د ليويانو کِتاب

پنځويشتم باب

اوؤم کال

د ګردان کِتاب ۱۵ :  ۱‏-۱۱

۱بيا مالِک خُدائ د سينا په غرۀ باندې مُوسىٰ ته ووئيل اؤ حُکم يې ورکړو چې، ۲”بنى اِسرائيلو ته دا اصُول وښايه. کله چې تاسو هغه وطن ته ورننوځئ چې مالِک خُدائ يې تاسو له درکوى، د مالِک خُدائ د درناوى د پاره په هر اوؤم کال تاسو هغه زمکه مۀ کَرئ. ۳شپږ کاله به تاسو خپل پټى وکَرئ، په باغُونو کښې به د انګُورو څانګې پرې کړئ اؤ فصلُونه به راغونډ کړئ. ۴خو په اوؤم کال دې زمکه شاړه پاتې شى. دا به مالِک خُدائ ته وقف شوے کال وى. خپل پټى مۀ کَرئ اؤ په خپلو باغُونو کښې د انګُورو څانګې مۀ پرې کوئ. ۵هغه فصل مۀ رېبئ چې د کَرلو نه بغېر په خپله راشين کېږى اؤ د خپلو باغُونو نه هغه انګُور مۀ راټولوئ چې څانګې يې کهنچې شوى نۀ وى، دا هغه کال دے چې زمکه به په کښې پُوره آرام کوى. ۶کۀ په هغه کال کښې زمکه کَرلے شوے هم نۀ وى، خو د هغې نه به ستاسو د پاره، ستاسو غُلامانو، مزدُورانو اؤ د مُسافرو د پاره چې ستاسو سره اوسېږى، خوراک مِلاؤ شى، ۷داسې ستاسو څاروو د پاره اؤ ستاسو په پټو کښې د ځنګلى ځناورو د پاره هم. زمکه چې هر څۀ راشنۀ کړى نو هغه خوړلے شى.

د واپس ورکولو کال

۸اووۀ ځلې اووۀ کالونه وشمېرئ چې يو کم پنځوس کاله جوړېږى. ۹نو د اوومې مياشتې په لسمه ورځ يعنې د کفارې په ورځ به په ټول وطن کښې بيګل وغږولے شى. ۱۰نو تاسو پنځوسم کال خاص وګڼئ اؤ د وطن ټولو خلقو ته د آزادۍ اِعلان وکړئ. په دې کال هغه هر څۀ هم چې خرڅ شوى وى نو هغه به اصلى مالِک يا د هغۀ اولاد ته واپس ملاوېږى اؤ هر څوک چې د غُلام په توګه خرڅ شوے وى نو هغه به خپلې کورنۍ ته واپس شى. ۱۱تاسو به خپل پټى نۀ کَرئ نۀ به هغه فصل رېبئ چې په خپله راشين شوے وى اؤ نۀ به په باغُونو کښې هغه انګُور راټولوئ چې څانګې يې پرې کړے شوې نۀ وى. ۱۲هغه ټول کال به ستاسو د پاره مُقدس وى، تاسو به صِرف هغه څۀ خورئ چې پټو په خپله راشنۀ کړى وى. ۱۳په دې کال هغه هر څۀ چې خرڅ شوى وى نو هغه به واپس خپل اصلى مالِک ته مِلاؤ شى. ۱۴کله چې تاسو په خپل بنى اِسرائيلى باندې زمکه خرڅوئ يا يې ترې نه اخلئ، نو يو بل له دهوکه مۀ ورکوئ. ۱۵قيمت به يې د کالونو د شمېر په مُطابق مُقررولے شى چې په هغه زمکه کښې د واپس ورکولو کال نه مخکښې څومره فصل کېږى. ۱۶کۀ چرې پاتې شوى کالونه ډېر وى، نو قيمت به يې اُوچت وى، خو کۀ صِرف يو څو کالونه پاتې وى، نو قيمت به يې کم وى، ځکه چې څۀ هم خرڅېږى نو هغه د فصلُونو د هغه شمېر په مُطابق به وى چې په هغه زمکه کښې پېدا کېږى. ۱۷خپل بنى اِسرائيليان مۀ دهوکه کوئ، خو د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک نه ويرېږئ. ځکه چې زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.

