دَ لُوقا په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے

اتلسم باب

دَ يوے کُنډے اَؤ دَ يو قاضى مِثال

۱عيسىٰ هغوئ ته يو مِثال ووئيلو، اَؤ ورته ئے دا وښودل چه هغوئ دِ تل دُعا غواړى اَؤ زړۀ دِ نه بائيلى. ۲وئے وئيل چه ”په يو ښار کښے يو مُنصف وو چه نۀ ورسره دَ خُدائے ويره وه اَؤ نۀ دَ بنده پرواه دار وو. ۳اَؤ هم په دغه ښار کښے يوه کُنډه وه چه هغه به بيا بيا هغۀ ته راتله اَؤ ورته به ئے وئيل چه زما دَ مُخالفينو اَؤ زما تر مينځه اِنصاف وکړه! ۴ډيره مُوده به هغۀ اِنکار کوُو خو آخر ئے په زړۀ کښے ووئيل، حقه خو دا ده چه زَۀ نۀ خو دَ خُدائے نه ويريږم اَؤ نۀ دَ بنده پرواه دار يم، ۵خو دا کُنډه زما دَ پاره داسے بلا جوړه شوے ده اَؤ زَۀ به دَ دے حق دے له ورکړم، داسے نۀ چه په آخر کښے ما تر پوزو راولى.“

۶بيا مالِک عيسىٰ ووئيل، ”تاسو واؤريدل چه دے بے اِنصافه مُنصف څۀ ووئيل. ۷نو ولے خُدائے دَ خپلو غوره شوو بدل وانۀ خلى څوک چه ورته شپه اَؤ ورځ په زارئ وى اَؤ هغه ئے ډير په صبر آؤرى؟ ۸زَۀ تاسو ته وايم، هغه به ډير زر دَ هغوئ نه بدل واخلى. خو هر کله چه اِبن آدم راځى، نو ولے هغه به په مزکه ايمان مُومى څۀ؟“

دَ فريسى اَؤ يو محصُولچى مِثال

۹عيسىٰ هغه خلقو ته چه په خپل ځان ئے توکل کاوو چه مُونږ صادِقان يو اَؤ نور ئے سپک ګڼل، دا مِثال ووئيلو، ۱۰”دوه سړى دَ دُعا دَ پاره دَ خُدائے کور ته لاړل، يو فريسى وو اَؤ بل محصُولچى. ۱۱فريسى ودريدلو اَؤ داسے دُعا ئے وکړه، اَئے خُدايه! ستا شکر دے چه زَۀ دَ نورو خلقو په شان نۀ خو حِرصناک، نۀ بد ديانته، نۀ زِناکار اَؤ نۀ لکه دَ دے محصُولچى په شان يم. ۱۲زَۀ په هفته کښے دوه ځله روژے نيسم اَؤ څۀ چه ګټم دَ هغے نه لسمه ورکوم. ۱۳خو محصُولچى لرے ولاړ وو اَؤ پاس آسمان ته ئے ونۀ کتل خو خپله سينه ئے وهله اَؤ وئيل ئے، اَئے خُدايه! په ما رحم وکړه! زَۀ ډير ګُناه ګار يم! ۱۴زَۀ تاسو ته وايم چه هم هغه سړے دَ هغه وړُومبى نه زيات صادِق شوے کور ته بيرته لاړو، ځکه هر څوک چه ځان اُوچتوى، هغه به غريب کړے شى اَؤ څوک چه ځان غريبوى، هغه به اُوچت کړے شى.“

ماشُومانو له برکت ورکول

متى ۱۹ :  ۱۳ ـ ۱۵، مرقوس ۱۰ :  ۱۳ ـ ۱۶

۱۵هغوئ عيسىٰ ته خپل ماشُومان راوستل چه هغه پرے لاس کيږدى. کله چه مُريدانو دوئ وليدل نو وئے رټل. ۱۶خو عيسىٰ هغه ماشُومان راوبلل اَؤ وئے وئيل، ”ماشُومان ما ته راپريږدئ، دوئ مه منع کوئ ځکه چه دَ خُدائے بادشاهى دَ دغسے خلقو ده. ۱۷تاسو ته رښتيا وايم، هر څوک چه دَ خُدائے بادشاهى لکه دَ ماشُوم قبُوله نۀ کړى، هغوئ به هيڅکله په دے کښے داخل نۀ شى.“

مالدار حاکِم

متى ۱۹ :  ۱۶ ـ ۳۰، مرقوس ۱۰ :  ۱۷ ـ ۳۱

۱۸دَ حاکِمانو نه يو حاکِم عيسىٰ نه دا تپوس وکړو، ”نيکَه اُستاذه! دَ تل ژوندون ګټلو دَ پاره ما ته څۀ کول په کار دى؟“

۱۹عيسىٰ هغۀ ته ووئيل، ”تۀ ما ته نيک ولے وائے؟ دَ يو خُدائے نه بغير بل هيڅوک نيک نِشته. ۲۰تا ته حُکمُونه معلُوم دى، ”زِنا مه کوه، قتل مه کوه، غلا مه کوه، دَ دروغو شاهدى مه کوه اَؤ دَ خپل مور پلار عزت کوه.““

۲۱سړى جواب ورکړو چه ”ما دَ هلکوالى نه په دے هر څۀ عمل کړے دے.“

۲۲دَ دے په آؤريدو عيسىٰ ورته ووئيل چه ”په تا کښے اوس هم دَ يو څيز کمے لا شته. هر څۀ چه درسره دى، هغه خرڅ کړه اَؤ په خوارانو ئے وويشه، اَؤ تۀ به په آسمان کښے خزانه ومُومے. بيا راشه اَؤ په ما پسے شه.“ ۲۳په دے خبرو دَ هغۀ زړۀ په ډوبيدو شو ځکه چه هغه ډير مالدار سړے وو.

