دَ لُوقا په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے

درويشتم باب

دَ پيلاطوس په مخکښے دَ عيسىٰ پيشى

متى ۲۷ :  ۱ ـ ۲، ۱۱ ـ ۱۴، مرقوس ۱۵ :  ۱ ـ ۵، يُوحنا ۱۸ :  ۲۸ ـ ۳۸

۱دَ دے سره ټوله غونډه پاڅيده اَؤ عيسىٰ ئے پيلاطوس ته بوتلو. ۲اَؤ په دے وينا ئے دَ هغۀ خلاف دعوىٰ شروع کړه، ”مُونږ داسے سړے وليدلو چه زمُونږ دَ قوم خلق بدراه کوى اَؤ قيصر ته دَ خراج ورکولو نه خلق منع کوى اَؤ وائى چه زَۀ مسيح يعنى بادشاه يم.“

۳پيلاطوس دَ هغۀ نه تپوس وکړو، ”ولے تۀ دَ يهُوديانو بادشاه يئے څۀ؟“

هغۀ ووئيل چه ”دا ستا وينا ده.“

۴نو بيا پيلاطوس مشرانو کاهنانو اَؤ حاضرو خلقو ته ووئيل چه ”زَۀ دَ دے سړى په جواب کښے هيڅ جُرم نۀ وينم.“

۵خو هغوئ اِصرار وکړو چه ”دَ هغۀ تعليمات په ټوله يهُوديه کښے دَ خلقو په زړونو کښے کرکه اَؤ نفرت پيدا کوى. دا دَ ګليل نه راشروع شو اَؤ تر دے ښاره راخور شو.“

دَ هيروديس په مخ کښے دَ عيسىٰ پيشى

۶کله چه پيلاطوس دا واؤريدل نو تپوس ئے وکړو چه ”ولے دا سړے ګليلى دے څۀ؟“ ۷اَؤ چه دَ دے نه خبر شو چه عيسىٰ دَ هيروديس دَ رعيت سړے دے نو هغۀ دا مُقدمه هيروديس ته واستوله څوک چه په خپله په هغه ورځو کښے په بيتُ المُقدس کښے ديره وو. ۸کله چه هيروديس عيسىٰ وليدو نو دَ هغۀ په ليدو ډير خوشحاله شو ځکه چه دَ هغۀ په حقله ئے آؤريدلى خو وُو اَؤ دَ ډير وخت نه ئے دا تلوسه وه چه هغه ووينى اَؤ په دے طمع وو چه دَ هغۀ دَ لاسه څۀ مُعجزه په خپله ووينى. ۹هيروديس دَ عيسىٰ نه ډير تپوسُونه وکړل خو هغۀ هيڅ جواب ورنۀ کړو. ۱۰خو مشران کاهنان اَؤ دَ شرعے عالمان راغلل اَؤ ډير په زور سره ئے دَ هغۀ برخلاف مُقدمه شروع کړه. ۱۱بيا هيروديس اَؤ دَ هغۀ سپاهيانو دَ هغۀ سپکاوى وکړو اَؤ بے عزته ئے کړو اَؤ په ځليدُونکو جامو کښے ئے پيلاطوس ته واپس واستوو. ۱۲هم په هغه ورځ هيروديس اَؤ پيلاطوس دوستان شول ولے چه تر دغه وخته پورے دَ هغوئ دواړو په مينځ کښے دُښمنى وه.

په عيسىٰ دَ مرګ فتوىٰ

متى ۲۷ :  ۱۵ ـ ۲۶، مرقوس ۱۵ :  ۶ ـ ۱۵، يُوحنا ۱۸ :  ۳۹ ـ ۱۹ :  ۱۶

۱۳پيلاطوس اوس مشران کاهنان، مشران اَؤ ځنے خلق راوبلل، ۱۴اَؤ ورته ئے ووئيل، ”تاسو دا سړے ما ته دَ خلقو دَ بدراه کولو په اِلزام کښے راوستے دے خو لکه چه تاسو ګورئ ما په خپله ستاسو په وړاندے دَ هغۀ تحقيقات وکړل اَؤ په هغۀ کښے مے هغه جُرم ونۀ مُوندلو چه تاسو پرے دَ کُوم دعوىٰ کړے ده. ۱۵اَؤ نۀ هيروديس په کښے څۀ ومُوندل ځکه چه هغۀ هغه بيرته مُونږ ته راوليږلو. ښکاره ده چه هغۀ داسے څۀ جُرم نۀ دے کړے چه دَ مرګ لائق وى. ۱۶ځکه زَۀ دا تجويز کوم چه دَ يو څو کوړو سزا ورکړم اَؤ پرے به ئے ږدم.“ ۱۷دَ اختر په موقعه به هغۀ ته دا اِجازت وو چه دَ هغوئ په وينا يو قيدى آزاد کړى.

