دَ لُوقا په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے

يوويشتم باب

دَ کونډے شکرانه

مرقوس ۱۲ :  ۴۱ ـ ۴۴

۱عيسىٰ چه پاس وکتل نو وئے ليدل چه مالدار خلق دَ خُدائے دَ کور په خزانه کښے خپلے شکرانے اچوى. ۲اَؤ هغۀ يوه خواره کونډه وليده چه دوه پيسے ئے ورواچولے. ۳هغۀ ووئيل، ”زَۀ تاسو ته دا وايم چه دے خوارے کونډے دَ نورو ټولو نه زيات واچول. ۴ځکه چه دے نورو چه په شکرانے کښے څۀ واچول هغوئ دَ مال دَ زيات والى په سبب واچول خو دَ هغے سره چه دَ خپلے ګُزارے نه هم کم وُو، هغه ټول ئے واچول.“

دَ خُدائے دَ کور دَ برباديدو په باره کښے پيشن ګوئى

متى ۲۴ :  ۱ ـ ۲، مرقوس ۱۳ :  ۱ ـ ۲

۵ځنے خلقو دَ خُدائے دَ کور اَؤ دَ هغے دَ ښکلو کاڼو اَؤ په ورکړو شوو نذرانو چه دا ښايسته کړے شوى وُو، ورپورے خبرے وکړلے. عيسىٰ ورته ووئيل چه ۶”دا څيزُونه چه تاسو وينئ، وخت به راشى چه په دے کښے به يو کاڼے په کاڼى پاتے نۀ شى، ټول به ونړولے شى.“

تکليفُونه اَؤ زورونه

متى ۲۴ :  ۳ ـ ۱۴، مرقوس ۱۳ :  ۳ ـ ۱۳

۷دوئ عيسىٰ ته ووئيل، ”اُستاذه! دا هر څۀ به کله کيږى؟ اَؤ دَ دے دَ کيدو نخښے به څۀ وى؟“

۸عيسىٰ ووئيل، ”پام کوئ چه څوک مو ګُمراه نۀ کړى ځکه چه ډير به راځى اَؤ زما دَ نُوم دعوىٰ به کوى اَؤ وائى به چه زَۀ هغه يم! اَؤ وخت نزدے راغلے دے خو ورپسے مه ځئ. ۹اَؤ کله چه تاسو دَ جنګُونو اَؤ دَ جګړو واؤرئ نو وار خطا کيږئ مه ځکه چه دا څيزُونه به خامخا اول کيږى خو اَنجام به سمدستى ورپسے نۀ وى.“

۱۰بيا هغۀ دا ووئيل، ”قامُونه به دَ قامُونو سره جنګيږى، بادشاهئ دَ بادشاهئ سره. ۱۱لوئے لوئے زلزلے به راځى، قحطُونه، وباګانے به په ډيرو ځايُونو کښے راځى اَؤ په آسمان به هيبتناکے اَؤ لوئے نخښے ښکاره کيږى. ۱۲خو دَ دے هر څۀ نه آګاهو به هغوئ په تاسو پسے شى اَؤ تاسو به عذابوى. تاسو به عبادت خانو ته حواله کيږئ اَؤ بندى خانو ته به اچولے کيږئ. تاسو به دَ بادشاهانو اَؤ حاکمانو په وړاندے زما دَ نُوم په سبب ودرولى کيږئ. ۱۳اَؤ دا به ستاسو دَ پاره دَ شهادت موقع وګرزى. ۱۴خو ياد لرئ چه دَ آګاهو نه په خپله صفائى کښے دَ جواب ورکولو فکر ونۀ کړئ، ۱۵ځکه چه زَۀ به په خپله تاسو ته دَ وينا داسے طاقت اَؤ حِکمت درکړم چه يو مُخالف به هم دَ دے قابل نۀ وى چه دے ته ټينګ شى يا ئے دروغ ثابت کړى. ۱۶تر دے چه ستاسو مور پلار، ستاسو ورُوڼه، ستاسو خپلوان اَؤ دوستان به مُو هم په حواله کړى، په تاسو کښے به ځنے مړۀ کړے شى، ۱۷اَؤ زما دَ نُوم په سبب به ټول تاسو سره کينه لرى. ۱۸خو ستاسو دَ سر يو ويښتۀ قدرے به هم ورکيږى نه، ۱۹اَؤ دَ خپل صبر په سبب به خپل ژوندُون وګټئ.