۲۴عيسىٰ چه دا وليدل نو وئے وئيل، ”دَ دولت مند سړى دَ پاره دَ خُدائے په بادشاهئ کښے داخليدل څومره ګران کار دے! ۲۵دَ يو اُوښ دَ پاره دَ ستنے په سُوم کښے ننوتل په نسبت دَ يو مالدار سړى دَ خُدائے په بادشاهئ کښے داخليدل آسان دى.“

۲۶چا چه دا واؤريدل نو تپوس ئے وکړو، ”نو بيا به څوک خلاصُون مُومى؟“

۲۷عيسىٰ جواب ورکړو، ”څۀ چه دَ بنى آدم دَ پاره نامُمکن وى هغه خُدائے ته مُمکن وى.“

۲۸پطروس ووئيل، ”مُونږ خپل هر څۀ دَ دے دَ پاره پريښى دى چه ستا مُريدان شُو.“

۲۹عيسىٰ ووئيل، ”زَۀ تاسو ته رښتيا وايم چه هيڅوک داسے نِشته چا چه دَ خُدائے دَ بادشاهئ دَ پاره خپل کور، خپله ښځه، خپل ورُوڼه، خپل مور پلار اَؤ خپل بچى پريښى دى ۳۰چه هغه به په دے دُنيا کښے په څو چنده ومُومى اَؤ په بل جهان کښے به دَ تل ژوندُون بيا مُومى.“

دريم ځل دَ عيسىٰ دَ مرګ اَؤ دَ بيا ژوندى کيدلو پيشن ګوئى

متى ۲۰ :  ۱۷ ـ ۱۹، مرقوس ۱۰ :  ۳۲ ـ ۳۴

۳۱عيسىٰ دولس مُريدان يوے ډډے ته کړل اَؤ ورته ئے ووئيل، ”مُونږ اوس بيتُ المُقدس ته ځُو اَؤ دَ اِبن آدم په حق کښے هر څۀ چه دَ نبيانو په وسيله ليکلى شوى دى، هغه به پُوره کيږى. ۳۲هغه به غير قومُونو ته حواله کړے شى، هغوئ به په هغۀ پورے ټوقے وکړى اَؤ بد سلُوکى به ورسره وکړى اَؤ لاړے به پرے وتُوکى. ۳۳هغوئ به ئے په بينتُونو ووهى اَؤ مړ به ئے کړى اَؤ په دريمه ورځ به هغه بيا ژوندے راپاڅى.“

۳۴خو هغوئ په دے هيڅ ونۀ رسيدل اَؤ څۀ چه وئيلے شوى وُو، معنى ئے دَ هغو نه پټے وے ځکه چه هغوئ ئے مطلب ته نۀ رسيدل.

په يريحو کښے دَ يو ړُوند سړى بينا کول

متى ۲۰ :  ۲۹ ـ ۳۴، مرقوس ۱۰ :  ۴۶ ـ ۵۲

۳۵کله چه عيسىٰ يريحو ته نزدے شو نو يو ړُوند دَ لارے په غاړه ناست وو اَؤ خير ئے غوښتو. ۳۶هغۀ چه دَ ګڼو خلقو دَ تيريدو ښکالو واؤريده نو تپوس ئے وکړو چه ”دا څۀ چل دے؟“

۳۷هغوئ خبر کړو چه ”عيسىٰ ناصرى په دے لار تيريږى.“

۳۸نو هغۀ چغے کړے، ”اَئے عيسىٰ دَ داؤد زويه! په ما رحم وکړه!“

۳۹مخکښے چه کُوم خلق روان وُو، هغوئ ورته ووئيل چه ”چُپ شه.“ خو هغۀ لا نورے هم چغے ايستلے چه ”اَئے دَ داؤد زويه! په ما رحم وکړه!“

۴۰عيسىٰ ودريدو اَؤ سړو له ئے حُکم ورکړو چه ”دے ما ته راولئ.“ کله چه هغه راغے نو تپوس ئے ترے وکړو، ۴۱”تۀ څۀ غواړے چه زَۀ ستا دَ پاره څۀ وکړم؟“

هغۀ ووئيل، ”مالِکه! چه زَۀ بيا بينا شم.“

۴۲عيسىٰ هغۀ ته ووئيل چه ”بينا شه! تۀ خپل ايمان بچ کړلے.“

۴۳سمدستى دَ هغۀ سترګے وغړيدے اَؤ هغه په عيسىٰ پسے روان شو اَؤ دَ خُدائے ثنا ئے وئيله. اَؤ ټولو خلقو چه دا ننداره وليده نو دَ خُدائے ثنا ئے ووئيله.