووئيل چه ”اِبن آدم هم دَ سبت مالِک دے.“

دَ يو وچ لاسه سړى روغول

متى ۱۲ :  ۹ ـ ۱۴، مرقوس ۳ :  ۱ ـ ۶

۶دَ يو بل سبت په ورځ عيسىٰ عبادت خانے ته لاړو اَؤ تعليم ئے ور کاوو. هلته په ګڼه کښے يو سړے وو چه ښئ لاس ئے وچ شوے وو. ۷اَؤ دَ شرعے عالمان اَؤ فريسيان په دے اِنتظار وُو چه آيا عيسىٰ به دَ سبت په ورځ دَئے روغ کړى اَؤ که نه؟ دَ دے دَ پاره چه په هغۀ باندے دَ هغۀ خلاف څۀ اِلزام ولګوى. ۸خو هغه پوهيدو چه دَ دوئ په زړُونو کښے څۀ دى. نو هغۀ هغه سړى ته چه لاس ئے وچ وو، ووئيل چه ”پاڅه اَؤ دلته ودريږه.“ نو هغه پاڅیدو اَؤ هلته ودریدلو. ۹عیسیٰ بیا هغوی ته ووئیل ”زَۀ له تاسو نه يو سوال کوم چه آيا دَ سبت په ورځ ښۀ کول روا دى که بد، ژوند بچ کول که هلاکول؟“ ۱۰هغۀ ټولو ته ګير چاپيره وکتل اَؤ بيا ئے هغه سړى ته ووئيل چه ”خپل لاس وغزوه.“ نو هغۀ داسے وکړل اَؤ دَ هغۀ لاس جوړ شو.

۱۱خو هغوئ دَ غُصے نه سرۀ شول اَؤ يو بل ته ئے ووئيل چه ”مُونږ دَ عيسىٰ سره څۀ وکړُو؟“

دَ دولسو رسُولانو غوره کول

متى ۱۰ :  ۱ ـ ۴، مرقوس ۳ :  ۱۳ ـ ۱۹

۱۲هم په دغه ورځو کښے عيسىٰ غرُونو ته لاړو چه دُعا وکړى اَؤ ټوله شپه ئے له خُدائے نه دُعا وغوښتله. ۱۳چه سحر شو نو هغۀ خپل مُريدان راوبلل اَؤ دَ هغوئ نه ئے دولس کسه غوره کړل اَؤ هغوئ ئے رسُولان وبلل. ۱۴دَ شمعُون نُوم ئے پطروس کيښودلو اَؤ دَ هغۀ ورور اَندرياس اَؤ يعقُوب اَؤ يوحنا اَؤ فيليپوس اَؤ برتلمائ، ۱۵اَؤ متى اَؤ توما اَؤ دَ حلفئ زوئے يعقُوب اَؤ شمعُون چه ورته ننګيالے هم وئيلى شى، ۱۶اَؤ دَ يعقُوب زوئے يهُوداه اَؤ يهُوداه اسکريوتى چا چه وروستو دَ هغۀ مخبرى وکړله.

دَ يوے لوئے ګڼے خدمت کول

متى ۴ :  ۲۳ ـ ۲۵

۱۷عيسىٰ دَ هغوئ سره دَ غرۀ نه راکُوز شو اَؤ په هوار ميدان کښے ودريدو. په دغه ځائے کښے دَ هغۀ ګڼ مُريدان اَؤ ډير خلق چه ټول دَ يهُوديه اَؤ بيتُ المُقدس دَ صور اَؤ دَ صيدا دَ سمندرى غاړے نه راټول شوى وُو اَؤ دَ هغۀ آؤريدو ته راغلى وُو اَؤ چه دوئ دَ خپلو رنځُونو نه شفا ومُومى. ۱۸اَؤ هغه څوک چه پيريانو نيولى وُو، روغ شول. ۱۹ټولو خلقو کوشش کاوو چه لاس وروړى ځکه چه دَ هغۀ نه يو طاقت راووتلو اَؤ ټول ئے روغ کړل.

برکتُونه اَؤ غموُنه

متى ۵ :  ۱ ـ ۱۲

۲۰بيا عيسىٰ خپلو مُريدانو ته مخ راواړوو اَؤ وئے وئيل چه

”تاسو بختور يئ چه غريبان يئ، دَ خُدائے بادشاهى ستاسو ده!