دَ بيتُ المُقدس دَ برباديدو په باره کښے پيشن ګوئى

متى ۲۴ :  ۱۵ ـ ۲۱، مرقوس ۱۳ :  ۱۴ ـ ۱۹

۲۰خو هر کله چه تاسو دا ووينئ چه دَ بيتُ المُقدس نه فوځُونه راچاپير شوى دى نو تاسو پوهه شئ چه دَ هغۀ بربادى رانزدے ده. ۲۱نو بيا هغه څوک چه په يهوديه کښے وى، غرُونو ته دِ وتښتى اَؤ څوک چه په ښار کښے وى، هغوئ دِ دَ ښار نه بهر وځى اَؤ څوک چه دَ ښار نه بهر په کلو کښے وى هغوئ دِ ښار ته دَ ننه لاړ نۀ شى. ۲۲ځکه چه هم دا به دَ بدل آخستو ورځے وى اَؤ هر څۀ چه ليکلى شوى دى، هغه به پُوره کيږى. ۲۳اَفسوس دے په هغه ښځو څوک چه په هغه ورځو کښے اُميدوارے وى اَؤ يا چه بچو ته تے ورکوى! ځکه چه په مزکه به ډير لوئے مُصيبت خور وى اَؤ په دے خلقو به لوئے غضب وى. ۲۴هغوئ به په تُوره ټوټے ټوټے کيږى اَؤ ټولو ملکُونو ته به قيديان بوتللے کيږى اَؤ تر هغے ورځے پورے به بيتُ المُقدس دَ غيرو قومُونو تر پښو لاندے کيږى تر څو چه دَ هغو وخت تر سره شوے نۀ وى.

دَ اِبن آدم راتلل

متى ۲۴ :  ۲۹ ـ ۳۱، مرقوس ۱۳ :  ۲۴ ـ ۲۷

۲۵په نمر، سپوږمئ اَؤ په ستورو کښے به نخښے څرګنديږى. دَ سمندر دَ شرهار اَؤ دَ چپو نه به په مزکه قومُونه پرشان وى. ۲۶په خلقو کښے به په مزکه دَ پيښيدُونکو واقعاتو دَ ويرے له کبله په اِنسان کښے ساه نۀ پاتے کيږى ځکه چه آسمانى قوتُونه به وجړقولے شى. ۲۷اَؤ بيا به هغوئ دا ووينى چه اِبن آدم به په وريځو کښے په ډير شان اَؤ شوکت اَؤ ډيرے لوئئ سره راځى. ۲۸هر کله چه دا هر څۀ پيښيدل شروع شى نو نيغ شئ اَؤ خپل سرُونه اُوچت کړئ ځکه چه ستاسو خلاصُون نزدے دے.“

دَ انيځر دَ ونے سبق

متى ۲۴ :  ۳۲ ـ ۳۵، مرقوس ۱۳ :  ۲۸ ـ ۳۱

۲۹عيسىٰ هغوئ ته دا مِثال تير کړو چه ”دَ انيځر ونے ته وګورئ يا ټولو ونو ته. ۳۰هر کله چه دا غوټئ وسپړى نو تاسو په خپله وينئ اَؤ پوهه شئ چه اوړے رانزدے دے. ۳۱هم دغه شان چه تاسو دا ټولے خبرے په کيدو ووينئ نو پوهه شئ چه دَ خُدائے بادشاهى نزدے راغلے ده.

۳۲زَۀ تاسو ته دا رښتيا وايم چه دا پيړئ به ختمه نۀ شى تر څو چه دا ونۀ شى. ۳۳آسمان اَؤ زمکه به پاتے نۀ شى خو زما کلام به تل تر تله پاتے وى.

دَ بيدار اوسيدلو تاکيد

۳۴خيال ساتئ اَؤ پام کوئ! خپل زړُونه په بدمستئ، نشو اَؤ دُنياوى غمُونو مه آخته کوئ ځکه چه هغه ورځ ناڅاپى تاسو لکه دَ لټ راګير نۀ کړى. ۳۵ځکه چه هغه ورځ په هر چا چه په دے ټوله دُنيا کښے دى، دغسے راتلُونکے ده. ۳۶هر وخت بيدار اوسئ اَؤ دُعا غواړئ چه قوت ومُومئ اَؤ دَ دے پيښو نه بچ پاتے شئ اَؤ چه دَ اِبن آدم په وړاندے دَ ودريدو جوګه شئ.“

۳۷عيسىٰ دا ورځے دَ خُدائے په کور کښے په تعليم ورکولو تيرولے اَؤ بيا به هغه دَ شپے تيرولو دَ پاره دَ ښونانو غرۀ ته تلو. ۳۸اَؤ سحر وختى به ټول خلق دَ خُدائے کور ته راټوليدل چه دَ هغۀ خبرے واؤرى.