د اوؤم کال د پاره د خُدائ پاک د خوراک بندُوبست کول

۱۸د مالِک خُدائ ټول قانُون اؤ حُکمونه منئ، نو تاسو به هغه وطن کښې په آمن سره اوسېږئ. ۱۹هغه زمکه به فصلُونه پېدا کوى اؤ د خوراک هغه هر څۀ به درته ملاوېږى چې تاسو يې غواړئ اؤ په آمن کښې به ژوند کوئ. ۲۰خو کېدے شى چې ستاسو نه يو کس تپوس وکړى چې پټى ونۀ کَرلے شى اؤ فصلُونه راغونډ نۀ شى نو په اوؤم کال به څۀ خورو. ۲۱مالِک خُدائ به په شپږم کال هغه زمکې له برکت ورکړى نو هغه زمکه به د دوه کالونو د پاره ښۀ ډېر خوراک پېدا کړى. ۲۲کله چې تاسو په اتم کال خپل پټى کَرئ، نو چې په شپږم کال تاسو څۀ رېبلى وى هغه به تر اوسه پورې خورئ اؤ په نهم کال به هم تاسو هغه څۀ خورئ کُوم چې تاسو په اتم کال کَرئ اؤ رېبئ.

د جائيداد واپس ورکول

۲۳تاسو خپله زمکه د همېشه د پاره مۀ خرڅوئ، ځکه چې زمکه ستاسو نۀ ده، د خُدائ پاک ده اؤ تاسو د مُسافرو په شان يئ چا ته چې دا اِجازت وى چې صِرف ګټه ترې نه واخلى. ۲۴کله چې زمکه خرڅېږى، نو د دې د اصلى مالِک د واپس اخستلو حق به خامخا منلے شى. ۲۵کۀ يو بنى اِسرائيلے غريب شى اؤ زمکې خرڅولو ته مجبُور شى، نو د هغۀ د ټولو نه نزدې خپلوان به زمکه واپس اخلى. ۲۶کۀ د چا خپلوان نۀ وى چې دا واپس واخلى نو کېدے شى وروستو مالدار شى اؤ ډېرې پېسې ولرى چې دا واپس واخلى. ۲۷نو په داسې حال کښې به خامخا هغه سړى له قيمت ورکوى چا چې اخستے وى، دا قيمت به د واپس ورکولو کال پورې د پاتې کالونو د پاره وى، تر هغې پورې چې هغۀ ته خپله زمکه واپس شى. ۲۸خو کۀ د هغۀ سره ډېرې پېسې نۀ وى چې زمکه واپس واخلى نو دا به د واپس اخستلو نه ورستوکال پورې د هغه سړى په قبضه کښې وى. په هغه کال دې دا خپل اصلى مالِک ته واپس شى. ۲۹کۀ څوک په يو دېوال لرُونکى ښار کښې کور خرڅ کړى، نو هغه د دې د خرڅېدو د تاريخ نه واخله په هغه وړومبى ټول کال د واپس اخستلو حق لرى. ۳۰خو کۀ هغه يې په يو کال کښې واپس وانۀ خلى نو د واپس اخستلو حق د هغۀ د لاس نه لاړ شى اؤ هغه کور به د اخستُونکى اؤ د هغۀ د اولاد د همېشه د پاره وى، دا به د واپس اخستلو په کال نۀ واپس کېږى. ۳۱خو چې کُوم کورُونه په بې‌دېواله کلو کښې دى نو په هغو باندې به د پټو په شان کار کېږى، د دې اصلى مالِک دا حق لرى چې دا واپس واخلى اؤ دا به د واپس اخستلو په کال کښې واپس کولے شى. ۳۲خو، ليويان هر وخت دا حق لرى چې په ښارُونو کښې خپل هغه جائيداد واپس واخلى چې هغوئ ته حواله شوے وى. ۳۳کۀ چرې يو ليوے په ښارُونو کښې يو کور خرڅ کړى اؤ واپس وانۀ خستلے شى، نو د واپس اخستلو په کال کښې به دا خامخا واپس اخستلے شى، ځکه چې د ليويانو په خپلو ښارُونو کښې چې کُوم کورُونه دى دا د بنى اِسرائيلو په مېنځ کښې د هغوئ د همېشه د پاره جائيداد دے. ۳۴خو د ليويانو د ښارُونو نه ګېر‌چاپېره مېدان به هيڅ کله نۀ خرڅېږى، دا د همېشه د پاره د هغوئ دے.

