دَ لُوقا په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے

اُوولسم باب

دَ عيسىٰ مسيح يو څو خبرے

متى ۱۸ :  ۶ ـ ۷، ۲۱ ـ ۲۲، مرقوس ۹ :  ۴۲

۱عيسىٰ خپلو مُريدانو ته ووئيل، ”تيندکُونه به خامخا راځى خو چه دَ چا دَ لاسه دا راځى، دَ هغۀ په حال اَفسوس دے! ۲دَ هغۀ دَ پاره به دا ښۀ وى چه دَ هغۀ په غاړه کښے دَ ژرندے پل واچولے شى اَؤ په درياب کښے وغورزولے شى، په ځائے دَ دے چه په دے وړو کښے يو له تيندک ورکړى. ۳خپل ځان ساتئ!

که چرے ستاسو ورور څۀ ګُناه وکړى نو وئے رټئ اَؤ که هغه پښيمانه شى نو وئے بخښئ. ۴اَؤ که چرے هغه په ورځ کښے اُووۀ ځله ستا خلاف ګُناه وکړى اَؤ بيا اُووۀ ځله درته راشى اَؤ داسے ووائى چه زَۀ توبه کوم نو ته ئے معاف کړه.“

۵مُريدانو مالِک ته ووئيل چه ”زمُونږ ايمان زيات کړه!“

۶اَؤ مالِک ورته جواب ورکړو، ”که چرے ستاسو ايمان دَ شړشمو دَ دانے هومره وى نو که تاسو دَ تُوت دے ونے ته ووايئ چه دَ بيخه وُوزه اَؤ په سمندر کښے نهاله شه! نو دا به سمدستى ستاسو حُکم ومنى.

۷فرض کړئ چه دَ چا يو نوکر وى چه يوى کوى يا ګډے سنبالوى. اَؤ هر کله چه هغه دَ پټى نه بيرته راځى نو ولے دَئے به ورته دا وائى چه دے خوا راشه اَؤ خوراک ته کښينه؟ ۸ولے هغه به ورته دا نۀ وائى چه زما ډوډئ تياره کړه، ملا تړلے ودريږه اَؤ زما دَ ډوډئ خوړو پورے زما خدمت کوه اَؤ چه زَۀ ډوډئ وخورم نو پس له هغے به تۀ هم وخورے؟ ۹ولے هغه په دے وجه دَ نوکر شکر ګذار وى چه دَ دَۀ دَ حُکم تعميل ئے کړے دے څۀ؟ ۱۰دغه حال ستاسو هم دے. هر کله چه تاسو خپل ټول کارُونه چه حُکم ئے درته شوے دے، پُوره کړئ نو ايله ووايئ چه مُونږ دَ شاباش لائق نۀ يُو ځکه چه مُونږ خو تش خپل فرض پُوره کړے دے.“

دَ لسو جُزاميانو روغول

۱۱کله چه عيسىٰ بيتُ المُقدس ته روان وو نو هغه دَ سامريه اَؤ دَ ګليل په حد راتيريدو. ۱۲کله چه هغه يو کلى ته ور دَ ننه کيدو نو لس کسان جُزاميان ئے وليدل. هغوئ په څۀ فاصله ودريدل، ۱۳اَؤ عيسىٰ ته ئے نعرے کړے، ”اَئے مالِکه! په مُونږ رحم وکړه.“ ۱۴هر کله چه هغۀ هغوئ وليدل نو وئے وئيل، ”لاړ شئ اَؤ خپل ځان کاهنانو ته وښايئ“.

اَؤ کله چه هغوئ په خپله لاره روان وُو نو هغوئ پاک کړے شول. ۱۵په هغوئ کښے چه يو تن خپل ځان روغ وليدو نو راستُون شو اَؤ په چغو چغو ئے دَ خُدائے ثنا ووئيله. ۱۶هغه دَ عيسىٰ په پښو کښے پريوتو اَؤ دَ هغۀ شکريه ئے ادا کړه. اَؤ هغه يو سامرى وو. ۱۷په دے سره عيسىٰ ووئيل چه ”ولے لس واړه پاک نۀ کړے شول؟ نو هغه نور نهه څۀ شول؟ ۱۸بے له دے يو مُسافر نه بل يو هم داسے نۀ وو چه هغه راغلے وے اَؤ دَ خُدائے ثنا ئے وئيلے وے؟“ ۱۹اَؤ عيسىٰ هغه سړى ته ووئيل، ”پاڅۀ اَؤ لاړ شه، خپل ايمان تۀ جوړ کړے.“

