د ليويانو کِتاب

نولسم باب

اِخلاقى اؤ مذهبى قانُون

۱بيا مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل چې ۲د بنى اِسرائيلو قوم ته ووايه، ”مُقدس اوسئ، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک مُقدس يم. ۳ستاسو هر يو کس دې د خپل مور اؤ پلار عِزت کوى اؤ د سبت ورځ مانځئ، چې څنګه ما حُکم درکړے دے. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم. ۴زما نه مۀ اؤړئ اؤ د بُتانو عِبادت مۀ کوئ، مجسمې مۀ جوړوئ اؤ مۀ يې عِبادت کوئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم. ۵کله چې تاسو د سلامتۍ نذرانې د پاره يو ځناور حلالوئ، ما چې کُوم اصُول درته ښودلى دى د هغې خيال ساتئ اؤ زۀ به هغه نذرانه قبلوم. ۶چې په کُومه ورځ ځناور حلال شى غوښه به يې هم په هغه ورځ يا ورپسې ورځ باندې خوړلے شى. څۀ غوښه چې د دريمې ورځې پورې پاتې وى نو هغه به خامخا سوزولے شى، ۷ځکه چې دا ناپاکه ده اؤ کۀ څوک دا وخورى، نو زۀ به هغه نذرانه قبُوله نۀ کړم. ۸هر څوک چې دا وخورى نو ګُناه به د هغۀ په غاړه وى ځکه چې د هغه څۀ سپکاوے يې کړے دے چې مالِک خُدائ، خُدائ پاک ته وقف وُو، نو هغه به نور زما د خلقو نۀ شى ګڼلے. ۹کله چې تاسو د خپلو پټو فصل رېبئ، نو فصل د پټو تر غاړو پورې مۀ رېبئ اؤ چې کُوم وږى د لَو نه پاتى وى نو د هغې رېبلو له واپس مۀ ورځئ. ۱۰خپلو د انګُورو باغُونو ته واپس مۀ ورځئ چې هغه انګُور راټول کړئ کُوم چې پاتې شوى وى يا غورزېدلى وى، دا غريبانانو اؤ مُسافرو ته پرېږدئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم. ۱۱غلا مۀ کوئ، دروغ مۀ وايئ اؤ يو بل مۀ دهوکه کوئ. ۱۲زما په نُوم د دروغو قسم مۀ خورئ چې ستاسو د دې د پُوره کولو اِراده نۀ وى، دا به زما د نُوم سپکاوے وى. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم. ۱۳خپل ګاونډى مۀ دهوکه کوئ اؤ د هغۀ نه غلا مۀ کوئ. د يو مزدُور مزدُورى تر سحره پورې مۀ ايساروئ. ۱۴يو کُوڼ کس ته ښېرې مۀ کوئ اؤ د يو ړُوند په مخ کښې داسې څۀ څيز مۀ ږدئ چې په هغې باندې تيندک وخورى. زما نه ويرېږئ، زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم. ۱۵د عدالت په فېصلو کښې د بې اِنصافۍ نه کار مۀ اخلئ، چې د يو غريب طرفدارى وکړئ يا د مالدار کس نه ويرېږئ :  د خپل ګاونډى سره اِنصاف کوئ. ۱۶د هيچا په باره کښې دروغ مۀ خوَروئ اؤ کله چې د چا د ژوند مُقدمه وى، کۀ هغه ستاسو د ګواهۍ په وجه بچ کېدے شى نو ګواهى ورکړئ. زۀ مالِک خُدائ يم. ۱۷د نورو خِلاف په زړۀ کښې کينه مۀ ساتئ، د هغوئ سره خپل اِختلافات ختم کړئ، نو چې د هغوئ په وجه ګُناهګار نۀ شئ. ۱۸د هيچا نه بدل مۀ اخلئ يا د چا سره په زړۀ کښې کينه مۀ ساتئ، د خپل ګاونډى سره هغه هومره مينه کوئ چې څومره د خپل ځان سره کوئ. زۀ مالِک خُدائ يم. ۱۹زما په حُکمُونو عمل کوئ. مُختلف قِسمه ځناور مۀ پرېږدئ چې يو بل مال کړى. په يو پټى کښې دوه قِسمه تُخم مۀ کَرئ. د دوه قِسمه تار نه جوړې شوې جامې مۀ اغوندئ. ۲۰کۀ يوه وينځه د يو سړى منلے شوى دويمه ښځه وى اؤ اخستے شوې نۀ وى چې آزاده شى، نو کۀ يو بل سړے د هغې سره څملى، هغوئ له به سزا ورکولے شى خو وژلے به نۀ شى، ځکه چې هغه يوه وينځه وى. ۲۱هغه سړے به د مالِک خُدائ د مُقدسې خېمې د دروازې خُلې ته د تاوان د نذرانې په توګه يو ګډ راولى، ۲۲اؤ اِمام به د دې سره د پاکوالى کفاره ادا کړى چې د هغه سړى ګُناه لرې شى اؤ خُدائ پاک به هغه معاف کړى. ۲۳کله چې تاسو د کنعان وطن ته ورننوځئ اؤ د مېوې هر قِسم ونۀ هم وکَرئ، نو داسې وګڼئ چې هغه مېوه د دريو کالو پورې ناپاکه ده. په دې دوران کښې به تاسو هغه نۀ خورئ. ۲۴په څلورم کال به ټولې مېوې ما يعنې مالِک خُدائ ته په شُکرانه کښې وقف کړئ. ۲۵خو په پينځم کال هغه مېوې خوړے شئ. کۀ تاسو دا هر څۀ وکړل، نو ستاسو ونې به زياتې مېوې ونيسى. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم. ۲۶داسې غوښه مۀ خورئ چې وينه لا په کښې وى. فال مۀ ګورئ اؤ کوډې مۀ کوئ. ۲۷د خپل سر ګېر‌چاپېره لاندې ويښتۀ مۀ کلوئ اؤ ګېره مۀ لنډوئ. ۲۸د مړى په غم کښې خپل بدن مۀ غوڅوئ اؤ مۀ په کښې داغُونه جوړوئ. زۀ مالِک خُدائ يم. ۲۹د خپلو لُوڼو نه د عِبادت‌خانې کنجرې جوړولو په وجه د هغوئ بې عِزتى مۀ کوئ، ګنى نورو خُدايانو ته به ورواوړئ اؤ هغه وطن به د بد عملۍ نه ډک شى. ۳۰د سبت ورځ مانځئ اؤ د هغه ځائ عِزت کوئ چې چرته زما عِبادت کېږى. زۀ مالِک خُدائ يم. ۳۱د هغه خلقو نصيحت اؤرېدلو له مۀ ورځئ چې د مړو د رُوحُونو مشورې ورکوى. کۀ تاسو داسې وکړل نو ناپاک به شئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم. ۳۲د بُوډاګانو په مخکښې پاڅېږئ اؤ د مشرانو عِزت کوئ. زما نه ويرېږئ، زۀ مالِک خُدائ يم. ۳۳د هغه مُسافرو سره بد سلُوک مۀ کوئ کُوم چې ستاسو په وطن کښې اوسېږى. ۳۴د هغوئ سره د يو بنى اِسرائيلى په شان سلُوک کوئ اؤ د هغوئ سره د خپل ځان په شان مينه کوئ. ياد ساتئ! تاسو هم په يو وخت کښې د مِصر په وطن کښې مُسافر وئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم. ۳۵د ناپ، تول، يا د مِقدار د غلطو حِسابُونو لګولو په وجه هيڅ څوک مۀ غولوئ. ۳۶صحيح تلې، صحيح وزنُونه اؤ صحيح ناپونه اِستعمالوئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم اؤ ما تاسو د مِصر وطن نه راوويستلئ. ۳۷زما ټول قانُون اؤ حُکمونه منئ. زۀ مالِک خُدائ يم.“