دَ لُوقا په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے

لسم باب

دوه اويا مُريدان ليږل

۱پس له هغے بيا مالِک نور دوه اويا مُقرر کړل اَؤ هغوئ ئے دوه دوه مُختلفو کلو اَؤ بانډو ته دَ ځان نه وړاندے واستول، کُومو ته چه دَ هغۀ دَ ورتلو اِراده وه. ۲هغۀ هغوئ ته ووئيل، ”فصل ډير دے خو مزدُوران کم دى. دَ دے دَ پاره تاسو دَ فصل خاوند ته سوال وکړئ چه دَ خپل فصل دَ پاره مزدُوران راوليږى. ۳په خپله لاره ځئ اَؤ ګورئ، زَۀ تاسو لکه ګډے دَ شرمخانو په مينځ کښې ليږم. ۴مه دَ ځان سره پيسے وړئ، نۀ بټوے اَؤ نۀ پيزار. په لاره په هيچا په سلام اَؤ دُعا باندے وخت مه ضائع کوئ. ۵اَؤ هر کله چه يو کور ته ننوزئ نو تاسو اول داسے ووايئ، په دے کور کښے دِ خير وى! ۶که چرے هلته يو کس خير خواه وى نو ستاسو سلامتى به دَ هغۀ دَ پاره وى اَؤ که نه، نو هغه به تاسو ته بيرته راشى. ۷هم په هغه يو کور کښے پاتے شئ اَؤ دَ هغوئ په خوراک څښاک کښے شريک شئ ځکه چه مزدُور دَ مزدُورئ حقدار وى. دَ يو کور نه بل کور ته مه ځئ. ۸هر کله چه تاسو يوے ښارئے ته ورشئ اَؤ هغوئ تاسو ته هر کلے ووائى نو کُوم خوراک چه تاسو ته کيښودے شى، هغه وخورئ. ۹هلته رنځُوران روغ کړئ اَؤ ووايئ چه دَ خُدائے بادشاهى ستاسو په سر راغلے ده. ۱۰هر کله چه تاسو يوے ښارئے ته دَ ننه شئ اَؤ هغوئ درته هر کلے ونۀ وائى نو دَ دے کلى بهر کُوڅو ته ووزئ اَؤ ووايئ، ۱۱ستاسو دَ ښاريئے دا دُوړه چه زمُونږ په پښو پورے نښتى ده، مُونږ ئے ستاسو خلاف څنډو. خو دا خبره ياده لرئ چه دَ خُدائے بادشاهى رانزدے ده! ۱۲زَۀ تاسو ته دا وايم چه په لويه ورځ به دَ صدُوم حال دَ دغه ښار نه زيات دَ زغملو وى!

په ناتوبه ګار ښار باندے اَفسوس

متى ۱۱ :  ۲۰ ـ ۲۴

۱۳اَئے خورازينه! په تا دِ اَفسوس وى! اَئے بيتِ صيدا! په تا دِ اَفسوس وى! که چرے دا معجزے کُومے چه په تاسو کښے څرګندے کړے شوے په صور اَؤ صيدا کښے څرګندے کړے شوے وئے نو هغوئ به دَ دے نه ډير پخوا چه دَ تباهئ اَؤ بربادئ سره مخامخ شوى وُو، ټاټ لنګ کړے اَؤ په ايرو کښے ناست توبه ګار شوى وُو! ۱۴خو دَ قيامت په ورځ به دَ صُور اَؤ صيدا حالت ستاسو نه ډير غوره وى. ۱۵اَؤ اَئے کفرنحُومه! آيا تۀ دا ګڼے چه تۀ به تر آسمانه پورته کړے شے څۀ؟ نه، تۀ به تاترين ته وغورزولے شے!

۱۶هر څوک چه تاسو ته غوږ نيسى، هغه ما ته غوږ نيسى اَؤ هر څوک چه تاسو رد کوى، هغه ما رد کوى اَؤ څوک چه ما رد کوى، هغه هم هغه رد کوى چه زَۀ ئے را استولے يم.“

دَ دوؤ اؤياؤ مُريدانو واپس راتلل

۱۷بيا هغه دوه اويا کسان خوشحاله واپس راغلل اَؤ وئے وئيل چه ”اَئے مالِکه! ستا په نُوم پيريان هم زمُونږ تابعدارى کوى.“

۱۸هغۀ ځواب ورکړو، ”ما دا وليدل چه څنګه شيطان دَ بريښنا په شان دَ آسمان نه راکُوز شو. ۱۹اوس تاسو ګورئ چه اِختيار مے تاسو ته درکړو چه په لړمانو اَؤ مارانو پښے ږدئ اَؤ دَ دُښمن طاقت هم دَ پښو لاندے کوئ اَؤ هيڅ شئے هم چرے تاسو ته نقصان نۀ شى درکولے. ۲۰خو په دے يواځے مه خوشحاليږئ چه رُوحُونه ستاسو تابعدارى کوى بلکه په دے چه ستاسو نومُونه په آسمان کښے وليکلے شول.“

دَ عيسىٰ خوشحاليدل

متى ۱۱ :  ۲۵ ـ ۲۷، ۱۳ :  ۱۶ ـ ۱۷

۲۱هم په دغه وخت عيسىٰ په رُوحُ القُدس لويه خوشحالى وکړه اَؤ عيسىٰ ووئيل، ”اَئے پلاره! دَ آسمان اَؤ مزکے مالکه! زَۀ ستا شکر کوم چه دا خبرے دِ دَ هوښيارانو اَؤ پوهانو نه پټے کړلے اَؤ ماشُومانو ته دِ ښکاره کړلے. اَئے پلاره! دا ستا رضا وه.

