د ليويانو کِتاب

پنځم باب

د ګُناه د نذرانو ورکولو حالاتُونه

۱په دې حالاتو کښې د ګُناه نذرانې ضرُورى ګڼلے کېږى :  کۀ څوک د ګواهۍ ورکولو د پاره عدالت ته وغوښتلے شى اؤ هغه معلُومات نۀ ورکوى چې څۀ يې ليدلى يا اؤرېدلى وى، نو هغۀ ته دې د خپلو بدو سزا مِلاؤ شى. ۲کۀ څوک په غلطۍ سره يو حرام څيز له لاس وروړى، لکه چې يو مړ مُردار ځناور له، نو هغه ناپاک اؤ ګُناهګار دے چې څنګه ورته پته ولګې چې هغۀ دا خطا کړى دى. ۳کۀ څوک په غلطۍ سره د يو اِنسان يو ناپاک ځائ يا څيز له لاس وروړى، چې دا څۀ څيز هم وى، نو هغه ناپاکه اؤ ګُناهګار دے چې څنګه ورته پته ولګې چې هغۀ دا خطا کړى دى. ۴کۀ څوک بغېر د سوچ کولو نه قسم وخورى، چې دا قسم د هر څيز په باره کښې وى کۀ قسم ښۀ وى اؤ يا بد وى، نو هغه ناپاکه اؤ ګُناهګار دے چې څنګه ورته پته ولګې چې هغۀ څۀ کړى دى. ۵کله چې يو کس ګُناه وکړى، نو هغه دې خامخا د ګُناه اِقرار وکړى، ۶اؤ د خپلې ګُناه په جُرمانه کښې به هغه خامخا يوه ګډه يا چېلۍ مالِک خُدائ ته د نذرانې په توګه راولى. اِمام به د هغه کس د ګُناه د پاره کفاره ادا کړى. ۷کۀ هغه کس ګډه يا چېلۍ نۀ شى اخستلے، نو هغه به د خپلې ګُناه د پاره په بدل کښې دوه ګُوګُوشتکې يا دوه کونترې راوړى، يوه به د ګُناه د نذرانې د پاره اؤ يوه به د سوزېدُونکې نذرانې د پاره وى. ۸هغه به دا اِمام ته راوړى، نو وړومبۍ به مارغۀ د ګُناه د نذرانې د پاره پېش کړى. د دې څټ به تاؤ کړى خو چې سر ترې نه بېل نۀ شى ۹اؤ څۀ وينه دې د قُربان‌ګاه په يو طرف باندې وشيندى، پاتې شوې وينه دې د قُربان‌ګاه په بېخ کښې وڅڅولے شى. دا د ګُناه د لرې کولو د پاره يوه نذرانه ده. ۱۰بيا د اصُولو په مُطابق هغه دويم مارغۀ دې د سوزېدُونکې نذرانې په توګه پېش کړى. داسې به اِمام د هغه کس د ګُناه د پاره کفاره ادا کړى کُومه چې هغۀ کړې ده اؤ هغه به معاف شى. ۱۱کۀ هغه کس دوه ګُوګُوشتکې يا دوه کونترې هم نۀ شى راوړلے، نو هغه به يو کيلو اوړۀ د ګُناه د نذرانې په توګه راوړى. هغه دې په دې کښې د زيتُونو تېل يا خوشبوئى نۀ اچوى، ځکه چې دا د ګُناه نذرانه ده. ۱۲هغه کس به دا اِمام ته راوړى، اِمام به يو مُوټے ترې نه د نښې په توګه واخلى چې دا ټول مالِک خُدائ ته پېش کړى شوى دى اؤ په اور سوزېدُونکې نذرانې سره به يې په قُربان‌ګاه باندې وسوزوى. دا يوه داسې نذرانه ده چې ګُناه لرې کوى. ۱۳داسې اِمام به د هغه کس د ګُناه د پاره کفاره ادا کړى چې په دې مُختلفو ګُناهونو کښې يې کُومه ګُناه هم کړې وى اؤ هغه به معاف شى. پاتې شوى اوړۀ به هم د غلې نذرانې په شان د اِمام وى.

د تاوان نذرانې

۱۴مالِک خُدائ مُوسىٰ ته دا اصُول وښودل. ۱۵کۀ يو کس په غلطۍ سره داسې ګُناه وکړى اؤ د هغه قيمت په ورکولو کښې ناکام شى چې کُوم مالِک خُدائ ته پېش کول وُو، نو هغه به د تاوان د نذرانې په توګه يو داسې ګډ يا چېلے مالِک خُدائ ته راولى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى. د دې قيمت به د منلے شوى معيار په مُطابق مُقررولے شى. ۱۶هغه به خامخا هغه پېسې ورکوى چې د کُومو په ورکولو کښې ناکام شوے وى اؤ شل فى‌صده زياتې دې هم ورکړى. هغه به دا پېسې اِمام ته ورکړى اؤ اِمام به د هغه کس د ګُناه د نذرانې د پاره ځناور پېش کړى اؤ هغه کس به معاف شى. ۱۷کۀ څوک يوه داسې ګُناه وکړى چې په غلطۍ سره د مالِک خُدائ د حُکمُونو نه يو حُکم مات کړى، نو هغه ګُناهګار دے اؤ جُرمانه به ورکوى. ۱۸هغه به خامخا اِمام ته د تاوان د نذرانې په توګه يو ګډ يا چېلے راولى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى. د دې قيمت به د منلے شوى معيار په مُطابق مُقررولے شى. اِمام به د هغۀ د ګُناه د پاره کفاره ادا کړى کُومه چې هغۀ په غلطۍ سره کړې وى اؤ هغه به معاف کړې شى. ۱۹دا د هغې ګُناه د تاوان نذرانه ده کُومه چې هغۀ د مالِک خُدائ خِلاف کړے وى.