|
|
||
دَ لُوقا په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرےدويم بابدَ عيسىٰ پيدايښت(متى ١: ١٨ ـ ٢٥)١ په هغه ورځو کښے دَ رُومى قيصر اَؤ ګُوستوس دَ لورى دا فرمان جارى شو چه په رُومى بادشاهئ کښے دِ دَ ټولو خلقو نومُونه وليکلے شى. ٢ دا وړُومبئ مردُم شمارى وه چه دَ شام دَ حاکم کيرينيوس په وخت کښے وشوه. ٣ دَ دے عرض دَ پاره هر يو کس خپلے خپلے ښارئے ته لاړو. ٤ اؤ دغه شان يُوسف هم دَ ګليل دَ ناصرت نه يهُوديه ته لاړو چه دَ داؤد په ښاريه بيت بيتُ لحم کښے خپل نُوم وليکى ځکه چه هغه دَ داؤد دَ خاندان دَ اَؤلاده وُو. ٥ اَؤ دَ هغۀ سره مريم هم لاړه څوک چه دَ هغۀ چنغله وه اَؤ هغه اُميدواره وه. ٦ اَؤ هر کله چه هغوئ لا هلته کښے وُو نو دَ هغے دَ بچى دَ زيږيدو ورځے پُوره شوے، ٧ اَؤ دَ هغے وړُومبے زوئے پيدا شو. هغے هغه په اُورڼى کښے ونغښتو اَؤ په يو اخور کښے ئے کيښود ځکه چه په سرائے کښے دَ هغوئ دَ اوسيدو دَ پاره ځائے نۀ وُو. شپُونکى اَؤ فرښتے٨ هم په دغه وطن کښے څۀ شپُونکى وُو چه په ميره کښے ئے دَ شپے دَ خپلو رمو څوکئ کوله، ٩ چه ناڅاپى دَ رب فرښته دَ هغوئ په وړاندے ودريده اَؤ دَ رب نُور دَ هغوئ چارچاپيره خور شو اَؤ هغوئ ويرے واخستل. ١٠ خو فرښتے ووئيل چه”ويريږئ مه! ما تاسو ته يو زيرے راوړے دے چه دَ خلقو دَ پاره به يوه لويه خوشحالى وى، ١١ چه نن دَ داؤد په ښار کښے ستاسو خلاصُونکے پيدا شوے دے چه هغه مسيح مالِک دے! ١٢ اَؤ ستاسو دَ پاره به دَ هغۀ دا نخښه ده چه يو ماشُوم به په اُورڼى کښے نغښتے په اخور کښے پروت ومُومئ.“ ١٣ ناڅاپه دَ هغے فرښتے سره دَ آسمانى لښکر يوه ډله راڅرګنده شوه اَؤ دَ رب دا ثنا ئے ووئيله چه ١٤ ”دَ خُدائے حمد دِ وى پاس په آسمان کښے،اَؤ په مزکه دِ دَ هغه خلقو دَ پاره سلامتى وى په چا چه هغه مهربان دے!“ ١٥ هر کله چه فرښتے دَ هغه ځايه آسمان پلو رُخصت شوے نو شپُونکو يو تر بله ووے، ”ځئ چه اوس سمدستى بيتُ لحم ته لاړ شُو اَؤ دا شوے کار ووينو کُوم چه رب مُونږ ته څرګند کړے دے.