د ليويانو کِتاب

څلورم باب

په غلطۍ سره د شوو ګُناهونو د پاره نذرانې

۱مالِک خُدائ مُوسىٰ ته حُکم وکړو ۲چې بنى اِسرائيلو ته ووايه چې کۀ څوک ګُناه وکړى اؤ په غلطۍ سره د مالِک خُدائ حُکمونه مات کړى، نو هغه به دا قانُون منى. ۳کۀ چرې مشر اِمام ګُناه وکړى اؤ د هغې په ذريعه خلق ګُناهګار شى، نو هغه به يو څخے پېش کوى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى اؤ د خپلې ګُناه د پاره به يې مالِک خُدائ ته قُربانى کړى. ۴هغه به څخے د مُقدسې خېمې دروازې خُلې ته راولى، خپل لاس به ورله په سر کېږدى، اؤ د مالِک خُدائ په حضُور کښې به يې هلته حلال کړى. ۵بيا به مشر اِمام د څخى لږه وينه واخلى اؤ خېمې ته به يې دننه يوسى. ۶هغه به خپله ګوته په وينه کښې ډُوبه کړى اؤ دا دې اووۀ ځله د مُقدسې پړدې مخې ته وشيندى. ۷بيا به هغه لږه وينه په خېمه کښې د خوشبويۍ د قُربان‌ګاه په ښکرو باندې ولګوى. هغه به پاتې شوې وينه د سوزېدُونکې نذرانو قُربان‌ګاه په بېخ کښې توئ کړى، کُومه چې د خېمې د دروازې په خُلۀ کښې ده. ۸هغه به د دې څخى نه ټوله وازګه واخلى، هغه وازګه کُومه چې په کولمو باندې وى، ۹پښتورګى اؤ کُومه وازګه چې ورباندې پرته وى اؤ د اينې ښۀ حِصه. ۱۰اِمام به دا وازګه واخلى اؤ د سوزېدُونکې نذرانو په قُربان‌ګاه باندې به يې وسوزوى، هم هغه شان لکه چې کُوم عمل د سلامتۍ د نذرانې د پاره حلال شوى ځناور وازګې سره کوى. ۱۱خو هغه به د دې څرمن، ټوله غوښه، سر، خپې، دنننى اندامُونه سره د کولمو، ۱۲دا هر څۀ به د خېمو نه بهر هغه پاک ځائ ته يوسى چرته چې ايره غورزولے کېږى، نو هلته دې يې هغه د لرګو په اور باندې وسوزوى. ۱۳کۀ چرې د اِسرائيليانو ټول قوم ګُناه وکړى اؤ په غلطۍ سره د مالِک خُدائ د حُکمُونو نه د يو حُکم ماتولو په وجه ګُناهګار شى، ۱۴بيا چې څنګه د ګُناه پته ورته ولګې، نو قوم به د ګُناه د نذرانې په توګه يو څخے راولى. هغوئ به دا د مالِک خُدائ د حضُور مُقدسې خېمې ته راولى، ۱۵د قوم مشران به د دې په سر خپل لاسُونه کېږدى اؤ څخے دې هلته حلال کړے شى. ۱۶مشر اِمام به د څخى لږه وينه واخلى اؤ خېمې ته به يې دننه يوسى، ۱۷خپله ګوته دې په وينه کښې ډُوبه کړى اؤ هغه دې اووۀ ځله د مالِک خُدائ په حضُور کښې د پړدې په مخکښې وشيندى. ۱۸هغه به لږه وينه د خوشبويۍ د قُربان‌ګاه په ښکرُونو پورې ولګوى چې دا د مالِک خُدائ په حضُور کښې دننه په خېمه کښې ده اؤ پاتې شوې وينه دې د سوزېدُونکې نذرانې د قُربان‌ګاه په بېخ کښې توئ کړى، کُومه چې د خېمې د دروازې په خُلۀ کښې ده. ۱۹بيا به هغه د څخى ټوله وازګه واخلى اؤ په قُربان‌ګاه به يې وسوزوى. ۲۰هغه به د دې څخى سره هم هغه شان وکړى لکه څنګه چې هغۀ د ګُناه د نذرانې د څخى سره کړى وُو، نو داسې به اِمام د خلقو د ګُناه د پاره کفاره ادا کړى