د ليويانو کِتاب

اُووم باب

د تاوان نذرانې

۱دا لاندې د تاوان د نذرانو د پاره اصُول دى، کُومې چې ډېرې مُقدسې دى. ۲د تاوان نذرانې د پاره ځناور به هلته حلالېږى، چرته چې د سوزېدُونکې نذرانې ځناور حلالېږى اؤ د دې وينه دې د قُربان‌ګاه په ټولو طرفُونو وشيندلے شى. ۳د دې ټوله وازګه دې په قُربان‌ګاه باندې پېش کړے شى :  لم، هغه وازګه چې په کولمو پرته وى، ۴پښتورګى اؤ هغه وازګه چې ورباندې پرته وى اؤ د اينې ښه حِصه هم. ۵اِمام به هغه ټول مالِک خُدائ ته په اور سوزېدُونکې نذرانې په توګه په قُربان‌ګاه وسوزوى. دا د تاوان نذرانه ده. ۶د اِمامانو د کورَنو هر نر کس دا خوړلے شى، خو دا به خامخا په يو مُقدس ځائ کښې خوړلے شى، ځکه چې دا ډېره مُقدسه ده. ۷د ګُناه نذرانې اؤ د تاوان نذرانې دواړو د پاره يو شان اصُول دى :  غوښه د هغه اِمام ده چې کفاره ادا کوى. ۸اِمام چې د چا د پاره سوزېدُونکې نذرانه پېش کوى نو د هغه ځناور څرمن به د هغه اِمام وى. ۹د غلې هره يوه نذرانه کُومه چې په تنُور کښې يا لوښى يا په تبخى پخېږى هغه د اِمام ده چا چې خُدائ پاک ته دا پېش کړې ده. ۱۰خو د غلې هغه ټولې نذرانې چې پخې شوې نۀ وى، کۀ په تېلو غوړې وى يا سپورې وى، هغه د هارُون د کورنۍ د ټولو اِمامانو دى اؤ يو برابر دې په هغوئ باندې وويشلے شى.

