د ليويانو کِتاب

پنځلسم باب

د بدن ناپاکوالے

۱بيا مالِک خُدائ مُوسىٰ اؤ هارُون ته دا اصُول وښودل ۲کُوم چې د بنى اِسرائيلو د پاره دى. کۀ د سړى د ذکر نه څۀ اوبۀ ووځى، نو هغه اوبۀ ناپاکى دى، ۳کۀ د هغۀ د ذکر نه اوبۀ روانې وى يا بند وى نو هغه ناپاک وى. ۴چې په کُومه بستره هغه څملاستلے وى يا په بل څۀ باندې ناست وى نو هغه به هم ناپاک وى. ۵هر څوک چې د هغۀ بسترې له لاس وروړى ۶يا په هر څۀ باندې کښېنى په کُوم باندې چې هغه سړے ناست وى نو هغه به جامې ووينځى اؤ غُسل به وکړى اؤ تر ماښامه پورې به ناپاک وى. ۷کۀ څوک هغه سړى له لاس وروړى چې د کُوم نه اوبۀ ځى نو هغه به خامخا خپلې جامې ووينځى اؤ غُسل به وکړى اؤ تر ماښامه پورې به ناپاکه وى. ۸چې د کُوم سړى د ذکر نه اوبۀ ځى کۀ هغه په يو پاک کس تُوکاڼې اوتُوکى، نو هغه کس به خامخا جامې ووينځى اؤ غُسل به وکړى اؤ تر ماښامه پورې به ناپاک وى. ۹په کُوم زين باندې چې هغه سړے کښېنى چې د کُوم د ذکر نه اوبۀ ځى نو هغه زين به ناپاک وى. ۱۰هر څوک چې هر هغه څيز له ګوتې وروړى چې په کُوم باندې هغه سړے ناست وى نو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى. کۀ څوک هر هغه څيز يوسى چې په کُوم باندې هغه سړے ناست وى نو هغه به خامخا خپلې جامې ووينځى اؤ غُسل به وکړى اؤ تر ماښامه پورې به ناپاک وى. ۱۱د کُوم سړى د ذکر نه چې اوبۀ ځى کۀ هغۀ خپل لاسُونه نۀ وى وينځلى اؤ چا له ګوتې وروړى، نو هغه کس به خامخا خپلې جامې ووينځى اؤ غُسل به وکړى، خو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى. ۱۲هغه سړے کۀ د خټو لوښى له لاس وروړى نو دا به ماتولے شى اؤ کۀ د لرګى لوښى له لاس وروړى نو خامخا به وينځلے شى. ۱۳د کُوم سړى چې د ذکر نه اوبۀ ځى اؤ هغه روغ شى نو د هغې نه پس، هغه به خامخا اووۀ ورځې اِنتظار کوى اؤ بيا به خپلې جامې ووينځى اؤ د چينې په تازه اوبو کښې به غُسل وکړى اؤ هغه به پاک شى. ۱۴په اتمه ورځ به هغه دوه ګُوګُوشتکې يا دوه کونترې د مالِک خُدائ د حضُور مُقدسې خېمې د دروازې خُلې ته يوسى اؤ اِمام له به يې ورکړى. ۱۵اؤ اِمام به د دې نه يوه د ګُناه د نذرانې په توګه اؤ بله د سوزېدُونکې نذرانې په توګه پېش کړى. چې د هغه سړى د پاکوالى کفاره ادا کړى. ۱۶کله چې د يو سړى نه منى ووځى، نو هغه به خامخا خپل ټول بدن ووينځى اؤ هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى. ۱۷هر څيز چې د کپړې يا څرمنې نه جوړ وى اؤ منى ورباندې پرېوزى نو خامخا به وينځلے شى اؤ تر ماښامه پورې به ناپاک وى. ۱۸د سړى اؤ ښځې د کوروالى کولو نه پس به خامخا دواړه غُسل کوى اؤ هغوئ به تر ماښامه پورې ناپاک وى. ۱۹چې کله د يوې ښځې مياشتنۍ بيمارى وى، نو هغه به اووۀ ورځې ناپاکه وى. هر څوک چې هغې له لاس وروړى نو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى. ۲۰د مياشتنۍ بيمارۍ په دوران کښې چې هغه په هر څيز باندې کښېنى يا څملى نو دا به ناپاک وى. ۲۱هر څوک چې د هغې بسترې يا هر هغه څيز له لاس وروړى چې په کُوم باندې ناسته وى نو هغه به خامخا خپلې جامې ووينځى اؤ غُسل به وکړى اؤ تر ماښامه پورې به ناپاک وى. ۲۴کۀ يو سړے د هغې سره په داسې وخت کښې څملى چې مياشتنۍ بيمارى يې وى، نو هغه د هغې د ناپاکۍ په وجه ناپاک دے اؤ اووۀ ورځې به ناپاک وى اؤ هغه بستره هم ناپاکه ده په کُومه باندې چې هغه څملى. ۲۵کۀ د يوې ښځې د مياشتنۍ بيمارۍ نه بغېر هم د ډېرو ورځو پورې وينه بهېږى يا د مياشتنۍ بيمارۍ د ورځو نه اخوا هم د هغې نه وينه جارى وى، نو تر کُومې پورې چې ترې نه وينه بهېږى هغه ناپاکه ده، لکه چې څنګه د مياشتنۍ بيمارۍ په وخت کښې وى. ۲۶په دې دوران کښې چې هغه په کُومه بستره څملى اؤ په څۀ څيز باندې کښېنى نو دا ناپاک دى. ۲۷هر څوک چې دې څيزُونو له لاس وروړى نو هغه ناپاک دے اؤ خامخا به خپلې جامې ووينځى اؤ غُسل به وکړى، هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى. ۲۸چې د هغې نه وينه بهېدل بند شى نو هغه به خامخا اووۀ ورځې اِنتظار کوى اؤ بيا به هغه پاکه شى. ۲۹په اتمه ورځ به هغه دوه ګُوګُوشتکې يا دوه کونترې د مالِک خُدائ د مُقدسې خېمې د دروازې په خُلۀ کښې اِمام له يوسى. ۳۰اِمام به د دې نه يوه د ګُناه د نذرانې په توګه اؤ بله د سوزېدُونکې نذرانې په توګه پېش کړى، نو د هغې د پاره به د پاکوالى کفاره ادا کړى. ۳۱مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل چې بنى اِسرائيلو له خبردارے ورکړه چې څوک ناپاک وى هغه به لرې اوسېږى، نو د مالِک خُدائ د حضُور مُقدسې خېمې بې عِزتى به نۀ کېږى، کُومه چې د خېمو په مېنځ کښې ده. کۀ هغوئ بې عِزتى وکړه، نو مړۀ به شى. ۳۲دا اصُول د هغه سړى په باره کښې دى چې د ذکر نه يې اوبۀ يا منى ځى، ۳۳دا داسې ښځې په باره کښې دى چې د هغې مياشتنۍ بيمارى وى، يا د يو سړى په باره کښې چې د يوې ښځې سره څملى کُومه چې ناپاکه وى.