د ليويانو کِتاب

اُوولسم باب

د وينې خوړل حرام دى

۱بيا مالِک خُدائ مُوسىٰ ته حُکم وکړو چې ۲هارُون د هغۀ زامنو اؤ ټولو بنى اِسرائيلو ته دا اصُول وښائى. ۳کۀ يو اِسرائيلے کس يو غوَيے، يو ګډُورے، يا يو چېلۍ مالِک خُدائ ته د نذرانې په توګه د مالِک خُدائ د حضُور مُقدسې خېمې د دروازې خُلې نه بغېر په هر ځائ کښې حلال کړى نو هغۀ به قانُون مات کړے وى. هغۀ وينه توئ کړې ده اؤ هغه به نور د خُدائ پاک د خلقو نه نۀ شى ګڼلے. ۵د دې حُکم مطلب دا دے چې بنى اِسرائيلو کُوم ځناور په کولاؤ مېدان کښې حلالول نو هغوئ به يې ما مالِک خُدائ ته راولى. هغوئ به دا د مُقدسې خېمې د دروازې په خُلۀ کښې اِمام ته راولى اؤ د سلامتۍ د نذرانو په توګه به يې حلالوى. ۶اِمام به هغه وينه د مُقدسې خېمې د دروازې په خُلۀ کښې د قُربان‌ګاه په طرفُونو باندې وشيندى اؤ د خوشبوئى جوړېدو د پاره دې وازګه وسوزوى، په مالِک خُدائ باندې دا بُوئ ښۀ لګې. ۷بنى اِسرائيل دې د مالِک خُدائ سره نوره بې‌وفائى نۀ کوى چې خپل ځناور د چېلو په شان ښکارېدُونکو پېريانو ته قُربانى کړى. بنى اِسرائيل به په راتلُونکى ټولو وختُونو کښې دا اصُول خامخا منى. ۸يو اِسرائيلے يا د پردى وطن هر يو کس چې د هغوئ سره اوسېږى چې هغه يوه سوزېدُونکې نذرانه يا بله څۀ قُربانى پېش کوى ۹اؤ د مُقدسې خېمې د دروازې خُلې ته يې مالِک خُدائ ته د پېش کولو د پاره رانۀ وړى نو هغه کس به نور د خُدائ پاک د خلقو نه نۀ شى ګڼلے. ۱۰هر يو اِسرائيلے يا د بل وطن کس چې د هغوئ سره اوسېږى کۀ هغه غوښه خورى چې وينه لا په کښې وى، نو مالِک خُدائ به د هغۀ خِلاف شى اؤ هغه به نور د هغۀ د خلقو نه نۀ شى ګڼلے. ۱۱د هر ژوندى څيز ژوند په وينه کښې دے اؤ دا ځکه مالِک خُدائ حُکم کړے دے چې ټوله وينه به په قُربان‌ګاه توئ کړے شى چې د خلقو د ګُناه کفاره ادا شى، دا وينه ده چې د ګُناهونو کفاره ادا کوى. ۱۲دا ځکه مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته وئيلى دى چې نۀ به هغوئ اؤ نۀ د هغوئ سره مهاجر خلق هغه غوښه خورى چې وينه لا په کښې وى. ۱۳هر يو بنى اِسرائيلے يا د پردى وطن کس چې د هغوئ سره اوسېږى کۀ د يو ځناور يا مارغۀ ښکار وکړى کُوم چې حلال وى، نو هغه به خامخا د دې وينه په زمکه توئ کړى اؤ په خاوره به يې پټه کړى. ۱۴د هر ژوندى څيز ژوند په وينه کښې دے، نو دا ځکه مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته وئيلى دى چې هغوئ به هغه غوښه نۀ خورى چې وينه لا په کښې وى خو کۀ چا وخوړله نو هغه به نور د هغۀ د خلقو نه نۀ شى ګڼلے. ۱۵هر څوک، کۀ هغه بنى اِسرائيلے وى يا د پردى وطن کس، کۀ هغۀ د يو داسې ځناور غوښه وخوړله چې هغه په خپل مرګ مړ وى يا ځنګلى ځناورو وژلے وى نو هغه به خامخا خپلې جامې ووينځى، غُسل به وکړى اؤ تر ماښامه پورې به هغه ناپاک وى خو بيا به پاک شى. ۱۶کۀ هغۀ داسې ونۀ کړل، نو هغۀ ته به د خپلو بدو سزا مِلاؤ شى.