اؤ هغوئ به معاف شى. ۲۱بيا به هغه څخے د خېمو نه بهر يوسى اؤ وبه يې سوزوى، لکه څنګه چې هغه د خپلې ګُناه د پاره پېش کړے شوے څخے سوزوى. دا نذرانه د قوم د ګُناه د کفارې د پاره ده. ۲۲کۀ يو مشر ګُناه وکړى اؤ په غلطۍ سره د مالِک خُدائ د حُکمُونو نه د يو حُکم ماتولو په وجه ګُناهګار شى، ۲۳اؤ چې د خپلې ګُناه پته ورته ولګې، نو هغه به د خپلې نذرانې په توګه يو چېلے راولى چې هېڅ عېب په کښې نۀ وى. ۲۴هغه به خپل لاس د چېلى په سر کېږدى اؤ د قُربان‌ګاه هغه طرف ته به يې حلال کړى، چرته چې د سوزېدُونکې نذرانې ځناور حلالولے شى. دا د ګُناه لرې کولو نذرانه ده. ۲۵اِمام به خپله ګوته د ځناور په وينه کښې ډُوبه کړى، دا دې د قُربان‌ګاه په ښکرُونو پورې ولګوى اؤ پاتې شوې وينه دې د قُربان‌ګاه په بېخ کښې توئ کړى. ۲۶بيا به هغه د دې ټوله وازګه په قُربان‌ګاه باندې وسوزوى، لکه څنګه چې هغه د سلامتۍ د نذرانې د پاره حلال شوى ځناور وازګه سوزوى. داسې به اِمام د هغه مشر د پاره د ګُناه کفاره ادا کړى اؤ هغه به معاف شى. ۲۷کۀ يو عام کس ګُناه وکړى اؤ په غلطۍ سره د مالِک خُدائ د حُکمُونو نه د يو حُکم ماتولو په وجه ګُناهګار شى، ۲۸نو چې څنګه د ګُناه پته ورته ولګې، نو هغه به د خپلې نذرانې په توګه يوه چېلۍ راولى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى. ۲۹هغه به خپل لاس د دې په سر کېږدى اؤ د قُربان‌ګاه په هغه طرف به يې حلاله کړى، چرته چې د سوزېدُونکې نذرانې د پاره ځناور حلالېږى. ۳۰اِمام به خپله ګوته د دې ځناور په وينه کښې ډُوبه کړى، دا به د قُربان‌ګاه په ښکرُونو پورې ولګوى اؤ پاتې شوې وينه به د قُربان‌ګاه په بېخ کښې توئ کړى. ۳۱بيا به هغه ټوله وازګه ترې نه لرې کړى، لکه څنګه چې د سلامتۍ د نذرانې د پاره حلال شوى ځناور نه لرې کولے شى اؤ هغه به دا په قُربان‌ګاه باندې وسوزوى ځکه چې په مالِک خُدائ دا بُوئ ښۀ لګې. نو داسې به اِمام د هغه کس د ګُناه کفاره ادا کړى اؤ هغه به معاف شى. ۳۲کۀ يو کس د ګُناه د نذرانې د پاره د ګډو نه څۀ راولى، نو هغه دې يوه ګډه وى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى. ۳۳هغه به خپل لاس د دې په سر کېږدى اؤ د قُربان‌ګاه په هغه طرف به يې حلاله کړى، چرته چې د سوزېدُونکې نذرانې د پاره ځناور حلالېږى. ۳۴اِمام به خپله ګوته د ځناور په وينه کښې ډُوبه کړى، د قُربان‌ګاه په ښکرُونو پورې دې دا وينه ولګوى اؤ پاتې شوې وينه به هغه د دې په بېخ کښې توئ کړى. ۳۵بيا به هغه د دې ټوله وازګه لرې کړى، لکه څنګه چې د سلامتۍ د نذرانې د پاره حلال شوى ځناور نه وازګه لرې کېږى اؤ هغه به په اور سوزېدُونکې نذرانو سره په قُربان‌ګاه باندې وسوزوى کُوم چې مالِک خُدائ ته پېش کېږى. داسې به اِمام د هغه کس د ګُناه د پاره کفاره ادا کړى اؤ هغه به معاف شى.