۲۲زما پلار ما ته هر څۀ راسپارلى دى اَؤ هيڅوک په دے نۀ دے پوهه چه زوئے ئے څوک دے بے له پلاره، اَؤ پلار څوک دے بے له زويه اَؤ دَ هغه سړى نه چه زوئے ئے پرے ظاهرول غواړى.“

۲۳بيا هغه خپلو مُريدانو ته راوګرزيدلو اَؤ جُدا ئے ورته ووئيل، ”هغه سترګے بختورے دى چه هغه څۀ ليدے شى چه تاسو ئے وينئ! ۲۴زَۀ تاسو ته وايم چه ډيرو نبيانو اَؤ بادشاهانو دا غوښتل چه هغه څۀ ووينى چه تاسو ئے وينئ خو چرے ئے ونۀ ليدل اَؤ هغه څۀ واؤرى چه تاسو ئے آؤرئ خو چرے ئے وانۀ وريدل.“

نيک سامرى

۲۵په يوه موقعه يو دَ شرعے عالم راغے اَؤ په عيسىٰ ئے دَ آزميښت دَ پاره دا سوال وکړو، ”مالکه! زۀ داسے څۀ کار وکړم چه دَ تل ژوندُون وارث شم؟“

۲۶عيسىٰ ورته ووئيل، ”په شريعت کښے ئے څۀ ليکلى دى؟ تۀ ئے څنګه لولے؟“

۲۷هغۀ ورته جواب ورکړو، ”دَ خپل خُدائے سره دَ زړۀ په راستئ اَؤ پُوره په رُوح اؤ پُوره په طاقت اَؤ پُوره په عقل مينه لره“ اَؤ ”دَ خپل ګاونډى سره دَ خپل ځان په شان مينه کوه.“

۲۸عيسىٰ ورته ووئيل چه ”هم دغه صحيح جواب دے. دغه شان کوه نو ژوندے به اوسے.“

۲۹خو هغۀ خپل ځان رښتُونے کولو، نو عيسىٰ ته ئے ووئيل، ”زما ګاونډى څوک دے؟“

۳۰عيسىٰ ورته جواب ورکړو چه ”يو سړے دَ بيتُ المُقدس نه يريحو ته روان وو چه په لارے ډاکوانو ګير کړو، جامے ئے ترے وويستے، وئے وهلو اَؤ مرګى حال ئے پريښودلو اَؤ ترے لاړل. ۳۱اِتفاقى يو کاهن په دغه لار تيريدو چه هغه ئے وليدو نو ډډه ئے ترے وکړه اَؤ داسے پرے تير شو. ۳۲دغه شان يو ليوى هغه ځائے ته راغے اَؤ چه ئے وليدو نو ډډه ئے ترے وکړه اَؤ لاړو. ۳۳خو يو سامرى مُسافر چه هغۀ ته راغے اَؤ چه هغه ئے وليدو نو زړۀ ئے پرے وسوزيدو. ۳۴هغه ورغے، په هغه ئے پټئ ولګوله اَؤ په زخمونو ئے ورته تيل اَؤ شراب پورے کړل اَؤ بيا ئے په خپل څاروى سور کړو اَؤ يو سرائے ته ئے راوستو اَؤ هلته ئے دَ هغۀ خدمت وکړو. ۳۵بله ورځ هغۀ دوه ديناره راوويستل، دَ سرائے مالِک ته ئے ورکړل اَؤ ورته ئے ووئيل چه دَ دَۀ خدمت کوه اَؤ که نور خرڅ پرے راغے نو په واپسئ به ئے درکړم.

۳۶ستا څۀ خيال دے چه په دے درے واړو کښے دَ هغه سړى کُوم چه دَ غلو په لاس کښے کښيوتے وو، ګاونډى څوک دے؟“

۳۷هغۀ جواب ورکړو، ”هغه څوک چا چه په هغۀ رحم وکړو.“

عيسىٰ ورته ووئيل، ”لاړ شه اَؤ دغسے کوه لکه چه هغۀ وکړل.“

دَ عيسىٰ مرتا اَؤ مريم سره ملاقات

۳۸هر کله چه هغوئ په لاره تلل نو عيسىٰ يو کلى ته راغے چرته چه مرتا نومے يوے ښځے په خپل کور کښے ميلمه کړو. ۳۹دَ هغے يوه خور وه چه نُوم ئے مريم وو. هغه دَ عيسىٰ په پښو کښے کښيناستله اَؤ دَ هغۀ کلام ئے آؤريدلو. ۴۰خو چه مرتا دَ ډير کار له کبله زياته ستړے شوه نو ورغله اَؤ ورته ئے ووئيل، ”مالِکه! تۀ دا خيال نۀ کوے چه زما خور زَۀ خدمت ته يواځے پريښودلے يم؟ هغے ته ووايه چه راشى اَؤ زما مدد وکړى.“

۴۱مالِک په جواب کښے ورته ووئيل، ”مرتا! مرتا! دَ تۀ ډيرو څيزونو فکر آخستے يئے اَؤ هله ګُله جوړوے. ۴۲خو يو څيز ضرورى دے اَؤ مريمے چه کُومه حِصه خوښه کړے ده، هغه غوره ده اَؤ دا به دَ هغے نه هيڅکله وانۀ خستے شى.“