۱۸خو ټولو په جمع چغے کړے، ”دا سړے لرے کوه! مُونږ ته برابا آزاد کړه!“ ۱۹دا سړے په ښار کښے دَ بغاوت اَؤ قتل په اِلزام قيد کړے شوے وو.

۲۰پيلاطوس هغوئ ته بيا مُخاطب شو اَؤ دا ئے غوښتل چه عيسىٰ آزاد کړى. ۲۱خو هغوئ چغے کړے، ”دَئے په سولئ کړه! دَئے په سولئ کړه!“

۲۲هغۀ په دريم ځل بيا هغوئ ته ووئيل، ”ولے؟ دۀ څۀ ګُناه کړے ده؟ ما هغه دَ څۀ غټ جُرم مُجرم نۀ دے مُوندلے، ځکه به ئے زَۀ دَ کوړو په سزا آزاد کړم.“

۲۳خو هغوئ په ټينګه اَؤ په چيغو ووئيل چه ”عيسىٰ دِ په سولئ کړے شى!“ اَؤ دَ هغوئ مُطالبه ومنلے شوه. ۲۴نو پيلاطوس دا فيصله وکړه چه دَ هغوئ دَ خوښے کار دِ وشى. ۲۵هغۀ هغه سړے آزاد کړو چه هغوئ غوښتو، هغه سړے دَ بغاوت اَؤ قتل په جُرم کښے قيد شوے وو، اَؤ عيسىٰ ئے دَ هغوئ مرضئ ته وسپارلو.

دَ عيسىٰ په سولئ کيدل

متى ۲۷ :  ۳۲ ـ ۴۴، مرقوس ۱۵ :  ۲۱ ـ ۳۲، يُوحنا ۱۹ :  ۱۷ ـ ۲۷

۲۶چه هغوئ عيسىٰ په سولئ کولو ته بوتلو نو شمعُون کرينى نومے سړے ئے راونيولو چه له ميرے نه راتلو، سولئ ئے هغۀ ته په اوږه کړه اَؤ هغه ئے په عيسىٰ پسے سولئ په اوږه روان کړو.

۲۷ډير خلق ورپسے شول چه په کښے ګڼے ښځے هم وے، چه سينے ئے وهلے اَؤ دَ هغۀ په حال ئے وير کولو. ۲۸عيسىٰ هغوئ ته مخ راواړوو اَؤ ورته ئے ووئيل، ”اَئے دَ بيتُ المُقدس لُوڼو! په ما پسے ژړا مه کوئ خو په خپل ځان اَؤ په خپل اَؤلاد وژاړئ. ۲۹ځکه چه هغه ورځے بے شکه راتلُونکی دى چه هغوئ به وائى چه بختورے دى شنډے چه کله ئے هم بچى نۀ دى راوړى اَؤ تے ئے هم نۀ دے ورکړے. ۳۰بيا به هغوئ غرُونو ته وائى چه په مُونږ راورغړئ! اَؤ غونډو ته به وائى چه مُونږ پټ کړئ! ۳۱ځکه چه که دا کار دَ شنے ونے سره کيږى نو دَ وچے ونے سره به څۀ چل کيږى؟“

۳۲دَ عيسىٰ سره دوه بدمعاشان هم وُو څوک چه په سولئ کولو ته بوتلے شول. ۳۳اَؤ کله چه هغوئ کپرئ نومے ځائے ته ورسيدل نو هغه ئے هلته په سولئ کړو اَؤ بدمعاشان هم ورسره چه يو ئے ښى لاس اَؤ بل ئے په ګس لاس وو. ۳۴عيسىٰ ووئيل، ”پلاره! دوئ معاف کړه! ځکه چه هغوئ نۀ پوهيږى چه څۀ کوى.“

هغوئ دَ عيسىٰ جامے په خپلو کښے په خسڼى وويشلے. ۳۵اَؤ خلق ئے تماشے ته ولاړ وُو اَؤ دَ هغوئ حاکمانو په هغۀ پورے ټوقے کولے، ”هغۀ نور خلق بچ کول، اوس دِ ځان بچ کړى که چرے په رښتيا دَ خُدائے غوره شوے مسيح وى!“

۳۶سپاهيان هم په دے ټوقو کښے ورسره ملګرى شول اَؤ رامخکښے شول اَؤ هغۀ له ئے سرکه ورکړه. ۳۷اَؤ وئے وئيل، ”که چرے تۀ دَ يهُوديانو بادشاه يئے نو خپل ځان بچ کړه!“

