د ليويانو کِتاب

څليريشتم باب

د ډيوو ساتنه کول

د هِجرت کِتاب ۲۷ :  ۲۰‏-۲۱

۱بيا مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل چې، ۲”بنى اِسرائيلو له حُکم ورکړه چې د ډيوو د پاره ډېر ښۀ سُوچه د زيتُونو تېل راوړى کُومې چې په مُقدسه خېمه کښې دى، نو چې هر وخت رڼا وى. ۳هارُون به هر ماښام دا ډيوې بلوى اؤ تر سحره پورې به يې بلې ساتى، چې د مالِک خُدائ په حضُور کښې د پړدې نه بهر د تړون صندُوق ته مخامخ دى، دا ډيوټ په زيات مُقدس ځائ کښې دے. دا اصُول دې په راتلُونکى ټولو وختُونو کښې منلے شى. ۴هارُون به د هغه ډيوو خيال ساتى کُومې چې د سُوچه سرو زرو په ډيوټ باندې دى اؤ دې ته به پام کوى چې دا د مالِک خُدائ په حضُور کښې هر وخت بلېږى.

خُدائ پاک ته پېش کړے شوې ډوډۍ

۵دولس کيلو ښۀ اوړۀ واخله اؤ دولس ډوډۍ ترې نه پخې کړه. ۶په دوه ډېرو کښې يې په هغه مېز باندې کېږده چې د سُوچه سرو زرو پترى ورباندې خېژولے شوے دے، کُوم چې د مالِک خُدائ په حضُور کښې دے اؤ چې په هر ډيرى کښې شپږ شپږ ډوډۍ وى. ۷په هر ډيرى باندې څۀ سُوچه لوبان واچوه، دا به مالِک خُدائ ته په اور تيارېدُونکې نذرانې د يوې نښې په شان وى چې د ډوډۍ په ځائ پېش کېږى. ۸د هر سبت په ورځ په راتلُونکى ټولو وختُونو کښې، ډوډۍ دې خامخا د مالِک خُدائ په حضُور کښې کېښودلے شى. د بنى اِسرائيلو همېشه د پاره دا تړون دے. ۹دا ډوډۍ د هارُون اؤ د هغۀ د اولاد ده اؤ هغوئ به دا په مُقدس ځائ کښې خورى، ځکه چې دا د اِمامانو د پاره مالِک خُدائ ته په اور تيارېدُونکې نذرانې يوه ډېره مُقدسه برخه ده.“

د خُدائ پاک اؤ د مخلُوق د اِحترام په باره کښې قانُون

۱۰يو سړے وو چې د هغۀ پلار مِصرے اؤ مور يې بنى اِسرائيلۍ وه چې د هغې نُوم سلوميت وو اؤ د دان د قبيلې د دِبرى لُور وه. دې سړى په خېمو کښې د يو بنى اِسرائيلى سره جګړه وکړه. هغۀ په کنځلو کښې د خُدائ پاک د نُوم بې عِزتى وکړه، نو هغوئ هغه مُوسىٰ له بوتلو، ۱۲هغه يې قېد کړو اؤ مالِک خُدائ ته يې اِنتظار کولو چې هغوئ ته وښائى چې د هغۀ سره څۀ وکړى. ۱۳مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل چې، ۱۴”دا سړے د خېمو نه بهر بوځئ. هر چا چې د هغۀ کنځل اؤرېدلى وى نو هغه به خپل لاس د هغه سړى په سر د ګواهۍ ورکولو د پاره کېږدى اؤ بيا به ټول قوم هغه سنګسار کړى. ۱۵بيا بنى اِسرائيلو ته ووايه چې هر څوک هم خُدائ پاک ته کنځل وکړى نو هغۀ ته به خامخا د خپلو بدو سزا مِلاؤ شى ۱۶اؤ وبه وژلے شى. هر يو بنى اِسرائيلے يا د پردى وطن کس چې ستاسو سره اوسېږى چې هغه مالِک خُدائ ته کنځل وکړى نو ټول قوم به هغه ووژنى. ۱۷هر څوک چې قتل وکړى نو هغه به وژلے شى، ۱۸اؤ هر څوک چې د بل چا يو ځناور ووژنى نو تاوان به يې خامخا ورکوى. دا اصُول د ژوند په بدل کښې د ژوند والا دى. ۱۹کۀ څوک يو بل کس زخمى کړى، هغۀ چې څۀ هم کړى وى نو هم هغه شان عمل به ورسره کېږى. ۲۰کۀ هغه يو هډُوکے مات کړى، نو د هغۀ يو هډُوکے به ماتولے شى، کۀ هغه يوه سترګه وباسى نو د هغۀ يوه سترګه به ويستلے شى، کۀ هغه يو غاښ مات کړى، نو د هغۀ يو غاښ به ماتولے شى. هغه چې څنګه هم بل کس زخمى کړى نو په بدل کښې به د هغۀ سره هم هغه عمل کېږى. ۲۱هر څوک چې يو ځناور ووژنى نو تاوان به يې ورکوى، خو هر څوک چې يو اِنسان ووژنى نو هغه به ووژلے شى. ۲۲دا قانُون ستاسو د ټولو د پاره دے، کۀ هغه اِسرائيلے وى يا د پردى وطن کس چې ستاسو سره اوسېږى، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.“ ۲۳کله چې مُوسىٰ بنى اِسرائيلو ته دا ووئيل، نو هغوئ هغه سړے د خېمو نه بهر بوتلو چا چې کنځل کړى وُو اؤ سنګسار يې کړو. نو بنى اِسرائيلو هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ مُوسىٰ له حُکم ورکړے وو.