|
|
||
دَ لُوقا په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرےپنځم بابدَ اولنو مُريدانو بلل(متى ٤: ١٨ ـ ٢٢،مرقوس ١: ١٦ ـ ٢٠)١ يوه ورځ چه عيسىٰ دَ ګِنيسريت سيند په غاړه ولاړ وُو اَؤ خلق پرے راپنډ شوى وُو چه دَ دَۀ کلام واؤرى، ٢ نو هغۀ دوه کِشتئ دَ اوبو په غاړے وليدلے چه ماهى ګيران ترے غاړے ته راکُوز شوى وُو اَؤ خپل جالُونه ئے وينځل. ٣ هغه يوے کِشتئ ته وروختو کُومه چه دَ شمعُون وه اَؤ هغۀ ته ئے ووئيل چه”دَ غاړے نه لږه ورايسته کړه.“ بيا هغۀ په کِشتئ کښے په ناسته باندے خلقو ته وعظ شروع کړو. ٤ هر کله چه هغۀ خبرے بس کړے نو شمعُون ته ئے ووئيل چه”ژورو اوبو ته لاړ شه اَؤ دَ ښکار دَ پاره خپل جالُونه واچوه. ٥ شمعُون ورته جواب ورکړو،”اُستاذه! مُونږ ټوله شپه خوارى وکړه خو هيڅ مو ونۀ نيول خو چه تۀ داسے وائے نو زَۀ به جالُونه ور واچوم.“ ٦ هغوئ داسے وکړل اَؤ ډير ماهيان ئے راونيول اَؤ دَ هغوئ جالُونه په شليدو شول. ٧ نو هغوئ دَ بلے کِشتئ ملګرو ته چغے کړے چه”راشئ اَؤ زمُونږ مدد وکړئ!“ هغوئ داسے وکړل اَؤ دواړه کشتئ ئے داسے ډکے کړے چه ډوبيدو له راغلے. ٨ هر کله چه شمعُون دا نظاره وليده نو دَ عيسىٰ په پښو پريوتو اَؤ وئے وئيل چه”اَئے مالِکه! له ما نه لاړ شه ځکه چه زَۀ ګُناه ګار سړے يم!“ ٩ هغه اَؤ دَ هغۀ ټول ملګرى دَ کبانو په ليدو سخت حيران شوى وُو، ١٠ اَؤ دغه شان دَ زبدى زامن يعقُوب اَؤ يوحنا چه شمعُون ملګرى هم وُو. عيسىٰ شمعُون ته ووئيل چه”مه ويريږه،دَ دے نه پس به تۀ دَ بنى آدمو لټُون کوے.“ ١١ هر کله چه هغوئ کِشتئ غاړے ته راوسته نو هر څۀ ئے پريښودل اَؤ په هغۀ پسے روان شول. دَ يو جُزامى پاکول(متى ٨: ١ ـ ٤،مرقوس ١: ٤٠ ـ ٤٥)١٢ يو ځلے هغه په يوه ښاريه کښے وُو چه هلته يو سړے وُو چه سخت جُزام پرے لګيدلے وُو. هغۀ چه عيسىٰ وليدو نو هغۀ په مزکه سر کيښودو اَؤ سوال ئے ورته وکړو چه”مالِکه! که چرے تۀ تش وغواړے نو ما پاکولے شے!“ ١٣ عيسىٰ خپل لاسُونه ور اُوږدۀ کړل،هغه ئے مسح کړو اَؤ وئے وئيل چه”بے شکه چه زَۀ داسے غواړم،پاک شه!“اَؤ دَ هغۀ جُذام په هغه ساعت لاړو. ١٤ عيسىٰ هغۀ ته حُکم ورکړو چه”هيچا ته دا حال ونۀ وائے.“اَؤ ورته ئے ووئيل چه”لاړ شه اَؤ کاهن ته خپل ځان وښايه اَؤ دَ خپلو جوړيدو دَ پاره دَ مُوسىٰ مُقرر کړے شُکراه ورکړه چه دا به دَ هغوئ دَ پاره شاهدى شى.“ ١٥ خو دَ هغۀ په حقله دا خبرے نورے هم خورے شوے. ډير خلق دَ هغۀ آؤريدو له راغونډيدل اَؤ دَ خپلو رنځُونو نه جوړيدل. ١٦ اَؤ هغه به دَ دُعا دَ پاره خوشو ځايُونو ته تلو . دَ يو شل سړى روغول(متى ٩: ١ ـ ٨،مرقوس ٢: ١ ـ ١٢)١٧ يوه ورځ عيسىٰ تعليم ور کاوو اَؤ فريسيان اَؤ دَ شرعے عالمان ورته هم ناست وُو چه دَ ګليل،دَ يهوديه اَؤ دَ بيتُ المُقدس دَ هر کلى نه راغلى وُو،اَؤ دَ خلقو دَ روغولو دَ رب قوت دَ هغۀ سره وُو. ١٨ يو څو تنو يو شل سړے په کټ راؤړو. هغوئ کوشش وکړو چه هغه وردننه کړى اَؤ دَ عيسىٰ په مخکښے ئے کيږدى. ١٩ خو ګڼه دومره زياته وه چه هيڅ لاره ئے ونۀ مُونده. نو هغوئ پاس وختل اَؤ دَ چت دَ پاسه نه ئے په برګه کښے سُورے وکړو اَؤ په بانګئ کښے راښکته کړو اَؤ دَ خلقو په مينځ کښے ئے دَ عيسىٰ په مخ کښے کيښودو. ٢٠ هر کله چه عيسىٰ دَ هغوئ ايمان وليدو نو وئے وئيل،”سړيه! تا ته ستا ګُناهُونه معاف شول.