بادشاهت راتلل

متى ۲۴ :  ۲۳ ـ ۲۸، ۳۷ ـ ۴۱

۲۰فريسيانو دَ عيسىٰ نه تپوس وکړو چه ”دَ خُدائے بادشاهى به کله راځى؟“ هغۀ ووئيل چه ”تاسو په ليدلو دا نۀ شئ وئيلے چه دَ خُدائے بادشاهى به کله راځى. ۲۱داسے هم نۀ شئے وئيلے چه ګورئ دلته ده! يا هلته ده! ولے چه ګورئ، دَ خُدائے بادشاهى ستاسو په مينځ کښے ده.“

۲۲عيسىٰ مُريدانو ته ووئيل چه ”وخت به راشى چه تاسو به دَ اِبن آدم دَ ورځو نه دَ يوے ورځے دَ ليدو شوق لرئ خو تاسو به ئے ليدے نۀ شئ. ۲۳هغوئ به تاسو ته وائى چه وګورئ هغه هلته دے! وګورئ دلته دے! خو هلته لاړ نۀ شئ اَؤ مه په هغوئ پسے منډے وهئ. ۲۴لکه دَ آسمان بريښنا چه دَ مزکے دَ يو سر نه تر بل سره رسى، دغه شان به اِبن آدم په خپله ورځ وى. ۲۵خو اول به هغه خامخا ډير مصيبت وزغمى اؤ دا پيړئ به ئے رد کوى ۲۶اَؤ لکه چه دَ نوح په زمانه کښے څنګه شوى وُو، هم هغه شان به دَ اِبن آدم په ورځو کښے وشى. ۲۷هغوئ تر هغے ورځے پورے خوړل څښل اَؤ وادُونه ئے کول تر څو چه نُوح په خپله کِشتئ کښے ونۀ ختلو اَؤ طوفان رانۀ غے اَؤ دوئ ئے ټول غرق نۀ کړل. ۲۸اَؤ لکه چه دَ لُوط په زمانه کښے شوى وُو هغوئ هم خوړل څښل اَؤ سوداګرى ئے کوله اَؤ بُوټى ئے کرل اَؤ ودانئ ئے کولے. ۲۹خو په کُومه ورځ چه لُوط دَ صدُوم نه ووتو نو دَ آسمان نه اور اَؤ ګُوګړ وريدل شروع شول اَؤ دوئ ئے ټول هلاک کړل. ۳۰هم دغسے به دَ اِبن آدم دَ ظهُور په ورځ وشى.

۳۱په هغه ورځ هر څوک چه دَ کوټے دَ پاسه وى اَؤ سامان ئے ښکته وى نو هغه دِ دَ سامان اُوچتولو دَ پاره هيڅ کله هم ښکته رانۀ شى اَؤ هغه څوک هم چه په پټى کښے وى هغه دِ بيرته کور ته لاړ نۀ شى. ۳۲دَ لُوط ښځه راياده کړئ! ۳۳هر څوک چه خپل ځان ساتى، هغه به ځان بائيلى اَؤ هر څوک چه ځان بائيلى، هغه به ځان بيا وساتى. ۳۴زَۀ تاسو ته وايم چه په هغه شپه به په يو کټ کښے دوه سړى وى، يو به واخستلے شى اَؤ بل به پريښودلے شى. ۳۵اَؤ دوه ښځے به په يو ځائے مينچن کوى، يوه به واخستلے شى اَؤ بله به پريښودلے شى. ۳۶دوه سړى به په پټى کښے وى، يو به واخستلے شى اَؤ بل به پريښودلے شى.“

۳۷هغوئ چه دا واؤريدل نو تپوس ئے وکړو، ”کُوم خوا مالِکه؟“

عيسىٰ ورته ووئيل، ”چرته چه مُرداره وى هلته به ګنجئ راټوليږى.“