۲۱تاسو بختور يئ چه وږى يئ، ستاسو لوږه به په مړيدو بدله شى!

تاسو بختور يئ چه اوس ژاړئ، ستاسو ژړا به په خندا بدله شى!

۲۲تاسو بختور يئ چه کله چه خلق تاسو ته په نفرت ګورى اَؤ دَ خپل مينځ نه مُو شړى اَؤ تاسو سپکوى اَؤ ستاسو نُوم په بده آخلى اَؤ دَ اِبن آدم په وجه ستاسو نُوم دَ خپل مينځ نه لرے کوى. ۲۳نو په هغه ورځ تاسو خوشحالى کوئ اَؤ په ښادئ ټوپُونه وهئ ځکه چه ستاسو دَ پاره په آسمان کښے ډير لوئے اَجر دے. هم په دغه شان دَ دوئ پلارُونو هم دَ نبيانو سره دغه سلُوک کړے وو

۲۴خو اَئے مالدارو! په تاسو اَفسوس دے

ځکه چه تاسو خپل دَ خوشحالئ دور تير کړو!

۲۵په تاسو اَفسوس چه نن ماړۀ يئ

ځکه چه تاسو به اوږى شئ!

په تاسو اَفسوس چه نن خاندئ،

تاسو به په غم آخته شئ اَؤ ژاړئ به!

۲۶اَفسوس دے په تاسو چه کُوم وخت به ټول خلق ستاسو په باب کښے ښے خبرے کوى اَؤ هم دغسے دَ هغوئ پلارُونو دَ دروغو نبيانو په باب کښے وئيل.“

دَ دُښمنانو سره مينه

متى ۵ :  ۳۸ ـ ۴۸

۲۷خو تاسو چه آؤرئ، زَۀ تاسو ته دا وايم چه دَ خپل دُښمن سره مينه کوئ اَؤ هغه څوک چه تاسو سره کينه لرى دَ هغوئ سره ښۀ کوئ. ۲۸دَ هغوئ دَ پاره برکت غواړئ څوک چه په تاسو لعنت کوى اَؤ دَ هغوئ دَ پاره دُعا کوئ څوک چه په تاسو تُهمتُونه لګوى. ۲۹که يو سړے تاسو په يو مخ ووهى نو هغۀ ته بل مخ هم سيلمه کړئ. که يو سړے ستاسو چُوغه واخلى نو هغۀ ته خپل کميس هم ورکړئ. ۳۰څوک چه ستاسو نه څۀ وغواړى هغوئ له هغه څۀ ورکړئ. کله چه يو سړے هغه څۀ دَ تاسو نه واخلى کُوم چه ستاسو دى نو دَ هغۀ نه ئے بيرته مه آخلئ. ۳۱دَ خلقو سره داسے سلوک کوئ لکه چه تاسو غواړئ چه هغوئ دِ دَ تاسو سره وکړى. ۳۲”که تاسو تش دَ هغه چا سره مينه کوئ څوک چه تاسو سره مينه لرى نو ستاسو څۀ مهربانى ده؟ ځکه چه ګُناه ګار هم دَ هغه چا سره مينه کوى څوک چه دَ هغوئ سره مينه لرى. ۳۳بيا دا چه که چرے تاسو دَ هغه چا سره نيکى کوئ څوک چه تاسو سره ښيګړه کوى نو ستاسو څۀ مهربانى ده؟ ځکه چه ګُناه ګار خو هم دغسے کوى. ۳۴اَؤ که چرے تاسو تش هغه ځائے قرض ورکوئ چرته چه ستاسو باور وى چه تاسو ته به پستنه کړے شى نو ستاسو څۀ مهربانى ده؟ ځکه چه ګُناه ګار هم يو بل ته قرض ورکوى اَؤ يو بل ته ئے پُوره واپس کوى. ۳۵خو تاسو دَ خپلو دُښمنانو سره مينه اَؤ نيکى کوئ اَؤ قرض بغير دَ څۀ طمعے ورکوئ! نو تاسو به ډير لوئے اَجر ومُومئ. تاسو به بيا دَ الاعلىٰ زامن شئ ځکه چه هغه په خپله هم په ناشکرو اَؤ په شريرانو مهربانى کوى. ۳۶ترس ناک شئ ځکه چه ستاسو پلار هم ترس کُوونکے دے.

