دَ لُوقا په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے

پنځلسم باب

دَ ورکے شوے ګډے مِثال

متى ۱۸ :  ۱۲ ـ ۱۴

۱ټول محصُولچيان اَؤ نور بدکاره خلق راغونډ وُو چه دَ عيسىٰ خبرے واؤرى. ۲خو فريسيانو اَؤ دَ شرعے عالمانو په خپلو کښے ګُوريدل شروع کړل اَؤ وئے وئيل، ”دا سړے خو ګُناه ګارانو ته هر کلے وائى اَؤ ورسره خوراک هم کوى!“ ۳نو عيسىٰ ورته دا مِثال تير کړو،

۴”که چرے په تاسو کښے دَ يو تن سره سل ګډے وى اَؤ يوه ترے ورکه شى نو ولے هغه به دغه نورے يو کم سل صرف تر هغے په ورشو کښے خوشے پرے نۀ ږدى تر څو چه ئے هغه يوه مُوندلے نۀ وى؟ ۵اَؤ په هغه وخت به هغه څومره خوشحاله وى اَؤ هغه به دا خپلو اوږو ته پورته کړى، ۶اَؤ کور ته به لاړ شى چه خپل دوستان اَؤ ګاونډيان راغونډ کړى اَؤ ورته په چغه ووائى، ماسره په خوشحالئ کښے شريک شئ! ما خپله ورکه ګډه بيا مُونده! ۷دغه شان زَۀ تاسو ته وايم چه په آسمان کښے هم دا رنګ دَ يو ګُناه ګار په توبه ګار کيدو بے حسابه خوشحالى کيږى، په نسبت دَ هغه يو کم سلو صادِقانو چه دَ توبے حاجت نۀ لرى.

دَ ورکے شوے سِکے مِثال

۸يا دا چه که دَ يوے ښځے سره لس دَ سپينو زرو سِکے وى اَؤ يوه ترے ورکه شى. آيا هغه ډيوه نۀ بلوى، کور نۀ جارُو کوى اَؤ دَ کور ګُوټ ګُوټ تر هغے نۀ لټوى تر څو چه ئے مُوندلے نۀ وى؟ ۹هر کله چه ئے ومومى نو خپلے سهيلئ اَؤ ګاونډيانے راټولے کړى اَؤ ورته وائى چه زما سره خوشحالى وکړئ ځکه چه ما خپله ورکه سِکه بيا مُونده! ۱۰هم په دغه جوړ زَۀ تاسو ته وايم چه دَ يو ګُناه ګار په توبه ګار کيدو دَ خُدائے په فرښتو کښے هم دغه شان خوشحالى کيږى.“

دَ ورک شوى زوى مِثال

۱۱عيسىٰ بيا ووئيل چه ”دَ يو سړى دوه زامن وُو. ۱۲اَؤ کشر ئے خپل پلار ته ووئيل، پلاره! زما برخه جائيداد ما ته راوسپاره. نو پلار خپل جائيداد په هغو وويشلو. ۱۳لږه موده پس هغه کشر زوى ئے خپل ټول جائيداد خرڅ کړو، پيسے ئے پرے نغدے کړے اَؤ چرته لرے وطن ته لاړو اَؤ هلته ئے خپل مال په بد چلنئ دُوړه کړو، ۱۴اَؤ هر څۀ ئے ضائع کړل. کله چه په هغه وطن سخت قحط راغے اَؤ هغۀ ته ئے هم تاؤ ور ورسيدو، ۱۵نو هغه لاړو اَؤ دَ هغه ملک دَ يو زميندار سره نوکر شو اَؤ هغۀ هغه خپل پټى ته واستولو چه خنزيران وڅروى. ۱۶دَ هغۀ ډير زړۀ کيدو چه دَ هغه پلو نه ګيډه ډکه کړى کُوم چه به دے خنزيرانو خوړل خو هيچا هم هغۀ ته دا نۀ ورکول. ۱۷بيا هغه په هوش کښے شو اَؤ وئے وئيل، زما دَ پلار څومره نوکران دَ خپل ضرورت نه زياته ډوډئ لرى اَؤ زَۀ يم چه دلته دَ لوږے مرم! ۱۸زَۀ به لاړ شم خپل پلار ته به ووايم چه پلاره! زَۀ هم دَ خُدائے اَؤ ستا په مخکښے ګُناه ګار يم. ۱۹نور زَۀ دَ دے قابل نۀ يم چه تۀ ما ته خپل زوئے ووائے، ما تۀ دَ خپلو نوکرانو په شان شماره. ۲۰اَؤ په دے نيت هغه دَ خپل پلار کور ته روان شو.

خو لا هغه ډير لرے وو چه دَ پلار نظر پرے پريوتو اَؤ زړۀ ئے پرے وسوزيدلو. هغۀ وردؤ کړو اَؤ ور تر غاړه وتو اَؤ کښل ئے کړو. ۲۱خو زوى ووئيل، پلاره! زَۀ دَ خُدائے اَؤ ستا په مخکښے ګُناه ګار يم. پس دَ دے زَۀ ستا دَ زوى بللو لايق نۀ يم. ۲۲خو پلار ئے خپلو نوکرانو ته ووئيل، زر شئ! زما غوره چُوغه راوړئ اَؤ دۀ ته ئے ورواغوندئ اَؤ ګوته ور په لاس کړئ اَؤ څپلئ ور په پښو کړئ. ۲۳يو څورب سخے راولئ اَؤ حلال ئے کړئ اَؤ راځئ چه خوشحالى وکړُو! ۲۴ځکه چه زما دا مړ زوئے بيا راژوندے شو، دَئے خو ورک شوے وو اَؤ بيا مُوندے شو. اَؤ دغه شان خوشحالى شروع شوه.

۲۵مشر زوے ئے په دغه وخت کښے په پټى کښے وو اَؤ چه واپس راتلو اَؤ کور ته رانزدے شو نو هغۀ دَ ساز اَؤ ګډا آواز واؤريدلو. ۲۶هغۀ يو نوکر راوبللو اَؤ تپوس ئے ترے وکړو چه دا څۀ چل دے؟ ۲۷نوکر ورته ووئيل، ستا ورور کورته راغلے دے اَؤ ستا پلار څورب سخے حلال کړے دے ځکه چه هغه ئے روغ رمټ بيا مُوندلے دے.

۲۸خو مشر زوے غصه شو اَؤ کور ته دَ ننوتو نه ئے اِنکار وکړو. دَ هغۀ پلار بهر راغے اَؤ هغه ئے په خبره پوهه کړو. ۲۹خو هغۀ ورته په جواب کښے ووئيل، دا دومره کالُونه ما ستا څومره تابعدارى کړے ده اَؤ کله مے هم ستا دَ حُکم نه مخ نۀ دے اړولے اَؤ تا ما ته کله هم يو ورغُومے قدر نۀ دے راکړے چه ما پرے خپلو دوستانو ته ميلمستيا کړے وَئے! ۳۰خو چه اوس ستا دا زوئے راغے چه ستا مال ئے په ډمو والوزوو نو تا هغۀ ته څورب سخے حلال کړو! ۳۱پلار ئے ووئيل، زما زويه! تۀ خو مُدام ما سره يئے اَؤ څۀ چه زما دى هغه ټول ستا دى. ۳۲نو په دے ښۀ ورځ به مُونږ خوشحالى ولے نۀ کوُو؟ ستا دا ورور مړ وو اَؤ بيا راژوندے شو، دَئے ورک وو اَؤ بيا ومُوندے شو.“