دَ لُوقا په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے

نولسم باب

عيسىٰ اَؤ زکائى

۱عيسىٰ يريحو ته ننوتو اَؤ دَ ښار په مينځ کښے تيريدو. ۲هلته زکائ نُومے يو سړے وو. دَئے دَ محصُولچيانو سردار اَؤ ښۀ مالدار وو. ۳دَ هغۀ دا تلوسه وه چه عيسىٰ به څنګه سړے وى، خو په قد مَندرے وو اَؤ دَ ګڼو خلقو له وجے ئے ليدلے نۀ شو. ۴نو هغۀ دؤ کړو اَؤ دَ اينځر يوے ونے ته وختلو چه هغه ووينى، ځکه چه هغه هم په دغه طرف روان وو. ۵اَؤ چه عيسىٰ هغه ځائے ته راورسيدو اَؤ پورته ئے وکتل نو وئے وئيل چه ”اَئے زکايه! زر راکُوز شه! زَۀ نن خامخا ستا په کور کښے پاتے کيږم.“

۶هغه زر راکُوز شو اَؤ ډير په مينه ئے ورته هر کلے ووے. ۷هغوئ چه دا وليدل نو ټول وګُوريدل اَؤ وئے وئيل، ”هغه دَ يو ګُناه ګار سړى کره ورغے چه دَ هغۀ ميلمه شى.“

۸خو زکائى ودريدلو اَؤ مالِک ته ئے ووئيل، ”مالِکه! هم په دے ځائے زَۀ خپل نيم مال خوارانو له ورکوم اَؤ که ما له چا نه په دوکه باندے څۀ اخستى وى نو هغۀ ته ئے هم يو په څلور ورکوم.“

۹عيسىٰ هغۀ ته ووئيل چه ”هم نن دے کور ته خلاصُون راغلے دے ځکه چه دے هم دَ اِبراهيم زوئے دے. ۱۰اَؤ اِبن آدم دے له راغلے دے چه ورک شوى ولټوى اَؤ بچ ئے کړى.“

دَ لسو سِکو مِثال

متى ۲۵ :  ۱۴ ـ ۳۰

۱۱دَ هغو لا دے ته غوږ وُو چه عيسىٰ ورته يو مِثال ووے ځکه چه هغه اوس بيتُ المُقدس ته رانزدے وُو اَؤ دَ هغوئ دا ګمان وُو چه دَ خُدائے بادشاهى اوس په ښکاره کيدو ده. ۱۲هغۀ ووئيل، ”دَ يوے لوئے کورنئ يو سړے په اُوږد سفر يو بل ملک ته لاړو دَ دے دَ پاره چه هغه بادشاهت حاصل کړى اَؤ بيا بيرته راشى. ۱۳خو اول هغۀ خپل لس نوکران راوبلل اَؤ هر يو ته ئے په دے وينا دَ سرو زرو يوه سِکه ورکړله چه دوئ سوداګرى کوى تر څو چه زَۀ رانۀ شم. ۱۴خو دَ هغه وطن خلقو ورسره کينه کوله اَؤ په هغۀ پسے ئے يوه جرګه سمدستى په دے وينا واستوله چه مُونږ دا سړے خپل بادشاه کيدل نۀ غواړو.

۱۵خو بيا هم هغه دَ بادشاه په حيثيت بيرته راغے اَؤ کُومو نوکرانو ته چه ئے پيسے ورکړے وے هغوئ ته ئے سوال جواب وليږو چه دا معلُومه کړى چه په دوئ کښے هر يو څومره ګټه کړے ده. ۱۶وړُومبے راغے اَؤ وئے وئيل، صاحبه! ستا دَ سرو زرو سِکے لس نورے ګټلے دى. ۱۷هغۀ جواب ورکړو، شاباش! تۀ ډير ښۀ نوکر يئے! تا په ډير واړۀ څيز کښے خپل ځان ديانتدار ثابت کړو، تۀ دَ لسو ښارُونو حاکِم شه. ۱۸بيا دويم راغے اَؤ وئے وئيل چه ستا دَ سرو زرو سِکو پينځۀ نورے ګټلى دى. ۱۹اَؤ هغۀ ته ئے هم ووئيل چه تۀ هم دَ پنځو ښارُونو حاکم شه! ۲۰بيا بل نوکر راغے اؤ وئے وئيل، مالِکه! دا ستا دَ سرو زرو سِکه ده. ما دا په رومال کښے نغښتے وه اَؤ سمباله کړے مے وه. ۲۱زَۀ ستا نه ويريدم ځکه چه تۀ يو سخت سړے يئے اَؤ هغه څۀ حاصلوے کُوم چه تا چرے نۀ وى ورکړى اَؤ هغه څۀ ريبے چه کُوم دِ نۀ وى کرلى. ۲۲هغۀ جواب ورکړو، اَئے بد تميزه! زَۀ به هم ستا په خُلۀ ستا سره اِنصاف وکړم! تا ته دا معلُومه وه چه زَۀ يو سخت سړے يم اَؤ هغه څۀ وصُولوم چه کُوم ما نۀ وى ورکړى اَؤ هغه څۀ ريبم چه کُوم ما نۀ وى کرلى؟ ۲۳نو بيا تا ولے زما دَ سرو زرو سِکه دَ صرافانو سره نۀ ده ايښے چه بيا ما په واپس راتلو کښے سره دَ سُود آخستے وے. ۲۴هغۀ حاضرينو ته مخ راواړَوو اَؤ وئے وئيل چه دغه دَ سرو زرو سِکه دَ دۀ نه واخلئ اَؤ هغۀ ته ئے ورکړئ چه دَ چا سره چه لس دى. ۲۵هغوئ جواب ورکړو چه مالِکه! دَ هغۀ سره خو لس دَ آګاهو نه دى! ۲۶هغۀ وئيل، زَۀ تاسو ته دا وايم چه دَ کُوم سړى سره چه څۀ وى، هغۀ ته به نور هم ورکولے کيږى خو چه دَ چا سره چه څۀ نۀ وى، دَ هغۀ نه به هغه څۀ هم آخستے شى، چه ئے لرى. ۲۷خو زما هغه دُښمنانو چه زَۀ بادشاه کيدل نۀ غوښتم، هغوئ راولئ اَؤ زما په وړاندے ئے قتل کړئ.“

