د ليويانو کِتاب

شپږم باب

۱مالِک خُدائ مُوسىٰ ته دا اصُول وښودل. ۲کۀ څوک د مالِک خُدائ خِلاف داسې ګُناه وکړى، لکه چې د يو بنى اِسرائيلى امانت واپس ورنۀ کړى، يا د چا نه څۀ څيز پټ کړى، يا څوک دهوکه کړى، نو يوه نذرانه به ورکړى، ۳يا کۀ يو ورک شوے څيز پېدا کړى اؤ د هغې په باره کښې دروغ ووائى اؤ داسې قسم وخورى چې هغۀ دا نۀ دے مُوندلے. ۴کله چې يو کس په داسې طريقه ګُناه وکړى، هغۀ چې څۀ څيز هم د غلا يا دهوکې په طريقه اخستے وى نو هغه دې واپس ورکړى. په کُومه ورځ چې هغه ګُناهګار ثابت شى، نو هغه به خامخا د هغه څيز مالِک ته پُوره تاوان ورکوى اؤ شل فى‌صده زيات به هم ورکوى. ۶هغه دې اِمام ته يو داسې بې‌عېبه ګډ يا چېلے راولى چې مالِک خُدائ ته يې د نذرانې په توګه پېش کړى. د دې قيمت به د منلے شوى معيار په مُطابق مُقررولے شى. ۷اِمام به د هغه کس د ګُناه د پاره کفاره ادا کړى اؤ هغه به معاف شى.

سوزېدُونکې نذرانې

۸بيا مالِک خُدائ مُوسىٰ ته حُکم وکړو ۹چې هارُون اؤ د هغۀ زامنو ته د سوزېدُونکې نذرانو د پاره دا اصُول وښايه. يوه سوزېدُونکې نذرانه به ټوله شپه په قُربان‌ګاه باندې پرېښودلے شى اؤ اور دې بل وساتلے شى. ۱۰بيا به اِمام خپله د لټې چُوغه اؤ د لټې جانګى واغوندى، په قُربان‌ګاه باندې د سوزېدُونکې نذرانې نه پاتې شوې ايرې به لرې کړى اؤ د قُربان‌ګاه په څنګ کښې به يې واچوى. ۱۱بيا دې جامې بدلې کړى اؤ ايرې دې د خېمو نه بهر يو پاک ځائ ته يوسى. ۱۲په قُربان‌ګاه دې اور بل وساتلے شى خو چې مړ نۀ شى. اِمام به هر سحر په دې باندې لرګى ږدى، سوزېدُونکې نذرانه به په دې سمه ږدى اؤ د سلامتۍ د نذرانې وازګه دې ورباندې سوزوى. ۱۳اور دې خامخا په قُربان‌ګاه بل وساتلے شى اؤ چې کله هم مړ نۀ شى.

د غلې نذرانې

۱۴دا د غلې نذرانې د پاره اصُول دى. د هارُون د کورنۍ يو اِمام به د مالِک خُدائ په حضُور کښې د قُربان‌ګاه په مخکښې د غلې نذرانه پېش کړى. ۱۵بيا به هغه د ښو اوړو چې تېل ورسره ګډ وى اؤ خوشبوئى ورباندې پرته وى د هغې نه دې يو مُوټے واخلى اؤ په قُربان‌ګاه باندې به يې د يوې نښې په توګه وسوزوى چې دا ټوله مالِک خُدائ ته پېش کړے شوې ده. د دې نذرانې بُوئ په مالِک خُدائ ښۀ لګې. ۱۶اِمامان به هغه پاتې شوې برخه وخورى. د دې نه به پتيره ډوډۍ پخه کړے شى اؤ په مُقدس ځائ کښې، د مالِک خُدائ د حضُور د خېمې په دربار کښې به وخوړلے شى. دا مالِک خُدائ اِمامانو له په سوزېدُونکې نذرانه کښې د هغوئ د برخې په توګه ورکړې ده. دا د ګُناه د نذرانې اؤ د تاوان د نذرانې په شان ډېره مُقدسه ده. ۱۸په راتلُونکى ټولو وختُونو کښې د هارُون د اولاد هر يو نر کس مالِک خُدائ ته په اور سوزېدُونکې نذرانې نه خپله برخه د همېشه د پاره خوړلے شى. کۀ بل هر څوک هم دې نذرانې له لاس وروړى نو د دې د پاکوالى په وجه به هغۀ ته تکليف ملاوېږى. ۱۹بيا مالِک خُدائ مُوسىٰ ته دا اصُول وښودل. ۲۰په کُومه ورځ چې د هارُون د کورنۍ يو اِمام مُقررولے شى نو هغه به يو کيلو ښۀ اوړۀ مالِک خُدائ ته د نذرانې په توګه پېش کوى د عامې غلې د نذرانې په شان، نيم په سحر کښې اؤ نيم په ماښام کښې. ۲۱دا به په تېلو کښې ګډ شى، په تبخى به پاخۀ کړے شى اؤ چُورى به کړے شى اؤ د غلې د نذرانې په توګه به پېش کړے شى، د دې بُوئ په مالِک خُدائ ښۀ لګې. ۲۲په راتلُونکى ټولو وختُونو کښې به د هارُون د اولاد هر يو کس دا نذرانه تياروى کُوم چې د مشر اِمام په توګه خِدمت کوى. مالِک خُدائ ته د پېش کړے شوې قُربانۍ په توګه دا به ټوله وسوزولے شى. ۲۳د اِمام د غلې د نذرانې يوه برخه به هم نۀ شى خوړلے، ټوله به خامخا سوزولے شى.

د ګُناه نذرانې

۲۴بيا مالِک خُدائ مُوسىٰ ته حُکم وکړو چې ۲۵هارُون اؤ د هغۀ زامنو ته د ګُناه د نذرانې د پاره دا اصُول وښايه. د ګُناه د نذرانې ځناور به د مالِک خُدائ په حضُور کښې حلالولے شى، چرته چې د سوزېدُونکې نذرانې د پاره ځناور حلالېږى. دا يوه ډېره مُقدسه نذرانه ده. ۲۶کُوم اِمام چې دا ځناور قُربانى کوى هغه به دا په مُقدس ځائ کښې وخورى چې هغه د مالِک خُدائ د حضُور د خېمې دربار دے. ۲۷هر څوک يا هر څيز چې د دې ځناور د غوښې سره ولګې نو هغوى ته به د دې د پاکوالى په وجه تکليف مِلاؤ شى. کۀ جامې د ځناور په وينه ولړلے شى، نو هغه به خامخا په مُقدس ځائ کښې وينځلے شى. ۲۸د خاورې په کُوم لُوښى کښې چې غوښه يشولے شوې وى هغه دې مات کړلے شى اؤ کۀ د زېړو لوښے اِستعمال شوے وى، نو هغه دې ومږلے شى اؤ په اوبو کښې دې کنګال کړے شى. ۲۹د اِمامانو د کورَنو هر نر دا نذرانه خوړلے شى، دا ډېره مُقدسه ده. ۳۰خو کۀ د کُوم ځناور وينه مُقدسې خېمې ته دننه راوړلے شى اؤ د ګُناه د کفارې ادا کولو د پاره اِستعمال شى، نو هغه ځناور دې نۀ شى خوړلے چې د کُوم نه وينه اخستے شوې وى، اؤ دا دې وسوزولے شى.