“ ١٦ هغوئ په منډه لاړل اَؤ دَ مريمے اَؤ يُوسف پته ئے ولګوله اَؤ ماشُوم چه په اخور کښے پروت وُو. ١٧ کله چه هغوئ دَئے وليدو نو هغه خبره ئے راياده شوه چه دَ دے ماشُوم په حقله هغوئ ته وئيلے شوه. ١٨ اَؤ دَ دے شپُونکو خبره چه چا واؤريده،ټول حق حيران شول. ١٩ خو مريمے دا ټولے خبرے زړۀ ته واچولے اَؤ سوچ ئے پرے کاوو. ٢٠ په دے دوران کښے شپُونکى بيرته لاړل اَؤ څۀ چه ئے ليدلى اَؤ آؤريدلى وُو په هغے ئے دَ خُدائے ثنا وئيله لکه څنګه چه هغوئ ته وئيلى شوى وُو. دَ عيسىٰ نُوم ايښودل٢١ اتۀ ورځے پس هغه سُنت شو اَؤ دَ هغۀ نوم ئے عيسىٰ کيښودو. دا هغه نوم وُو چه دَ هغۀ په ګيډه کيدو نه مخکښے فرښتے په هغۀ ايښے وُو. دَ عيسىٰ دَ خُدائے په کور کښے پيش ګول٢٢ اَؤ مُوسىٰ دَ شريعت په مُطابق چه دَ هغوئ دَ پاکيدو ورځے پُوره شوے نو بيتُ المُقدس ته ئے بوتلو چه رب ته ئے پيش کړى، ٢٣ لکه چه دَ رب په شريعت کښے ليکلى دى چه (( هر وړُومبے نر ماشُوم چه پيدا شى هغه به رب ته مخصوص شى.)) ٢٤ اَؤ دا هم چه دَ رب دَ شريعت مُطابق قُربانى وکړى يعنے يوه دَ کړکوړو جوړه يا دَ کونترو دوه بچى. ٢٥ په هغه ورځو کښے دَ خُدائے په لوئے ښار کښے شمعُون نُومے يو سړے وُو. دا سړے رښتينے اَؤ ايماندار وُو،دا هغه سړے وُو چه دَ اِسرائيل په ځائے کولو په اِنتظار وُو اَؤ رُوحُ القُدس په هغۀ نازل وُو. ٢٦ رُوحُ القُدس هغۀ ته دا وئيلى وُو چه تر څو چه هغۀ مسيح ليدلے نۀ وى تر هغے به هغه نۀ مرى. ٢٧ نو دَ هغه دَ رُوحُ القُدس په لار ښودنه دَ خُدائے کور ته راغے اَؤ هر کله چه دَ عيسىٰ مور پلار هغه ماشُوم عيسىٰ دَ ننه راوړو چه دَ هغۀ دَ پاره دَ شريعت په لارے عمل وکړى، ٢٨ هغۀ هغه په غيږه کښے واخستو اَؤ دَ خُدائے ثنا ئے ووئيله،اَؤ داسے ئے ووئيل چه ٢٩ ”اَئے مالِکه! نن تۀ خپل غُلام دَ خپل قول په مُطابق په سلامتئ رُخصتوے، ٣٠ ځکه چه ما په خپلو سترګو ستا هغه خلاصُون وليدلو ٣١ چه تا دَ ټولو قومُونو په وړاندے تيار کړے دے، ٣٢ هغه نُور چه دَ نورو قومُونو دَ پاره رڼا وى اَؤ ستا دَ اُمت اِسرائيل لوئى.“ ٣٣ دَ ماشُوم مور اَؤ پلار هغه خبرو ته ګوته په خلُۀ حق حيران وُو کُومے خبرے چه دَ هغۀ په حقله وئيلے کيدے. ٣٤ شمعُون دَ هغۀ دَ پاره برکت وغوښتو اَؤ دَ هغۀ مور مريمے ته ئے ووئيل چه”دا په بنى اِسرائيلو کښے دَ ډيرو دَ هلاکت اَؤ دَ خلاصُون دَ پاره مُقرر شوے دے،اَؤ هغه به دَ خُدائے له طرفه داسے نخښه وى چه ډير خلق به دَ هغۀ مُخالفت وکړى ٣٥ چه دَ هغوئ دَ زړُونو پټ خيالُونه ښکاره شى. اَؤ دَ غم په وجه به ستا حال داسے وى لکه چه ستا زړۀ په تُورے سورے شوے وى.