نور خلق مُجرم ګڼل

متى ۷ :  ۱ ـ ۵

۳۷غيبت مه کوئ نو ستاسو غيبت به هم ونۀ کړے شى. بل څوک مه مُجرموئ نو تاسو به هم مُجرم ونۀ ګڼلے شئ. معاف کوئ نو تاسو به هم معاف کړئے شئ. ۳۸ورکوئ نو تاسو ته به هم درکړے شى. ښه پيمانه منډلے دربلے ښۀ ډکه کړئ اَؤ تر مورګو مورګو به ستاسو په جولئ کښے واچولے شى اَؤ په کُومه پيمانه چه تاسو ميچ کوئ هم په هغے به تاسوته ميچ وکړے شى.“

۳۹اَؤ عيسىٰ هغوئ ته يو مِثال ووے چه ”آيا يو ړُوند بل ړُوند ته لار ښودے شى څۀ؟ دواړه به په کنده کښے ونۀ غورزيږى څۀ؟ ۴۰شاګرد دَ اُستاذ نه لوئے نۀ دے خو هر هغه څوک چه پُوره تربيت ئے وشى هغه به دَ خپل اُستاذ په شان شى.

۴۱تۀ دَ خپل ورور په سترګه کښے دَ بُورے خسڼى ته ولے ګورے اَؤ په خپله سترګه کښے لوئے غوړګے نۀ وينے؟ ۴۲تۀ خپل ورور ته دا څنګه وئيلے شے چه زما خوږه وروره! راشه چه ستا دَ سترګے نه دا خسڼے وباسم چه خپله سترګه دِ په غوړګى ړنده ده؟ اَئے مُنافقه! اول دَ خپلے سترګے نه غوړګے وباسه نو بيا به ته په آسانه دَ ورور دَ سترګے نه خسڼے ويستے شے.

ونه دَ ميوے نه پيژندل

متى ۷ :  ۱۶ ـ ۲۰، ۱۲ :  ۳۳ ـ ۳۵

۴۳ښه ونه بده ميوه هيڅکله نۀ راؤړى اَؤ هيڅکله په بده ونه کښے ښه ميوه نۀ پيدا کيږى، ۴۴ځکه چه هره ونه په خپلے ميوے پيژندلے کيږى. تۀ دَ ازغو نه انځير نۀ شے راټولولے اَؤ نۀ دَ جاړو نه انګور راشُوکولے شے. ۴۵ښۀ سړے به دَ خپل زړۀ دَ خزانے نه ښۀ څيزُونه راوباسى اَؤ بد سړے به دَ خپل زړۀ دَ بدے خزانے نه بدے خبرے وباسى، ځکه چه کُومے خبرے چه په زړۀ کښے وى هم هغه په خُلۀ راځى.

دوه بُنيادُونه

متى ۷ :  ۲۴ ـ ۲۷

۴۶تاسو ما ته ولے مالِک مالِک وايئ اَؤ هغه کار کله هم نۀ کوئ چه زَۀ ئے درته وايم؟ ۴۷هر هغه څوک چه ما له راځى اَؤ زما خبرے آؤرى اَؤ عمل پرے کوى نو زَۀ به تاسو ته وښايم چه هغه دَ چا په شان دے. ۴۸هغه دَ يو داسے سړى په شان دے چا چه دَ کور جوړولو دَ پاره ښۀ ژور بُنيادُونه وکنستل اَؤ بُنياد ئے په پوخ ګټ کيښودلو. اَؤ هر کله چه سيلاب راغے نو سيند په کور وروختو خو هغه ئے ونۀ خوزولے شو ځکه چه هغه پوخ ودان کړے شوے وو. ۴۹خو څوک چه زما خبرے آؤرى اَؤ عمل پرے نۀ کوى نو هغه دَ داسے سړى په شان دے چا چه خپل کور په کچه مزکه باندے بے بُنياده جوړ کړو. هر کله چه سيلاب راغے اَؤ سيند وختو نو کور ونړيدو اَؤ په درز راولويدو.“