د سلامتۍ نذرانې

۱۱دا د سلامتۍ د نذرانو د پاره اصُول دى کُومې چې مالِک خُدائ ته پېش کولے شى. ۱۲کۀ يو کس دا نذرانه د شُکرانې په توګه خُدائ پاک ته پېش کوى، چې کُوم ځناور قُربانى کېږى د هغه سره دې په يو ځائ د پتيرې ډوډۍ يوه نذرانه پېش کړى :  داسې غټه ډوډۍ چې د زيتُونو تېل ورسره ګډ شوى وى يا نرۍ پخې شوې ډوډۍ چې د زيتُونو تېل ورباندې لګولے شوى وى يا د ښو اوړو نه پخه شوې داسې ډوډۍ چې د زيتُونو تېل ورسره ګډ شوى وى. ۱۳د دې نه علاوه، هغه دې خمبيره پخې شوې ډوډۍ هم پېش کړى. ۱۴هغه دې د هر قِسم ډوډۍ يوه يوه حِصه د خاص برخې په توګه مالِک خُدائ ته پېش کړى، دا د هغه اِمام دى کُوم چې د ځناور وينه واخلى اؤ د قُربان‌ګاه سره يې وشيندى. ۱۵د سلامتۍ د نذرانې غوښه دې خامخا هم په هغه ورځ وخوړلے شى چې په کُومه ورځ هغه قُربانى کېږى، تر بل سحر پورې دې د هغې نه هيڅ څيز پاتې نۀ شى. ۱۶کۀ يو کس د قسم پُوره کولو يا د خپلې رضاکارانه نذرانې په توګه، د سلامتۍ نذرانه راوړى، چې دا په کُومه ورځ پېش کېږى نو په هغه ورځ دې خوړلے شى خو چې څۀ پاتې وى نو هغه په بله ورځ خوړلے شى. ۱۷څۀ غوښه چې پاتې وى نو هغه دې په دريمه ورځ وسوزولے شى. ۱۸کۀ د سلامتۍ نذرانې نه څۀ په دريمه ورځ هم وخوړلے شى، نو خُدائ پاک به د هغه کس نذرانه قبُوله نۀ کړى. دا نذرانه به د هغۀ په فائده کښې حِساب نۀ شى بلکې ناپاکه به وګنلے شى اؤ چې څوک هم دا وخورى نو هغۀ ته به د خپلو بدو سزا مِلاؤ شى. ۱۹کۀ چرې دا غوښه په يو ناپاک څيز پورې ولګې، نو دا دې نۀ شى خوړلے، بلکې ودې سوزولے شى. چې څوک پاک وى نو هغه دا پاتې شوې غوښه خوړلے شى، ۲۰خو کۀ څوک پاک نۀ وى اؤ د سلامتۍ نذرانې غوښه وخورى کُومه چې مالِک خُدائ ته پېش کړے شوې وى، نو هغه به نور د خُدائ پاک د خلقو نه نۀ شى ګڼلے. ۲۱کۀ يو کس ناپاک څيز له لاس وروړى، کۀ هغه ناپاکى د بنيادم يا د ځناور وى اؤ د دې نذرانې غوښه وخورى، نو هغه به نور د خُدائ پاک د خلقو نه نۀ شى ګڼلے. ۲۲مالِک خُدائ مُوسىٰ ته دا اصُول وښودل ۲۳کُوم چې د بنى اِسرائيلو د پاره دى :  د څاروو، ګډو، يا د چېلو وازګه مۀ خورئ. ۲۴يو ځناور چې په خپل مرګ مړ وى يا کۀ ځنګلى ځناورو وژلے وى د هغۀ وازګه به نۀ خورئ، خو هغه د څۀ بل مقصد د پاره اِستعمالېدے شى. ۲۵کۀ څوک د يو ځناور وازګه وخورى کُوم چې مالِک خُدائ ته په اور سوزېدُونکې نذرانې په توګه پېش کېدے شو نو هغه کس به نور د خُدائ پاک د خلقو نه نۀ شى ګڼلے. ۲۶بنى اِسرائيل چې چرته هم اوسېږى، هغوئ دې هيڅ کله هم د مارغانو يا د ځناورو وينه نۀ خورى. ۲۷هر څوک چې وينه وخورى نو هغه به نور د خُدائ پاک د خلقو نه نۀ شى ګڼلے. ۲۸بيا مالِک خُدائ مُوسىٰ ته دا اصُول وښودل ۲۹کُوم چې د بنى اِسرائيلو د پاره دى :  هر څوک چې يوه د سلامتۍ نذرانه پېش کوى نو د هغې يوه برخه به د خاص تُحفې په توګه مالِک خُدائ ته پېش کوى، ۳۰هغه دې دا په خپلو لاسُونو په اور سوزېدُونکې نذرانې په توګه راوړى. هغه دې د هغه ځناور وازګه سره د ځناور د سينې راوړى اؤ مالِک خُدائ ته دې د يو خاص تُحفې په توګه پېش کړى. ۳۱اِمام به وازګه په قُربان‌ګاه باندې وسوزوى، خو هغه سينه به د اِمامانو وى. ۳۲د ځناور وروستونے ښے پتُون به د يوې برخې په توګه اِمام ته ورکولے شى، ۳۳هغه اِمام له کُوم چې وينه اؤ د سلامتۍ نذرانې وازګه پېش کوى. ۳۴د ځناور سينه يوه خاص تُحفه ده اؤ ښے پتُون يوه خاص برخه ده چې مالِک خُدائ يې د بنى اِسرائيلو نه اخلى اؤ اِمامانو له يې ورکوى. نو داسې بنى اِسرائيل به په راتلُونکى ټولو وختُونو کښې دا اِمامانو ته ورکوى. ۳۵دا مالِک خُدائ ته په اور سوزېدُونکې نذرانې برخه ده چې هارُون اؤ د هغۀ زامنو ته ورکړے شوه چې په کُومه ورځ هغوئ د اِمامانو په توګه مُقرر شول. ۳۶په هغه ورځ مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته حُکم وکړو چې هغوئ ته د نذرانې دا برخه ورکړى. دا يو اصُول دے چې په راتلُونکى ټولو وختُونو کښې به يې بنى اِسرائيل خامخا منى. ۳۷دا اصُول د سوزېدُونکې نذرانو د پاره دى، د غلې نذرانو د پاره، د ګُناه نذرانو، د تاوان نذرانو، د مُقررولو نذرانو اؤ د سلامتۍ د نذرانو د پاره دى. ۳۸هلته په بيابان کښې د سينا په غرۀ باندې، مالِک خُدائ په هغه ورځ مُوسىٰ له دا حُکمونه ورکړل اؤ هغۀ بنى اِسرائيلو ته ووئيل چې خپلې نذرانې راوړئ.