“ ٣٦ په دغه ورځو کښے دَ اشير په خيل کښے حناه نُومے يوه نبيه وه څوک چه دَ فنوايل لُور وه. هغه ډيره بُوډئ ښځه وه اَؤ دَ پيغلتوب نه پس هغے دَ خپل خاوند سره اُووۀ کاله تير کړى وُو، ٣٧ اَؤ بيا دَ څلورو اَتياؤ کالو پورے کونډه اَؤ يواځے وه. هغه دَ خُدائے دَ کور نه چرے هم بهر نۀ وه وتے خو شپه اَؤ ورځ به ئے عبادت اَؤ دُعا کوله اَؤ روژے به ئے ساتلے. ٣٨ نو په هغه ساعت هلته راغله اَؤ دَ خُدائے شُکر ئے وکړو . هغه ټولو خلقو ته ئے چه دَ بيتُ المُقدس دَ آزادئ په اِنتظار وُو،دَ هغه ماشُوم په حقله خبرے وکړے. ناصرت ته واپسى٣٩ هر کله چه هغوئ دَ رب دَ شريعت په مُطابق هر څۀ پُوره کړل نو بيرته په ګليل کښے خپلے ښارئے ناصرت ته واپس شول. ٤٠ هلک لوئيدو،حکمت اَؤ طاقت ئے مُوندو اَؤ دَ خُدائے فضل ورسره وُو . هلک عيسىٰ دَ خُدائے په کور کښے٤١ دَ عيسىٰ مور پلار به هر کال بيتُ المُقدس ته دَ فسح اختر له تلل. ٤٢ اَؤ چه هغه دَ دولسو کالو شو نو هغوئ لکه دَ نور کله دَ اختر دَ پاره لاړل. ٤٣ نو چه دَ ميلے ورځے پُوره شوے اَؤ هغوئ کورته روان شول نو هلک عيسىٰ په بيتُ المُقدس کښے ايسار شو خو مور پلار ته ئے پته نۀ وه. ٤٤ اَؤ هغوئ ټوله ورځ په دے خيال سفر وکړو چه ګنى هغه به په قافله کښے چرته وى اَؤ بيا ئے په خپلو خپلوانو اؤ واقفانو کښے دَ هغۀ لټُون شروع کړو. ٤٥ چه وئے نۀ مُوندلو نو بيتُ المُقدس ته راستانۀ شول چه هلته ئے ولټوى. ٤٦ په دريمه ورځ ئے هغه دَ خُدائے په کور کښے ناست ومُوندلو چه اُستاذان ترے راتاؤ وُو اَؤ دَ هغوئ خبرے ئے آؤريدے اَؤ تپوسونه ئے ترے کول. ٤٧ اَؤ دَ ټولو خلقو چه هغۀ ته غوږ وُو،دَ هغۀ په پوهه اَؤ په ځوابُونو اريان دريان وُو. ٤٨ مور پلار دَ هغۀ په ليدو حيران شول اَؤ دَ هغۀ مور ورته ووئيل چه”زويه! تا مُونږ سره داسے ولے وکړل؟ ستا پلار اَؤ ما تۀ ډير په فکرمندئ سره لټولے.“ ٤٩ هغۀ ورته ووئيل چه”تاسو زَۀ ولے لتولم؟ تاسو ته دا نۀ وه معلُومه چه ما ته دَ خپل پلار په کور کښے پاتے کيدل په کار وُو؟“. ٥٠ خو هغوئ دَ هغۀ دَ خبرے په مطلب ونۀ رسيدل. ٥١ بيا هغه دَ هغوئ سره ناصرت ته لاړو اَؤ دَ هغوئ دَ حُکم لاندے ئے وخت تيرولو. مور ئے دا ټولے خبرے په زړۀ کښے پټے وساتلے. ٥٢ اَؤ دَ عيسىٰ حِکمت اَؤ ونه لوئے شول اَؤ دَ خُدائے اَؤ دَ بنى آدمو په نظر کښے ئے قبُوليت ومُوندو . |
||