دَ لُوقا په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے

څوارلسم باب

دَ جهوله مرض سړے روغول

۱دَ سبت په ورځ عيسىٰ دَ يو مشر فريسى په کور کښے ډوډئ خوړلو له ورغے اَؤ هغوئ هغۀ ته په غور کتل. ۲هلته دَ هغۀ په وړاندے يو سړے وو چه ورته جهوله مرض وو. ۳عيسىٰ دَ شرعے دَ عالمانو اَؤ فريسيانو نه پوښتنه وکړه چه ”دَ سبت په ورځ روغول روا دى اَؤ که نه؟“

۴هغوئ هيڅ ونۀ وئيل نو عيسىٰ هغه سړے بوتلو، روغ ئے کړو اَؤ رُخصت ئے کړو. ۵بيا عيسىٰ هغوئ ته مخ راواړولو اَؤ وئے وئيل، ”که چرے په تاسو کښے دَ يو سړى خر وى يا ئے یو غوائى وى اَؤ هغه په کُوهى کښے پريوزى، ولے هغه به ئے دَ سبت په ورځ سمدستى نۀ راوباسى؟“

۶نو دَ هغوئ سره دَ دے هيڅ جواب نۀ وو.

دَ کوربه اَؤ ميلمنو دَ پاره نصحيت

۷کله چه عيسىٰ دا وکتل چه ميلمنو څنګه دَ عزت ځايُونه لټول نو هغۀ هغوئ ته دا مِثال تير کړو، ۸”که چرے تاسو څوک دَ وادۀ ډوډئ ته وغواړى نو دَ عزت په ځائے مه کښينئ. کيدے شى چه ستاسو نه څوک زيات عزتمند رابللے شوے وى. ۹نو کوربه به راشى اَؤ تاسو ته به ووائى چه دے سړى ته خپل ځائے پريږده اَؤ بيا به تۀ په هغه وخت ډير کچه شے کله چه تۀ دَ ټولو نه وروستو کښينے. ۱۰هر کله چه تا ته بلنه درکړے شى نو لاړ شه اَؤ دَ ټولو نه وروستو کښينه ځکه چه کله چه کوربه راشى نو هغه به درته ووائى، زما آشنا! وړاندے راشه. نو ستا ټول ملګرى ميلمانۀ به ستا دَ هغه عزت تماشا وکړى، کُوم چه تا ته در کړے شو. ۱۱ځکه چه هر هغه څوک چه ځان اُوچتوى، هغه به غريب کړے شى اَؤ هر هغه څوک چه ځان غريب کړى، هغه به اُوچت کړے شى.“

۱۲بيا عيسىٰ خپل کوربه ته ووئيل، ”هر کله چه تۀ دَ غرمے يا ماښام دَ ډوډئ دَ پاره څوک راغواړے نو خپلو دوستانو، ورُوڼو، عزيزانو اَؤ ماړو ګاونډيانو ته بلنه مه ورکوه ځکه چه هغوئ به هم بيا تا ته بلنه درکړى اَؤ بدل به دِ خلاص کړى. ۱۳خو هر کله چه تۀ دعوت کوے نو غريبان، شل ګوډ اَؤ ړاندۀ راوبله، ۱۴اَؤ دغه شان خوشحالى مُومه، ځکه چه دَ هغوئ سره دَ بدل دَ راګرزولو هيڅ ذريعه نِشته، خو دَ صادِقانو په قيامت کښے به تۀ خپل اَجر مُومے.“

دَ لوئے ميلمستيا مِثال

متى ۲۲ :  ۱ ـ ۱۰

۱۵په موجُودو خلقو کښے يو کس دَ دے په آؤريدو عيسىٰ ته ووئيل، ”بختور دى هغه څوک چه دَ خُدائے په بادشاهئ کښے به په ميلمستيا کښے ګډُون وکړى!“

۱۶عيسىٰ جواب ورکړو، ”يو سړى دَ يوے لوئے ميلمستيا بندوبست کړے وو اَؤ ګڼ خلق ئے رابللى وُو. ۱۷دَ ډوډئ په وخت هغۀ خپل نوکر په ميلمنو پسے واستولو اَؤ ورته ئے ووئيل، مهربانى وکړئ، هر څيز تيار دے، راشئ! ۱۸خو هغوئ هر يو څۀ نه څۀ بهانه وکړه. وړُومبى ووئيل، ما څۀ لږه غوندے مزکه آخستے ده، زَۀ ځم چه هغه وګورم. نو مهربانى وکړه، ما به معاف کړے. ۱۹دويم ووئيل، ما پينځۀ قُلبے غوايان آخستى دى، زَۀ ځم چه هغوئ جوت کړم. نو مهربانى وکړه، ما معاف کړه. ۲۰بل ووئيل، ما اوس اوس وادۀ کړے دے، په دے وجه درتلے نۀ شم.

