د ليويانو کِتاب

دريم باب

د سلامتۍ نذرانې

۱کله چې څوک خپل يو څاروے د سلامتۍ د نذرانې په توګه پېش کوى، نو هغه دې يو داسې غوَيے يا غوا وى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى. ۲هغه کس به خپل لاس د هغه ځناور په سر کېږدى اؤ د مالِک خُدائ د حضُور مُقدسې خېمې د دروازې په خُلۀ کښې به يې حلال کړى. د هارُون د کورنۍ اِمامان به هغه وينه د قُربان‌ګاه څلورو واړو طرفُونو ته وشيندى ۳اؤ هغه دې د هغه ځناور دا حِصې مالِک خُدائ ته په اور سوزېدُونکې نذرانې په توګه پېش کړى. په دې کښې به په کولمو باندې ټوله وازګه، ۴پښتورګى اؤ په هغې باندې چې څومره وازګه وى اؤ د اينې ښۀ حِصه هم وى. ۵اِمامان به دا هر څۀ د سوزېدُونکې نذرانو سره په قُربان‌ګاه باندې وسوزوى. په اور سوزېدُونکې د دې نذرانې بُوئ په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګې. ۶کۀ چرې د رَمې نه د سلامتۍ د نذرانې په توګه څۀ پېش کولے شى، کۀ هغه نر وى يا ښځه، خو چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى. ۷کۀ يو کس يو ګډُورے پېش کوى، ۸نو هغه دې خپل لاس ورله په سر کېږدى اؤ د خېمې مخې ته دې هغه حلال کړى. اِمامان به د هغۀ وينه د قُربان‌ګاه په څلورو واړو طرفُونو باندې وشيندى ۹اؤ مالِک خُدائ ته دې د هغه ځناور دا حِصې په اور سوزېدُونکې نذرانې په توګه پېش کړى :  د ټول لم وازګه چې د ملا د هډُوکى سره نزدې پرې کړے شوې وى، هغه ټوله وازګه چې په کولمو پرته وى، ۱۰پښتورګى اؤ هغه وازګه چې ورباندې پرته وى اؤ د اينې ښۀ حِصه هم. ۱۱بيا به اِمام دا هر څۀ په اور سوزېدُونکې نذرانې په توګه مالِک خُدائ ته وسوزوى. ۱۲کۀ يو کس چېلۍ پېش کوى، ۱۳هغه دې خپل لاس ورله په سر کېږدى اؤ د خېمې مخې ته دې حلال کړى. اِمامان به د دې وينه د قُربان‌ګاه په څلورو واړو طرفُونو باندې وشيندى ۱۴اؤ مالِک خُدائ ته دې دا حِصې په اور سوزېدُونکې نذرانې په توګه پېش کړى :  هغه ټوله وازګه چې په کولمو باندې پرته وى، ۱۵پښتورګى اؤ هغه وازګه چې ورباندې پرته وى اؤ د اينې ښۀ حِصه هم. ۱۶اِمام به دا هر څۀ په اور سوزېدُونکې نذرانې په توګه وسوزوى، دا به په مالِک خُدائ باندې يو ښۀ لګېدُونکے بُوئ وى. د قُربانۍ ټوله وازګه د مالِک خُدائ ده. ۱۷يو بنى اِسرائيلے به هم وازګه اؤ وينه نۀ شى خوړلے، بنى اِسرائيل چې چرته هم اوسېږى نو ټول به دا قانُون د همېشه د پاره منى.