|
|
|
دَ لُوقا په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرےدريم بابدَ يحيىٰ بپتسمه ور کووُنکى وعظ کول(متى ٣: ١ ـ ١٢،مرقوس ١: ١ ـ ٨،يوحنا ١: ١٩ ـ ٢٨)١ دَ قيصر تيبريوس دَ حُکومت په پنځلسم کال کښے پُنطوس پيلاطوس دَ يهُوديه ګورنر وُو اَؤ هيروديس دَ ګليل شهزاده،دَ هغۀ ورور فيليپوس دَ اِتُوريه اَؤ تراخونيتيس اَؤ ليسانياس دَ ابيلينے واليان وُو. ٢ دَ مشرانو کاهنانو حناه اَؤ کائفا په وخت کښے دَ ذکرياه په زوى يحيىٰ باندے په بيابان کښے دَ خُدائے کلام نازل شو. ٣ اَؤ هغه دَ اُردن په وادئ کښے ګير چاپير وګرزيدو اَؤ دَ ګُناهونو دَ معافئ دَ پاره ئے دَ توبے دَ بپتسمے وعظ کولو. ٤ لکه چه يشعياه نبى دَ پيشن ګويو په صحيفو کښے ليکلى دى چه: «په بيابان کښے دَ نعرے وهُونکى آواز دے، دَ مالِک لار جوړه کړئ،هغۀ ته سړک نيغ کړئ! ٥ هره دره به ډکه شى،هره غونډئ اَؤ غر به هوار شى. کاږۀ به نيغ کړے شى،اَؤ ناهموار به هوار کړے شى. ٦ اَؤ ټول مخلوق به دَ خُدائے خلاصُون ووينى!» ٧ ګڼ خلق بهر راووتل چه دَ يحيىٰ نه بپتسمه واخلى اَؤ هغۀ هغوئ ته ووئيل چه”اَئے دَ مارانو بچو! تاسو چا خبر کړئ چه دَ راتلُونکى غضب نه وتښتئ؟ ٨ نو توبے لائقه ميوه پيدا کړئ اَؤ په زړُونو کښے دا مه راولئ چه ګنى اِبراهيم زمُونږ پلار دے. زَۀ تاسو ته دا وايم چه خُدائے دلته دَ دے کاڼو نه هم دَ اِبراهيم دَ پاره اَؤلاد پيدا کولے شى! ٩ تبر خو دَ ونو په جرړو ايښے شوے دے اَؤ هره ونه چه ښه ميوه نۀ راؤړى،به پريکړے شى اَؤ اور ته به وغورزولے شى.“ ١٠ خلقو ترے تپوس وکړو،”نو بيا مُونږ څۀ وکړو؟“ ١١ هغۀ جواب ورکړو چه”دَ کُوم سړى سره چه دوه قميسونه وى،يو دِ هغۀ له ورکړى دَ چا سره چه يو هم نۀ وى اَؤ دَ چا سره چه خوراک وى هغه دِ هم داسے وکړى.“ ١٢ څوک چه بپتسمے له راغلى وُو په هغوئ کښے محصُولچيان هم وُو چه هغۀ ته ئے ووئيل چه”اُستاذه! مُونږ څۀ وکړو ؟“ ١٣ هغۀ ورته ووئيل چه”ستاسو دَ پاره چه څۀ مُقرر دى دَ هغے نه زيات مه آخلئ.“ ١٤ سپاهيانو هم ترے دا تپوس وکړو چه”مُونږ څۀ وکړو؟“ هغوئ ته ئے ووئيل چه”په چا ظُلم مه کوئ،دَ چا نه په زوره څۀ مه آخلئ اَؤ په چا دَ دروغو تُهمت مه لګوئ،په خپله تنخواه صبر کوئ.