“ ٢١ نو دَ شرعے عالمانو اَؤ فريسيانو يو بل ته ووئيل چه”دا څوک دے چه کُفر غروى؟ دَ خُدائے نه بغير لا بل څوک هم ګُناهونه معاف کولے شى؟“ ٢٢ خو عيسىٰ په دے پوهه وُو چه دوئ څۀ خيال کوى نو جواب ئے ورکړو چه”تاسو په خپلو زړُونو کښے داسے خيالُونه ولے کوئ؟ ٢٣ آيا دا آسانه ده چه څوک ووائى چه ستا ګُناهُونه معاف شُو اَؤ که دا چه پاڅه اَؤ وګرزه؟ ٢٤ خو دا دَ دے دَ پاره چه تاسو ته معلُومه شى چه اِبن آدم په مزکه دَ ګُناهُونو معاف کولو اِختيار لرى.“هغۀ شل سړى ته مخ ور واړَوو اَؤ وئے وئيل چه”زَۀ تا ته دا وايم چه ودريږه،خپل کټ واخله اَؤ کورته ځۀ.“ ٢٥ اَؤ هغه دَ هغوئ په وړاندے سمدستى پاڅيدو اَؤ هغه کټ چه دَئے پرے پروت وُو،ئے واخستو اَؤ کور پلو روان شو اَؤ دَ خُدائے ثنا ئے ووئيله. ٢٦ هغوئ ټول سخت حيران شول اَؤ دَ خُدائ ثنا ووئيله اَؤ ويرے واخستل اَؤ وئے وئيل چه”نن مُونږ څۀ عجيبه کارُونه وليدل!“ دَ ليوى بلنه(متى ٩: ٩ ـ ١٣،مرقوس ٢: ١٣ ـ ١٧)٢٧ وروستو چه بيا عيسىٰ بهر لاړو نو هغۀ ليوى نومے يو محصُولچى وليدو چه دَ محصُول په څوکئ کښے په خپل ځائے ناست وُو اَؤ هغۀ ته ئے ووئيل چه”ما پسے راځه.“ ٢٨ اَؤ هغه دَ خپله ځايه پاڅيدو،هر څۀ ئے پريخودل اَؤ په هغۀ پسے روان شو. ٢٩ وروستو ليوى بيا دَ عيسىٰ لويه ميلمستيا وکړه. په دے ميلمنو کښے ګڼ محصُولچيان اَؤ نور خلق شريک شوى وُو. ٣٠ فريسيانو اَؤ دَ هغوئ دَ فرقے دَ شرعے عالمانو دَ عيسىٰ مُريدانو ته دا ګله وکړله چه”تاسو دَ محصُولچيانو اَؤ ګُناه ګارو سره ولے خورئ اَؤ څښئ؟“ ٣١ عيسىٰ هغوئ ته جواب ورکړو چه”روغو خلقو ته دَ ډاکټر حاجت نۀ وى خو رنځورانو ته ئے وى. ٣٢ زَۀ دَ رښتينو خلقو دَ پاره نۀ يم راغلے بلکه دَ ګُناه ګارو دَ پاره چه توبه وکړى.“ دَ روژے په حقله تپوس(متى ٩: ١٤ ـ ١٧،مرقوس ٢: ١٨ ـ ٢٢)٣٣ بيا هغوئ عيسىٰ ته ووئيل چه”دَ يحيىٰ مُريدان خو روژے نيسى اَؤ ډيرے دُعاګانے کوى اَؤ دغه شان دَ فريسيانو مُريدان هم، خوستا مُريدان خورى څښى.“ ٣٤ عيسىٰ جواب ورکړو،”آيا تاسو په جنجيانو هغه وخت روژه نيولے شئ کُوم وخت چه چنغول دَ هغو سره وى؟ ٣٥ خو يو وخت به راشى چه چنغول به دَ دوئ نه بوتلے شى اَؤ دغه وخت به دوئ روژے نيسى.“ ٣٦ عيسىٰ هغوئ ته دا مِثال هم ووے چه”هيڅوک هم دَ نوے چُوغے نه دَ دے دَ پاره ټوټه نۀ شلوى چه زړے پرے وګنډى. که چرے هغه داسے وکړى نو هغه به په نوى چُوغے کښے سُورے وکړى اَؤ دا نوے ټُکړه به دَ زړے سره هيڅ سمُون ونۀ خورى. ٣٧ اَؤ نۀ څوک نوى شراب په زړو مشکُونو کښے اچوى.اَؤ که څوک داسے وکړى نو نوى شراب به دغه مشک وشلوى اَؤ شراب به ضائع شى اَؤ مشکُونه به بے کاره شى. ٣٨ نوى شراب په نوو مشکُونو کښے اچول غواړى. ٣٩ اَؤ هر چا چه زاړۀ شراب څښلى وى دَ نوو شرابو خواهش به نۀ کوى ځکه چه هغه وائى چه زاړۀ شراب ښۀ دى.“ |
||