د ليويانو کِتاب

اتلسم باب

ناروا جنسى تعلُقات

۱مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل، ۲بنى اِسرائيلو ته ووايه چې :  ”زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم. ۳تاسو هغه شان کارُونه مۀ کوئ څنګه چې د مِصر د وطن خلقو کول، چرته چې تاسو اوسېدلئ اؤ تاسو هغه شان کار هم مۀ کوئ څنګه چې د کنعان خلق يې کوى، چرته چې زۀ تاسو بوځم. ۴تاسو به زما حُکمونه منئ اؤ زما په قانُون به عمل کوئ :  زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم. ۵تاسو زما په قانُون اؤ حُکمُونو عمل کوئ، هر څوک چې پرې عمل کوى نو هغوئ به ژوندى وى :  زۀ مالِک خُدائ يم. ۶هيڅ څوک دې د خپلوانو سره زنا نۀ کوى :  زۀ مالِک خُدائ يم. ۷د خپلې مور سره زنا کولو په وجه د خپل پلار سپکاوے مۀ کوئ، هغه ستاسو مور ده. د خپلې مور سره به هيڅ کله داسې غلط کار نۀ کوئ. ۸د خپل پلار د نورو ښځو سره زنا مۀ کوئ، دا ستاسو د پلار سپکاوے دے. ۹د خپلې سکه يا ناسکه خور سره زنا مۀ کوئ، کۀ هغه ستاسو په کور کښې لويه شوې وى يا په بل ځائ کښې. ۱۰د خپلې نمسۍ سره زنا مۀ کوئ، د هغې سپکاوے ستاسو خپل سپکاوے دے. ۱۱د خپلې ناسکه خور سره زنا مۀ کوئ، ځکه چې هغه ستاسو خور ده. ۱۲د خپلې ترور سره زنا مۀ کوئ، ځکه چې هغه ستاسو د پلار يا مور وينه ده. ۱۴د خپل ترۀ د ښځې سره د زنا کولو په وجه د هغې سپکاوے مۀ کوئ، هغه ستاسو د ترۀ ښځه ده. ۱۵د خپلې اېنږور سره زنا مۀ کوئ، هغه ستاسو د زوئ ښځه ده. ۱۶د خپلې ورندارې سره زنا مۀ کوئ، دا ستاسو د خپل ورور سپکاوے دے. ۱۷چې تاسو د يوې ښځې سره څملئ نو د هغې د لُور يا د هغې د نمسۍ سره هم زنا مۀ کوئ، ځکه هغوئ ستاسو خپلوانې دى، دا به يو بد عمل وى. ۱۸د خپلې ښينې سره وادۀ مۀ کوئ چې کله د هغې خور يعنې ستاسو ښځه ژوندۍ وى. ۱۹چې کله د يوې ښځې مياشتنۍ بيمارى وى نو د هغې سره مۀ څملئ ځکه چې هغه ناپاکه وى. ۲۰د بل سړى د ښځې سره مۀ څملئ، د هغې په وجه به تاسو ناپاک شئ. ۲۱د خپل اولاد يو کس هم مولک بُت د پاره مۀ ورکوئ چې د هغۀ په عِبادت کښې اِستعمال شى اؤ د خپل خُدائ پاک د نُوم سپکاوے مۀ کوئ :  زۀ مالِک خُدائ يم. ۲۲يو نر دې هم د بل نر کس سره جنسى تعلُقات نۀ ساتى، دا يو بد عمل دے. ۲۳يو نر دې د يو ځناور سره زنا کولو په وجه خپل ځان نۀ ناپاک کوى، يا يوه ښځه دې د يو ځناور سره د زنا کولو کوشش نۀ کوى، دا يو ګنده عمل دے. ۲۴د دې عملُونو په وجه خپل ځانُونه مۀ ناپاکه کوئ، ځکه چې غېرو قومُونو داسې خپل ځانُونه ناپاک کړل، هغه غېرقومُونه چې مالِک خُدائ به يې ستاسو نه مخکښې وشړى. ۲۵د هغوئ عملُونو هغه وطن ناپاک کړو اؤ مالِک خُدائ هغه وطن له سزا ورکړه چې خپل اوسېدُونکى وشړى. ۲۶هغوئ دا ټول غلط کارُونه وکړل اؤ هغه وطن يې ناپاک کړو، خو چې تاسو داسې ونۀ کړئ. کۀ هغه اِسرائيلے وى يا د پردى وطن کس چې ستاسو سره اوسېږى، نو تاسو ټول به د مالِک خُدائ په قانُون اؤ حُکمُونو عمل کوئ، ۲۸نو هغه وطن به تاسو نۀ شړى، لکه چې څنګه يې غېرقومُونه وشړل کُوم چې ستاسو نه مخکښې هلته اوسېدل. ۲۹تاسو ته پته ده چې هر څوک دا ګنده کارُونه وکړى نو هغه به نور د خُدائ پاک د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.“ ۳۰اؤ مالِک خُدائ ووئيل، ”زۀ چې کُوم حُکمونه درکړم په هغې عمل کوئ اؤ د هغه خلقو په رِواجُونو پسې مۀ ځئ کُوم چې ستاسو نه مخکښې په هغه وطن کښې اوسېدل، اؤ د هغه غلطو کارُونو کولو په وجه خپل ځانُونه مۀ ناپاکه کوئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.“