۲۱کله چه نوکر بيرته راغے نو دا هر څۀ ئے مالِک ته ووئيل. دَ کور مالِک په غصه شو اَؤ هغۀ ته ئے ووئيل چه زر دَ ښار کوڅو اَؤ بازارونو ته وُوزه اَؤ خواران، مسکينان، شل ګوډ اَؤ ړاندۀ راټول کړه اَؤ رائے وله. ۲۲نوکر ووئيل، صاحبه! ستا حُکم په ځائے کړے شو خو بيا هم ځائے شته. ۲۳مالِک ورته جواب ورکړو چه لاړ شه اَؤ لويو لارو کوڅُو ته وُوزه اَؤ خلق په منت سره راوله ځکه چه زَۀ خپل کور ډک ليدل غواړم. ۲۴خو دا درته وايم چه هغه چه رابللى شوى وُو په هغو کښے به يو تن هم دا ډوډئ ونۀ څکى.“

دَ عيسىٰ دَ مُريدئ قيمت

متى ۱۰ :  ۳۷ ـ ۳۸

۲۵يو ځل چه يوه لويه ګڼه دَ عيسىٰ سره وه، هغۀ هغوئ ته مخ راواړولو اَؤ ورته ئے ووئيل، ۲۶”هغه څوک چه ما له راځى اَؤ که هغه دَ خپل مور، پلار، ښځے، بچو، ورُوڼو، خويندو اَؤ دَ خپل ځان سره کينه نۀ لرى نو هغه زما مُريد کيدے نۀ شى. ۲۷اَؤ کُوم سړے چه خپله سولئ په خپله نۀ پورته کوى اَؤ په ما پسے نۀ راځى، هغه زما مُريد کيدے نۀ شى.

۲۸آيا په تاسو کښے داسے څوک شته چه هغه به يو بُرج ودانول غواړى اَؤ دَ خرڅ دا اندازه به دَ آګاهو نه نۀ لګوى چه هغه ئے سر ته رسولے شى اَؤ که نه؟ ۲۹ګنى که چرے هغۀ دَ دے بنيادُونه ايښى وى اَؤ بيا ئے سر ته نۀ شى رسولے نو ټول ليدُونکى به ورپورے خندا ګانے کوى. ۳۰هغوئ به وائى چه دۀ ته ګورئ چه کار ئے شروع کړو اَؤ سر ته ئے ونۀ رسولو!

۳۱يا کُوم بادشاه به داسے وى چه هغه به دَ بل بادشاه سره دَ جنګيدو نه وړاندے دا اندازه نۀ لګوى چه دَ لسو زرو کسانو سره زَۀ دَ هغه بادشاه مُقابله کولے شم څوک چه دَ شلو زرو کسانو سره په ما حمله کوى؟ ۳۲اَؤ که هغه نۀ شى کولے نو دَ حملے نه ډير مخکښے به هغه خپل قاصد واستوى اَؤ دَ صُلح په شرطُونو به فيصله وکړى. ۳۳هم دغه شان په تاسو کښے يو کس هم تر هغے زما مُريد کيدے نه شى تر څو چه هغۀ خپل هر څۀ پريښے نۀ وى.

بے خونده مالګه

متى ۳ :  ۱۵، مرقوس ۹ :  ۵۰

۳۴مالګه ښۀ څيز دے، خو که مالګه په خپله بے خونده شى نو بيا به دَ هغے خوند په څۀ راولى؟ ۳۵بيا دا نۀ په مزکه اَؤ نۀ په ډيران په کاريږى، دا بس دَ عبث غورزولو ده. که دَ چا غوږُونه دَ آؤريدو وى نو هغه دِ واؤرى!“