غريبانانو خلقو له قرض ورکول

۳۵کۀ ستاسو سره يو نزدې اوسېدُونکے بنى اِسرائيلے دومره غريب شې چې خپل ځان نۀ شى ساتلے، نو تاسو خامخا د هغۀ مدد کوئ لکه څنګه چې تاسو د پردى وطن کس سره مدد کوئ، نو چې هغه ستاسو سره نزدې پاتې شى. ۳۶د هغوئ نه هيڅ سُود مۀ اخلئ، د خُدائ پاک نه ويرېږئ اؤ خپل بنى اِسرائيلے هم هغه شان ستاسو سره نزدې اوسېدو ته پرېږدئ. ۳۷تاسو چې کُومې پېسې هغوئ له په قرض ورکړئ نو د هغې سُود ترې نه مۀ اخلئ اؤ چې کُوم خوراک ورباندې خرڅ کړئ د هغې ګټه ترې نه مۀ اخلئ. ۳۸دا د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک حُکم دے، چا چې تاسو د مِصر د وطن نه راوويستلئ چې د کنعان زمکه تاسو له درکړى اؤ چې د ستاسو خُدائ پاک وى.

د غُلامانو آزادول

۳۹کۀ ستاسو سره يو نزدې اوسېدُونکے بنى اِسرائيلے دومره غريب شى چې هغه خپل ځان په تاسو باندې د يو غُلام په توګه خرڅ کړى، نو د هغۀ نه به د يو غُلام کار نۀ اخلئ. ۴۰هغه به ستاسو سره د يو مزدُور په شان وى اؤ د بل واپس ورکولو تر کال پورې به ستاسو خِدمت کوى. ۴۱په هغه وخت به هغه اؤ د هغۀ بچى ستاسو نه لاړ شى اؤ خپلې کورنۍ اؤ د خپل پلار نيکۀ جائيداد ته به راستُون شى. ۴۲بنى اِسرائيل د مالِک خُدائ غُلامان دى اؤ هغوئ يې د مِصر وطن نه راوويستل، هغوئ دې د غُلامانو په توګه نۀ خرڅېږى. ۴۳د هغوئ سره ظلم مۀ کوئ اؤ د خُدائ پاک نه ويرېږئ. ۴۴کۀ تاسو ته د غُلامانو ضرُورت وى، نو د خوا‌ؤشا قومُونو نه غُلامان اخستلے شئ. ۴۵تاسو د هغه مُسافرو اولاد هم اخستلے شئ کُوم چې ستاسو سره اوسېږى. کُوم چې ستاسو په وطن کښې پېدا شوى وى نو هغه به ستاسو ميراث شى، ۴۶اؤ هغوئ خپلو بچو ته د ميراث په توګه پرېښودلے شئ، تر څو چې هغوئ ژوندى وى نو ستاسو د بچو خِدمت به کوى. خو چې تاسو د خپل بنى اِسرائيلى سره ظلم ونۀ کړئ. ۴۷فرض کړئ يو مُسافر چې ستاسو سره اوسېږى اؤ هغه مالدار شى، خو ستاسو بنى اِسرائيلے غريب شى اؤ خپل ځان په هغه مُسافر يا د هغۀ د کورنۍ په يو کس باندې خرڅ کړى. ۴۸د هغۀ د خرڅېدو نه پس، هغه بيا هم دا حق لرى چې واپس واخستلے شى. د هغۀ يو ورور ۴۹يا د هغۀ ترۀ، د ترۀ زوئ يا د هغۀ بل يو نزدې خپلوان هغه واپس اخستلے شى. يا کۀ هغه په خپله مالداره شى، نو هغه خپله آزادى په خپله اخستلے شى. ۵۰چا چې هغه اخستے وى د هغۀ سره به خامخا مشوره کوى اؤ هغوئ به د خرڅېدو د وخت نه واخله د واپس اخستلو نه وروستو کال پورې کالونه وشمېرى اؤ چې کُومې پېسې يو مزدُور ته ورکولے کېږى د هغه په بُنياد به د هغۀ د خلاصېدو قيمت مُقرر شى. ۵۱د پاتى شوو کالونو د شمېر په مُطابق به هغه خامخا د خرڅېدو د قيمت يوه حِصه ورکوى، ۵۳لکه چې هغه د کال په بُنياد باندې مزدُور کړے شوے وو. د هغۀ مالِک به د هغۀ سره ظلم نۀ کوى. ۵۴کۀ هغه په داسې څۀ طريقه آزاد نۀ کړے شى، نو هغه اؤ د هغۀ بچى به په واپس ورکولو پسې کال باندې خامخا آزاد وى. ۵۵يو بنى اِسرائيلے به همېشه د پاره غُلام نۀ وى، ځکه چې بنى اِسرائيل د مالِک خُدائ غُلامان دى. هغۀ هغوئ د مِصر وطن نه راوويستل، هغه مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک دے.“