په بيتُ المُقدس کښے په فتح مندانه طور داخليدل

متى ۲۱ :  ۱ ـ ۱۱، مرقوس ۱۱ :  ۱ ـ ۱۱، يوحنا ۱۲ :  ۱۲ ـ ۱۹

۲۸دَ دے سره عيسىٰ وړاندے لاړو اَؤ بيتُ المُقدس ته په ورختو شو. ۲۹هر کله چه هغه بيت فګے اَؤ بيت عنياه ته ورنزدے شو کُوم چه دَ ښونانو په غرۀ ودان دى نو هغۀ دوه مُريدان دَ دے هداياتو سره واستول چه ۳۰”دے مخامخ کلى ته ورشئ اَؤ تاسو چه کله دے کلى ته ورننوزئ نو یو کُوچے به تړلے ومُومئ چه تر اوسه پرے هيچا لا سورلى نۀ ده کړے. هغه پرانزئ اَؤ دلته ئے راولئ. ۳۱اَؤ که څوک درنه دا پوښتنه وکړى چه تاسو دا کُوچے ولے پرانزئ نو ورته ووايئ چه زمُونږ دَ مالِک په کار دے.“

۳۲دواړه په مخه لاړل اَؤ هم هغه شان ئے ومُوندل لکه چه عيسىٰ ورته وئيلى وُو. ۳۳اَؤ کله چه هغوئ کُوچے راپرانستو نو دَ دے مالِکانو تپوس وکړو چه ”تاسو دا کُوچے ولے پرانزئ؟“

۳۴هغوئ جواب ورکړو چه ”دا زمُونږ دَ مالِک په کار دے.“ ۳۵اَؤ هغوئ کُوچے عيسىٰ له راوستو، بيا هغوئ په کُوچى باندے خپلے جامے واچولے اَؤ عيسىٰ ورباندے سور شو. ۳۶اَؤ خلقو په لاره کښے هم ورته خپلے جامے وغوړولے په کُومه لاره چه هغه تيريدو.

۳۷اوس څۀ وخت چه هغه دَ ښونانو دَ غرۀ نه مخ په کُوزيدو وو نو ټولو ملګرو اَؤ مُريدانو ئے په هغه ټولو قوتناکو کارُونو چه هغوئ ليدلى وُو دَ خُدائے ثنا ووئيله. ۳۸”مُبارک دے هغه راتلُونکے بادشاه چه دَ رب په نامه راځى! سلامتى دِ وى په آسمان کښے اَؤ جلال دِ وى په اُوچت آسمان کښے.“

۳۹ځنو فريسيانو په دے ګڼه کښے عيسىٰ ته ووئيل، ”اُستاذه! خپلو مُريدانو ته ووايه چه غلى شى!“

۴۰عيسىٰ جواب ورکړو، ”زَۀ تاسو ته وايم که چرے هغوئ غلى پاتے شى نو ګټے به په چغو سر شى.“

دَ عيسىٰ ژړل دَ بيتُ المُقدس په حال

۴۱هر کله چه هغه نزدے راغے، ښار ئے وليدلو نو هغۀ په دے باندے وژړل، ۴۲اَؤ وئے وئيل، ”که چرے نن ورځ تا ته دا معلُومه وے چه کُومه دَ خير لاره ده، خو نه! دا ستا دَ نظر نه پټه ده! ۴۳يو وخت به په تا داسے راشى چه ستا دُښمنان به ستا مُحاصره وکړى، هغوئ به ستا نه چاپير شى اَؤ دَ هر اړخ نه به دِ راګير کړى. ۴۴اَؤ په مزکه به دِ راګُزار کړى اَؤ تۀ اَؤ ستا بچى به ستا په ديوالُونو کښے دَ ننه وى اَؤ ستا يوه ګټه به هم دَ ګتے دَ پاسه پرے نۀ ږدى ځکه چه تا دَ خُدائے هغه مُقرر وخت ونۀ پيژندلو، هر کله چه هغه راغے!“

دَ خُدائے کور پاکول

متى ۲۱ :  ۱۲ ـ ۱۷، مرقوس ۱۱ :  ۱۵ ـ ۱۹، يوحنا ۲ :  ۱۳ ـ ۲۲

۴۵بيا عيسىٰ دَ خُدائے کور ته ننوتو اَؤ دَ سوداګرو په بهر راويستو ئے لاس پورے کړو. ۴۶اَؤ دا ئے ورته ووئيل، ”صحيفے وائى چه ”زما کور به دَ عبادت ځائے وى“، خو تاسو ترے دَ ډاکوانو کنډر جوړ کړے دے.“

۴۷دَ خُدائے په کور کښے به هره ورځ عيسىٰ تعليم ورکولو. اَؤ مشران کاهنان اَؤ دَ شرعے عالمان دَ دَۀ دَ ژولو په تلاش کښے وُو چه دَ اُولسى مشرانو مرسته هم ورسره وه. ۴۸خو هغوئ په دے کښے بے وسه وُو ځکه چه دَ خلقو دَ هغۀ په خبرو يقين وو.