۳۸اَؤ دَ هغۀ دَ سر دَ پاسه يوه تختئ وه چه پرے ليکلى وُو چه ”دا دَ يهُوديانو بادشاه دے.“

۳۹دَ بدمعاشانو نه يو چه هلته ځوړند وو عيسىٰ ته پيغور ورکړو، ”ولے تۀ مسيح نۀ يئے څۀ؟ نو بيا خپل ځان اَؤ مُونږ هم بچ کړه!“

۴۰خو دويم هغه ورټلو اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”تۀ دَ خُدائے نه نۀ ويريږے څۀ؟ تا ته هم دَ دَۀ په شان سزا درکړے کيږى. ۴۱زمُونږ سره خو اِنصاف شوے دے. مُونږ خو دَ خپل عمل بدل بيا مُوندو، ولے دے سړى خو هيڅ بد کار نۀ دے کړے.“ ۴۲اَؤ هغۀ ووئيل، ”اَئے عيسىٰ! هر کله چه تۀ خپلے بادشاهئ ته راشے نو ما ياد کړه!“

۴۳عيسىٰ جواب ورکړو، ”زَۀ تا ته دا رښتيا وايم چه تۀ به نن ما سره په جنت کښے يئے.“

دَ عيسىٰ مرګ

متى ۲۷ :  ۴۵ ـ ۵۶، مرقوس ۱۵ :  ۳۳ ـ ۴۱، يُوحنا ۱۹ :  ۲۸ ـ ۳۰

۴۴قريبًا دَ غرمے وخت وو اَؤ په ټول ملک کښے تيارۀ شوه اَؤ دَ ماسپښين تر دريو بجو پورے وه. ۴۵نمر پټ شو اَؤ دَ خُدائے دَ کور پړده په مينځ دوه ټوټے شوه. ۴۶نو بيا عيسىٰ يوه اُوچته چغه وويسته اَؤ وئے وئيل، ”اَئے پلاره! زَۀ خپل رُوح ستا په لاس کښے سپارم!“ اَؤ دَ دے وينا سره ئے ساه ورکړه.

۴۷اَؤ صوبه دار دا هر څۀ وليدل اَؤ دَ خُدائے ثنا ئے بيان کړه. هغۀ ووئيل چه ”بے شکه چه دا سړے صادِق وو!“

۴۸خو هغه ټولو خلقو چه تماشے ته راغونډ شوى وُو چه هغوئ دا واقعه وليده نو سينے ئے ووهلے اَؤ کورُونو ته بيرته لاړل. ۴۹دَ عيسىٰ ټول واقفان لرے ولاړ وُو اَؤ کُومے ښځے چه دَ ګليل نه ورپسے راغلے وے، هغه هم ولاړے وے اَؤ دا هر څۀ ئے وليدل.

دَ عيسىٰ ښخيدل

متى ۲۷ :  ۵۷ ـ ۶۱، مرقوس ۱۵ :  ۴۲ ـ ۴۷، يُوحنا ۱۹ :  ۳۸ ـ ۴۲

۵۰هلته يُوسف نومے يو سړے وو چه دَ جرګے ممبر هم وو، يو نيک اَؤ صادِق سړے وو. ۵۱هغه دَ هغوئ په دے عمل اَؤ په صلاح کښے ورسره مُتفق نۀ وو. هغه دَ يهُوديانو دَ اريمتيه دَ ښار نه وو اَؤ دَ خُدائے دَ بادشاهئ په انِتظار وو. ۵۲نو دا سړے پيلاطوس ته لاړو اَؤ دَ عيسىٰ لاش ئے ترے وغوښتو. ۵۳دَ سولئ نه ئے راکُوز کړو اَؤ په مهينه لټه کښے ئے ونغښتو اَؤ په ګټ کښے ئے په کنستى شوى قبر کښے کيښودو چه دَ دے نه وړاندے په کښے بل څوک نۀ وو کيښودے شوے. ۵۴دا دَ جُمعے ورځ وه اَؤ دَ سبت ورځ شروع کيده.

۵۵کُومے ښځے چه ورسره دَ ګليل نه راغلے وے هغوئ ورپسے وے اَؤ هغوئ قبر په نخښه کړو اَؤ دا ئے کتل چه دَ عيسىٰ لاش څنګه کيښودے شوے وو. ۵۶بيا هغوئ کور ته لاړلے اَؤ عُود اَؤ لُوبان ئے تيار کړل اَؤ دَ شريعت په مُطابق ئے دَ سبت په ورځ آرام وکړو.