“ ١٥ هغه خلق چه په اِنتظار وُو اَؤ دَ يحيىٰ په حقله ئے په خپلو زړُونو کښے سوچ کولو چه ګنى هغه به مسيح وى. ١٦ خو هغۀ هغوئ ټولو ته ووئيل چه”زَۀ تاسو ته په اوبو بپتسمه درکوم خو داسے کس راتلُونکے دے چه هغه زما نه ډير طاقتور دے اَؤ زَۀ دَ هغۀ دَ پيزار دَ تسمو دَ پرانستلو جوګه هم نۀ يم. هغه به تاسو ته په رُوحُ القُدس اَؤ اور بپتسمه درکوى. ١٧ دَ هغۀ چج دَ هغۀ په لاس کښے دے چه خپل درمند به په ښۀ شان صفا کړى اَؤ غنم به خپلے خمبے ته واچوى،خو بُوس به ئے هغه اور ته واچوى کُوم چه هيڅکله نۀ مرى.“ ١٨ په دے شان اَؤ نورو ډيرو طريقو ئے خلقو ته وعظ کاوو اَؤ زيرے ئے ورته واؤرولو. ١٩ خو هغۀ هيروديس والى دَ خپلے ورندارے هيرودياس سره په ناجائيز تعلق اَؤ په نورو بدو کارُونو ملامت کړو. ٢٠ خو دَ دے ټولو کارُونو دَ پاسه ئے يحيىٰ ګرفتار کړو اَؤ په قيد خانه کښے ئے واچولو. دَ عيسىٰ بپتسمه(متى ٣: ١٣ ـ ١٧،مرقوس ١: ٩ ـ ١١)٢١ دَ خلقو دَ بپتسمے په وخت چه عيسىٰ له هم بپتسمه ورکړے شوے وه اَؤ دُعا ئے کوله نو آسمان پرانستے شو، ٢٢ اَؤ رُوحُ القُدس دَ يوے کونترے په شکل په عيسىٰ نازل شو اَؤ دَ آسمان نه يو آواز راغے چه”تۀ زما زوئے ئے،زما محبوب يئے. زَۀ ستا نه رضا يم.“ دَ عيسىٰ نسب نامه(متى ١: ١ ـ ١٧)٢٣ څۀ وخت چه عيسىٰ خپل کار شروع کړو نو دَ ديرشو کالو وُو اَؤ دَ خلقو په خيال دے دَ يُوسف زوئے وُو،زوئے دَ عيلى. ٢٤ زوئے دَ متات،زوئے دَ ليوى،زوئے دَ مِلکى،زوئے دَ يناى،زوئے دَ يُوسف، ٢٥ زوئے دَ متتياه،زوئے دَ اموس،زوئے دَ نحُوم،زوئے دَ اِسلياه،زوئے دَ نګى، ٢٦ زوئے دَ ماعت،زوئے دَ متتياه،زوئے دَ شمعى،زوئے دَ يوسيخ،زوئے دَ يوداه، ٢٧ زوئے دَ يوحنا،زوئے دَ ريسا،زوئے دَ زرُوبابل،زوئے دَ شلتئ ايل،زوئے دَ نيرى، ٢٨ زوئے دَ مِلکى،زوئے دَ ادى،زوئے دَ قوسام،زوئے دَ اِلمدام،زوئے دَ عير، ٢٩ زوئے دَ يشوع،زوئے دَ اِلعازار،زوئے دَ يوريم،زوئے دَ متات،زوئے دَ ليوى، ٣٠ زوئے دَ شمعُون،زوئے دَ يهُوداه،زوئے دَ يُوسف،زوئے دَ يُونان،زوئے دَ اِلياقيم، ٣١ زوئے دَ ملياه،زوئے دَ مِناه،زوئے دَ متتاه،زوئے دَ ناتان،زوئے دَ داؤد، ٣٢ زوئے دَ يشى،زوئے دَ عوبيد،زوئے دَ بوعز،زوئے دَ سلمون،زوئے دَ نحشون، ٣٣ زوئے دَ عميناداب،زوئے دَ ادمين،زوئے دَ ارنى،زوئے دَ حصرون،زوئے دَ فرص،زوئے دَ دَ يهُوداه، ٣٤ زوئے دَ يعقُوب،زوئے دَ اِسحاق،زوئے دَ ابراهيم،زوئے دَ تِره،زوئے دَ ناحور، ٣٥ زوئے دَ سروګ،زوئے دَ رعو،زوئے دَ فِلِګ،زوئے دَ عيبر،زوئے دَ شله، ٣٦ زوئے دَ قينان،زوئے دَ ارفکشد،زوئے دَ شيم،زوئے دَ نُوح،زوئے دَ لمک، ٣٧ زوئے دَ مِتهوشله،زوئے دَ حنوک،زوئے دَ يارد،زوئے دَ مهلل ايل،زوئے دَ قينان، ٣٨ زوئے دَ انوش،زوئے دَ شيت،زوئے دَ آدم چه دَ خُدائے له طرفه وُو. |
|